اسلام اباد: د لویدیځو هېوادونو له خوا ۴۴ زره منل شوي افغان کډوال په پاکستان کې په تمه دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د لویدیځو هېوادونو له خوا ۴۴ زره منل شوي افغان کډوال په پاکستان کې د لېږدولو په تمه دي. ددغه وزارت په خبره؛ یاد شمېر کډوال هغه کسان دي پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې مېشت شوي دي.