طالبان: د لومړي ځل لپاره په پنجشېر کې د زمردو نندارتون پرانیستل شو

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون راپور ورکړی، چې په پنجشیر کې د لومړي ځل لپاره د زمردو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. په خبر کې راغلي، چې د دغه نندارتون موخه د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو لپاره د بازار موندل هم دي.