له طالب ملاتړي ملا حماسي پوښتنه: نور چې شهادت ته هڅوې ولې پخپله ژوندی پاته یې

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۹

په ټولنيزو رسنيو کې ګڼو خلګو د طالبانو د ملاتړي ملا عبدالحميد حماسي هغه ويډيو ته غبرګونونه ښودلې، چې نوموړی د يوه ځانمرګي بريدګر سره د ټلیفون له لارې خبري کوي.

حماسي بريدګر هڅوي او ورته وایي: « په ډېر غرور او بېله ويري خپل هدف ته ځان ورسوه. الله دې شهادت قبول کړه.»

عبدالحميد حماسي، چې د طالبانو په ملاتړي مشهور دی يوه ويډيو یې تازه خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې په مدرسه کې د نورو شاګردانو په مخ کې له یو ځانمرګي سره تر بريد مخکې خبرې کوي.

د هغه مدرسه، د کابل په ښار کې په ځنډه کې د شېوکیو په ساکو کلي کې او د ساکو په مدرسه مشهور ده.

د ساکو دا مدرسه چې د ښاغلي حماسي له پلار او نیکه ور پاته ده په جمهوريت کې يې هم فعالیت درلود او څو ځل ملي امنیت پرې چاپې هم واچولې.

که څه هم د دې ویډیو کره وخت مالوم نه دی، خو د ښاغلي حماسي بڼې ته داسې ښکاري چې ښايي د جمهوریت په وخت کې دا ویډیو شوې وي.

هغه وخت ځانمرګي د طالبانو لپاره تر ټولو اغېزناکه وسله وه، خو تر ډېره به پکې ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښته.

د حماسي له خبرو ښکاري چې کوم ځانمرګی برید ته تیار دی، خو له برید مخکې له حماسي سره مخه ښه کوي.

حماسي دغه بریدګر ته وايي: « الله دي ونازوه، ستا ږغ نور ملګري هم اوري، ته ډېر په جرات، چې بېګاه مې هم درته ويلي و، په اسلامي غرورو باندې کوم ځای ته چې تا بيايي هلته ولاړ سه، ونه ډارېږې، مرګ هم د انسان لپاره یو مرګ دی، الله دي قرباني قبوله او شهادت دي قبول شه.»

که څه هم دا نده معلومه، چې دغه کس چېرته او څه وخت ځانمرګی وکړ، خو ډېرو د انتقاد په ډول تر دې ويډيو وروسته حماسي ته لیکلي، چې «خپله ولي ژندی پاته یې.»

د رحيم سلطاني په نوم يو کس ورته ليکلي: « دوي خپله ژندي دي او شاګردان وژنو ته هڅوي.»

حاجي شفيق شهید زوی حماسي ته وایي: «خپله ولي ځان نه مړ کوې.»

د ټولنيزو رسنيو ډېرو کاروونکو د ځوانانو پر داډ ول وژنو او استعمال خواشني ښودلې ده.

د حاجي محمد داود په نوم يو بل کس هم حماسي ته د پېغور په ډول ليکلي: «دا ولې بچ شوی دی، باید دی هم شهید شوی وای، د بل چا بچان په شهیدان کوي او دی خپله په اطاق کې ناست دی.»

یو بل ځوان بيا له نوموړي هيله کړې او زياتوي: « مولوی صاحب دا قرباني ته هم ورکه، پردی بچی مه وژنه.»

د عبدالحميد حماسی يو شمېر نورې څرګندونې هم د خلګو په منځ کې خورا مشهوره او د مجلسونو د ټوکو موضوعات ګرځيدلي.

د هغه یوه ډېره مشهوره ویډیو کې هغه وینا ده چې ويل يې: « حقاني ته خدای له اسمانه حلال کړي پسونه راغورځولي وو.»

دا څرګندونې د ځينو «ديني عالمانو» له سخت انتقاد سره هم مخ شوې او ځينو يې په جواب کې ويلي وه، چې «خدای پېغمبر ته هم په سخت حالت کې د اسمانه پسونه نه دي راغورځولي.»

نوموړي په يوه بله ټلویزيوني مرکه کې ويلي و: «زما د زانګو هغه وختونه هم یادېږي چې مور به مې سوزني کې تړلی وم.»

هغه دا هم ويلي و، چې « د درېيو میاشتو ماشوم وم؛ خو په همدې وخت کې مې خپل د تره د واده شېبې په ياد دي.»

نور خبرونه

رادیو