• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پېښور کې افغان کډوال: د محرم په رارسېدو سره د پولیسو له وېرې له کوره نه شو راوتلای

۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۸ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۲۳ GMT+۱

په پېښور کې یو شمېر افغان کډوال وايي، له هغه مهاله چې پولیسو د محرم د نمانځلو لپاره یو لړ امنیتي بندیزونه لګولي؛ نو دوی له کوره په ډاډه زړه نه شي راوتلای.

دغو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دغه بندیزونه د یوې میاشتې لپاره لګول شوي او دوی به د راتلونکې جولای میاشتې تر ۲۵مې نېټې د دغو ستونزو سره غاړه غړۍ وي.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال عبدالجبار افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی روزمره کار کوي او د ورځې ګټه په ماښام کې له خپلې کورنۍ سره خوري؛ خو که دغه بندیزونه همدغسې پاتې شي، نو د دوی ورځینی ژوند نه شي تېرېدای.
په پېښور کې امنیتي چارواکو د محرم په میاشت کې د امنیت د ټینګښت له کبله امنیتي ګامونه سخت کړي او د دغه ښار په هرې څلور لارې کې یې د پولیسو پوستې ځای پر ځای کړې دي.
په دغه ښار کې د امنیتي چارواکو له لوري څلور بېلابېلې اعلامیې خپرې شوې، چې په یوه کې یې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی چې د جون میاشتې له ۲۵مې څخه دې د جولای تر ۲۵مې نېټې پورې په کمپونو او کورونو کې پاتې شي او د تګ راتګ څخه دې ډډه وکړي.
په پېښور کې ازاد خبریال رفعت الله ورکزی وايي، سره له دې چې د امنیتي چارواکو له‌خوا پر افغان کډوالو د یو لړ بندویزونو په اړه خبرپاڼې خپرې شوې؛ خو بیا هم هومره چې له کډوالو سره وېره په زړه کې ده هغه شان د پولیسو له‌خوا نه ځورول کېږي.
ښاغلي ورکزي افغانستان انټرنشنل ته وویل، سره له دې چې هر کال د محرم په شپو ورځو کې د خیبر پښتونخوا په ځینو علاقو کې د پولیسو له‌خوا امنیتي تدابیر سختېږي؛ خو سږ کال دغه تدابیر زیات شوي او د لګېدلو بندیزونو موده یې هم تر یوې میاشتې غځولې ده.
هغه وايي، د یوې میاشتې لپاره د دغه شان تدابیرو نیول او یا پر افغان کډوالو د بندیزونو لګول له انصافه لرې خبره ده.

د هغه په وینا، که داسې کېږي؛ نو هلته به پراته افغان کډوال څنګه خپلې ورځینۍ چارې سمبال کړي.

نوموړی دا له افغان کډوالو سره ستر زیاتی ګڼي.
ښاغلی ورکزی وايي، له دغو تدابیرو داسې جوتېږي چې د صوبې چارواکي له امنیتي حالته ډاډمن نه ښکاري او غواړي چې د محرم په شپو ورځو کې د یو لړ وسله‌والو بریدونو او پېښو مخه ونیسي.
که څه هم چې هر کال د محرم په میاشت کې د خیبر پښتونخوا له ځینو سیمو د امنیتي پېښو راپورونه ورکول کېږي؛ خو سږنی کال ورته امنیتي چارواکي د تېر پرتله ډېر په اندېښنه کې دي.

په خپرو شویو څلورو خبرپاڼو کې د دغې صوبې چارواکو د هغو عالمانو او مذهبي مشرانو په تګ راتګ د بندیز خبره هم کړې، چې د صوبې له یوې سیمې څخه بلې ته تګ راتګ کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په بلخ کې د پنځو کورنیو شرکتونو په غړیتوب د نفتي موادو د تولید کنسرسیوم جوړ شو

۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۷ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۵۸ GMT+۱

په بلخ ولایت کې د ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې سره د پنځو کورنیو شرکتونو په غړیتوب د نفتي موادو د تولید یو کنسرسیوم جوړ شو. د پانګونې ٨٧ ميليونه ډالره پخوا مصرف شوي او پاتې ٣١٣ ميليونه ډالره به نوې پانګونه وشي.

د دغه کنسرسيوم مسوولينو د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، چې د يادو شرکتونو د اتحاديې موخه په هېواد کې د استخراج شويو نفتو تصفيه او د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.

په دې غونډه کې د نفتي موادو د تصفيې د کنسرسیوم تخنيکي مسوول عبدالرشيد سالار وويل: «دغه تصفيه خانه د ٤٠٠ ميليونو ډالرو په پانګونې سره جوړه شوې ده، چې له دې جملې څخه ٨٧ ميليونه ډالره پخوا پانګونه شوې ده او پاتې ٣١٣ ميليونه ډالره به نوې پانګونه وشي، جوړه شوې ده.»

دا کنسرسیوم به په څلورو پړاوونو کې د ۱ څخه تر ۴ کلونو پورې جوړ شي.

د دې اتحادیې غړي له طالبانو غواړي چې له دې اتحادیې سره د سوداګرو د ملاتړ او په هېواد کې د کانونو د کیندنې په برخه کې همکاري وکړي.

له دې وړاندې ازبکستاني سوداګرو له طالبانو سره په ګډه ناسته کې د تېلو د تصفیې په موخه په افغانستان کې د یوې فابریکې د جوړولو لېوالتیا ښودلې وه.

د پاکستان د دفاع وزیر: له افغانستان سره پر ډېورنډ کرښه نړۍوال سرحدي قوانین پلي کوو

۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۷ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، چې د ترهګرۍ او قاچاقو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د ډېورنډ پر کرښه نړۍوال سرحدي قوانین پلي کوي. هغه زیاته کړې، چې ټول ترهګر په افغانستان کې دي.

خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې په پاکستان کې د مخ په زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو او قاچاق د مخنیوي لپاره به د ترافیکو او اتباعو کنټرول لا سخت کړي او پر ډېورنډ به ټول نړۍوال قوانین پلي کړي.

هغه زیاته کړې، چې عام وګړي او د لویو لاریو چلوونکي به پرته له پاسپورټ او وېزو پاکستان ته د ننوتلو اجازه ونه لري.

هغه یو ځل بیا د افغانستان پر طالبانو غږ کړی، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسله والو ډلو له خوا د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د خپلې خاورې د کارولو مخه ونیسي.

وروسته له هغه چې افغان طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل، په پاکستان کې ترهګريز بریدونه پراخه شوي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر ویلي: "موږ باید خپل هېواد خوندي کړو او دا پولې زموږ امنیت ته زیان رسوي."

نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې ترهګري ډېره شوې او اوس مهال ټول ترهګر د افغانستان په خاوره کې دي.

که څه هم افغان طالبانو په وار - وار د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې رد کړي او په پاکستان کې ناامني یې د دغه هېواد د امنیتي ادارو ناکامي بللې؛ خو پاکستاني چارواکو بیا افغان طالبان تورن کړي، چې دوی د ټي ټي پي ملاتړ کوي.

تازه د پاکستان پوځ په پښتونخوا او بلوچستان کې د عزم استحکام په نوم عملیات پیل کړي، چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند سربېره جمعیت علمای اسلام او یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو یې مخالفت کړی دی.

ملا فضل الرحمان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په نېږدې درې یا څلورو میاشتو کې به په پښتونخوا کې اسلامي امارت حاکم وي.

هغه زیاته کړې، چې د شمالي او جنوبي وزیرستان سربېره به طالبان د لکي مروت، بنو، دره اسماعیل خېل او یو شمېر سیمې ونیسي.

افغان طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو ملاتړی استرالیايي "جبراییل" له طالبانو ګیله کړې، چې یوازې یې پرېښی او ناروغ دی

۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۷ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۲۷ GMT+۱

د افغان - امریکايي پوهنتون استاد ټیموټي وېکس چې وروسته مسلمان شو او پر ځان یې جبراییل عمر نوم ایښی د سراج الدین حقاني په ګډون له طالبانو ګیله کړې، چې دی یې یوازې پرېښی او اوس یې پیغامونو ته ځواب نه وايي.

نوموړي نن پنجشنبه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د سراج الدین حقاني د ورور انس حقاني په ګډون یې ګڼو طالبانو ته پیغامونه پرېښي او د هغوی له استازو یې د مرستې غوښتنه کړې؛ خو چا یې مرسته نه ده کړې.

هغه زیاتوي: " ما ته هېڅ ځواب نه دی راکړل شوی یوازې نورې ژمنې!؟ ما د یو کال څخه زیات انتظار وکړ. تېره اونۍ ما یو طبي قیضه درلوده او زه لاړم."

نوموړي د سراج الدین حقاني تصویر له خپل کړي پوسټ سره یو ځای خپور کړی او له هغه یې د دعا غوښتنه کړې ده.

د جبراییل عمر پر پوسټ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ګڼو چارواکو تبصرې کړي او له هغه یې غوښتي، چې خپل کړی پوسټ بېرته ړنګ کړي؛ خو هغه یې په ځواب کې ویلي، چې د یو کال انتظار وروسته مجبور شوی، چې خپل غږ پورته کړي.

د جبراییل پر لیکنې د طالبانو د استخباراتو د ریاست یو شمېر کارکوونکو هم تبصرې کړي او هغه ته یې ویلي، چې فرمایشونه یې نه خلاصیږي؛ مګر جبراییل ورته لیکلي: " انسانیت د نورو په ناامیدۍ خندا کوي".

نوموړي زیاته کړې؛ کله چې له طالبانو سره بندي و، نو دی یې شکنجه کړی او صحي ستونزې ورته پېدا شوي دي.

د افغان - امریکايي پوهنتون یاد استرالیايي استاد چې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال طالبانو نیولی و، نېږدې درې نیم کاله د طالبانو په بند کې و.

وروسته له خوشې کېدو هغه اسلام قبول کړ او د طالبانو ملاتړ یې پیل کړ.

هغه د طالبانو له واکمنۍ راپه دېخوا په کابل کې اوسېده او اوس له افغانستانه وتلی دی.

د عدت دوسیه کې د عمران خان او بشرا بي بي د سزا ځنډولو غوښتنې رد شوې

۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۷ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۴۷ GMT+۱

د اسلام اباد محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د عدت په وخت د نکاح دوسیه کې د سزا ځنډولو غوښتنې رد کړې. د محکمې له دې پرېکړې سره دواړو ته د ۷ـ۷ کاله بند سزا بیا پر ځای شوه، خو دوی په نورو محکمو کې د بیا کتنې یا استیناف غوښتنه کولی شي.

د بشرا خان پخواني مېړه خاور مانیکا د تېر کال د نومبر پر ۲۵ محکمه کې عریضه وکړه چې له ده د بېلېدو وروسته د عدت موده پوره نه وه چې مېرمن خان له عمران خان سره واده وکړ.

د اسلام اباد محکمې یوه قاضي قدرت الله د دې دوسیې په تړاو د تېرې پرورۍ پر دریمه پرېکړه کې عمران خان او بشرا بي بي په اوه اوه کاله بند او پنځه پنځه لکه روپیو جرمانې محکوم کړل.

په مقابل کې د عمران خان وکیلانو د دې سزا ځنډولو لپاره غوښتنې وکړې.

خو د محکمې د نننۍ لس مخیزې پرېکړې اورولو کې قاضي محمد افضل مجوکا وویل، دې دوسیه کې د سزا ځنډولو لپاره کوم کره دلیلونه نه دي وړاندې شوي.

د محکمې پرېکړه کې ویل شوي چې د دوی د حکم خلاف عمران خان او بشرا بي بي د بیا کتنې غوښتنې به هم په دغه عدالت کې چلېږي او د اسلام اباد ستره محکمه به د جولای تر ۱۲ پرېکړه کوي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو مهم مشر او قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر عمر ایوب د محکمې د نننۍ پرېکړې په غندلو سره وايي چې په ستره محکمه کې به یې ډېره ژر چلنج کړي.

د هغه په خبره، د قانون او انصاف غوښتنه دا وه چې دې دوسیه کې سزا ختمه شي، خو دا دوسیه سیاسي شوې او د سیاسي مشرانو پرضد ترې د وسلې په توګه کار اخیستل کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر د ستونزو د حل لپاره اپوزیسیون ته د خبرو بلنه ور کړه

۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۷ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر بیا له اپوزیسیون وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره له حکومت سره خبرو ته کېني او خپل هېواد د پرمختګ پر لار برابر کړي. د شهباز شریف په مشرۍ حکومت سره د اپوزیسون د اختلاف نوې مسله عزم استحام عملیات دي، چې پوځ یې پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو پرضد پلانول غواړي.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې وړمه ورځ په خپله غونډه کې د دې عملیاتو پیلول تایید کړل.

شهباز شریف هغه ورځ د کابینې غونډې ته ویلي، چې د عزم استحکام د عملیاتو په تړاو نیوکې کیږي، خو دا عملیات د تېرو عملیاتو په څېر نه دي، بلکې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ به کیږي او د دغو عملیاتو پرمهال به هېڅ څوک نه بې کوره کیږي.

خو د کابینې تر تایید یوه ورځ مخکې د پاکستان په پارلمان کې د اپوزسیون مشرانو د دې عملیاتو مخالفت وکړ او ویې ویل، چې د تېر په څېر به یوازې ولس ور سره زیانمن شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام «ف» ګوند مشر مولانا فضل الرحمان پرون هم پارلمان کې ویلي، چې د پاکستان پوځ د چین په خوښه او غوښتنه دا عملیات کوي، چې بدې پایلې به ولري.

د فضل الرحمان په خبره، له ګاونډیانو سره ستونزه په خشن برخورد نه شي حلېدی او اړتیا ده، چې پوځ له سیاسته لاس واخلي او سیاسي ګوندونه پرېږدي، چې د پاکستان سیاست وکړي.