پاکستانی خبریال احمد رشید: د ملا هبت الله خبرې له بې وسۍ ډکې وې

د پاکستان مشهور خبریال احمد رشید د طالبانو د مشر وروستۍ څرګندونې د هغه د بې وسۍ نښه وبلله. احمد رشید اسوشیېټیډ پریس ته وویل چې د ملا هبت الله د یووالي غوښتنې د هغه مایوسي څرګنده کړه او دا چې د طالبانو مشر د هغو اصلي مسلو له حل کولو ډډه وکړه چې افغانان ورسره مخ دي.





