د ترکیې د سوداګرۍ وزیر: که افغان شپانه له ترکیې لاړ شي، په ترکیه کې به مالداري ختمه شي

د ترکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات وایي، چې که له ترکیې څخه ۲۵ زره افغان شپانه او کروندګر ولاړ شي، په دې هېواد کې به مالداري او کرنه ختمه شي. ښاغلي بولات صباح خبري اژانس ته ویلي، چې په ترکیه کې د کاریګرو کموالی دومره جدي دی، چې ان په بهرنیو کاریګرو هم دا ستونزه نه هواریږي.