• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو په شورا کې د هېوادونو استازو له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو محدودیتونه لغوه کړي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۵۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۶مه غونډه کې د اکثرو هېوادونو استازو د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه له عامه ډګر څخه د ښځو د ویستلو په اړه د پراخې او منظمې سرغړونې په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د هېوادونو استازو له طالبانو وغوښتل، چې خپلي نړۍوالې ژمنې مراعت او د ښځو پر وړاندې بندیزونه لغوه کړي.

د يادو هېوادونو استازو د سې شنبې په ورځ په جینوا کې د بشري حقونو د شورا په مرکزي دفتر کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د نوي راپور هرکلى وکړ.

په دې ناسته کې ریچارډ بینیټ په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د پېژندلو غوښتنه وکړه او له هېوادونو یې وغوښتل، چې پر طالبانو دې د ښځو پر وړاندي د هغوی د کړنو امله فشار راوړل شي.

د المان استازي وویل، په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د ښځو او نجونو وضعیت خراب شوی دی.

د دغه هېواد استازي د طالبانو له خوا د ښځو د خپلسرو نيونو او ظلم په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له طالب چارواکو يې وغوښتل، چې د هېوادوالو حقونو ته درناوى وکړي.

د پولنډ استازي په افغانستان کې د ښځو د اعتراض، کار او زده کړې له حق څخه د بې برخې کېدو په اړه اندېښنه وښوده او د بلجیم استازي وویل، چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض په پراخه او سیستماتیکه کچه دوام لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۶مه غونډه کې د جنوبي کوریا استازي په خپله وینا کې وویل، چې د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شوي بندیزونه د جنسیت پر بنسټ د ظلم یوه بېلګه ده.

د قطر استازي په لنډه توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته اشاره وکړه او په تېرو درېیو کلونو کې یې له افغانستان سره د دغه هېواد د ۱۸۰ ټنه مرستو یادونه وکړه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

نصیر احمد اندېشه: افغانستان په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ناوړه کړکېچ تجربه کوي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۱۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی وايي، چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ناوړه کړکېچ تجربه کوي.

ښاغلي اندېشه زیاته کړه؛ طالبان د بشري او د ښځو حقونو تر پښو لاندې کولو سره د نارینه و په ذهنونو کې «د خطرناکې مفکورې» تخم کري.

ښاغلی اندېشه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی دی.

هغه د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) د دې شورا په ۵۶مې ناسته کې وویل، چې طالبانو په تېر یوه کال کې د ښځو پر وړاندې ۵۲ فرمانونه صادر کړي دي.

هغه ټینګار وکړ، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه او کړنې د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو او د بېلابېلو کنوانسیونونو خلاف دي.

ښاغلي اندېشه وویل، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ثابته کړه چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د خپلو ژمنو د ترسره کولو لېوالتیا او وړتیا نه لري.

نصیر احمد اندېشه زیاته کړه، چې طالبانو ته د مشروعیت له ورکولو باید ډډه وشي او په ځانګړې توګه د دوحې په راتلونکې غونډه کې یې د مشروعیت ورکولو هڅه ونه شي.

هغه د افغانستان د اتباعو له حقونو څخه د دفاع لپاره د یوه منظم میکانیزم د رامنځته کولو لپاره د بشري حقونو د شورا د پاملرنې غوښتنه وکړه او د طالبانو پر حساب ورکولو یې ټینګار وکړ.

له طالب ملاتړي ملا حماسي پوښتنه: نور چې شهادت ته هڅوې ولې پخپله ژوندی پاته یې

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۱۶ GMT+۱

په ټولنيزو رسنيو کې ګڼو خلګو د طالبانو د ملاتړي ملا عبدالحميد حماسي هغه ويډيو ته غبرګونونه ښودلې، چې نوموړی د يوه ځانمرګي بريدګر سره د ټلیفون له لارې خبري کوي. حماسي بريدګر هڅوي او ورته وایي: « په ډېر غرور او بېله ويري خپل هدف ته ځان ورسوه. الله دې شهادت قبول کړه.»

عبدالحميد حماسي، چې د طالبانو په ملاتړي مشهور دی يوه ويډيو یې تازه خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې په مدرسه کې د نورو شاګردانو په مخ کې له یو ځانمرګي سره تر بريد مخکې خبرې کوي.

د هغه مدرسه، د کابل په ښار کې په ځنډه کې د شېوکیو په ساکو کلي کې او د ساکو په مدرسه مشهور ده.

د ساکو دا مدرسه چې د ښاغلي حماسي له پلار او نیکه ور پاته ده په جمهوريت کې يې هم فعالیت درلود او څو ځل ملي امنیت پرې چاپې هم واچولې.

که څه هم د دې ویډیو کره وخت مالوم نه دی، خو د ښاغلي حماسي بڼې ته داسې ښکاري چې ښايي د جمهوریت په وخت کې دا ویډیو شوې وي.

هغه وخت ځانمرګي د طالبانو لپاره تر ټولو اغېزناکه وسله وه، خو تر ډېره به پکې ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښته.

د حماسي له خبرو ښکاري چې کوم ځانمرګی برید ته تیار دی، خو له برید مخکې له حماسي سره مخه ښه کوي.

حماسي دغه بریدګر ته وايي: « الله دي ونازوه، ستا ږغ نور ملګري هم اوري، ته ډېر په جرات، چې بېګاه مې هم درته ويلي و، په اسلامي غرورو باندې کوم ځای ته چې تا بيايي هلته ولاړ سه، ونه ډارېږې، مرګ هم د انسان لپاره یو مرګ دی، الله دي قرباني قبوله او شهادت دي قبول شه.»

که څه هم دا نده معلومه، چې دغه کس چېرته او څه وخت ځانمرګی وکړ، خو ډېرو د انتقاد په ډول تر دې ويډيو وروسته حماسي ته لیکلي، چې «خپله ولي ژندی پاته یې.»

د رحيم سلطاني په نوم يو کس ورته ليکلي: « دوي خپله ژندي دي او شاګردان وژنو ته هڅوي.»

حاجي شفيق شهید زوی حماسي ته وایي: «خپله ولي ځان نه مړ کوې.»

د ټولنيزو رسنيو ډېرو کاروونکو د ځوانانو پر داډ ول وژنو او استعمال خواشني ښودلې ده.

د حاجي محمد داود په نوم يو بل کس هم حماسي ته د پېغور په ډول ليکلي: «دا ولې بچ شوی دی، باید دی هم شهید شوی وای، د بل چا بچان په شهیدان کوي او دی خپله په اطاق کې ناست دی.»

یو بل ځوان بيا له نوموړي هيله کړې او زياتوي: « مولوی صاحب دا قرباني ته هم ورکه، پردی بچی مه وژنه.»

د عبدالحميد حماسی يو شمېر نورې څرګندونې هم د خلګو په منځ کې خورا مشهوره او د مجلسونو د ټوکو موضوعات ګرځيدلي.

د هغه یوه ډېره مشهوره ویډیو کې هغه وینا ده چې ويل يې: « حقاني ته خدای له اسمانه حلال کړي پسونه راغورځولي وو.»

دا څرګندونې د ځينو «ديني عالمانو» له سخت انتقاد سره هم مخ شوې او ځينو يې په جواب کې ويلي وه، چې «خدای پېغمبر ته هم په سخت حالت کې د اسمانه پسونه نه دي راغورځولي.»

نوموړي په يوه بله ټلویزيوني مرکه کې ويلي و: «زما د زانګو هغه وختونه هم یادېږي چې مور به مې سوزني کې تړلی وم.»

هغه دا هم ويلي و، چې « د درېيو میاشتو ماشوم وم؛ خو په همدې وخت کې مې خپل د تره د واده شېبې په ياد دي.»

د اختر په شپو ورځو کې ملا یعقوب چېرته وي؟

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۲۴ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د لوی اختر په شپو ورځو او هم د اختر لمونځ کې نه دی لیدل شوی. د طالبانو دفاع وزارت پورې اړوند ټولنیزو رسنیو د اختر په ورځو کې د ملا یعقوب د فعالیتونو په اړه هم څه نه دي ویلي.

په کابل کې د طالبانو مشرانو پرون د ارګ او سپیدار ماڼۍ په جوماتونو کې او د دې ډلې مشر ملا هبت الله بیا د کندهار په عیدګاه جومات کې د اختر لمونځ او وینا وکړه.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو له دوه ورځو راهسې له ګڼو طالب چارواکو سره په افغانستان کې د طالبانو ذ دفاع وزیر ملا یعقوب د حضور په اړه خبرې کړې دي. دوی وايي په دغو جوماتونو کې ملا یعقوب حضور نه درلود.

د طالبانو د دفاع وزارت اړوند ټولنیزو رسنیو د ملا یعقوب وروستی انځور د اندونیزیا د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یوسف کلا سره خپور کړی دی چې د غبرګولي په اتمه یې په خپل کاري دفتر کې ور سره لیدلي و.

د طالبانو بنسټګر ملا عمر زوی او دا مهال د دفاع وزیر ملا یعقوب د طالبانو په ځواکمنو طالب چارواکو کې شمېرل کیږي خو د اختر په شپو او ورځو کې د هغه غایبېدل او نادرکه کېدل ګڼې پوښتنه را پیدا کوي.

د ملا یعقوب کور چېرته دی؟

ملا یعقوب د اندونیزیا د پخواني ولسمشر مرستیال سره ولیدل
100%
ملا یعقوب د اندونیزیا د پخواني ولسمشر مرستیال سره ولیدل

په ورته مهال داسې معلومات هم شته، چې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب د دې ډلې له واک ته رسېدو مخکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې اوسېده خو اوس د هغه د کورنۍ د حضور په اړه بېلابیل راپورونه دي.

څه موده وړاندې یو پاکستاني څېړونکي حسن عباس له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې پاکستاني نظامیانو ورته تایید کړې، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب کور په کراچۍ کې دی او هغه له خپلې کورنی سره د لیدنې لپاره د پاکستان په چارتر طیاره کې کراچۍ ته سفر کوی.

د پاکستاني څېړونکي د دې ادعا به اړه تر اوسه طالبانو او په ځانګړي ډول ملا یعقوب کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم د هغه څرګندونې رد کړې دي.

خو د طالبانو ځینې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د ملا یعقوب د کور په اړه وايي، په کراچۍ ښار کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د وروڼو کورونه شته دي خو ملا یعقوب له طالب واکمنۍ یو کال وړاندې خپله کورنۍ له کراچۍ د زابل شینکۍ ولسوالۍ ته انتقال کړې وه.

د سرچینو په خبره چې ملایعقوب اوس مهال د کندهار د یولسمې حوزې اړوند په عینو مینه کې پر ۳۳ عمومي سړک او ۱۱ فرعي سړک کې له خپلې کورنۍ سره اوسیږي او د اختر ورځو کې له خپلې کورنۍ سره وي.

خو له دې سره بیا هم نوموړی د اوسني او تېرو اخترونو په لمونځ کې په کندهار کې هم نه دی لیدل شوی.

په اختر کې د ملا یعقوب پخوانۍ مرکې نشرول

100%

سږکال په لوي اختر کې د طالبانو پلویانو په ټولنیزو رسنیو کې د ملا یعقوب د څو کلونو پخوانۍ ویډیوګانې د نویو هغو په نوم خپرې کړې دي.

یو مرکه چې دوه کاله وړاندې د کمکي اختر پرمهال یو یوټیوپ سره شوې ده، خو اوس خپرېدو سره یې طالبان داسې ښيي چې دا تازه مرکه ده.

د اختر په شپو او ورځو کې د طالبانو د ډلې یو ځواکمن چارواکي ورک کېدل د بحث وړ موضوع ده.

اوس پوښتنه دا ده، چې ایا د طالبانو دفاع وزیر چېرته اختر لمانځي؟

د طالبانو او ایران د بهرنيو چارو وزيرانو د غزې اړوند د دواړو هېوادنو «ګډ دریځ» وستایه

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت وايي، د دې ډلې د بهرنیو چارو وزير له ایراني سیال علي باقري کني سره په خبرو کې د غزې د ملاتړ اړوند «د افغانستان او ایران د ګډ دریځ» ستاینه کړې. د ایران بهرنيو چارو وزير له نورو اسلامي هېوادونو هم غوښتي، چې د «غزې د مظلوميت» په اړه خپل ږغ پورته کړي.

په دې خبرو کې امیرخان متقي زیاته کړې، چې تفاهم د پرمختګ لاره ده او د دوی په اداره کې د نورو لاسوهنه د چا په ګټه نه ده.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت نن ويلي، چې دواړو لوريو په ټلیفوني خبرو کې د اقتصادي او سياسي اړيکو پر پياوړتيا هم خبرې او په دې برخه کې يې يو ځل بيا خپلې ژمنې تکرار کړې دی.

امیرخان متقي دا هم ویلي چې د دوی په واکمنېدو سره د افغانسان او ایران ترمنځ په اقتصاد او سیاسي اړیکو کې ښه پرمختګ شوی دی.

د طالبانو تر واکمنېدو مخکې هم د دې ډلې پلاوي ایران ته تلل او له واکمنېدو سره تهران د چین، روسیې او پاکستان په څېر یو هغه هېواد دی چې له طالبانو سره یې مختلفو برخو کې اړیکي پراخ شوي دي.

د م.م ځانګړی راپور ورکوونکی به ددغه سازمان د بشري حقونو شورا ناستې ته خپل راپور وړاندې کړي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۱۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ به د خپل ځانګړي راپور جزییات نن د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ۵۶مې ناستې ته وړاندې کړي.

هغه په دغه نوي راپور کې ویلي، جنسیتي توپیر د بشریت ضد جنایت دی چې په افغانستان کې د ښځو د «ځپلو لپاره د یوې ښکاره بېلګې» په توګه ترېنه کار اخېستل کېږي.

هغه وایي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر په اړه ځیني وړاندیزونه هم لري.
دغه راپور چې څو ورځې وړاندې د نوموړي له‌خوا خپور شوی و، په کې راغلي و چې نړۍواله ټولنه دې طالبانو ته تر هغې مشروعیت نه ورکوي؛ تر هغې چې دوی د ښځو او بشري حقونو په برخه کې خپلې کړې ژمنې نه وي پوره کړي.
هغه زیاته کړې، چې د ښځو پر وړاندې توپیري چلند او د هغوی ځپل «د طالبانو د اېډیولوژۍ او حکومت په زړه کې ځای لري.»

د هغه په خبره، طالبان په افغانستان کې له تبعیض، توپیر انساني کرامت ته په سپکاوي او په ټولنه کې د ښځو په حذفولو تورن دي هغوی غواړي په لوی لاس نجونې او مېرمنې له افغان ټولنې څنډې ته کړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له نړۍوالو هېوادونو غوښتي، چې د بشري حقونو د معاهدو په ماتولو کې دې طالبان په نړۍوالو محکمو کې ځواب ویلو ته مجبور او د هغوی په اړه دې دغو محکمو ته شکایت وکړي.
هغه دا رنګه د بشري جنایتونو له هغې ډلې یې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د جنسیتي توپير او د هغوی د ځورولو او کړولو په اړه د نړۍوالو محکمو له څېړنو او پلټنو ملاتړ کړی.

له بل پلوه د بشري حقونو څار سازمان د ښځو څانګې مرستیاله وايي، چې د ریچارډ بېنېټ په نوي راپور کې «د طالبانو له‌خوا د افغان مېرمنو د ځورولو او ربړولو په برخه کې د زیاتېدونکي زور زیاتي» په اړه هر څه څرګند او پر هغو توندې نېوکې هم شوې دي.

مېرمن بار وايي، ملګري ملتونه د طالبانو د همکاریو د ترلاسه کولو لپاره د خپل ځانګړي راپور ورکوونکي په راپور هم غوږ نه ګروي.
هېدر بار د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه ولیکل، چې ملګرو ملتونو د دوحې په ناسته کې له اجنډا څخه د ښځو مسله اېستې ده.