
د طالبانو مالیې وزارت وایي، د دې ډلې دمشر په امر یې په افغانستان کې د بې اسناده یا په یوه کیلي د مشهورو موټرو د ثبت لړۍ پیل کړې ده د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د کابل په ګډون په هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندوز، خوست او پکتیا ولایتونو کې دا لړۍ روانه ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې بهیر کې یې د خلکو اقتصادي شرایط هم په پام کې نیولي، چې په اسانۍ خپل موټر محصول کړي.
د طالبانو د مالیې وزارت د دغو موټرو له مالکانو غوښتي، چې د خپلو موټرو د ثبت لړۍ پیل کړي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دې بهیر کې د افغانستان لاس د بې اسناده موټرو محصول ته ځانګړی تخفیف په پام کې نیول شوی، چې له مخې یې د «۱۹۹۰» تر « ۲۰۰۰» اویا سلنه، له «۲۰۰۱» تر «۲۰۰۹» شپیته سلنه، د «۲۰۱۰» تر «۲۰۲۱» ماډل پنځوس سلنه او د زرې موټرو لپاره هم پنځوس سلنه تخفیف په پام کې نیول شوی دی.
په ۲۰۲۰ کال کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د نا امني له زیاتېدو سره پخواني حکومت پرېکړه کړې وه، چې بې اسناده موټر ثبت کړي.
هغه مهال حکومت ویل چې له ۴۰ زرو ډېر بې اسناده موټر افغانستان ته وارد شوي او د طالبانو واکمنېدو سره دا لړۍ نوره هم زیاته شوه.
د یو شمېر هېوادوالو په باور د بې اسناده موټرونو له ثبت سره به په هېواد کې د نا قانونه فعالیتونو مخه ونیول شي.
دطالبان د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر لويو ښارونو کې د امنيتي او جنايي پېښو د مخنيوي په موخه د موټر سايکلونو د ثبت لړۍ هم پيلوي.

امریکا پر طالبانو غږ کړی، چې دغه ډله دې ډاډ ورکړي چې ترهګریز بریدونه له افغانستانه نه کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په یوې خبري ناستې ته په ټینګار سره وویل، طالبان دې د خپلې ژمنې سر سم ډاډ ورکړي چې ترهګریز بریدونه د افغانستان له خاورې نه ترسره کېږي.
ښاغلي مېلر ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه یې د طالبانو سره د تعامل لپاره یو له شرطونو څخه دی.
هغه وویل، د پاکستان خلکو د بنسټګرو او ترهګرو لهخوا ډېر کړاوونه زغملي او د سیمې امنیت ته د ورپېښو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د پاکستان خلک ګډې ګټې لري.
همدا تېره ورځ هم د پاکستان پوځ د بنو د برید په اړه په خپلې یوې خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي و، دغه برید د حافظ ګل بهادر ډلې کړی چې له افغانستانه فعالیت کوي.
خبرپاڼه کې راغلي و، چې په تېر کې هم له افغان خاورې په دغه ډول بریدونو کې کار اخیستل شوی و.
د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان حکومت په ځلونو افغان طالبانو سره دغه اندېښنې شریکې کړې وې او له هغوی یې غوښتي و، چې د دغو ډلو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي.
د پاکستان پوځ ویلي، چې له افغانستان څخه به د ټولو پېښېدونکو ګواښونو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
خو دا هغه ادعاوې دي، چې طالبانو تل ردې کړې دي.
ورته مهال ښاغلي مېلر وویل، چې پاکستان اوس هم ورته یو نږدې ملګری دی.
د هغه په وینا:« موږ د پاکستان د اقتصاد د ښهوالي په ګډون په ډېرو مهمو مسایلو کار کوو، په دې برخه کې مو ای اېم اېف پر مرستو او اصلاحاتو څو ځلې خبرې کړې دي.»
لیکوال:بری افغان افغانستان یو له هغو هيوادونو دی چې په دې وروستیو کلونو کې له بېلابېلو طبیعي پېښو سره مخ دی، چې له هغې ډلې زلزلې، توپانونه، درنې واورې، ږلۍ، باران او سېلابونه، ځمکې او غر ښوېیدنې او اوږده وچکالي ده چې افغانان یې سخت ځپلي او لا هم د دغو پېښو له ناوړه پایلو کړیږي.
په دې وروستیو کې په ټولې نړۍ کې اقلیمي بدلونونو د نړۍ بېلابېلې برخې ځپلې او ان په ځینو برخو کې یې جغرافیوي بدلونونه راوستي چې ځینې وچې ځمکې اوبو لاندې کړې او د خلکو له ژوند کولو وتلې دي خو بیا ځينې له اوبو لاندې سیمې وچې او له اوبو راوتلې او د نړۍ ځینو برخو کې د هوا حالات هم د تودوخې خواته روان دي.

افغانستان په نړۍ کې هغه هیواد دی چې تر ټولو زیاتې زلزلې په کې کیږي. دا هېواد د یوریشیا تکتونیکي پلیټ په څنډه کې پروت دی. په دې سیمه کېد زلزلې په څېر ډیری طبیعي پېښې د یوریشیا سره د هند د تیکتونکی پلیټ څپې د ورو ټکر له امله رامنځته کیږي. چې د شمال په لور د هندي پلیټ حرکت په کال کې څلویښت ملي متره (یو نیم اینچ) دی، چې د افغانستان په ختیځ او د پاکستان په ځینو برخو کې حرکت کوي.
په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو شالید
تېره ورځ دوشنبه د چنګاښ ۲۵ننګرهار کې سخت توپان، ږلۍ، باران او د سېلابونو یوې چټکې څپې د دغه ولایت ۵۰ کسان مړه او د ۳۵۰ په شاوخوا کې خلک ژوبل کړل. طالبانو ويلي، چې دغو طبیعي پېښو د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار، سره رود، بټي کوټ او بهسودو ولسوالیو خلک او چاپیریال سخت ځپلي دي.
په انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د سخت توپان له امله د کورونو ترڅنګ د برېښنا ستنې، کرنیزې ځمکې او ونې وېجاړې شوې دي، ویل کیږي، چې یوازې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د یوه کور د چت راپرېوتو له امله لس کسان تر خاورو لاندې شوي او مړه شوي دي.

په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان په شمال، ختیځ، سوېل ختیځ، سوېل، لوېدیځ او ځینو نورو ولایتونو کې د زلزلو، غر ښوېدنې، چټکو ورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا درې زره کسان مړه، څه باندې پنځه زره ټپیان، لسګونه زره بې کوره شوي، شاوخوا لس زره کورنه ویجاړ شوي، سلګونه زره خلک له لوږې سره مخ او لسګونه زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه او زرګونه څاروي مړه شوي، چې په دې وروستیو کې د طبیعي پېښو له امله دا په افغانستان کې بې مخینې زیانمنونکي پېښې دي چې پر افغان ولس یې مستقیمې اغېزې لرلې دي.
د پکتیکا، خوست او هرات زلزلې، د هلمند، بغلان، فاریاب بدخشان، غور، تخار، سمنګان او ننګرهار سېلابونو او چټک توپان، او په نورستان، بدخشان او پکتیا کې د غره ښوېدنې پیښو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
ملګرو ملتونو افغانستان د اقلیمي بدلون په لسو ډېرو زیانمنو هیوادونو کې یاد کړی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما، د ۱۴۰۲کال په لیندۍ میاشت کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۸مې غونډې په بهیر کې ویلي و، چې افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې په لسو زیان منونکو هېوادونو کې دی، خو له دغې ستونزې سره د مبارزې لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.
یوناما پر ټولو اړخونو غږ کړی و چې د پوهاوي له پړاوه د عمل پر لور ولاړ شي، ځکه چې اقلیمي بدلون د میلیونونو افغانانو پر ورځني ژوند ژور اغېز کوي. چې دا مهال نږدې ۲۰ میلیونه افغانان په بیړنۍ او یا بحراني توګه د خوړو له کموالي سره مخامخ دي.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د درېیم کال لپاره پرله پسې وچکالي، اقتصادي ستونزې او په تېرو دوو کلونو کې د دوو ویجاړونکو زلزلو په ګډون د طبیعي پیښو د زیان کچه لوړه شوې.
ملګري ملتونه وايي، په داسې حال کې چې دوی او نورې مرستندویه ادارې له افغانانو سره مرسته کوي چې د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزه وکړي خو دغه مرستې بسنه نه کوي.
له افغانستان سره بشري مرستې مخ په کمېدو دي او اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره مرستې هم ځنډول شوې او د افغانانو غږ د اقلیمي بدلون په نړیوالو غونډو کې نه پورته کیږي او نه یې نور هیوادونه او نړېوال سازمانونه ډېر جدي نیسي.
ایا په افغانستان کې د ښارونو او کلیو پراختیا په معیاري ډول شوې؟
د طالبانو د تېرې دورې تر پرځېدو وروسته د جمهوري حکومت په رامنځته کېدو او نړېوالو پراختیايي ادارو له شتوالي سره له ۲۰۰۱څخه تر اوسه پورې ښاري پراختیا او ودانیزې چارې په نامنظم او نامعیاري توګه شوې، د دې تر څنګ په کلیو او بانډو کې هم د استوګنې سیمې د غرونو په لمنو، سیندونو او رودونو په غاړه او مخه کې جوړې شوې چې د کمو سېلابونو او باران پر مهال یې اوبه په سر اخلي او پراخې ویجاړۍ رامنځته کیږي، تېرو او اوسني حکومت د ښارونو د کانالیزاسیون سیسټم ته هیڅ پام نه دی کړی او له هر ورښت وروسته په ښارونو کې اوبه ډنډ کیږي، مارکیټونو او کورونو ته دننه کیږي.
یوه بله موضوع چې د ورښتونو پر مهال تل افغانان ترې ډېر زیان ويني دا ده چې د تېرو حکومتونو پر مهال زورواکو په ځینو ولایتونو کې ځمکې په زور لاندې کړې او په خلکو یې په ارزانه وپلورلې چې د ودانیزو چارو پر مهال یې چاپیریالي خطرونه او د استوګنې معیارونه له پامه وغورځېدل، او ډیری مهال د سېلابونو له اغېز لاندې راځي.
پوښتنه داده چې، افغانستان کې حکومتونه څومره توانیدلي چې له دا ډول پېښو سره مبارزه وکړي
د تېر جمهوري حکومت پر مهال
له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې چې شاوخوا شل کاله کیږي، په افغانستان کې شته حکومتونو په دې برخه کې پام وړ هڅې او کار نه دی کړی او د طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې یې چمتووالي او د مخنیوي تدابیر نه دي نیولي، افغانستان په تېره دومره موده کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې یوازې یو وزارت لري چې چارې او هڅې یې د پېښو پر مهال د نشت برابرې دي، او یوازې په نړېوالو مرستو، د خلکو چندو او خیریه بنسټونو هلو ځلو او مرستو ته په تمه وي.
د بیلګې په ډول، په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د بدخشان په ارګو ولسوالۍکې د ځمکې ښویېدو په پېښه کې تر ۲۵۰۰ډېر کسان مړه شول، چې شاوخوا ۲۰۰ کورونه تر غره لاندې شوي وو. د هغه مهال چارواکو هم یوازې د خواشینۍ پیغامونه ورکول او د څو تصویرونو د اخیستلو لپاره به سیمې ته تلل، نور په دې برخه کې بنسټیزو حل لارو ته کار نه کېده او یوازې ورځنۍ چارې روانې وې.

د طالبانو اوسنی حکومت
د طالبانو حکومت هم د تېرو حکومتونو په څېر د طبیعي پېښو پر مهال یوازې د خواشینۍ پیغامونه ورکوي او له نړېوالو مرستې غواړي، ویل کیږي طالبانو ان د نړېوالو مرستو د خپلولو لپاره خپل خیریه بسټونه جوړ کړي او هغه مرستې چې د طبیعي پېښو له رامنځته کېدو او یا بشري برخو کې د نړېوالو سازمانونو او یا هیوادونو له لوري کیږي د طالبانو تر لاس لاندې تېریږي او د پېښو قربانیانو ته په بشپړ ډول نه رسیږي.
د بېلګې په ډول د ۱۴۰۱ کال په چنګاښ میاشت کې د پکتیکا او خوست ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې د زلزلو شدیدو ټکانونو ۱۰۵۰ کسان مړه او نږدې درې زره کسان ټپيان کړي وو. د طالبانو حکومت ځايي چارواکو ویلي وو چې د ګیان، برمل او سپېرې ولسواليو کې د زورورو زلزلو له امله ډېر کورونه ویجاړ شوي.
د ۱۴۰۲ کال په تلې میاشت کې د هرات په څو ولسوالیو کې پرله پسې زلزلو نږدې دوه زره کسان مړه او درې زرو پورې کسان ټپیان کړل، چې زرګونه نور یې بې کوره او د شمېرو له مخې له شپږ زرو ډیر کورنه ویجاړ او زیامن شوي وو.

د دې تر څنګ په بغلان، غور، فاریاب، بدخشان، تخار، ننګرهار او سمنګان ولایتونو کې د سیلابونو له امله نږدې زر کسان مړه او زرګونه نور تپیان او بې کوره شول، چې په دې لړ کې شاوخوا درې زره کورونه ویجاړ او زیامن شوي او لسګونه زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوه.
خو د طالبانو حکومت په کور دننه د طبعيي پېښو سره د مبارزې په برخه کې هغسې چې په کار ده امکانات او ژغورنکې ډلې نه لري او د دې تر څنګ له نږدې درېیو کالو راهیسې یې حکومت کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی نو ځکه هم ورسره نور هیوادونه په بیړنیو حالاتو کې مرسته نه کوي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې نه دی توانیدلی چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره یوه پالیسي او عملیاتي چاپیریال رامنځ کړي چې نړیوالو مالي سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.
څه کول په کار دي؟
په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د ویجاړونکو زلزلو دوام د زلزلوي ګواښونو پر وړاندې د زیانونو د کمولو لپاره د ستراتیژیکو طرحو پلي کولو ته بیړنۍ اړتیا ده. لوی ښارونه او ښاري مرکزونه په چټکۍ سره پراخیږي، او خټین زاړه دودیز ځایونه په لوړ پوړو کورونو او اپارتمانونو بدلیږي. د بېلګې په توګه، کابل نسبتاً په یوه تنګه حوزه کې چې له شمال څخه سوېل ته غځېدلې، پروت دی او شاوخوا یې فعالو ماتو (درزونو) تړلی دی. دا یو تاریخي ښار دی چې په ۱۵۰۵ او ۱۸۹۱ کلونو کې د لویو زلزلو شاهد و، خو د وګړو شمېر یې په تېرو لسیزو کې له پنځو لکو (۵۰۰۰۰۰) تنو څخه تر پنځو میلیونو ډېر شوی. د تاریخي اسنادو له مخې پخوا هم د هرات، مزارشریف او کندهار ښارونو په ګډون د افغانستان په نورو سیمو کې همزلزلو لوی مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
خو له طبیعي پېښو سره د مبارزې او د ورته خطرونو د راکمولو په برخه کې د طالبانو حکومت تر دې دمه پاتې راغلی، د ښاري پراختیا په برخه کې طالبان هم د تېرو نورو حکومتونو په څېر بنسټیزو بدلونونو ته پام نه کوي او زیانونه یې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي چې د کارپوهانو د معلوماتو له مخې اوس یې هم باید مخه ونیول شي چې شته خطرونه خپلې لوړې کچې ته ونه رسیږي.
د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال وايي، چې پروان ته د «عشر او زکات راټولولو لپاره د همغږۍ او همکارۍ» ترلاسه کولو لپاره تللی.
اغاجان اخوند په پروان کې له ځايي طالب چارواکو سره په لیدنه کې «د عشر او زکات» د را ټولولو په برخه کې د قومي مشرانو او د جوماتونو د امامانو پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اعلامیې له مخې؛ اغاجان اخوند د سیمه ییزو عوایدو د زیاتوالي لپاره د بېرته راستنېدونکو ځمکو په اجاره ورکولو ټینګار کړی دی.
طالبان له تېرو درېيو کلونو راهیسي پرته له دې، چې خلکو ته خدمات وړاندې کړي له خلکو څخه «عشر او زکات» ټولوي.
تر دې مخکې د طالبانو رییس الوزرا ویلي وو، چې خلک دې له خدایه خپل «رزق او رزوي» وغواړي.
دا ډله په داسې حال کې له خلکو څخه «عشر او زکات» ټولوي، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې له ۲۳ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، چې د څلویښت میلیونه یووان په ارزښت د چین د بشري مرستو یوه محموله افغانستان ته رسیدلې ده.
د طالبانو د کډوالو وزارت وویل، چې دغه محموله په کابل کې د چین د سفیر جاو شینګ له خوا دغه وزارت ته د بې ځایه شویو او راستنیدونکو د بیا مېشتیدنې په موخه سپارل شوې ده.
د طالبانو د کډوالو وزارت د هغې خبرپاڼې له مخې، چې د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) خپره شوه، دا د چین د مرستو لومړۍ جوپه ده چې دغه وزارت ترلاسه کړې ده.
د طالبانو په وینا؛ دغو مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي مواد شامل دي.
ويل کيږي، چې د چين له خوا په ليږل شويو مرستو کې ٨٠ کوچني وسايط لکه؛ هایلکس، امبولانس، د اوبو ټانکرونه، بار وړونکي موټر، څه د پاسه ۶ زره لويې او وړې خيمې او ۵ زره او ۱۰۰ کمپلې شاملې دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د چین له دغو مرستو مننه کړې ده.
ښاغلي حقاني له چین څخه غوښتي، چې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو، د کار پېدا کولو، د سرپنا جوړولو، زده کړه او د کډوالو د استوګنې د ښارګوټو په بیا جوړولو کې همکاري وکړي.
په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ هم هیله څرګنده کړې، چې دا مرستې به «د افغانانو ستونزو یو څه حل کړي.»
د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په شپږمه لوبه کې ماهيپر ستوري لوبډلې د پامير لېجنډز لوبډلې ته د يوې ويکټې په توپير ماتې ورکړه. دا په یادو سياليو کې د ماهيپر ستوري لوبډلې دویمه بريا ده، چې تر لاسه کوي يې.
د کورني کرېکټ لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو د سې شنبې د ورځي د شپږمې لوبې پچه ماهیپر ستوري لوبډلې وګټله او لومړی یې د پامیر لېجنډز پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
پامیر ليجنډز لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سيالي لوبډلې ته ۲۶۶ منډې هدف وټاکه.
د ليجنډز په لوبډله کې ناصرجمال ۵۹، شاهدالله کمال ۴۹ او دروېش رسولي ۴۶ تر نورو ډېري منډې وکړې.
د ماهيپر لوبډلې په توپ اچوونکو کې ظاهر خان او محمد سليم دوه - دوه لوبغاړي وسوځول.
ماهيپر ستوري لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو په ۴۸،۴ اور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه يې د يوې ويکټې په توپیر وګټله.
د ماهيپر ستوري په لوبډله کې محمد اسحاق په ۸۶ توپونو ۹۶ مندې جوړي کړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.
ماهيپر ستوري لوبډلې د نن ورځې په لوبې کولو سره په دې سياليو کې درې لوبې تر سره کړي، چې دوې لوبې يې ګټلې او په يوه کې يې ماته خوړلې ده.
پامیر لېجندز لوبډلې بيا په یو ورځینو سیالیو کې د نن ورځي د لوبډلې په ګډون درې لوبې سر په سر بایللې دي.