• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فرانسې پخواني ولسمشر خبرداری ورکړی چې له وخته مخکې ټاکنې به هېواد له ګډوډۍ سره مخ کړي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي د دغه هېواد د پارلمان منحل کول یو "لوی خطر" بللی او ویلي یې دي، چې د ایمانویل مکرون پرېکړه کولی شي فرانسه له ګډوډۍ سره مخ کړي. سرکوزي وویل، چې دا به ورته عجیبه ښکاري چې دی بیا ځلي رای ورکوي سره له دې چې دمخه یې خپله اراده څرګنده کړې ده.

نیکولاس سرکوزي له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۲ پورې د فرانسې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې او ویل کېږي چې له ایمانویل مکرون سره یې ښې اړیکې لرلې.

سرکوزي د اروپا د پارلمان د ټاکنو ټولپوښتنو ته په اشارې سره وویل، چې د مکرون منځلاري ګوند دریم ځای خپل کړی او له وخت مخکې ټاکنې به د واک د ترلاسه کولو لپاره د ښي اړخو ګوندونو بریا ته زمینه برابره کړي.

تر دې مخکې د جنورۍ په ۲۰مه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دغه هېواد د ښي اړخو ګوندونو پر وړاندې د خپل ګوند له ماتې وروسته پارلمان منحل او له وخت مخکې ټاکنې اعلان کړې.

کارپوهانو د ولسمشر مکرون دغه اقدام په فرانسه کې یوه سیاسي زلزله بللې او ویلي یې دي، چې له دې اقدام سره به د دغه هېواد ښي اړخو ګوندونو ته له کلونو وروسته د بریا فرصت په لاس ورشي.

په ورته وخت کې د انفوپي ورځپاڼې سروې ښيي چې د ښي اړخي ګوند «ملي اجماع» به ۳۵٪، د کیڼ اړخو ګوندونو ائتلاف به ۲۶٪ او د مکرون «رنسانس» ګوند به ۱۹٪ رایې ترلاسه کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د هند په لوېدیځ بنګال کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۰۰ GMT+۱

هندي چارواکو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د لوېدیځ بنګال په ایالت کې یو بار وړونکی اورګاډی له یوه مساپر وړونکي اورګاډي سره ټکر کړی، چې له امله یې لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې دغه پېښه د نوي جالپایجوري ښار ته څېرمه رامنځته شوې ده.

همدارنګه د هند لومړي وزیر په خپله اېکس پاڼه د یادې پېښې په اړه خواشیني ښودلې.

نوموړي لیکلي، په یاده پېښه کې د ټپي شویو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.

نریندرا مودي وايي، د یادې پېښې د ارزونې په موخه یې د ریلوې وزیر اشواني ویشناو د پېښې سیمې ته استولی دی.

حوثيان: پر یوه امریکايي بېړۍ او دوو کښتیو مو بریدونه وکړل

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۴۲ GMT+۱

د حوثیانو ویاند په یکشنبه ویلي، دغې ډلې په سور سمندرګي او عربي بحیره کې د امریکا پر یوې بیړۍ او دوو کښتیو بریدونه کړي. یحیا سريع ویلي، حوثیانو په یوه بالستیک توغندي، امریکايي بیړۍ او د کیپټن پاریس په کښتۍ د سمندري توغندي او د «هیپي کنډور» پر کښتۍ د ډرون توغندي بریدونه کړي.

دا څرګنده نه ده چې د حوثیانو توغندي او بې پیلوټه الوتکې خپل هدفونه په نښه کړي او که نه.

تر دې مخکې د برېټانیا سوداګریزو سمندري عملیاتو کې ویل شوي و، چې یوې کښتۍ د یمن په سوېلي اوبو کې د دوو چاودنو خبر ورکړی و. ورته مهال کښتۍ او د هغې مساپر خوندي پاتې شول او خپل سفر ته ېې دوام ورکړی.

حوثیانو له فلسطینیانو سره په پیوستون کې د تیر کال له نومبر میاشتې راهیسې په سوداګریزو کښتیو لسګونه بریدونه کړي دي.

دغه بریدونه په یمن کې د حوثيانو پر وړاندې د امریکا او برېتانیې له خوا د بېړیو د تګ راتګ او د غچ اخیستنې د بریدونو لامل شوي دي.

پاکستاني طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۰۲ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې د لوی اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ. ټي ټي پي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ چې دغه اوربند د پاکستان د خلکو په غوښتنه اعلان شوی، خو که امنیتي ځواکونه کوم ګام واخلي، د دوی جنګیالي به له ځانه دفاع وکړي.

له ۲۰۲۱ کال وروسته دا دویم ځل دی چې تحریک طالبان پاکستان د اوربند اعلان کوي.

لومړی اوربند په ۲۰۲۲ کال کې پای ته ورسېد او له هغه وروسته پاکستاني طالبانو د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د ټي ټي پي د بریدونو شدت د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې.

اسلام اباد وايي، د پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې اوسیږي.

همدارنګه اسلام اباد ادعا کوي چې ټي ټي پي خپل بریدونه د افغانستان له خاورې ترسره کوي، خو دا تور د تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبانو لخوا رد شوی دی.

اسراییل د مرستو رسولو د اسانتیا په موخه د غزې په سویل کې پوځي عملیات درولي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۵۶ GMT+۱

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ وویل، چې د غزې په سویلي برخه کې د یوې لویې لارې په اوږدو کې یې نظامي عملیات لازیاتو مرستو ته د اجازې ورکولو په موخه درولي دي. دغه مرستې به هغو سیمو ته رسیږي چیرې چې نړۍوالو مرستندویه سازمانونه د مخ په زیاتیدونکي بشري ناورین خبرداری ورکوي.

پوځ وویل، چې په رفح ښار کې به جګړه دوام وکړي.

دا هغه سیمه ده چې اسراییل وايي؛ دلته د حماس وروستۍ پاتې لېوا په نښه کوي.

پوځ ویلي، چې نظامي عملیات به د دغې لارې په اوږدو کې د سهار له پنځو بجو د مازیګر تر پنځو بجو پورې ولاړ وي.

د اوربند لپاره د نړۍوالو فشارونو سربېره؛ د جګړې د درولو موافقه لاهم لرې ښکاري.

په لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمنه حزب الله په غزه کې د حماس له برید لږ وروسته د اسراییل پر وړاندې دویمه جبهه پرانستې.

د اسراییل او لبنان د پولې په اوږدو کې جګړه اوس په یوې پراخې جګړې د بدلیدو په حال کې ده.

د پولې دواړو غاړو ته په اسراییل او لبنان کې په لسګونو زره خلک بې کوره شوي دي.

په غزه کې د جګړې د اوږدیدو یوه بله نښه دا ده، چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حکومت د یکشنبې په ورځ اعلان کړی، چې د هغو اسراییلیانو لپاره به د هوټلونو د پیسو د ورکولو موده د اګسټ تر ۱۵مې پورې وغځوي، چې د اسراییل د سویلي سیمو څخه د نښتو په پایله کې بې ځایه شوي دي.‌

حماس د اکټوبر په اوومه د اسراییل په سویلي سیمو برید وکړ، چې د اسراییل د شمېرو له مخې پکې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او تر ۲۵۰ زیات د حماس له خوا یرغمل شول.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا؛ له هغه مودې راهیسې په غزې د اسراییل د عملیاتو په پایله کې لږ تر لږه ۳۷ زره ۲۹۶ فلسطینیان وژل شوي دي.

د حماس د سیاسي دفتر مشر: د اوربند وړاندیز ته زموږ ځواب د بایډن له پلان سره سم دی

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۴۷ GMT+۱

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه اعلان وکړ، چې د غزې په تړانګه کې د اوربند وروستي وړاندیز ته د دې ډلې غبرګون د هغه څه سره سمون لري، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن مخکې وړاندیز کړی و.

هنيه د لوی اختر په مناسبت په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل: "حماس او فلسطيني ډلې د يوې هر اړخيزې موافقې لپاره چمتو دي، چې پکې اوربند، د غزې له تړانګې څخه د اسرایيلي پوځ وتل، د کنډوالو بيارغونه او د تبادلې هر اړخيز تړون شامل دی."

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن په غزه کې د جګړې د درولو لپاره درې پړاویز پلان اعلان کړ او ویې ویل، چې دا تړون کولای شي د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون او د جګړې د پای ته رسولو لپاره لاره هواره کړي.

مصر او قطر د اوربند د خبرو د منځګړیتوب په توګه بیا ویلي وو، چې حماس د بایډن پلان ته خپل ځواب وړاندې کړی دی.

دغو دواړو هېوادونو په دې اړه له نورو جزییاتو ورکولو ډډه کړې ده.