د پېښور په باچا خان هوايي ډګر کې د سعودي هوايي شرکت الوتکې د کېناستو پرمهال اور اخیستی

د پښتونخوا د مرکز پېښور ښار په باچا خان هوايي ډګر کې نن د سعودي هوايي شرکت الوتکې د کېناستو پرمهال اور اخیستی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغې االوتکې ۲۷۶ مسافر او ۲۱ د عملې غړي درلودل.