• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پښتین: سل زره سرونه به مو لاړ شي، خو له خدای پرته د دنیا هیڅ طاقت ته سر نه ټیټوو

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۱۶ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي: «نورې قربانۍ ورکوو، سل زره سرونه به مو لاړ شي، خو له خدای پرته به د دنیا هیڅ طاقت ته سر ټيټ نه کړو.» نوموړي دا خبره څو ګړۍ مخکې د پېښور بډه بېره کې د دې غورځنګ د وژل شوي غړي ګیله من وزیر تابوت ته راټولو شویو خلکو ته وکړه.

پښتین په خپله وینا کې دغه راز زیاته کړه، «د وطن خاوره په غلې پاتې کېدو نه ترلاسه کیږي او د وچ مټ په زور به یې ګټو.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د ګیله من وزیر مړینې ته په اشارې سره وویل: «دې سړي مونږ ډېر غمجن کړي یو او په وطن بده ورځ ده، د ګیله من په جود کې تر اوسه هم هغه نښانونه شته چې په سپیو یې خوړلی و.»
نوموړي یو ځل بیا په ټينګار سره وویل، چې ګیله من وزیر «شهادت» قبول کړ، خو سر یې ټیټ نه کړ.


د پښتون ژغونې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی او شاعر ګیله من وزیر چې څو ورځې وړاندې په سر وهل شوی و، تېره شپه په روغتون کې مړ شو.
د ګیله من وزیر مړی له اسلام اباد څخه پېښور ته وړل شوی او تر هغه وروسته خپل پلرني ټاټوبي وزیرستان ته انتقالیږي.

د ګیله من وزیر مړینې زرګونه افغانان خپه کړي او له ډېرو پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د یادولو ده، چې ګیله من وزیر د سیاسي مبارزې ترڅنګ شاعري هم کوله، چې د افغان وطن او ولس روانې ستونزې په کې بیان کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

علي احمد جلالي: ګیله من وزیر د پښتنو د ارمانونو یو لوړ څلی و، چې راولوېد

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۰:۵۰ GMT+۱

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي د ګیله من وزیر پر مړینې خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې هغه د پښتنو د ارمانونو یو لوړ څلی و.

ښاغلي جلالي د ګیله من وزیر له مړینې نېږدې درې ساعته وروسته پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې ګیله من وزیر یوازې د پښتو ژبې ولسي شاعر او په ازادۍ میین مبارز نه و، بلکې د پښتنو لپاره د هغوی د هیلو یو څلی و، چې راولوېد.

نوموړی زیاته کړې:"لوی خدای دې د دې لارې نور څلي پایداره لري".

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله من وزیر د جولای په اوومه نېټه په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یوه غړي له خوا پر سر ووهل شو او درې ورځې وروسته په روغتون کې مړ شو.

محسن داوړ، شاه محمود میاخېل، راشد خان او داودزي د ګیله من وزیر پر مړینې خواشیني څرګنده کړه

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۲۲:۵۷ GMT+۱

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ، د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل، د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي، راشد خان او یو شمېر سیاستوالو د ګیله من وزیر پر مړینې خواشیني څرګنده کړه.

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی وایي، چې د ګیله من وزیر په څېر لږ کسان کولی شي ظالمانه شرایط بیان کړي.
محسن داور د ګیله من وزیر د مړینې په غبرګون په خپل اېکس کې لیکلي: «د افغان وطن له مينې څخه ډکه خوږه شاعري به دې د تل لپاره زموږ په زړونو کې وي.»

د نوموړي په خبره؛ د ګیله من وزیر شاعري به راتلونکو نسلونو ته الهام ورکوي.
د پښتون ژغونې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی او شاعر ګیله من وزیر چې څو ورځې وړاندې په سر وهل شوی و، څو شېبې وړاندې په روغتون کې مړ شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي، چې هغه له درېیو ورځو درملنې وروسته په روغتون کې مړ شو.
منظور پښتین دغه راز په خپل اېکس کې لیکلي: «ما په ژوند کې تر ټولو ما ته نږدې، خوږ او وفادار ملګری، یو پیاوړی ننګیالی د خپلواکۍ او افغانیت مبارز، د پي ټي ام مخکښ، د پښتون افغان اولس ریښتینی ترجمان شاعر ګیله من پشتین د استعماري جابر ریاست د ظلم پر خلاف او د خپلواکۍ په خاطر مبارزه کې شهادت قبول کړو خو سر یې ټیټ نه کړو.»
د ګیله من وزیر مړینه د زرګونو پښتونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي او د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي هم د ګیله من وزیر په مړینه خواشیني څرګنده کړې.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «په وینو یې د مبارزې لاره روښانه شوه، ‏ګیله من ته د جنت او کورنۍ او ملګرو ته یې د صبر دعا کوم.»
له دې سره؛ د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر او د کرېکټ د نړۍ ستوري راشد خان په خپل فېسبوک کې د ګیله من وزیر د مړینې په اړه خواشیني څرګنده کړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن د شپې ناوخته وویل، چې له ټولو هڅو سره - سره ډاکتران ونه توانېدل چې ګیله من وزیر وژغوري.
هغه زیاته کړه، چې د نوموړي جسد به سبا خپل پلرني ټاټوبي وزیرستان ته انتقال شي.
د غبرګونونو پر دوام د کابل پوهنتون استاد اسماعیل یون ویلي، چې د نړۍ یو ستر پولادي انسان نن له نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: «ما ته تر ټولو دردوونکې خبره دا ده چې نن پر خپله پاڼه د داسې یو ستر انسان د شهادت خبر خپروم، چې خپله ټوله ځواني یې د انسانیت او افغانیت د داعیې د بریا او ځلا لپاره وقف کړې وه.»
نوموړي دغه راز ویلي: «ګیله من وزیر افغان نور زمونږ په منځ کې نه شته، خو د ملت په زړه او د تاریخ په حافظه کې به د تل لپاره ژوندی وي.»

بل خوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست او د جمهوري غوښتونکو د سیاسي اړیکو مشر شاه محمود میاخېل هم د ګیله من وزیر د مړېنې په غبرګون ویلي، چې د هدف د ترلاسه کېدو لپاره باید ستراتیژي بدله شي، ځکه ظالم حکمرانان تل هڅه کوي د سر سړي له منځه یوسي.
نوموړی وایي: «د ګیله من وزیر نوم به تر ابده د افغانانو په زړونو کې ځای ولري.»
ښاغلی میاخېل زیاتوي، چې ټول افغانان د ګیله من ارمانونه په متحد کېدو سره پوره کولی شي.
د ولسي جرګې پخواني غړي کمالناصر اصولي هم د ګیله من وزیر پر مړینې خواشیني څرګنده کړه.
ښاغلي اصولي په خپل اېکس کې لیکلي: «د ګیله من وجود به نه وي، خو ځوانانو ته یې شعور ورکړ، غږ او فکر یې نورو ته لاره وښوده، زه باور لرم چې تر کلونو به ځوانان په همدغه لاره مزل کوي، تر څو منزل ته ورسېږي.»

د یادولو ده، چې ګیله من وزیر د سیاسي مبارزې ترڅنګ شاعري هم کوله، چې د افغان وطن او ولس روانې ستونزې په کې بیان کړي دي.
هغه د شپږو خوېندو او درېیو ورونو کوچنی ورور دی.

منظور پښتین: ګیله من وزیر د خپلواکۍ لپاره "شهادت" قبول کړ خو سر یې ټیټ نه کړ

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۲۲:۴۰ GMT+۱

د پښتنو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې ګیله من وزیر د استعماري جابر ریاست د ظلم پر خلاف او د خپلواکۍ په مبارزه کې "شهادت" قبول کړ خو سر یې ټیټ نه کړ.

نوموړی وروسته له دې، چې نن د شپې ناوخته یې د ګیله من وزیر د مړینې خبر خپور کړ، پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې هغه یې په ژوند کې نېږدې او وفادار ملګری و.

پښتین زیاته کړې: " هغه زما په ژوند کې تر ټولو ما ته نږدې، خوږ او وفادار ملګری، یو پیاوړی ننګیالی د خپلواکې او افغانیت مبارز و".

نوموړي ګیله من وزیر د افغانانو او پښتنو د رښتوني ترجمان په توګه یاد کړی او ویلي یې دي، چې هغه په خپلې مبارزې کې صادق او زړور و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او شاعر ګیله من وزیر درې ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یوه غړي له خوا پر سر ووهل شو او نن د شپې ناوخته په روغتون کې مړ شو.

صالح د ګیله من په اړه: د دغه شهید شاعر او هڅونکي روح دې ښاد او یاد دې تلپاتې وي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۲۲:۱۵ GMT+۱

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د ګیله من وزیر په مړینې خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دغه لوی غم کې له ټولو پښتنو سره شریک دی.

ښاغلي امر الله صالح د ګیله من وزیر له مرګه نېږدې دوه ساعته وروسته پر خپل ایکس زیاته کړې، چې د خپلې ډاډګیرنې مراتب د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او د ارواښاد ګیله من وزیر کورنۍ ته وړاندې کوي.

هغه ویلي، چې په پاکستان کې د دا ډول وژنو منشاوې کله هم نه دي روښانه شوې؛ خو د دغه "شهید" شوي شاعر کیسه استثنا وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او شاعر ګیله من وزیر درې ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یوه غړي له خوا په سر وهل شوی و، چې نن په روغتون کې مړ شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله من وزیر په روغتون کې مړ شو

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۰۶ GMT+۱

د پښتون ژغونې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی او شاعر ګیله من وزیر چې څو ورځې وړاندې په سر وهل شوی و، څو شېبې وړاندې په روغتون کې مړ شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي، چې هغه له درېیو ورځو درملنې وروسته په روغتون کې مړ شو.

نوموړی درې ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یو غړي له خوا پر سر وهل شوی و او درې ورځې په کوما کې و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ګیله من وزیر په وروستۍ مرکه کې ویلي، چې په زندان کې د پاکستاني استخباراتو له خوا ورسره شويو شکنجو په اړ یې ځانګړی کتاب «د یویشتمې پېړۍ دوزخ» په نوم کتاب د چاپ لپاره چمتو کړی و.

هغه د شپږو خویندو او درې ورونو کوچنی ورور و.

ګیله من وزیر په خپلې ورستۍ مرکې کې ویلي وو؛ د پاکستان استخباراتي ادارې په زندان کې په میاشتو - میاشتو د خوب کولو موقع نه ورکول کېده.

ګیله من وزیر ویلي، چې د زندان شکنجې دومره سختې وې چې کله به یې ویل کاش پښتنو دا ظلمونه په خپلو سترګو لیدلی وی.

ګیله من وزیر په دغه مرکه کې کېسه کړې وه، چې د څېړونو پر مهال پاکستاني استخباراتي ادارو مامورینو ورته هغه ویډیو ښکاره کړه، چې دی پکې ښکاري چې د پاکستان ملي سرود په احترم نه دی پورته شوی؛ خو بیا په یو بله ویډیو کې د افغانستان ملي سرود ته په احترام ولاړ دریږي؛ نو د پاکستان څارګرې ادارې مامورینو ورته ویلي وو:" ایا تاسې غدار نه یاست؟"

ګیله من وزیر د مرکې په یو برخه کې ویلي، چې د پاکستان په زندان کې ورته د پاکستاني څارګرې ادارې مامورینو ویل، چې افغانستان د دوی دوښمن دی او ګیله من د دوښمن پلوي کوي.

هغه زیاته کړې وه؛ پاکستاني پوځیانو په دې هم ډېر شکنجه کړی، چې دوی دا نعره وهي چې د ترهګرۍ ترشا پوځي دریشي ده.

ګیله من وزیر ټینکار کړی و، چې د مبارزي اصلي هدف یې پښتانه په خپلو حقونو باندې پوه کول دي؛ ترڅو دوست او دوښمن وپېژني.

د یوې لور او دوو زامنو پلار ګیله من وزیر ویلي وو، چې د پاکستاني پوځیانو او ټي ټي پي تر منځ د جګړو له امله کډوالۍ ته اړ شو او درېیم ټولکې کې ور څخه ښوونځی پاتې شو او کورنۍ د لاسنوي لپاره پلار یې لاس مزدورۍ ته مخه کړه؛ خو قومي جذبې دې ته اړ کړ، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ برخه شي او د قام د بېدارۍ لپاره شپه او ورځ یوه کړي.

ګیله من وزیر د یو سیاسي مبارز ترڅنګ شاعري هم کوله، چې د افغان وطن او ولس روانې ستونزې په کې بیان کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن د شپې ناوخته وویل، چې له ټولو هڅو سره - سره ډاکتران ونه توانېدل چې ګیله من وزیر وژغوري.

هغه زیاته کړه، چې د نوموړي جسد به سبا خپل پلرني ټاټوبي وزیرستان ته انتقال کړي.