د امریکا د انډیانا په ایالت کې د چاقو برید کې اوه تنه ټپیان شوي دي

د انډیانا ایالت چارواکو ويلي، چې د دوشنبې په سهار د دې ایالت په شمال لویدیځ کې د یوه پلورنځي مخ ته د چاقو په برید کې لږ تر لږه اوه کسان ټپیان شوي دي. د انډيانا پوليسو د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.