ګارډین ورځپاڼه: د طالبانو په بندخونه کې مو پر یوې معترضې مېرمنې د جنسي تیري ویډیو لیدلې

ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو په بندخونه کې یې پر یوې معترضې مېرمنې د ډله ییز جنسي تیري ویډیو لیدلې ده. په راپور کې راغلي، چې دغې رسنۍ هغه ویډیويي شواهد لیدلي، چې د بشري حقونو پر یوې فعالې د طالبانو په بندخونه کې ډله ییز جنسي تېری شوی او شکنجه کیږي.