• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل د مرستو رسولو د اسانتیا په موخه د غزې په سویل کې پوځي عملیات درولي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۵۶ GMT+۱

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ وویل، چې د غزې په سویلي برخه کې د یوې لویې لارې په اوږدو کې یې نظامي عملیات لازیاتو مرستو ته د اجازې ورکولو په موخه درولي دي. دغه مرستې به هغو سیمو ته رسیږي چیرې چې نړۍوالو مرستندویه سازمانونه د مخ په زیاتیدونکي بشري ناورین خبرداری ورکوي.

پوځ وویل، چې په رفح ښار کې به جګړه دوام وکړي.

دا هغه سیمه ده چې اسراییل وايي؛ دلته د حماس وروستۍ پاتې لېوا په نښه کوي.

پوځ ویلي، چې نظامي عملیات به د دغې لارې په اوږدو کې د سهار له پنځو بجو د مازیګر تر پنځو بجو پورې ولاړ وي.

د اوربند لپاره د نړۍوالو فشارونو سربېره؛ د جګړې د درولو موافقه لاهم لرې ښکاري.

په لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمنه حزب الله په غزه کې د حماس له برید لږ وروسته د اسراییل پر وړاندې دویمه جبهه پرانستې.

د اسراییل او لبنان د پولې په اوږدو کې جګړه اوس په یوې پراخې جګړې د بدلیدو په حال کې ده.

د پولې دواړو غاړو ته په اسراییل او لبنان کې په لسګونو زره خلک بې کوره شوي دي.

په غزه کې د جګړې د اوږدیدو یوه بله نښه دا ده، چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حکومت د یکشنبې په ورځ اعلان کړی، چې د هغو اسراییلیانو لپاره به د هوټلونو د پیسو د ورکولو موده د اګسټ تر ۱۵مې پورې وغځوي، چې د اسراییل د سویلي سیمو څخه د نښتو په پایله کې بې ځایه شوي دي.‌

حماس د اکټوبر په اوومه د اسراییل په سویلي سیمو برید وکړ، چې د اسراییل د شمېرو له مخې پکې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او تر ۲۵۰ زیات د حماس له خوا یرغمل شول.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا؛ له هغه مودې راهیسې په غزې د اسراییل د عملیاتو په پایله کې لږ تر لږه ۳۷ زره ۲۹۶ فلسطینیان وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د حماس د سیاسي دفتر مشر: د اوربند وړاندیز ته زموږ ځواب د بایډن له پلان سره سم دی

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۴۷ GMT+۱

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه اعلان وکړ، چې د غزې په تړانګه کې د اوربند وروستي وړاندیز ته د دې ډلې غبرګون د هغه څه سره سمون لري، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن مخکې وړاندیز کړی و.

هنيه د لوی اختر په مناسبت په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل: "حماس او فلسطيني ډلې د يوې هر اړخيزې موافقې لپاره چمتو دي، چې پکې اوربند، د غزې له تړانګې څخه د اسرایيلي پوځ وتل، د کنډوالو بيارغونه او د تبادلې هر اړخيز تړون شامل دی."

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن په غزه کې د جګړې د درولو لپاره درې پړاویز پلان اعلان کړ او ویې ویل، چې دا تړون کولای شي د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون او د جګړې د پای ته رسولو لپاره لاره هواره کړي.

مصر او قطر د اوربند د خبرو د منځګړیتوب په توګه بیا ویلي وو، چې حماس د بایډن پلان ته خپل ځواب وړاندې کړی دی.

دغو دواړو هېوادونو په دې اړه له نورو جزییاتو ورکولو ډډه کړې ده.

تاشکند له جرمني غوښتي چې د افغانانو په شړلو کې د مرستې په بدل کې د دوی کارګر ومني

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۱

جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی د می په میاشت کې تاشکند ته سفر کړی، چې د یو شمېر افغان کډوالو د اېستلو په اړه خبرې وکړي. د رېپوټ له مخې؛ ازبک چارواکو له جرمني غوښتي، چې د همکارۍ په بدل کې دې د دغه هېواد مسلکي کارګرانو ته ځای ورکړي.

د دغو راپورونو له مخې؛ د ازبکستان مشرتابه د مرستې ژمنه کړې، خو په بدل کې یې د کډوالۍ د یوې هوکړې کولو غوښتنه کړې، تر څو ازبک وګړي په اسانۍ سره جرمني ته د کار لپاره ولاړ شي.

شپیګل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په دې اړه یې د جرمني د کورنیو چارو وزارت نظر غوښتی؛ خو دغه وزارت ونه غوښتل چې په دې اړه تبصره وکړي.

جرمني رسنيو د غبرګولي په ٢٧مه خبر ورکړى، چې جرمني غواړي له طالبانو سره د همکارۍ د مخنيوي په موخه ازبکستان ته د اخراج وړ افغان کډوال ولېږدوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي؛ هېواد یې په دې اړه له ازبک چارواکو سره خبرې کوي.

د راپورونو له مخې؛ جرمني د افغان کډوالو د اخراج پلان داسې دی، چې افغان کډوال د خصوصي هوايي شرکتونو له لارې تاشکند ته استول کېږي او له هغه ځایه کابل ته لېږدول کېږي.

په دې وروستیو اونیو کې په جرمني کې د مېشتو افغانانو له خوا د بریدونو په اړه څو رپوټونه خپاره شوي دي.

د جرمني پولیسو د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) اعلان وکړ، چې په لویدیځ برلین کې یې د یورو ۲۰۲۴ کال د فوټبال د سیالیو د پرانیستلو په لوبه کې یو افغان وګړي وروسته له هغه په ​​پښه ډزې وکړې چې یو هېوادوال یې وواژه او پر نندارچیانو یې برید وکړه.

د جرمني پوليسو د غبرګولي په ٢٢مه اعلان وکړ، چې يو ١٩ کلن افغان ځوان يې د فرانکفورت په ښار کې پر يوې ٤١ کلنې جرمنۍ ښځې د چاقو د بريد په تور نيولى دى.

همدغه راز دجمعې په ورځ هم يو ٢٥ کلن سليمان عطایي په منهايم ښار کې داسلام د مخالفينو په يوه غونډه بريد کې يو پوليس وژلى او پينځه ملکي کسان يې ژوبل کړي وو.

په دې وروستیو کې د جرمي صدراعظمې اولاف شولز هم خبرداری ورکړی، چې دغه هېواد به نور د «ترهګریزو اعمالو» ستاینه ونه زغمي.

د هامبورګ پولیسو یو سړی چې تبر یې په لاس کې و په ډزو ټپي کړ

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۱

د جرمني رسنیو راپور ورکړ، چې د هامبورګ پولیسو د شنبې په ورځ «د غبرګولي ۲۶ مه» د هالنډ د یورو د مینه والو یوې غونډې ته څېرمه "یو بریدګر چې تبر یې په لاس کې و" په ډزو ټپي کړ. د راپورونو له مخې د هالنډ د پلویانو غونډې ته څېرمه د څلورو ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

ټاکل شوې، چې هالنډ به د سې شنبې په ورځ په هامبورګ کې له پولنډ سره د یورو په سیالیو کې مخامخ شي.

جرمني ورځپاڼې بیلډ راپور ورکړی، چې شاوخوا ۴۰،۰۰۰ هالنډي مینه والو په یوه سوله ییز لاریون کې برخه اخیستې وه، چې یوه کس د تبر په واسطه پر پولیسو او خلکو برید وکړ.

د راپور له مخې، پولیس د پېښې ځای ته تر رسېدو وروسته سیمه کلابنده کړه.

بیلډ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پولیسو د بریدګر د نیولو لپاره د سپرې د کارولو هڅه هم وکړه "مخکې له دې چې یو افسر په ناڅاپي ډول ډزې وکړي".

د دغه راپور له مخې، وروسته د پولیسو افسرانو د یاد بریدګر په لاس ډزې وکړې او هغه په ​​ځمکه ولوېد.

تر اوسه د دغه بریدګر د هویت په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.

سرچینې: د خیبرپښتونخوا په کرمه کې چاودنې دوه تنه وژلي او پنځه نور یې ټپيان کړي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۲۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په مرکزي کرمه کوړم سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه تنه وژلي او پنځه نور ټپیان دي. د ژغورنې ډلې د سرچینو په وینا، د چاودنې په پایله کې مړه او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

په سیمه کې د یوه ځايي روغتون د سرچينې د معلوماتو له مخې، له پنځو ټپيانو څخه د څلورو تنو روغتيايي حالت نازک دى.

دغه چاودنه له لوی اختره ټیک یوه ورځ مخکې شوې چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې، په پاکستان کې نن د عرفې ورځ او سبا دوشنبه د لوی اختر ورځ ښودل شوې.

په کورمه کې د سني او شعیه مذهبو تر منځ مذهبي تاتریخوالی ډیر کله د سیمې د خلکو د مرګ ژوبلې لامل کیږي، دغه دوه لوري تر خپل منځ په سپکو او درنو وسلو جګړه کوي او په لارو ګودرو یو او بل ته په ځمکې کې ماینونه خښوي.

ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو وويل چې د کورمې غرنیو سیمو ته تازه د ټي ټي پي وسله وال ورغلي او له خلکو په زور د شپې ځای او ډوډئ غواړي.

تېره ورځ د همدې کورمې په صده سیمه کې یو شمیر سیمه والو په خپلو کلیو کې د نا امنئ خلاف لاریون کړی و او له حکومته یې غوښتي چې د دوی په سیمه کې امن ټینګ کړي.

پر مودي نیوکه کوونکې لیکواله د کشمیر په اړه له جنجالي څرګندونو ۱۴ کاله وروسته محاکمه کیږي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۴۴ GMT+۱

هندي چارواکو د لومړي وزیر نریندرا مودي پر حکومت نیوکه کوونکې لیکوالې اروندتي رای د محاکمه کولو امر صادر کړی دی. د حکم له مخې، اغلې رای د هندي کشمیر په اړه په ۲۰۱۰ کې په یوه پېښه کې د هغې د څرګندونو له امله د ترهګرۍ ضد قانون لاندې محاکمه کیږي.

اروندتي رای هغه وخت ویلي وو: «کشمیر هیڅکله له هند څخه بېلېدونکې برخه نه وه. دا یو تاریخي حقیقت دی.»

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هندي چارواکو د کشمیر د مرکزي پوهنتون د پخواني استاد شیخ شوکت حسین پر ضد د قانوني قضیې پیلولو اجازه هم ورکړې ده.

دا حکم د ډیلي د مرستیال والي وینا کمار سکسینا لخوا د واکمن بهارتیا جنتا ګوند لخوا صادر شوی.

څوارلس کاله مخکې د مېرمن رای څرګندونې د بهارتیا جنتا ګوند د چارواکو او پلویانو له سختو نیوکو سره مخ شوې وې. له دغو څرګندونو وروسته د یادګوند د ښځو د سازمان لسګونو غړو د لیکوالې کور کلابند کړ او له هغه یې وغوښتل چې خپلې خبرې دې بېرته واخلي او له هنده دې ووځي.

۶۲ کلنه اروندتي رای د هند یوه له مشهورو لیکوالو څخه ده چې د نریندرا مودي پر حکومت یې د لږکیو پر ضد د قوانینو په رامنځته کولو باندې په ښکاره نیوکې کړې دي.

د هند کمونیست ګوند د ډیلي د سیمه ییز حکومت دغه ګام غندلی او دغه هڅه یې د «فاشیستي منطق» پایله بللې ده.

د اروندتي رای مشهور ناول «د کوچنیو شیانو خدای» چې په فارسي ژبه هم ژباړل شوی، په ۱۹۹۷ کې د بوکر معتبره جایزه وګټله.