د رېښتر په کچه ۴.۳ درجې زلزلې تخار ولایت ولړزاوه

د یکشنبې په ورځ سهار ۹:۴۱ دقیقې د تخار ولایت ځینې برخې زلزلې ولړزولې. د امریکا د ځمکې پيژندني ادارې د معلوماتو له مخې د دغې زلزلې شدت ۴،۳ درجې او مرکز یې فرخار ولسوالۍ وه.

تر اوسه پورې د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.