• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حوثيان: پر یوه امریکايي بېړۍ او دوو کښتیو مو بریدونه وکړل

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۴۲ GMT+۱

د حوثیانو ویاند په یکشنبه ویلي، دغې ډلې په سور سمندرګي او عربي بحیره کې د امریکا پر یوې بیړۍ او دوو کښتیو بریدونه کړي. یحیا سريع ویلي، حوثیانو په یوه بالستیک توغندي، امریکايي بیړۍ او د کیپټن پاریس په کښتۍ د سمندري توغندي او د «هیپي کنډور» پر کښتۍ د ډرون توغندي بریدونه کړي.

دا څرګنده نه ده چې د حوثیانو توغندي او بې پیلوټه الوتکې خپل هدفونه په نښه کړي او که نه.

تر دې مخکې د برېټانیا سوداګریزو سمندري عملیاتو کې ویل شوي و، چې یوې کښتۍ د یمن په سوېلي اوبو کې د دوو چاودنو خبر ورکړی و. ورته مهال کښتۍ او د هغې مساپر خوندي پاتې شول او خپل سفر ته ېې دوام ورکړی.

حوثیانو له فلسطینیانو سره په پیوستون کې د تیر کال له نومبر میاشتې راهیسې په سوداګریزو کښتیو لسګونه بریدونه کړي دي.

دغه بریدونه په یمن کې د حوثيانو پر وړاندې د امریکا او برېتانیې له خوا د بېړیو د تګ راتګ او د غچ اخیستنې د بریدونو لامل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۰۲ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې د لوی اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ. ټي ټي پي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ چې دغه اوربند د پاکستان د خلکو په غوښتنه اعلان شوی، خو که امنیتي ځواکونه کوم ګام واخلي، د دوی جنګیالي به له ځانه دفاع وکړي.

له ۲۰۲۱ کال وروسته دا دویم ځل دی چې تحریک طالبان پاکستان د اوربند اعلان کوي.

لومړی اوربند په ۲۰۲۲ کال کې پای ته ورسېد او له هغه وروسته پاکستاني طالبانو د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د ټي ټي پي د بریدونو شدت د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې.

اسلام اباد وايي، د پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې اوسیږي.

همدارنګه اسلام اباد ادعا کوي چې ټي ټي پي خپل بریدونه د افغانستان له خاورې ترسره کوي، خو دا تور د تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبانو لخوا رد شوی دی.

اسراییل د مرستو رسولو د اسانتیا په موخه د غزې په سویل کې پوځي عملیات درولي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۵۶ GMT+۱

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ وویل، چې د غزې په سویلي برخه کې د یوې لویې لارې په اوږدو کې یې نظامي عملیات لازیاتو مرستو ته د اجازې ورکولو په موخه درولي دي. دغه مرستې به هغو سیمو ته رسیږي چیرې چې نړۍوالو مرستندویه سازمانونه د مخ په زیاتیدونکي بشري ناورین خبرداری ورکوي.

پوځ وویل، چې په رفح ښار کې به جګړه دوام وکړي.

دا هغه سیمه ده چې اسراییل وايي؛ دلته د حماس وروستۍ پاتې لېوا په نښه کوي.

پوځ ویلي، چې نظامي عملیات به د دغې لارې په اوږدو کې د سهار له پنځو بجو د مازیګر تر پنځو بجو پورې ولاړ وي.

د اوربند لپاره د نړۍوالو فشارونو سربېره؛ د جګړې د درولو موافقه لاهم لرې ښکاري.

په لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمنه حزب الله په غزه کې د حماس له برید لږ وروسته د اسراییل پر وړاندې دویمه جبهه پرانستې.

د اسراییل او لبنان د پولې په اوږدو کې جګړه اوس په یوې پراخې جګړې د بدلیدو په حال کې ده.

د پولې دواړو غاړو ته په اسراییل او لبنان کې په لسګونو زره خلک بې کوره شوي دي.

په غزه کې د جګړې د اوږدیدو یوه بله نښه دا ده، چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حکومت د یکشنبې په ورځ اعلان کړی، چې د هغو اسراییلیانو لپاره به د هوټلونو د پیسو د ورکولو موده د اګسټ تر ۱۵مې پورې وغځوي، چې د اسراییل د سویلي سیمو څخه د نښتو په پایله کې بې ځایه شوي دي.‌

حماس د اکټوبر په اوومه د اسراییل په سویلي سیمو برید وکړ، چې د اسراییل د شمېرو له مخې پکې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او تر ۲۵۰ زیات د حماس له خوا یرغمل شول.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا؛ له هغه مودې راهیسې په غزې د اسراییل د عملیاتو په پایله کې لږ تر لږه ۳۷ زره ۲۹۶ فلسطینیان وژل شوي دي.

د حماس د سیاسي دفتر مشر: د اوربند وړاندیز ته زموږ ځواب د بایډن له پلان سره سم دی

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۴۷ GMT+۱

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه اعلان وکړ، چې د غزې په تړانګه کې د اوربند وروستي وړاندیز ته د دې ډلې غبرګون د هغه څه سره سمون لري، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن مخکې وړاندیز کړی و.

هنيه د لوی اختر په مناسبت په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل: "حماس او فلسطيني ډلې د يوې هر اړخيزې موافقې لپاره چمتو دي، چې پکې اوربند، د غزې له تړانګې څخه د اسرایيلي پوځ وتل، د کنډوالو بيارغونه او د تبادلې هر اړخيز تړون شامل دی."

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن په غزه کې د جګړې د درولو لپاره درې پړاویز پلان اعلان کړ او ویې ویل، چې دا تړون کولای شي د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون او د جګړې د پای ته رسولو لپاره لاره هواره کړي.

مصر او قطر د اوربند د خبرو د منځګړیتوب په توګه بیا ویلي وو، چې حماس د بایډن پلان ته خپل ځواب وړاندې کړی دی.

دغو دواړو هېوادونو په دې اړه له نورو جزییاتو ورکولو ډډه کړې ده.

تاشکند له جرمني غوښتي چې د افغانانو په شړلو کې د مرستې په بدل کې د دوی کارګر ومني

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۱

جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی د می په میاشت کې تاشکند ته سفر کړی، چې د یو شمېر افغان کډوالو د اېستلو په اړه خبرې وکړي. د رېپوټ له مخې؛ ازبک چارواکو له جرمني غوښتي، چې د همکارۍ په بدل کې دې د دغه هېواد مسلکي کارګرانو ته ځای ورکړي.

د دغو راپورونو له مخې؛ د ازبکستان مشرتابه د مرستې ژمنه کړې، خو په بدل کې یې د کډوالۍ د یوې هوکړې کولو غوښتنه کړې، تر څو ازبک وګړي په اسانۍ سره جرمني ته د کار لپاره ولاړ شي.

شپیګل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په دې اړه یې د جرمني د کورنیو چارو وزارت نظر غوښتی؛ خو دغه وزارت ونه غوښتل چې په دې اړه تبصره وکړي.

جرمني رسنيو د غبرګولي په ٢٧مه خبر ورکړى، چې جرمني غواړي له طالبانو سره د همکارۍ د مخنيوي په موخه ازبکستان ته د اخراج وړ افغان کډوال ولېږدوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي؛ هېواد یې په دې اړه له ازبک چارواکو سره خبرې کوي.

د راپورونو له مخې؛ جرمني د افغان کډوالو د اخراج پلان داسې دی، چې افغان کډوال د خصوصي هوايي شرکتونو له لارې تاشکند ته استول کېږي او له هغه ځایه کابل ته لېږدول کېږي.

په دې وروستیو اونیو کې په جرمني کې د مېشتو افغانانو له خوا د بریدونو په اړه څو رپوټونه خپاره شوي دي.

د جرمني پولیسو د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) اعلان وکړ، چې په لویدیځ برلین کې یې د یورو ۲۰۲۴ کال د فوټبال د سیالیو د پرانیستلو په لوبه کې یو افغان وګړي وروسته له هغه په ​​پښه ډزې وکړې چې یو هېوادوال یې وواژه او پر نندارچیانو یې برید وکړه.

د جرمني پوليسو د غبرګولي په ٢٢مه اعلان وکړ، چې يو ١٩ کلن افغان ځوان يې د فرانکفورت په ښار کې پر يوې ٤١ کلنې جرمنۍ ښځې د چاقو د بريد په تور نيولى دى.

همدغه راز دجمعې په ورځ هم يو ٢٥ کلن سليمان عطایي په منهايم ښار کې داسلام د مخالفينو په يوه غونډه بريد کې يو پوليس وژلى او پينځه ملکي کسان يې ژوبل کړي وو.

په دې وروستیو کې د جرمي صدراعظمې اولاف شولز هم خبرداری ورکړی، چې دغه هېواد به نور د «ترهګریزو اعمالو» ستاینه ونه زغمي.

د هامبورګ پولیسو یو سړی چې تبر یې په لاس کې و په ډزو ټپي کړ

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۱

د جرمني رسنیو راپور ورکړ، چې د هامبورګ پولیسو د شنبې په ورځ «د غبرګولي ۲۶ مه» د هالنډ د یورو د مینه والو یوې غونډې ته څېرمه "یو بریدګر چې تبر یې په لاس کې و" په ډزو ټپي کړ. د راپورونو له مخې د هالنډ د پلویانو غونډې ته څېرمه د څلورو ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

ټاکل شوې، چې هالنډ به د سې شنبې په ورځ په هامبورګ کې له پولنډ سره د یورو په سیالیو کې مخامخ شي.

جرمني ورځپاڼې بیلډ راپور ورکړی، چې شاوخوا ۴۰،۰۰۰ هالنډي مینه والو په یوه سوله ییز لاریون کې برخه اخیستې وه، چې یوه کس د تبر په واسطه پر پولیسو او خلکو برید وکړ.

د راپور له مخې، پولیس د پېښې ځای ته تر رسېدو وروسته سیمه کلابنده کړه.

بیلډ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پولیسو د بریدګر د نیولو لپاره د سپرې د کارولو هڅه هم وکړه "مخکې له دې چې یو افسر په ناڅاپي ډول ډزې وکړي".

د دغه راپور له مخې، وروسته د پولیسو افسرانو د یاد بریدګر په لاس ډزې وکړې او هغه په ​​ځمکه ولوېد.

تر اوسه د دغه بریدګر د هویت په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.