سرچینې: د ټي ټي پي له اختریز اوربند سره سره په قبایلي سیمو کې پنځه تنه په ګولیو وژل شوي

ځايي سرچینې وايي، د تحریک طالبان پاکستان د اختر درې ورځني اوربند له یوې ورځې په تېرېدو په قبایلي سیمو کې د پنځو تنو په ګولیو لګېدلي مړي موندل شوي. واڼه، ډېره اسماعیل خان او میرعلي کې پنځه تنه نا څرګندو وسله والو په ډزو وژلي.