• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امیر خان متقي: د دوحې په غونډه کې ګډون به له نړېوالو سره زموږ اړېکې ښې کړي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اختر له رخصتیو وروسته د یاد وزارت کارکونکو ته د وینا پرمهال وویل، چې له امریکا او لوېدځیو هېوادونو سره هم داسې نږدې اړیکې غواړي لکه دا مهال یې چې د افغانستان له ګانډیو هېوادونو سره لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ څلورمه) د بهرنیو چارو وزات کارکونکو ته د لوی اختر له رخصتیو وروسته د رسمیاتو د پیل پرمهال وینا خپره کړې ده.

امیر خان متقي د خپلې وینا پر مهال د دوحې درېیمې ناستې ته په اشاره وویل: «د دوحې ناستې ته زموږ وربلل او ګډن کول د نړېوالو له لوري زموږ د ارزښت پوهېدو په معنا دي.»

نوموړی زیاتوي: «په راتلونکو ورځو کې د دوحې ناسته جوړیږي، موږ ته رسمي بلنه راکړل شوې، چې په دغه غونډه کې ګدون وکړو، دا هم پردې دلالت کوي، چې زموږ ارزښت نړېوال ورځ تر بلې درک کوي.»

خو د طالبانو پر حکومت ملګري ملتونه او نور نړېوال سازمانونه نیوکې کوي او وايي، چې په افغانستان کې د یوه ټولکډونه حکومت نشتوالی، د نجونو د زده کړو او ښځو ته په ټولنیزو برخو کې د حق په نه ورکړې او په ډیرو نورو ستونزو سربېره یې بشري حقونه هم تر پښو لاندې کړي دي.

تردې مهاله طالبانو د دوحې په درېیمه ناسته کې د خپل احتمالي پلاوي نوملړ نه دی رسنیز کړی. خو تمه ده چې د راتلونکي اونۍ تر ورستیو به طالبان د دوحې په غونډه کې د ګډون په موخه خپل استازي قطر ته واستوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي، د لومړي ځل لپاره په پنجشېر کې د زمردو نندارتون جوړوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پنجشیر کې د لومړي ځل لپاره د روانې چنګاښ میاشتې په ۲۰مه د زمردو دوه ورځنی نندارتون جوړوي. یاد وزارت وايي، له دغه نندارتون یې موخه د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو لپاره بازار موندل دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه د (چنګاښ څلورمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان په پنجشیر کې د لومړي ځل په نږدې راتلوونکي کې د زمردو دوه ورځنی نندارتون جوړوي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دغه نندارتون د خصوصي سکټور په همکارۍ جوړېږي، چې موخه یې د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د صادراتو وده، د لاسي صنایعو د کلتور پراختیا او پانګونې ته د خلکو رابلل ښودل شوي.

پنجشېر کې د طالبانو د کانونو رياست د روان لمریز کال په سر کې ويلي و، چې په تېر یوه کال کې یې له درې میلیونو ۶ لکه او ۲۹ زرو د زياتو ډالرو په ارزښت د پنجشېر څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي.

دغه ریاست دا هم ویلي و، له یادې اندازې زمرودو څخه د دوی له ۱۰ سلنې ونډې یې ۳ لکه او ۶۲ زره ۹۷۷ډالره عواید ترلاسه کړي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وايي، په دغه نندارتون کې به د زمرودو او قیمتي ډبرو تر څنګ د کرنې برخې تولیدي توکي، سنتي د دوا جوړولو بوټي او غالۍ هم نندارې وړاندې شي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قېمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.

د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.

په پکتیا کې د غره ښوېیدنې په پېښه کې د یوې کورنۍ اوه غړي مړه شوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۱۷ GMT+۱

په پکتیا کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت څمکنیو ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د غره ښوېیدو په پېښه کې اوه تنه مړه شوي چې دوه ښځې او پنځه تنه یې ماشومان دي. دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د یاد ولايت په یوه غرنۍ ولسوالۍ کې شوې.

په پکتیا کې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ (چنګاښ درېیمه) ناوخته د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د جګ اورګوړ په سیمه کې پر یو کور د غره یوه څنډه را ښوېیدلې چې له امله یې د یوې کورنۍ اوه غړي مړه شوي دي.

په پکتیا ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې طبیعي پېښو ته د رسېدو ادارې مشر نثار احمد نجات هم رسنیو ته د یادې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دې چې په مړه شویو کسانو دوه ښځې او پنځه ماشومان دي.

د یادونې وړ ده چې نږدې درې میاشتې وړاندې هم د پکتیا په وزې ځدراڼ په ولسوالۍ کې هم د غرهښوېیدنې په پېښه کې د یوه کور پنځه غړي مړه شوي وو.

طالبان: تر زرو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه په زور او خپله خوښه راستانه شول

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې یاد کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو پله او د ننګرهار د تورخم له لارو په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ درېیمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ په ایران کې مېشت ۱۰۴۱ تنه افغان کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې په خپله خوښه او زور هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت د نیمروز ولایت د ورېښمو بندر د سرحدي امر د معلوماتو له مخې لیکلي، په تازه راستانه شویو کسانو کې کورنۍ هم شاملي وی، چې ۴۸۶ تنه اړمن پيژندل شوي او د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان دفتر ته ورپيژندل شوي.

یاد وزارت وايي، په دغو راستانه شویو کسانو کې شپږ تنه بې سرپرسته ماشومان دي، چې د کورنیو موندلو په موخه (اېم پې او) موسسې ته سپارل شوي.

همدارنګه یاد وزارت زیاتوي چې په همدې ورځ ۸۱ تنه افغان کډوال د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ویلي، چې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۱ تنو ته رسیږي د پاکستان حکومت له لوري په زور د تورخم له لارې راستنې کړل شوې.

طالبان وايي، یادې کورنۍ یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان دفترونو ته ورپيژندلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد سخت ګامونه اخیستل کیږي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندې ویلي، چې له خپله هېواده به ناقانونه وګړي وباسي او نور نه شي کولای چې دغسې خلک په خپل هېواد کې پرېږدي.

همدارنګه له پاکستانه هم په زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري.

د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې د سلګونو شکمنو بانکي حسابونو د څېړلو لړۍ یې پيل کړې، او همدارنګه په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه به هم له سره کتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند وايي، د دوحې په غونډه کې به د ښځو د حقونو موضوع څرګنده شي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۲۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو ویاند د یکشنبې په ورځ وویل چې د دوحې د غونډې هدف دا دی چې «طالبان وهڅوي چې د افغانانو له ګټو سره سم په همغږي او منظم ډول له نړۍ سره خبرې وکړي.» سټیفن دوجاریک زیاته کړه چې بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه به د «دوحې په غونډه کې په ټولو بحثونو کې مهم وي.»

دوجاریک زیاته کړه چې د دوحې غونډې «د یوه بهیر برخه ده، نه یو ګام» او افغان ښځې او مدني ټولنې به د دې بهیر برخه وي.

طالبان به د راتلونکې اونۍ په پای کې قطر ته خپل استازي واستوي چې په دوحه کې په دوه ورځنۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو د لوړ پوړو چارواکو او د افغانستان لپاره د ۲۵ هېوادونو د ځانګړو استازو سره ګډون وکړي.

دا د ملګرو ملتونو په مشرۍ درېیمه او د طالب چارواکو په شتون کې لومړۍ ناسته ده چې ترسره کېږي، خو له اصلي غونډې څخه د ښځو او مدني ټولنو د استازو وتل د پراخو نیوکو لامل شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان اجرایوي مشرې تیرنا حسن، رویټرز ته وویل: «د دوحې له غونډې څخه د ښځو ایستل طالبانو ته د مشروعیت ورکولو خطر زیاتوي او د ښځو د حقونو د مدافع په توګه د ملګرو ملتونو باور او د هغوی معنا لرونکي ګډون ته زیان رسوي.»

د بښنې نړیوال سازمان سرمنشي اګنیس کالمارد د دوحې د دریمې ناستې په اړه وویل چې «د بشري حقونو په اړه خورا مهم بحثونه څنډې ته کول د منلو وړ نه دي او یو ډیر زیانمن تاریخ جوړوي.»

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مشره روزماري ډی کارلو او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایو له طالبانو سره تر لیدنې وروسته د افغانستان د مدني ټولنې له ډلو سره جلا جلا لیدنې کوي.

خو روزا اوتونبایوا په نیویارک کې په یوه خبري ناسته کې د افغانستان انټرنشنلد خبریالې مریم رحمتي د پوښتنې په ځواب کې چې د دوحې په غونډه کې د ښځو له ګډون سره د طالبانو مخالفت څه دی،وویل: «طالبان زموږ او تاسو په څېر نه دي. طالبان له غرونو او جګړې څخه راغلي او دا اسانه کار نه دی چې هغوی په داسې کسانو بدل کړي چې د خبرو مېز ته کېني او زموږ اصول ومني.»

اوتونبایوا وویل چې د دوحې غونډه به د خصوصي سکټور او د نشه یي توکو پر وړاندې پر مبارزې تمرکز وکړي. هغې دا هم وویل چې راتلونکې غونډې «د پام وړ تمې رامنځته کړې چې په حقیقت کې دغه تمې په یوه ناسته کې نشي پوره کیدای.»

د دوحې درېیمه غونډه د م. م د سرمنشي د مرستیالې رزماري ډي‌کارلو تر څارنې لاندې ترسره کیږي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو یوې سرچینې افغانستان انټرن‍شنل ته منلې، چې د دوحې درېیمه غونډه به د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې روزماري ډی‌کارلو تر څارنې لاندې جوړه شي. دغه سرچینه زیاتوي، چې مېرمن ډي‌کارلو به په جلا جلا توګه د طالبانو او د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره وګوري.

ټاکل شوې یوه اونۍ وروسته به د دوحې غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو، د طالبانو د یوه پلاوي او یو شمېر افغان مدني فعالانو په ګډون جوړه شي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې دغې غونډې ته مېرمن ډی‌کارلو لېږي چې په دې وروستیو کې پر دغه سازمان په دې غونډه کې د ښځو د استازو د شتون او د ښځو د حقونو د طرحې په اړه د «سترګې پټولو» له امله سختې نیوکې شوې دي.

نیوکه کوونکو ویلي، چې ملګرو ملتونو د طالبانو په غوښتنه، چې ښځې یې د عام ژوند له ټولو برخو څخه ایستلې او د ښځو د پر کار او زده‌کړو یې بندیز لګولی، د دوحې له غونډې څخه یې ښځې او د ښځو حقونه بې برخې کړل.

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي، چې په دې ناسته کې به د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د ښځو پر حقونو خبرې وشي.

د مېرمن اوتونبایوا په وینا، په افغانستان کې د درې میلیونه په نشو روږدو له ډلې ۳۵ سلنه ښځې دي او په کار ده چې دا موضوع د دوحې په غونډه کې یاده شي.

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي و، چې له دې ډلې سره د دوحې د ناستې اجنډا په پام کې نیول شوې او په دې غونډه کې به پر خصوصي سکتور، مالي، بانکي او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په اړه بحثونه وشي.

خو دې غونډې په اړه یو شمېر اعتراض کوونکو په پاریس کې په یوه اعتراضیه غونډه کې له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې دغه غونډه دې تحریم کړي.

روزماري ډي‌کارلو په سیاسي او ډیپلوماټیکو چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله ده او د ځینو خبري رسنیو د معلوماتو له مخې، نوموړې څو اونۍ وړاندې کابل ته تللې وه او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل او دغې ډلې ته یې بلنه ورکړه چې د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي.

د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو مخکینۍ غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش او د افغانستان یو شمېر ښځینه استازو او مدني فعالانو په ګډون جوړه شوې وه.