شهباز شریف تاجکستان ته ځي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف راتلونکې سې شنبه په دوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته ځي. تاجکستاني رسنیو لیکلي، چې دغه سفر به د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په بلنه ترسره شي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف راتلونکې سې شنبه په دوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته ځي. تاجکستاني رسنیو لیکلي، چې دغه سفر به د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په بلنه ترسره شي.
د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، شهباز شریف به په دوشنبه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان او نورو چارواکو سره وګوري.
د تاجکستان ولسمشر د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۹ مه له شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې دوشنبې ته د هغه د سفر په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا غوښتونکی شو.
تاجکستان ته د شهباز شریف تر سفر مخکې د دوشنبې او اسلام اباد ترمنځ مستقیمې الوتنې پرون پیل شوې.
د "سامان ایر" هوايي شرکت به په اونۍ کې اسلام اباد ته یوه الوتنه ولري.
داسې ښکاري چې دوشنبې ته د شهباز شریف د سفر یو هدف د افغانستان پر وضعیت خبرې کول دي.
دواړو هېوادونو تاجکستان او پاکستان د افغانستان پر وضعیت سخته اندېښنه ښودلې ده.
په دې وروستیو کې د تاجکستان د پارلمان رییس د ډله ییز امنیت د سازمان د پارلمانونو د مشرانو په غونډه کې وویل چې د منځنۍ اسیا هېوادونه باید د پولو د امنیت لپاره په عاجله توګه کار وکړي او له افغانستانه د سخت دریځو د نفوذ مخه ونیسي. هغه زیاته کړه چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل شوی دی.
پاکستاني چارواکو پرله پسې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره د سیمې د هېوادونو پر ضد کارول کېږي. پاکستاني پوځیان ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې په استفادې د دغه هېواد پوځیان په نښه کوي. دوی ویلي دي چې پر چینايي انجینرانو برید هم له افغانستانه تنظیم شوی دی.


په ایراني رسنیو کې خپاره شوي عکسونه د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د دغه هېواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د رایې اچونې بهیر ښيي چې ایرانۍ مېرمنې هم پکې ګډون لري. د ایران د ټاکنو مرکزي دفتر په بهر کې د ایران په سیاسي دفترونو کې د رایو ۳۴۴ صندوقونه ایښي دي.
په بهر کې د ایران د ټاکنو مرکزي دفتر هم په چین، روسیې، بیلاروس، تاجکستان، هند، لبنان، ترکیې، یونان، جنوبي کوریا، استرالیا، جرمني، افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د ایران په سفارتونو کې د رای ورکولو د پیل خبر ورکړی دی.
په بهر کې د ټاکنو د ترسره کولو مسوول علیرضا محمودي وویل چې په بهر کې د ایرانیانو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ایران په شان په بېلابېلو هېوادونو کې د دغه هېواد د استازو په دفترونو کې د رایې ورکولو بهیر پیل شوی دی.
په بهر کې د ټاکنو د ترسره کولو مرکزي دفتر هم ویلي چې د دغه هېواد په سیاسي دفترونو کې د رایو د صندوقونو شمیر په مختلفو هېوادونو کې د ایران د نفوس له مخې تنظیمیږي.
د دغه مرکز له خوا د ورکړل شويو شمېرو له مخې، د رايې ورکولو تر ټولو زيات مرکزونه په عراق، امريکا، جرمني او ترکيه کې دي.
په ورته وخت کې په بهر کې د ټاکنو د ترسره کولو مرکزي دفتر وايي چې په بلخ کې د مېشتو ایرانیانو لپاره د افغانستان په مزارشریف کې د ایران په قونسلګرۍ کې د رایې ورکولو څانګه هم فعاله شوې ده.
که څه هم دغه مرکز په مزارشريف کې د ايرانيانو د شتون په اړه جزئيات نه دي ورکړي، خو د دې څانګې د پرانېستلو اعلان يې کړى او ويلي يې دي، چې دغه صندوق به پر ځايي وخت د رايې ورکولو د مودې تر پايه فعال وي.

د ایران د اسلامي جمهوریت مذهبي مشر د دغه هېواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون په اړه وویل: د ایران اسلامي جمهوریت دوام او ثبات او په نړۍ کې د هغه عزت او ابرو په ټاکنو کې د خلکو ګډون پورې تړلي دي. علي خامنه یي د ایران له خلکو وغوښتل چې په دې مهم سیاسي ازماېښت کې خپل کډون جدي وګڼي.
د ایران د اسلامي جمهوریت مذهبي مشر زیاته کړه، باید خلک له رایې ورکولو ډډه ونه کړي، چې د ده په وینا هیڅ لګښت، هڅو او سرچینو ته اړتیا نه لري.
هغه همداراز ټینګار وکړ، چې د اسلامي جمهوریت د نظام د درستۍ او صداقت د ثابتولو لپاره په ټاکنو کې د خلکو ګډون ضروری او واجب دی.
علي خامنه یي دا څرګندونې نن د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رای اچونې بهیر له پیلېدو سره وکړې.
د ځینې کارپوهانو په وینا یو شمیر ایراني وګړي د دغه هېواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون علاقه نه لري.
په اوسنیو ټاکنو کې مسعود پزشکیان، سعید جلیلي، مصطفا پورمحمدي او محمد باقر قالیباب ولسمشرۍ ته نوماند دي.

د راپورونو له مخې، په پخوانیو قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي اړوند وسلوالو حضور څو برابره زیات شوی دی او دغه ډله نوره هم د پراخېدو په حال کې ده. دغې وسلوالې ډلې نه یوازې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي بلکې د سیمو د نیولو لپاره د چمتو کېدو په درشل کې ده.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره د پاکستاني طالبانو غورځنګ بېرته خوځند او بریدونه یې ډېر کړل.
لامل یې هم دا و چې د ټي ټي پي مشر مفتي نور ولي ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر پخوانیو قبایلي سیمو سربېره ملاکنډ ته هم سفرونه وکړل او له دغې ډلې ناراضه شوي غړي یې بېرته سره یوځای کړل او کوچنۍ ډلې یې ختمې کړې.
ټي ټي پي د منظم تحریک پرمخ بېولو لپاره له واک مخکې د افغان طالبانو تګلارې ته مخه کړه. دې ډلې له هر څه وړاندې حکومت ته ورته کابینه جوړه کړه او د هرې سیمې لپاره یې مسوولین وټاکل.
د ټي ټي پي منظمېدو او نوې تګلارې سره د دې ډلې په لیکو کې ورځ تر بلې وسلوال مخ په زیاتېدو شول او هم یې هغه غړي ور سره ملګري شول چې تر دې مخکې یې په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې فعالیت کاوه.
دوی له افغان جګړې په وزګارېدو خپلې تجربې له ټي ټي پي سره شریکې او له مخې یې په پاکستان کې خونړي او جبهه يي بریدونه زیات او اغېزناک کړل.
خپلو سیمو ته ستنېدل
پاکستان کې د تحریک طالبانو پاکستان د بریدونو ډېرېدو سره بیا بیا د اسلام اباد چارواکو د طالبانو له حکومت غوښتي چې د دې ډلې پرضد ګامونه واخلي. ان بیا بیا داسې خبرونه هم خپاره شول چې افغان طالبان له پاکستان سره د ټکر د مخنیوي لپاره غواړي د دې ډلې وسلوال له ډیورنډ کرښې نورو سیمو ته ولېږدول.
د تحریک طالبان پاکستان سرچېنو افغانستان انټرنشنل خبریال عبدالحق عمري ته ویلي له هغه وروسته چې افغان طالبانو له لوري پرېکړه وشوه، چې ټي ټي پي وسلوال له ډيورنډ کرښې څخه لیرې کړي نو ټي ټي پي دا غوره وبلله چې د مشرانو ترڅنګ خپل جنګیالي هم پخوانیو قبایلي سیمو کې خپلو خپلو سیمو ته ستانه کړي.
دا سرچېنې وایي، د پاکستان جماعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان دا خبرې له حقیقت لرې نه بولي، چې ټي ټي پي به په درېو میاشتو کې پښتونخوا ونیسي.
دوی زیاتوي په هغو سیمو کې چې ټي ټي پي حضور لري هلته د پاکستان د حکومت حاکمیت نشته.
د پاکستاني طالبانو سرچینې وايي څو ورځې وړاندې د دې ډلې دوه مهم مشران چې په بلوچستان کې د پاکستان لخوا نیول شوي دا په دې دلالت کوي چې د جنګیالو ترڅنګ د ټي ټي پي لومړۍ درجه مشران په پاکستان کې حضور لري.
خو یو ځايي خبریال لعل وزیر د مولانا فضل الرحمان د څرکندونو په اړه بیا بل ډول نظر لري.
دی وايي چې کوم حالت زه له نژدې وینم په لویه کچه د سقوط کوم خطر نشته او مولانا فضل الرحمان چې کومې څرګندونې کوي هغه د پارلماني ټاکنو له نتجې ناراضه دی نو مولانا اوس له پوځ څخه خفه دی او داسې خبرو سره غواړي چې یوځل بیا د واک ورکړل شي.
د پاکستاني طالبانو سرچینې د پاکستان حکومت لخوا د عزم استحکام د عملیاتو د پیلولو په اړه په دې باور دي چې پاکستان هېڅ کله د ټي ټي پي پرضد عملیات نه دي درولي او دوی په مسلسل ډول د پاکستاني طالبانو پرضد عملیات کړي دي خو د دوی هېڅ ځانګړو عملیاتو کومه نتجه نه ده ورکړې او نه یې هم ټي ټي پي ختمه کړې ده.
خو د پاکستان د حکومت لخوا د عزم استحکام په نامه د عملیاتو په اړه بیا قامپرسته ګوندونه وايي چې پاکستان د ټي ټي پي د ختمولو اراده نه لري او د بهرنیو مرستو د ټولولو لپاره د پښتنو په سیمه کې بیا جګړه پیلوي.
ټي ټي ټي له پخوا څخه ځواکمنه شوې ده
پاکستاني طالبانو اوس مهال د پاکستان په ډېرو سیمو واک لري او له پخوا څخه جنګیالي او پرمختللې وسلې په واک لري.
د معلوماتو له مخې ټي ټي پي په شمالي او جنوبي وزیرستان، ملاکنډ، ټانک، ډي اې خان، بنو، لکي مروت، دیر، سوات او د پېښور څنډو کې پراخ حضور لري.
په زیاتره سیمو کې د ټي ټي پي ځايي خلکو ته خبرداری ورکړی چې د پاکستان نظامي ادارو کې دې خپلې دندې پرېږدي او له حکومت سره له هر رنګه کار کولو دې لاس پر سر شي.
د ټي ټي پي د بریدونو له ویرې پاکستاني عسکرو او په ځانګړي توکه د پښتون میشتو سیمو پورې اړوند ځینې نظامیان خپلې دندې پرېښودو اړ شوي دي.
ټي ټي پي په واک کې سیمو کې د پاکستاني نظامیانو فعالیتونو تر خپلو نظامي مراکزو محدود شوي دي او د پخوا په څېر اوس دوی د پاکستاني طالبانو له ویرې کزمې نشي کولی.
ټي ټي پي د افغان طالبانو په څېر له ځايي خلکو عشر او ذکات ټولوي او ځینو سیمو کې د شرعیت له مخې تورنو کسان په عام محضر کې سزاګانې ورکوي.
ټي پي پي پخوا هم تایید کړې چې د دوی د جنګیالیو شمېر مخ په زیاتېدو دی او زیاتره په پاکستاني مدرسو کې روزل شوي طالبان له دغې ډلې سره یوځای کېږي.

د پاکستان لومړی وزیر نن د دغه هیواد په پارلمان کې وویل، د پښتونخوا زړور خلک دي او د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې ډېره قرباني ور کړې ده. د شهباز شریف دا څرګندونې په پښتونخوا او بلوچستان کې د عزم استحکام د عملیاتو درشل کې دي چې په دواړو صوبو کې یې ځینې ملتپال او مذهبي ګوندونه خلاف دي.
د شهباز شریف په مشرۍ حکومت چې د دې عملیاتو ملاتړ کړی نن په پارلمان کې د پښتونخوا امنیتي حالت ته په اشاره د دې صوبې خلک وستایل.
د پاکستان تر نورو صوبو پښتونخوا کې ډېر وسلوال بریدونه کېږي او په دغه هېواد کې تر نورو ناامنه صوبه بلل کېږي.
که څه هم پاکستان کې د وسلوالو د ځپلو پرضد د ترهګرۍ ضصد څانګې جوړې شوې دي، خو شهباز شریف وايي چې لا هم په پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد اداره نشته.
خو نوموړی دا هم وویل چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د وړتیا زیاتولو لپاره دې صوبې ته په تېرو کلونو کې ۵۹۰ میلیارده روپۍ ور کړل شوې دي.
هغه د اپوزیسیون مشرانو په مخاطبولو سره زیاته کړه چې ملي مالي کمېسون ایوارډ کې پر ۲۰۱۰ کال دې صوبې ته د یو سلنه اضافي سرچینو ور کړه هم منظوره شوه.
د عمران خان د تحریک انصاف په ګډون د جمعیت علمای اسلام او نورو ډلو مشران چې اوس په پارلمان کې اپوزیسیون دي په پښتونخوا کې د عزم استحام عملیاتو مخالفت کوي.
دوی وايي، له ۲۰۱۰ کال راهیسې په دغه صوبه کې وخت ناوخت عملیات شوي، خو وسلوال ور سره ورک نه شول.
مولانا فضل رحمان خو په دې باور دی چې د پاکستان حکومت دا عملیات د چین په غوښتنه او خوښه کوي او تاوان به یې ولس ته رسېږي.
خو د شهباز شریف په مشرۍ حکومت وايي، دا عملیات به تر پخوانيو توپیر ولري او چا ته به پکې زیان ونه رسېږي.

دغه مناظره چې د سياېناېن ټلویزیون او هممهاله افغانستان انټرنشنل هم د دري ژباړې سره خپره کړه د دغو دواړو نوماندانو د کاري تګلارو پر ځای تر ډېره یو بل ته له پیغور ورکولو او یو پر بل له نیوکو ډکه وه.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په دغې ټاکنیزه مناظره کې خپل سیال ډونالډ ټرمپ د یو «بد مدیر» په توګه یاد کړ او ویې ویل: «د ده د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا اقتصاد له ماتې سره مخامخ شو او موږ وتوانېدو، چې له دغه وضعیته ځان او خپل هېواد راوباسو چې دا کار مو وکړ.»
ښاغلي بایډن دا رنګه په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت ته په اشارې سره وویل، چې هره ورځ به په افغانستان کې زموږ ځواکونه وژل کېدل؛ خو د مخنیوي لپاره یې هیڅ کار نه و شوی،
د هغه په وینا، د هغه په ولسمشرۍ کې هیڅ یو امریکایي سرتېری هلته نه دی وژل شوی.
ډونالډ ټرمپ د خپل سیال په ځواب کې وویل: زموږ هیله دا وه، چې په بشپړ برم او عزت سره له افغانستانه ووځو؛ خو د بایډن د واکمنۍ پر مهال له افغانستانه زموږ وتنه ډېره شرموونکې وه او دا د امریکا په تاریخ کې د یوې تورې ورځې په نوم ثبته شوه.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل سیال ته د «جنایت کار» خطاب وکړ او زیاته یې کړه : «هغه څه چې په تېرو څلورو کالو کې له امریکا سره وشول د باور وړ نه ول. له دې وروسته به موږ ته څوک درناوی و نه کړي هر څه چې وغواړي موږ مجبور یو چې و یې کړو، هغوی فکر کوي چې موږ احمقان یو او هغه (بایدن) په رښتیني توګه جنایتکار دی.»
هغه وویل له افغانستانه زموږ له شرمه ډکه وتنه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین په ځیر سره څارله او دا یې هم لیدل، چې موږ هلته څه پرېښودل.
هغه زیاته کړه: «موږ په افغانستان کې د مېلیارډونو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات پرېښودل او هغو ترهګرو ته مو په واک کې ورکړل، چې زموږ سرتېري یې وژل.»
هغه وویل، پوټین نه شو کولای چې زما د ولسمشرۍ پر مهال پر اوکراین برید وکړي.
د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن په دغې مناظره کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین ته د یو «جنګي جنایتکار» خطاب وکړ او ویې ویل، هغه غواړي چې د پخواني شوروي اتحاد امپراتوري یو ځلې بیا را ژوندۍ کړي.
هغه د اوکراین سره د امریکا د مرستو په اړه وویل: «موږ هغه پیسې چې اوکراین ته ورکوو د هغو وسلو په توګه دي، چې د ننه په امریکا کې جوړېږي. زموږ متحدین او ناټو هم ورته کار کوي.»
بایډن او ټرمپ دواړو د یو بل په بهرنیو سیاستونو بریدونه او نیوکې وکړې، چې د افغانستان او اوکراین اړوند موضوعګانې یې د سر، سر ټکي وو.
خو په ټوله کې بایډن پر دې خبرې ډېر ټینګار کاوه، چې ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره وړ کس نه دی.
هغه وویل: «کله چې د هغه پلویانو د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ، دا د امریکا په تاریخ کې یوه بېسارې پېښه وه او ان د هغه کابینې او مرستیال یې هم د ده د دغه کار څخه ننګه و نه کړه.»
ښاغلي بایډن دا هم وویل، چې ټرمپ د امریکا اقتصاد له نابودۍ سره مخامخ کړ: «ټرمپ زموږ اقتصاد ړنګ کړ؛ خو موږ د زرګونو خلکو لپاره کاري فرصتونه بیاموندل، په تېره بیا د لږکیو لپاره. موږ دا ډاډ تر لاسه کړ، چې زموږ خلک مناسب شغلي فرصتونه لري؛ خو د ټرمپ په وخت کې د پیسو پړسوب زیات شوی و.»
ډونالډ ټرمپ بیا د بایډن د کډوالۍ پر سیاستونو بریدونه وکړل او ویې ویل، چې اوس زموږه پولې د جنایت کوونکو، ترهګرو او رواني ناروغانو پر مخ پرانیستې دي؛ خو بایډن یې په ځواب کې وویل، هغه ترهګر چې درې تنه امریکايي سرتېري یې ووژل د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال امریکا ته راغلی و.
ډونالډ ټرمپ د فلسطیني دولت د جوړولو په اړه د پوښتنې له ځوابولو په څنګ تېر شو؛ خو دا یې وویل چې د منځني ختیځ په روانه جګړه کې د جګړې ټول لګښت امریکا پرې کوي.
خو ټرمپ پر دې خبرې بیا، بیا ټینګار کاوه په هماغه ورځ چې ولسمشر شي؛ نو ټولې پولې به وتړي.