• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته لري

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۳۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته لري. د یوناما مشره روزا اوتونبایوا به د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغې ناستې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

دغه ناسته به د جمعې په ورځ (د چنګاښ په لومړۍ نېټه) د نیویارک په وخت د سهار په ۱۰ بجو او د کابل په ځايي وخت په ۶:۳۰ بجو پیل شي.
تر دې وړاندې تېره ورځ د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم د افغانستان په اړه د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ناستې ته د خپل راپور جزییات وړاندې کړل.
په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو هم په افغانستان کې د ښځو بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله او له طالبانو یې وغوښتل، چې د دوی پر زده‌کړو او کار لګېدلي ټول بندیزونه دې لرې کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دغې ناستې شاوخوا لس ورځې وروسته به د دغه سازمان په کوربه‌توب د دوحې ناسته هم پیل شيي.

د دوحې ناسته د (چنګاښ میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه) جوړېږي.

په دغه ناسته کې د مدني ټولنو استازو ته بلنه نه ده ورکړل شوې؛ خو طالبان په دغه ناسته کې ګډون کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

له پاکستانه ستانه شوي کډوال: موږ اختر په خورا بې وزلۍ او له سرپناه پرته تېروو

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۲۸ GMT+۱

له پاکستانه ستانه شوي افغان کډوال وایي، دا د دوی دویم اختر دی چې په خورا بې‌وزلۍ کې تېرېږي. له پاکستانه ستانه شوي ګڼ کډوال لا هم په ننګرهار ولایت کې د کډوالو په پنډغالي کې په خېمو کې شپې سبا کوي.

دغه کډوال د طالبانو له حکومته د خپلو کورنیو لپاره د سرپناو غوښتنه کوي.

د اجمل په نوم یو ستون شوی کډوال وایي:« له تېر نومبر راهیسې دلته په پنډغالي کې اوسېږو، موږ خپلې کورنۍ ته سرپناه غواړو. طالبان دې ټولو کډوالو ته سرپناوې برابرې کړي.»
هغه وایي، چې د خوراکي توکو د پېر توان هم نه لري او د اختر ورځې په خورا بې‌وزلۍ کې پرې تېرېږي « د خوراکي توکو د پېرلو توان نلرو، ماشومان مې له ما جامې غواړي او ما سره یې د پېرلو پیسې نشته.»

هغه وایي، په پاکستان کې یې په یو نیم کار کولو یو څه عاید ترلاسه کول؛ خو اوس له څو میاشتو راهیسې وزګاره دی.
د پاکستان حکومت له‌خوا دغو افغانانو ته له ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته په تېر نومبر کې په سلګونه زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شول، چې ګڼ شمېر یې لاهم په پنډغالو کې اوسېږي.
له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د کډوالو د ورتګ لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.
ډېری دغه کډوال له افغانستانه د اقتصادي، اقلیمي بدلون او بشري ناورینونو له امله په ګاونډیو هېوادونه کې مېشت شوي وو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې تېر کال ویلي و، چې افغانان د نړۍ په کچه د بې‌ځایه شویو کسانو درېیمه لویه برخه جوړوي چې تر ۲۰۲۳ کال پورې شاوخوا اته مېلیونه افغانانو د نړۍ په ۱۰۳ هېوادونو کې ژوند کاوه.
یوه اونۍ وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر یو ځلې بیا له خپل هېواده «د ناقانونه وګړو» پر اېستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې نور دوی نه شي کولای دغسې خلک په خپل هېواد کې وزغمي.
ورته مهال پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز هم په خپل یوه خپور شوي راپور کې ویلي و، چې په دغه هېواد کې د بهرنیو وګړو په نوم ۵۳ زره شناختي کارټونه ثبت شوي چې له ډلې یې په خیبرپښتونخوا کې د افغانانو په نوم ۲۳۴۳ مشکوک بانکي حسابونه هم څېړل شوي دي.
راپور کاږي، چې په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه هم له سره کتنه کېږي.
پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي هم راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۱۱مې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۰۷،۱۶۶ ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

د سپینې ماڼۍ پخوانۍ ویانده کانګرس ته له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه شاهدي ورکوي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۴۳ GMT+۱

ټاکل شوې ده، چې د سپینې ماڼۍ پخوانۍ ویانده جین ساکي به کانګرس ته له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتل په اړه شاهدي ورکړي.

واشنګټن ایکسماینز ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) لیکلي، چې اغلې ساکي به په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د بایډن د ادارې له خوا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د تحقیقاتو د یوې برخې په تګه د ولسي جرګي د بهرنیو چارو کمېټي له وکیلانو سره وګوري.

مېرمن ساکي به د جولای په ۲۶مه د وکیلانو په وړاندې حاضر شي تر څو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو کې د خپل رول په اړه وغږیږي.

تر دې مخکې د دغې کمېټې مشر مایکل مکال ویلي وو، چې هغه مهال اغلي ساکي د یوې «معتبرې سرچینې» په توګه کار کاوه.

ټاکل شوې مرکه شا وخوا نهه میاشتې وروسته له هغې ترسره کیږي، چې مایکل مکال د سپټمبر په میاشت کې له هغې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

مایکل مکال اغلې ساکي ته په یوه لیک کې لیکلي: «د پخوانۍ دولتي کارکوونکې په توګه او اوسنې نادولتي کارکوونکې په توګه کانګرس ته حاضره شې چې کله وغوښتل شې.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وتلو امر تر هغه اعلان نه کړ، تر څو چې د امریکا په ملاتړ افغان حکومت ۲۰۲۱کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو لاس ته ولوید.

امریکايي ځواکونو وکولای شول تر ۱۲۰ زرو ډېر کسان وباسي، خو زرګونه امریکايي اتباع یا افغانان چې د دوو لسیزو جګړې جګړې لسیزو جګړو پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی شاته پاتې دي.

د ننګرهار اوسېدونکي: طالبانو راته ویلي، چې د جوماتونو ملا امامان په خپله خوښه نه شئ بدلولی

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د اختر د لمانځه پر مهال طالبانو اعلان کړی، چې هېڅوک حق نه لري په خپل خوښه د جومات ملا امام بدل او نوی ملا امام وټاکي.

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې طالبانو د اختر په لمانځه کې اعلان کړی، چې که څوک د جومات ملا امام له امامته لرې کوي او پر ځای یې بل ګوماري باید دوی ته خبر ورکړي.

نوموړي وویل: "طالبانو ویل، چې خلک باید د ملا امام ستونزې دوی ته بیان کړي او د ملا امام د امامت د دوام او یا لرې کېدو تصمیم به دوی نیسي".

دی زیاتوي، چې طالبانو له قومي مشرانو هم غوښتي، چې د جوماتونو په چارو کې مداخله ونه کړي.

همدا راز د لعلپورې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې طالبانو ټولو ملا امامانو ته ویلي؛ که چېرې د کلي د خلکو له خوا له خپلې دندې لرې کیږي دوی ته دې مراجعه وکړي او د کلي خلک حق نه لري، چې ملا امام پرته د دوی له اجازې له دندې لرې کړي.

نوموړی وايي: "که داسې وي، چې ملا امام زموږ په خوښه نه ټاکل کیږي؛ نو بیا دې میاشتینۍ پېسې هم طالبان ورکړي، په فصلونو کې دې برخه هم ورکړي، جالبه دا ده، چې معاش به یې موږ ورکوو او ټاکي به یې طالبان".

د ننګرهار په شېزادو، خوږیاڼو، پچیر اګام، ښېوې، بهسودو، اچین، هسکه مېنه، سپین غر، مومندرې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د طالبانو له خوا ورته اعلانونه شوي او له خلکو غوښتل شوي، چې د جوماتونو او ملا امامانو په چارو کې به مداخله نه کوي.

طالبانو په رسمي ډول رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم په افغانستان کې یو شمېر جوماتونه د حج او اوقافو وزارت اړوند دي، چې چارې یې په رسمي ډول تنظیميږي؛ خو لوی اکثریت جوماتونه په کلیو او بانډو کې دي، چې ټولې چارې یې د کلیو او بانډو د اوسېدونکو له خوا تنظیميږي.

دا لومړی ځل دی، چې طالبان په کلیو او بانډو کې د جوماتونو واک هم په خپل لاس کې اخلي او کلیوالو ته د ملا امام د مقررۍ او لرې کېدو صلاحیت نه ورکوي.

د بشري حقونو په شورا کې د هېوادونو استازو له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو محدودیتونه لغوه کړي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۱۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۶مه غونډه کې د اکثرو هېوادونو استازو د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه له عامه ډګر څخه د ښځو د ویستلو په اړه د پراخې او منظمې سرغړونې په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د هېوادونو استازو له طالبانو وغوښتل، چې خپلي نړۍوالې ژمنې مراعت او د ښځو پر وړاندې بندیزونه لغوه کړي.

د يادو هېوادونو استازو د سې شنبې په ورځ په جینوا کې د بشري حقونو د شورا په مرکزي دفتر کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د نوي راپور هرکلى وکړ.

په دې ناسته کې ریچارډ بینیټ په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د پېژندلو غوښتنه وکړه او له هېوادونو یې وغوښتل، چې پر طالبانو دې د ښځو پر وړاندي د هغوی د کړنو امله فشار راوړل شي.

د المان استازي وویل، په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د ښځو او نجونو وضعیت خراب شوی دی.

د دغه هېواد استازي د طالبانو له خوا د ښځو د خپلسرو نيونو او ظلم په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له طالب چارواکو يې وغوښتل، چې د هېوادوالو حقونو ته درناوى وکړي.

د پولنډ استازي په افغانستان کې د ښځو د اعتراض، کار او زده کړې له حق څخه د بې برخې کېدو په اړه اندېښنه وښوده او د بلجیم استازي وویل، چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض په پراخه او سیستماتیکه کچه دوام لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۶مه غونډه کې د جنوبي کوریا استازي په خپله وینا کې وویل، چې د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شوي بندیزونه د جنسیت پر بنسټ د ظلم یوه بېلګه ده.

د قطر استازي په لنډه توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته اشاره وکړه او په تېرو درېیو کلونو کې یې له افغانستان سره د دغه هېواد د ۱۸۰ ټنه مرستو یادونه وکړه.

نصیر احمد اندېشه: افغانستان په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ناوړه کړکېچ تجربه کوي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۱۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی وايي، چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ناوړه کړکېچ تجربه کوي.

ښاغلي اندېشه زیاته کړه؛ طالبان د بشري او د ښځو حقونو تر پښو لاندې کولو سره د نارینه و په ذهنونو کې «د خطرناکې مفکورې» تخم کري.

ښاغلی اندېشه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی دی.

هغه د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) د دې شورا په ۵۶مې ناسته کې وویل، چې طالبانو په تېر یوه کال کې د ښځو پر وړاندې ۵۲ فرمانونه صادر کړي دي.

هغه ټینګار وکړ، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه او کړنې د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو او د بېلابېلو کنوانسیونونو خلاف دي.

ښاغلي اندېشه وویل، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ثابته کړه چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د خپلو ژمنو د ترسره کولو لېوالتیا او وړتیا نه لري.

نصیر احمد اندېشه زیاته کړه، چې طالبانو ته د مشروعیت له ورکولو باید ډډه وشي او په ځانګړې توګه د دوحې په راتلونکې غونډه کې یې د مشروعیت ورکولو هڅه ونه شي.

هغه د افغانستان د اتباعو له حقونو څخه د دفاع لپاره د یوه منظم میکانیزم د رامنځته کولو لپاره د بشري حقونو د شورا د پاملرنې غوښتنه وکړه او د طالبانو پر حساب ورکولو یې ټینګار وکړ.