• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: په سپین بولدک کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو د مخکیني حکومت یو سرتیری ووژل شو

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د کندهار له سپین بولدک ولسوالۍ څخه سرچیني وايي، چې نن سهار د محمد رنګین اڅکزي په نوم د افغانستان مخکیني حکومت یو پخوانی سرتیری د ناپيژاندو وسله والو په ډزو کې ووژل شو. په سپین بولدک کې ځايي طالب چارواکو تردې دمه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار له سپین بولدک څخه سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۵مه) وویل، چې د یادې ولسوالۍ د وېش بازار په سیمه کې ناپيژانده وسله والو د محمد رنګین اڅکزي په نوم د تېر حکومت یو پخوانی نظامي سرتیری په ډزو وواژه.

محمد رنګین اڅکزی د مخکیني حکومت پرمهال په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پوله‌ساتو ځواکونو د لوا په لوژستیک برخه کې دنده ترسره کوله.

تردې مهاله په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دغه کس د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د محمد رنګین اڅکزي یو ورور محمد سنګین اڅکزی د تېر حکومت د ملي پولیسو د ۰۳ قطعې پخوانی قوماندان و.

د سرچینو د معلوماتو له مخې محمد رنګین اڅکزی تېرکال په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ځايي طالبانو له لوري بندي شوی او ربړول شوی و، چې بیا د قومي مشران په منځګړیتوب راخوشې شو.

رنګین اڅکزي د جنرال رازق له کورنۍ سره هم نږدې اړیکې لرلې، د جنرال رازق ورور عبدالخالق د نوموړي په وژنه خواشیني ښودلې او وايي، رنګین اڅکزی د (بې رحمه دښمن له لوري) وژل شوی دی.

د تېر جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د تېر حکومت لسګونه نظامیان او د جنرال رازق کورنۍ ته نږدې کسان د طالبانو له لوري وژل شوي او یو شمېر لاهم د طالبانو په شخصي زندانونو کې ساتل کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو کډوالو وزارت: له یونیم زر ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه کړل شوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یو زر او ۶۱۴ کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د کندهار، ننګرهار، هرات او نیمروز ولایتونو له لارې په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال تېره ورځ افغانستان ته راستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن دوشنبه د (چنګاښ ۲۵مه) په خپله ویب پاڼه کې لیکلي، چې د چنګاښ میاشتې په ۲۴مه نیټه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله او هرات اسلام کلا بندر له لارې ۱۴۳۰ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه شول.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځ کې ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۴ تنه کیږي د کندهار د سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستنې شوې.

دغه وزارت وايي، تازه راستنو شویو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د نورو مرستو تر لاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.

له تېر یوه کال راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوال په زور ایستلو لړۍ دوام لري.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (جولای تر درېیمې نېټې) له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۳۷۴۲۷ ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

په دغه راپور کې راغلي، د جون له ۲۱مې نېټې څخه د جولای تر درېیمې نیټې پورې له ۱۶۴۴۶ افغانانو له ډلې ۷۳۴۵یې نارینه، ۴۷۳۲ یې ښځې او ۴۳۶۹ یې ماشومان وو، چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.

دغه کډوال په داسې حال د پاکستان له لوري راستانه کړل شوي چې تېره اوونۍ د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې ۱،۴۵ میلیونه افغان کډوالو د اوسیدو موده د یوه بل کال لپاره وغځول شوه.

سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د پنجشیر لویه لاره د سېلابونو له امله تړل شوې ده

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۴۴ GMT+۱

ځايي سرچينې وايي، چې د پنجشېر لویه لاره له نن سهار راهيسې د سېلابونو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. سرچينې زياتوي، چې تېره شپه د سختو ورښتونو له امله په پنجشير ولايت کې سيلابونه راوتلي، چې د دغه ولایت د شتل ولسوالۍ د دلاسنګ په سيمه کې يې لويه لاره تړلې ده.

تر اوسه پورې د دغو سېلابونو له امله د سر او مال د زیانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د پنجشیر ځايي اوسیدونکو نن دوشنبه د (چنګاښ ۲۵مه) رسنیو ته ویلي چې درانه سېلابونه راوتلي او د دغه ولایت لویه لاره یې د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

‏په سیمه کې سرچينې وايي، چې دغلته د طالبانو ټولګټو او دفاع وزارت کارکوونکي لګیا دي او د لارې د خلاصولو هڅې روانې دي.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې خلک وايي، چې د طالبانو سیمه ییز مسوولان د لارې د خلاصون هڅې کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان په شمالي سیمو کې سېلابونو سلګونه کسان مړه، سلګونه کورنه ویجاړ او لسګونه زره جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې.

ټيلګراف: طالبانو موسیقۍ ته نڅا کوله، څرخونه یې وهل او ګډېدل

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۲۰ GMT+۱

برېتانوي ټلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې له یو شمېر طالب چارواکو موسیقۍ ته د نڅا کولو پر مهال ویډیو اخیستل شوې. دا په داسې حال کې ده چې یاده ډله نڅا او موسیقي دواړه حرام بولي او د سختو قوانینو په لګولو سره یې موسیقي او نڅا بنده کړې ده.

د ټیلګراف د راپور له مخې، د دغې وسله والې ډلې له چارواکو د هرات په یوه پارک کې داسې مهال ويډیو اخیستل شوې، چې وسلې یې پر اوږه موسیقۍ ته څرخونه وهي او ګډیږي.

دغې برېتانوۍ ورځپاڼې په یوه ویډیو کې د طالب وسله والو بېلابېلې شیبې ښودلې چې یوې مستې موسیقۍ ته نڅا کوي.

ټیلګراف د دغې ډلې د غړو د نڅا عکسونه هم خپاره کړي دي.

ټیلیګراف ورځپاڼې زیاته کړه چې دوی یو زیات شمېر ویډیوګانې څارلې چې په کې د طالبانو غړي د دوی د اصولو خلاف کړنې ترسره کوي.

د دغې ورځپاڼې په وینا، یو شمېر طالب جنګیالي په داسې حال کې نڅا کوي چې د دوی یو شمېر نور طالبان له یو امریکايي پوځي موټر څخه د خپلو ملګرو د نڅا ننداره کوي.

ټیګراف زیاته کړې چې په یوه بله ویډیو کې طالب جنګیالي د عادي ننداره کوونکو د سترګو په وړاندې نڅا کوي.

دې ورځپاڼې په هلمند ولایت کې د طالبانو د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ویلي یې دي: «کله چې زما د قوماندان زوی پیدا شو، موږ دغه خوښي د خپلې پوستې په انګړ کې په نڅا ونمانځله.»

د طالبانو دغه چارواکي زیاته کړه چې د دغې ډلې ډېری جنګیالي په دې باور نه دي چې دین نڅا منع کړې، خو د دې ډلې مشرانو د لوېدیځ له کلتور څخه د ځان د لرې ساتلو لپاره نڅا بنده کړې ده.

د طالبانو د ډلې دغه غړي ټیلګراف ته ویلي: «د دوی هدف د خلکو ویرول او خلک په دې پوهول دي چې امریکایان وتلي او اوس موږ په واک کې یو.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبان موسیقي او نڅا د «اخلاقي فساد» لامل ګڼي او ان په شخصي موټرو کې یې د موسیقۍ اوریدل بند کړي دي.

طالب جنګیالي د ښارونو په مرکزونو او د کلیو‍ د لارو پر سر پوستو کې مساپر راګرځوي او د موسیقۍ له اوریدلو څخه یې مخه نیسي.

ټیلګراف د میمنې ښار د یوه اوسېدونکي له قوله ویلي، چې طالبان نوموړی هره ورځ د موسیقۍ اورېدلو له امله راګرځوي.

رشاد وايي: «هغوی ما ته ګواښ وکړ او ویې ویل چې موسیقي به نه اورم او باید قران واورم. وروستی ځل دوی زه په موټر کې د ایراني موسیقۍ اوریدلو له امله د پولیسو یوې پوستې ته بوتلم. هغوی زه په څپيړه ووهلم او ویې ویل چې درې ورځې به زما موټر ودروي.»

د ټیلګراف د راپور له مخې، په افغانستان کې د ودونو جشنونه چې یو وخت به پکې موسیقي غږیدله او نڅا به پکې کیدله، اوس په بشپړه توګه داسې څه بند دي.

د ودونو جشنونه اوس په چوپتیا یا مذهبي شعارونو سره نمانځل کیږي.

ټیلګراف ویلي، چې د ډهول او هارمونیې غږونه چې د سلګونو کلونو راهیسې په جشنونو کې اوریدل کیدل، اوس یې غږول ناقانونه ښودل شوي.

دغې ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د ودونو تالارونه اوس خالي او او بې غږه شوي دي.

ډیری یې تړل شوي ځکه چې دوی نه شي کولی پیرودونکي ومومي.

۲۸ کلن جلیل احمدي ټیلګراف ته وویل: «۲۰ تنه (طالبان) زما واده ته راغلي وو. د ټیلیګراف د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د دې سړي د واده مراسم د هرات ښار څخه بهر په یوه شخصي باغ کې د موسیقۍ د غږولو له امله په نښه شول.

طالبانو د هغه د واده څو تنه میلمانه ووهل، د ښځو مراسم یې ګډوډ کړل او د زوم پلار او خسر په ګډون یې لږ تر لږه شپږ کسان د لسو ورځو لپاره بندیان کړل.

احمدي دغه برېتانوۍ ورځپاڼې ته ویلي:«هغوی زموږ سپکاوی وکړ او زما د ژوند تر ټولو ښه ورځ یې راخرابه کړه. دوی د خلکو له خوښۍ سره جګړه کوي.»

تر دې مخکې هم څو ځلې طالب جنګیالي لیدل شوي چې د موسیقۍ وسایل یې مات کړي او کله ناکله سندرغاړي او موسیقي غږوونکي وهي.

ملا هبت الله له درېیو ناراضو وزیرانو سره «وکتل»

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۵۰ GMT+۱

د طالبانو ویاند د یکشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو مشر د یعقوب مجاهد او سراج الدین حقاني په ګډون له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره لیدلي دي. مجاهد وروسته له هغې له دغو چارواکو سره د هبت الله د لیدنې خبر له خپلې ایکس پاڼې بیرته لرې کړ، چې د دې ډلې د مشر پر تګلارو تل نیوکې کوي.

ذبیح الله مجاهد د دې پوسټ د بېرته لرې کولو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو وياند وايي، هبت الله په کندهار کې د کورنيو چارو له وزير سراج الدين حقاني، دفاع وزير يعقوب مجاهد او د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثيق سره کتلي دي.

100%

په دې ناسته کې «د امنیتي ادارو مسوولانو خپل پرمختګونه او فعالیتونه رهبري ته وړاندې کړل.»

د طالبانو د عمومي تګلارې د پلي کولو پر سر د داخلي اختلافاتو په اړه د ګڼو راپورونو د خپرېدو له امله د طالبانو د مشر خبرې او ناستې د څارونکو او رسنیو تر ذره‌بین لاندې دي.

د طالبانو د جګپوړو چارواکو په منځ کې حقاني او یعقوب په څو برخو کې د خپل حکومت د پالیسیو په اړه له نیوکو ډکې څرګندونې کړې دي.

ملا یعقوب په کابل کې د طالبانو غړو ته ویلي و چې د «هیچا امر په پټو سترګو ونه مني.»

هغه مخکې ویلي وو چې غرور او تکبر دې له منځه یوسي او د خلکو مشروع غوښتنو ته دې غوږ ونیسي.

حقاني د طالبانو د «واک انحصار» په اړه شکایت کړی و او ویلي یې وو چې دا ډول چلند د منلو وړ نه دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر همدارنګه په افغانستان کې د دغې ډلې د واکمنۍ د دویمې کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې ومنله چې د طالبانو د مشرانو تر منځ د «ستونزو» د حل د څرنګوالي په اړه د نظر اختلاف په ډېرېدو دی.

خو حقاني له ځنډه پرته ټینګار وکړ چې «خو د ټولو ګډ هدف یو باثباته او متحد افغانستان دی.»

د بروکینګز څیړنیز انسټیټیوټ په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د دې ډلې د تګلارو پر سر ژور اختلافات شته دي.

په دې مطلب کې ویل شوي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله سخت او نه پخلا کېدونکی دی او یعقوب یو عمل کونکی انتخاب دی چې له هغه سره کار کول لویدیځ والو ته اسانه دی.

ورته مهال، د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو له امله، طالب چارواکو په دوامداره توګه د طالبانو ترمنځ په یووالي ټینګار کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو له ویاندانو او پلویانو سره په کتنه کې وویل چې اختلافات او د یووالي نه شتون د رژیم د کږېدو او پرځېدو لامل کېدای شي.

د یحیی عنابي څرګندونې د بشري حقونو د فعالینو او سیاستوالو له غبرګون سره مخ شوې

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د ملاتړي ملا یحیی عنابي وروستۍ څرګندونې پر زرمینې پریاني سربېره د بشري حقونو د یو شمېر فعالینو او سیاستوالو له غبرګون سره مخ شوې دې.

د افغان ښځو د غورځنګ فعالې زرمینې پریاني د عنابي د خبرو په غبرګون ویلي: «کاش د کابل په چوک کې پر مونږ جنسي تېری وکړئ، ومو وژنئ، بربنډه او شکنجه مو کړئ، خو نه د تړلو دروازو تر شا.»

نوموړې په خپل اېکس کې دغه راز لیکلي: «زما پیدایښت، ښځینه توب او دا چې د افغانستان په ټولنه کې پیدا شوې یم زما په خوښه نه و، ما مخکې له خپلو ټولو ښځینه مشخصاتو کرکه درلوده؛ خو اوس له سنګسارونو او له ټولو ټپونو سره - سره بیا هم غواړم هغه ښځه واوسم چې زه غواړم، هغه ښځه چې ان اوس په خپل پلار او وروڼو ګرانه نه ده.»
زرمینه پریاني د طالبانو بند ته په اشارې سره زیاتوي، چې زړه یې تر اوسه هم په هغه ځای کې دی چې دوه کاله مخکې و.
د نوموړې په وینا؛ تر دې وروسته نه غواړي چې ټول جنایتونه د دروازو تر شا پاتې شي.

100%

د طالبانو د ملاتړي ملا یحیی عنابي د وروستیو څرګندونو یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې د پام وړ ګرځېدلې ده، پکې وایي، چې زرمینه پریاني باید بربنډه او په موټر پورې کش کړل شوې وی.
په ویډیو کې لیدل کیږي، چې یحیی عنابي په منبر کې د وینا پر مهال ویلي، چې «حکومت باید دا ښځه د موټر شاته تړلې وی او د خم په لارو کوڅو کې یې ګرځولې وی، تر څو هغو ښځو ته چې ازادي غواړي د عبرت یو درس ګرځېدلی وی.»
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل هم د یاد ملا د څرګندونو په غبرګون ویلي: «کله چې په عام محضر کې داسې ویناوې کیږي نو تصور کولی شو، چې د یادې ډلې په بندخونو کې څه ډول شکنجې او فجایعې به روانې وي.»
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «دا ملا هم خپل ځان د پیغمبر وارث او د ځمکې پر سر د خدای استازی ګڼي او د دين په نوم د تاوتريخوالي او له سپکاوي ډکو کړنو د توجيه لپاره د دې ملا هڅې د اسلامي اصولو او ارزښتونو ښکاره تحريف دی.»
رحمت الله نبیل وایي؛ اوس به روښانه شي چې امربالمعروف د دین له دې تحریف کوونکي سره له دیني اړخه څه چلند کوي.
له دې سره، د ښځو د حقونو فعاله اصیلا وردګ وایي، چې ښایي دا ملا په یوه کلي کې عادي ملا وي، خو له غوسې او کرکې رېږدي.
نوموړې په خپل اېکس کې لیکلي: «موږ اوږدمهاله مبارزې ته اړتیا لرو، په دېرې خواشینۍ سره چې ښځو او نارینه و د ښځو او د حج او اوقافو پر وزارتونو مېلیونونه ډالره ولګول، خو په دې برخه کې هیڅ کومه لاسته راوړنه نه لرو.»
مېرمن وردګ همداراز زیاته کړې ده، چې په دې برخه کې جدي مبارزې ته اړتیا ده، خو دغه مبارزه باید په محتاطانه ډول وشي.
بل خوا د ښځو پر ضد د یحیی عنابي څرګندونو د جنسیت پالې مهره بارکزۍ غوسه هم راپارولې ده.
د نوموړې یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، چې د کمرې مخې ته خپل ټیکري ته اور اچوي او د جامو لسټوڼي یې پرې کوي.
مهره بارکزۍ وایي، چې ملا او منبر ددې لامل شوی څو د ښځو پروړاندې تاوریخوالی وشي او نجونې په کم عمر کې واده وکړي.
نوموړې وایي: «د جامو د انتخاب په برخه کې څومره چې نارینه حق لري، هغومره مېرمنې هم حق لري چې ځان ته د پوښښ بڼه وټاکي.»
عنابي تر هغه وروسته د زرمینې پریاني پر وړاندې تُند غبرګون وښود، چې مېرمن پریاني په دې وروستیو کې د طالبانو په بندخونه کې پر هغې شوي ظلمونه افشا کړل.
زرمینه پریاني تر هغه وروسته د طالبانو د پام وړ وګرځېده، چې پر افغانستان د ددغې ډلې له واکمنۍ وروسته په کابل کې د طالبانو پر ضد په لاریونونو کې د عدالت غوښتنې په نوم اعتراضونه پیل کړل.
یحیی عنابي په خپلو خبرو کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پر پخوانۍ غړې سیما سمر او د بامیانو پر پخوانۍ والي حبیبه سرابي هم لفظي بریدونه کړي.
هغه وايي، چې دا ښځه باید د کابل په کوڅو کې بربنډه شوې وی ترڅو «سمر او سرابي» ته د عبرت درس ورکړل شوی وای.
دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان او پلویان یې د ښځو په اړه داسې نظرونه وړاندې کوي.
دغې ډلې پر افغانستان له واکمنۍ وروسته د ښځو پروړاندې شاوخوا پنځوس فرمانونه صادر کړي او د ژوند د لومړنیو حقونو په ګډون چې زده کړي دي، له ټولو چارو څخه منع کړي دي.