• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان او هند د بنديانو د تبادلې په لومړي پړاو کې لېستونه تبادله کړل

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۳۳ GMT+۱

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي، چې اسلام اباد او نوي ډيلي د اړوند عالي کمېشنريو له لارې د بنديانو لېستونه تبادله کړل. ممتاز زهرا پلوچ زياتوي، چې دغه دواړه هېوادونه هر کال د جنوري او جولای مياشتو په لومړۍ نېټه دغه لېستونه یو بل ته وړاندې کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ زیاتوي، چې د پاکستان په زندانونو کې د ۲۵۴ هندي اتباعو او کب نيونکو زندانيانو لېست يې هند ته سپارلی.

په خبري کې راغلي، چې هند بيا په خپلو زندانونو کې د ۴۵۲ پاکستاني اتباعو او کب نيونکو لېست برابر کړی دی.

اغلې بلوچ وايي، چې تر دې وړاندې دوی هند ته د هغو ۳۸ نادرکه پاکستاني اتباعو لېست هم ورکړی، چې ويل کيږي د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ جګونو راهيسي د هند په زندانونو کې بنديان دي.

هغې د ټولو هغه پاکستاني زندانيانو د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې د هند په زندانونو کې يې خپلي سزاوې پوره کړي.

ممتاز زهرا بلوچ ټينګار کړی، چې د هند په زندانونو کې د ټولو پاکستاني زندانیانو د ژر تر ژره خوشي کېدو لپاره به هلې ځلې جاري ساتي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز: په تیرو درېیو میاشتو کې ۳۸۰ کسان وژل شوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۰۷ GMT+۱

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي، چې په پاکستان کې په تېرو درېیو میاشتو کې په تاوتریخوالو کې زیاتوالی راغلی او په ترهګریزو بریدونو او د ترهګرۍ په وړاندې عملیاتو کې ۳۸۰ کسان وژل شوي دي.

د دغه مرکز له خوا د دوشنبې په ورځ په خپور شوي راپور کې راغلي،‌ چې په دغو پېښو او عملیاتو کې ۲۲۰ کسان ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې؛ خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونه د تاوتریخوالي د مرکز په توګه پېژندل شوي.

له دغې مرګ ژوبلې ۹۲ سلنه یې په خیبر پښتونخوا کې شوې او ۸۷ سلنه ترهګریز بریدونه بیا په بلوچستان کې شوي دي.‌

د دغه راپور له مخې؛ په پنجاب کې د تېر کال په پرتله د تاوتریخوالي کچه ۱۳ سلنه او په خیبر پښتونخوا کې ۳۱ سلنه ډېره شوې ده.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز د راپور له مخې؛ ملکي تلفات، د ټولو تلفاتو ۶۲ سلنه جوړوي او په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په ډېر شمېر پېښو کې د قومیت او مذهب پر بنسټ کارګران او نور خلک په نښه شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې د پولیسو او اردو د چارواکو په ګډون امنیتي کسان هم په پرله پسې ډول په نښه شوي دي.

د ترهګرۍ دولتي ملاتړ په پاکستان کې دننه په بې ثباتۍ کې مرسته کړې ده.

پاکستان په دې تورن دی، چې د خپلو ستراتیژیکو ګټو د پراختیا لپاره له ترهګرو ډلو څخه د نیابتي ډلو په توګه کار اخلي او دا کار په ځانګړې توګه د هند او افغانستان پر وړاندې ترسره کوي.

د چمن پرلتوال: که محکمه مو د بندي ملګرو د خوشې کېدو پرېکړه ونه کړي یو ځل بیا لارې تړو

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۲۳ GMT+۱

په چمن کې پرلتوال وايي، که محکمه یې د بندي شویو ملګرو د خوشې کېدو پرېکړه ونه کړي یو ځل بیا لارې تړي او پولیو واکسین بندوي. پرلتوال دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې، له څو اونیو راهیسې د چمن پرلت د مرکزي کمېټې غړي بندیان دي، او سبا یې په محکمه کې د قضیې په اړه پرېکړه کیږي.

د چمن ځايي اوسېدونکو له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پرلت ۲۸۴ ورځې پوره شوې دي.

دغو پرلتوالو نن یو ځل بیا په چمن ښار کې د ګوزڼ ضد واکسین او د تګ راتګ لارو د تړلو خبرداری ورکړ.

پرلت کوونکي وايي، سبا د سې شنبې په ورخ د کوټې په محکمه کې د پرلت د مرکزي کمېتې د بندي شویو غړو په اړه پرېکړه کیږي.

دوی وايي، که حکومت هغوی یو ځل بیا زندان ته ولیږي نو په چمن ښار کې به بیا پراخ لاریونونه پیل کړي.

د پرلت غړی محمدولي وايي: «نور موږ انتظار نه شو کولی، زموږ ډیری ملګري په زندانونو کې پراته دي، که سبا عدالت دوی راخوشې نه کړي موږ به د پولیو ضد واکسین او د تګ راتګ لارې بندې کړو.»

د چمن پرلت یو شمېر غړي څو اونۍ وړاندې هغه مهال د پاکستان د پولیسو له لوري ونیول شول چې د یوې میاشتې لپاره یې د چمن او کوټې ښارونو ترمنځ لویه لاره د تګ راتګ لپاره تړلې وه.

دغه پرلت وال په سوېلي پښتونخوا کې له سیاسي ګوندونو غوښتنه کوي چې د پاکستان له حکومت سره دې د سپین بولدک ـ چمن په دروازه باندې د پاسپورټ د جبري کېدو موضوع حل او خلکو ته دې د کاروبار اجازه ورکړل شي.

د پیسو نړۍوال صندوق له پاکستان څخه غوښتي چې د ګازو او برېښنا بیې لوړې کړي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳۰ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۰۳ GMT+۱

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د مالیې وزارت د سرچینو له قوله ویلي، چې د پېسو نړۍوال صندوق (ای ایم ایف) له پاکستان څخه غوښتي، چې د راتلونکې میاشتې له لسمې نېټې مخکې دې د ګازو او برېښنا بیې لوړې کړي.

جیو نیوز ویلي، چې ای ایم ایف غواړي په نوي مالي کال کې د برېښنا او ګازو نرخونو په لوړولو سره سبسایډي کنټرول کړي او د نوي پور پروګرام لپاره وړاندې شوي شرایط تعقیب کړي.

سرچينې زياته کړې، چې د جولاى مياشتې په دويمه اونۍ کې به د اى ایم ایف پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.

بل خوا د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې د پاکستان خراب اقتصادي وضعیت ته په کتو مجبور و، چې د پاکستان د نوي مالي کال بودیجه د پېسو د نړۍوال صندوق په خوښه جوړه کړي.

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزسیون مشر بیا ویلي وو، چې د پاکستان ملي بودیجه د هغه چا له خوا جوړه شوې، چې غواړي د پاکستان اقتصاد وځپي.

د پاکستان خلک دا مهال د برېښنا او ګازو له لوړو بیو شکایت کوي او لسګونه ځله یې د لوړو بیو د کنټرول په موخه لاریونونه کړي دي.

په روان کال کې دا درېیم ځل دی، چې د برېښنا او ګازو بیې لوړیږي، دا هغه چاره ده، چې د پاکستان د پارلمان د غړو غوسه یې هم راپارولې ده.

د پاکستان سیاسي کړکېچ؛ ملا فضل الرحمان په پاکستان کې د بیا ځلې ټاکنو د کېدو غوښتنه کړې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳۰ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۲۲ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند رهبر ملا فضل الرحمان ویلي، چې په پاکستان کې د تېرو ټاکنو پایلې نه مني او باید بې طرفه ټاکنې چې د پوځ له لاسوهنې پاکې وي وشي.

نوموړي ویلي، چې دوی به د پاکستان د اسټبلیشمینټ پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او په پاکستان کې باید بې پرې ټاکنې ترسره شي.

د پاکستان سیاستوال د پاکستان اسټبلیشمینټ د پوځ او استخباراتي ادارو په مفهوم کاروي.

د ملا فضل الرحمان په خبره، چې اوسنی حکومت د پاکستان او سیاسي ګوندونو ستونزې نه شي حلولی او مذاکراتي کمېټه هم په خبرو کې پاتې راغلې ده.

نوموړی وايي، چې د پوځ په ګډون ټول بنسټونه باید د خپلو حدودو په دایره کې واوسي او باید په سیاست کې لاسوهنه ونه کړي.

هغه زیاته کړه: "په سیاست کې د پوځ لاسوهنه له اساسي قانون څخه سرغړونه ده".

د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو تور دی، چې په وروستیو ټاکنو کې یې درغلۍ کړي او په خپله خوښه یې یو شمېر اشخاص او ګوندونه کامیاب کړي دي.

د ملا فضل الرحمان په خبره؛ په پاکستان کې له هرو پوځي عملیاتو وروسته ترهګري زیاته شوې ده.

هغه د پوځ پر وروستیو عملیاتو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دوی ته ویل شوي، چې د اسټبلیشمینټ د پرېکړو پر وړاندې به څه نه وايي.

په پاکستان کې د پوځي عملیاتو له اعلان وروسته د دغه هېواد ګڼو سیاستوالو او ګوندونو د دغو عملیاتو مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې د پاکستان پوځ غواړي یو ځل بیا پښتونخوا او بلوچستان وځپي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د رهبرۍ شورا یو غړي اسد قیصر بیا ويلي، چې د پاکستان د پوځ عملیات له افغانستان سره د یوې نوې جنګي څپې د پیل په معنا ده.

د پاکستان د سمندري پوځ مشر: د هر ډول تېري ځواب ته چمتو یو

۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۹ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۱۳ GMT+۱

د پاکستان د سمندري ځواکونو مشر نويد اشرف ويلي، چې د دې هېواد سمندري ځواک د هر ډول تيري په وړاندي ځواب ورکولو ته بشپړ چمتو دی. نوموړي د سمندري ځواک او سکتور په برخو کې د ښځو د زيات ګډون ستانیه کړې.

پاکستان راډيو نن شنبه په خپل يوه خبر کي ويلي، چې د دې هېواد د سمندري ځواکونو مشر نوید اشرف په کراچي کې د سمندري ځواکونو اکاډمۍ د منځنۍ کچې افسرانو په فراغت غونډه کې دا خبره وکړه.

هغه په خپله وینا کې د سمندري ځواکونو تګلاره کې د شپږم نسل جګړې سره د اغیزناکې مقابلې لپاره د پرمختللې تکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا د ترلاسه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه ويلي، چې د پاکستان په سمندري ځواک او په ځانګړې توګه د سمندري سکتور په بېلابيلو برخو کې ښځې هم ډېره ونډه لري او دا کار یې د ستایلو دی.