د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له هېوادونو سره ګډې ګټې لري

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د ټي ټي پي په وړاندې د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونو د ملاتړ په اړه ویلي، واشنګټن په سیمه کې له امنیتي ګواښونو سره په مبارزه کې ګډې ګټې لري. متیو میلر وویل، امریکا په منظمه توګه له پاکستان سره د سیمه ییز امنیت د ټینګښت لپاره کار کوي.