• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د خصوصي سکټور یو ګډ پلاوی ازبکستان ته ولاړ

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د یادې ډلې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د خصوصي سکټور کډ پلاوی به په تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د څلور ورځني نندارتون د پرانیستنې تر څنګ د «سوداګریز وصل» په کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سې شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۲مه) د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې د یادې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د خصوصي سکټور ګډ پلاوی به د ازبکستان په تاشکند ښار کې له ازبکستاني چارواکو او سوداګرو سره هم د دواړو هیوادونو پر سوداګرۍ خبرې وکړي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، په تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو په څلور ورځنې نندارتون کې به د افغانستان ۲۵۰ سوداګر او صنعتکاران خپل محصولات او تولیدات «غالۍ، لاسي صنایع او وچې میوې» ننداري ته وړاندې کړي.

په پام کې ده چې دغه ننداتون نن سې شنبه پرانیستل شي.

په دغه ننداتون کې د ګډون په موخه تېره ورځ د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت په کابل کې د همغږۍ یوه ناسته هم کړې وه.

که څه هم ازبکستان د طالبانو رژیم په رسمیت نه پيژني خو د دغېډلې سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکي پالي.

د طالبانو او ازبکستان ترمنځ تردې وړاندې د ډبرو سکرو په استخراج، کرنه، د سمینټو د فابریکو فعالولو، د افغاني محصولاتو او تولیداتو د نندارتونو جوړولو ترڅنګ نور اقتصادي تړونونه هم شوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

افغان کرېکټ بورډ: د جولای په لسمه د غازي امان الله جام لېسټ اې سیالۍ پيلیږي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۵۷ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د غازي امان الله جام لېسټ اې سیالۍ به یوه اوونۍ وروسته پیل کوي او دغه لوبې به د کندوز په کرېکټ لوبغالي کې ۱۵ ورځې روانې وي. کرېکټ بورډ وايي، په دغو سیالیو کې به څلور لوبډلې برخه ولري.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله اېکس پانه په کندوز ولایت کې د غازي امان الله جان لېسټ اې سیالیو د پیلېدو خبر ورکړی.

کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګه وايي، د کلني پلان سره سم اووم پړاو غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ به د روانې جولای میاشتې په لسمه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټي پورې به دوام مومي.

دغه سیالۍ د کندوز ولایت د کرېکټ په لوبغالي کې ترسره کیږي.

په یادو سیالیو کې به څلور لوبډلې، ماهیپر ستوري، میوند اتلان، پامیر لیجنډز او هندوکش سټرایکرز ګډون ولري.

د مهال وېش له مخې د جولای په لسمه به لومړی لوبه د میوند اتلان او پامیر لیجنډز لوبډلو تر منځ ترسره شي.

کرېکټ بورډ وايي، په دغو سیالیو کې به هر لوبډله له بلې لوبډلې سره دوه ځلې مخامخ شي، چې هره لوبډله به شپږ لوبې وکړي او له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د جولای په ۲۵ نېټه پایلوبه ترسره کړي.

افغان کرېکټ بورډ وايي، د غازي امان الله جام اووم پړاو سیالیو کې به د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو تر څنګ د کورني کرېکټ ګڼ شمېر نوموتو او د غوره کارکردګۍ لرونکو لوبغاړو او تر نوولس کلنو کم عمره لوبغاړو ته هم د لوبیدو چانس ورکړل شوی.

کرېکت بورډ وايي، د کورني کرېکټ څانګې له پلان سره سم به له یادو سیالیو وروسته په راتلونکې اګسټ میاشت کې نهم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ او د روان کال په سپټمبر میاشت کې به اووم پړاو احمد شاه ابدالي لومړۍ درجه کرېکټ سیالۍ ترسره شي.

داودزی: ملګري ملتونه باید اوتونبایوا لرې کړي او یوناما پاکه کړي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۵۹ GMT+۱

د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر د دوحې درېیمه ناسته د طالبانو او افغانستان په اداره کولو کې د ملګرو ملتونو د ناکامۍ یوه بله بېلګه وبلله. محمد عمر داودزي د ملګرو ملتونو له سرمنشي وغوښتل چې د روزا اوتنبایوا پرځای دې بل استازی وټاکي او یوناما دې پاکه کړي.

محمد عمر داودزي د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ په ۱۱مه) لیکلي چې د دوحې غونډه د وخت ضایع کول او له اصلي لارې ګرځېدل دي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «وخت یې را رسیدلی، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوتونبایوا پرځای د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی یو نوی کس وټاکي او یوناما پاکه کړي.»

خو ښاغلي داودزي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي چې ولې یې د اوتونبایوا د لرې کولو وړاندیز کړی.

تر دې وړاندې هم یو شمېر ښځو او مدني فعالانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره روزا اوتونبایوا د طالبانو په سپینولو تورنه کړې وه.

د یوناما مشرې د دوحې د غونډې په اجنډا کې د ښځو او مدني ټولنو د استازو نه شتون او د ښځو د حقونو د شاملولو په اړه د طالبانو د مخالفت توجیه هم کړې وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې ویلي، چې دغه ډله له غرونو او جګړو څخه راغلې او د نورو په څېر تمه ترې ونه شي.

تر دې مخکې ډیپلوماټیکو سرچینو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې امریکا او یو شمېر نور هېوادونه فکر کوي چې د افغانستان او طالبانو په اړه د اوتونبایوا دریځونه له روسیې سره نږدې دي.

مجاهد: دوحه کې مو له ازبکستان، پاکستان او قطر سره د افغان-ټرانس پر پروژه خبرې وکړې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۳۶ GMT+۱

د طالبانو ویاند او د دوحې درېیمې ناستې لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر وايي، دوحه کې یې له ازبکستان، پاکستان او قطر سره د افغان-ټرانس پروژې په اړه خبرې کړې. ذبیح الله مجاهد وايي، په دغو خبرو کې ټولو لوریو د دې پروژې د ژر پیل او بشپړېدو غوښتنې وکړې.

د طالبانو ویاند او د دوحې درېیمې ناستې د دغې ډلې د مرچي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه د (چنګاښ ۱۲مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې طالبانو او د ازبکستان، پاکستان او قطر استازو د افغان-ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه خبرې کړې او ټولو په دې ټینګار کړی چې یاده پروژه دې ژر پیل او بشپړه شي.

‏هغه وايي، په دغه ناسته کې د افغان-ټرانس پروژه چې له ازبکستان څخه به د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ غزوي، پرې بحث وشو او د پروژې په ارزښت او ژر پیل یې خبرې شوې.

مجاهد دا نه دي ويلي، چې د دغې پروژې د کار پیل به کله او څنګه کیږي او نه یې دا ويلي چې په دغې ناسته کې د یادې پروژې په اړه څه تصمیم ونیول شو.

‏ډیپلوماټ مجلې د غبرګولي میاشت په سر کې یوه راپور خپور کړ چې په کې راغلي و، د روان کال له پیل راهیسې، ازبکستان له قطر او متحده عربي اماراتو سره د ترمز-مزار شریف-کابل-پیښور رېل پټلۍ د مالي ملاتړ په اړه څو ځلې خبرې کړې.

ازبکستان له دغو هیوادونو غوښتي چې د شاوخوا اوه میلیارډه ډالرو په ارزښت د دغې پروژې په جوړولو کې همکاري‌ وکړي.

دغه رېل پټلۍ د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره نښلوي او تر سوېلي اسیا او منځني ختیځیې توکو ته بازار پیدا کوي.

د ډیپلوماټ مجلې د راپور له مخې، افغان- ټرانس پروژه د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره سمندر ته د لاسرسي او همدارنګه د هغوی د ترانزیټي امکاناتو او جیوپولیټیک رول د پیاوړتیا په برخه کې خورا مهمه ده، خو د افغان- ټرانس د پټلۍ پلي کول له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د بې ثباتۍ له امله ځنډيلې وه.

د تېر جمهوري حکومتپر مهال د دغې پروژې د پلي کیدو پر وړاندې لوی ګواښ طالبان وو خو اوس په افغانستان کې د طالبانو رژیم چمتو دی چې د دغې لارې امنیت تضمین کړي.

د دغې پروژې لپاره پاتې بل لوی خنډ د پانګونې موضوع ده او له همدې امله تاشکند د خلیج پر هیوادونو غږ کړی چې په دې برخه کې همکاري وکړي. قزاقستان، روسیې او بیلاروس هم دې پروژې ته لېوالتیا ښودلې ده.

ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر: پر طالبانو د روسیې د بندیزونو لرې کولو په اړه خبرې روانې دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۴۹ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا د دوشنبې په ورځ پر طالبانو د روسیې د بندیزونو لرې کېدو احتمال ته اشاره وکړه. هغه وویل که څه هم د بندیزونو له نوملړه د طالبانو د ایستلو لپاره کره وخت نشته، «خو په دې اړه مې خبرې اوریدلې دي.»

د یکشنبې په ورځ د دوحې په درېیمه ناسته کې د ۲۵ هېوادونو ځانګړو استازو، د پنځو نړیوالو سازمانونو او طالب استازو ګډون کړی وو.

طالبانو په دغه ناسته کې د بندیزونو د لرې کولو، له خصوصي سکټور سره د هیوادونو د مرستو او په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې غوښتنې وکړې.

روسیې د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون د ډېرو هېوادونو په څېر پر طالبانو بندیزونه لګولي دي. مسکو له طالبانو سره د خپلو تودو اړیکو سره سره، دغه ډله د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه نه ده ایستلې، خو ژمنه یې کړې ده چې دا کار به کوي.

د فرانس پریس اژانس په وینا، نیبنزیا د نورو جزیاتو له ورکولو پرته وویل: «په دې اړه چې موږ د دوی په وړاندې د روسیې د بندیزونو لرې له کولو څخه څومره لرې یو، زه نه شم کولی کره ځواب درکړم، خو ما په دې اړه خبرې اوریدلې دي.»

نوموړي د جګپوړو روسي چارواکو هغه څرګندونې تکرار کړې، چې ګواکې طالبان په افغانستان کې اصلي ځواک دی او د دغه هېواد واک یې په لاس کې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د وري میاشتې په لومړیو کې د ټاس دولتي خبري اژانس ته ویلي و چې د روسیې د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د ایستلو په اړه غور کوي.

د طالبان حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته له رسېدو راهیسې هیڅ یوه هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

روسیه طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني، خو د امنیت شورا په ګډون یې په نړیوالو فورمونو کې له خپلو دریځونو دفاع کړې ده.

نیبنزیا د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې د طالبانو په اړه خبرې کولې چې روسیې د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لنډمهاله مشري په غاړه واخیسته.

افغان ښځینه کرېکټرانو په یو لیک کې له ای سي سي غوښتي چې د کډوالو ټیم ورته جوړ کړي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۴۴ GMT+۱

د افغانستان د ښځینه کرېکټ پخوانۍ لوبډلې ۱۷ غړو د کرېکټ له نړۍوالې شورا په یو لیک غوښتي چې په استرالیا کې د کډوالو د یوې لوبډلې په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

دغو میرمنو له ای سي سي غوښتي چې د افغان مېرمنو د کرېکټ ارمان په پوره کولو کې ورسره مرسته وکړي، چې د یو بېرغ لاندې د افغان نارینه کرېکټ لوبغاړو سره لوبه وکړي.

د افغانستان د ښځو د کرېکټ ملي لوبډله له جوړېدو ۱۱ کاله وروسته په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیاځلې رسېدو وروسته منحل شوه.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې طالبان واک ته ورسېدل.

طالبانو د پراخو نیوکو سربېره؛ د کرېکټ په ګډون په ټولو ورزشي فعالیتونو کې د ښځو له ګډون مخنیوی وکړ.

د افغانستان د کرکټ پخوانیو لوبغاړو د ای سي سي مشر ګریګ بارکلي ته په یوه لیک کې ویلي، چې غواړي د کډوالو په توګه لوبه وکړي او د کرکټ له نړۍوالې ادارې یې د مرستې او مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په لیک کې راغلي: "د دې ټیم جوړېدل به ټولو هغو افغان مېرمنو ته چې غواړي سره راټولې شي، اجازه ورکړي چې د خپل هېواد په استازیتوب د یو بیرغ لاندې لوبه وکړي."

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان يو شمېر ښځينه لوبغاړې بهر ته کډوالې شوې دي.

د افغان مېرمنو د فوټبال او کرېکټ ټیمونو ډېری لوبغاړي د استرالیا، امریکا او کاناډا په څیر هېوادونو کې مېشتې دي.

په لیک کې راغلي: "موږ له ای سي سي غواړو چې په اسټرالیا کې د کډوالو د ټیم په جوړولو کې له موږ سره مرسته وکړي."

په لیک کې ټینګار شوی، چې دوی اوس مهال دافغانستان د کرېکټ بورډ له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي؛ خو بیا هم غواړي د افغانستان ځوانو نجونو ته د روزنې فرصت ورکړي چې په لوړه کچه د کرېکټ لوبې روزنه ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې ای سي سي به د افغانستان ښځینه کرکټ تر هغه وخته په رسمیت ونه پېژني تر څو چې د افغانستان کرېکټ بورډ یې بیا د ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپیژني.

د کرېکټ د نړۍوالې شورا هر غړی هېواد اړ دی چې د کرېکټ نارینه او ښځینه لوبډله ولري؛ خو افغانستان دا مهال یوازې نارینه لوبډله لري.

د يادونې وړ ده، اسټراليا د ښځو د سپورټي ټيمونو په رسميت پېژندلو په اړه د طالبانو د پرېکړې له امله دوه ځلې له افغان نارينه و کرېکټ لوبډلې سره د لوبو له کولو ډډه کړې ده.‌

په دغه لیک کې راغلي: "د دې لوبډلې له لارې به موږ د ټولو افغان مېرمنو استازیتوب کوو چې د کرېکټ لوبې لېواله دي خو په افغانستان کې کرېکټ نه شي کولی.

لیک وړاندې کاږي: "د کډوالو د ټیم په جوړولو کې زموږ موخه د خپل استعداد وده او ښودل دي، په دې توګه مونږ په افغانستان کې پاتې میرمنو ته هیله مندي ورکولای شو او د هغوی ننګونو ته د نړۍ پام وراړولای شو."

په لیک کې راغلي: "یوه ژوره خواشیني دا ده چې موږ د ښځو په توګه د نارینه کرېکټرانو په څیر د خپل هیواد استازیتوب نشو کولی."

طالبانو درې کاله وړاندې واک ته له رسیدو وروسته، له شپږم ټولکي پورته ټولې نجونو له ښونځیو او پوهنتونو بې برخې کړل او ښځو نه یې په نړۍوالو بنسټونو کې د کارکولو حق واخیست.

دغې ډلې د بیلابیلو فرمانونو په صادرولو سره ورځ تر بلې د افغان مېرمنو ژوند او ازادي محدوده کړې ده.