په تګزاس کې د 'برېل' توپان درې کسه مړه کړي دي

په امریکا کې د تګزاس سیمهییز چارواکي وایي، چې په دغه ایالت کې د دوشنبې په ورځ د موسمي بارانونو «برېل» له امله درې کسه مړه شوي دي. ویل شوي، چې په دغه توپان او سېلابونو کې د لویې لارې بندې شوې، ۱۳۰۰ الوتنې لغوه شوې او پر ۲.۷ مېلیونه کورونو برېښنا پرې شوې ده.