شننه؛ پر افغانستان د اقلیمي بدلون اغېزې او د طالبانو بې پروايي
لیکوال:بری افغان
افغانستان یو له هغو هيوادونو دی چې په دې وروستیو کلونو کې له بېلابېلو طبیعي پېښو سره مخ دی، چې له هغې ډلې زلزلې، توپانونه، درنې واورې، ږلۍ، باران او سېلابونه، ځمکې او غر ښوېیدنې او اوږده وچکالي ده چې افغانان یې سخت ځپلي او لا هم د دغو پېښو له ناوړه پایلو کړیږي.
په دې وروستیو کې په ټولې نړۍ کې اقلیمي بدلونونو د نړۍ بېلابېلې برخې ځپلې او ان په ځینو برخو کې یې جغرافیوي بدلونونه راوستي چې ځینې وچې ځمکې اوبو لاندې کړې او د خلکو له ژوند کولو وتلې دي خو بیا ځينې له اوبو لاندې سیمې وچې او له اوبو راوتلې او د نړۍ ځینو برخو کې د هوا حالات هم د تودوخې خواته روان دي.
افغانستان په نړۍ کې هغه هیواد دی چې تر ټولو زیاتې زلزلې په کې کیږي. دا هېواد د یوریشیا تکتونیکي پلیټ په څنډه کې پروت دی. په دې سیمه کېد زلزلې په څېر ډیری طبیعي پېښې د یوریشیا سره د هند د تیکتونکی پلیټ څپې د ورو ټکر له امله رامنځته کیږي. چې د شمال په لور د هندي پلیټ حرکت په کال کې څلویښت ملي متره (یو نیم اینچ) دی، چې د افغانستان په ختیځ او د پاکستان په ځینو برخو کې حرکت کوي.
ملګري ملتونه وايي، په داسې حال کې چې دوی او نورې مرستندویه ادارې له افغانانو سره مرسته کوي چې د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزه وکړي خو دغه مرستې بسنه نه کوي.
له افغانستان سره بشري مرستې مخ په کمېدو دي او اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره مرستې هم ځنډول شوې او د افغانانو غږ د اقلیمي بدلون په نړیوالو غونډو کې نه پورته کیږي او نه یې نور هیوادونه او نړېوال سازمانونه ډېر جدي نیسي.
د طالبانو د تېرې دورې تر پرځېدو وروسته د جمهوري حکومت په رامنځته کېدو او نړېوالو پراختیايي ادارو له شتوالي سره له ۲۰۰۱څخه تر اوسه پورې ښاري پراختیا او ودانیزې چارې په نامنظم او نامعیاري توګه شوې، د دې تر څنګ په کلیو او بانډو کې هم د استوګنې سیمې د غرونو په لمنو، سیندونو او رودونو په غاړه او مخه کې جوړې شوې چې د کمو سېلابونو او باران پر مهال یې اوبه په سر اخلي او پراخې ویجاړۍ رامنځته کیږي، تېرو او اوسني حکومت د ښارونو د کانالیزاسیون سیسټم ته هیڅ پام نه دی کړی او له هر ورښت وروسته په ښارونو کې اوبه ډنډ کیږي، مارکیټونو او کورونو ته دننه کیږي.
یوه بله موضوع چې د ورښتونو پر مهال تل افغانان ترې ډېر زیان ويني دا ده چې د تېرو حکومتونو پر مهال زورواکو په ځینو ولایتونو کې ځمکې په زور لاندې کړې او په خلکو یې په ارزانه وپلورلې چې د ودانیزو چارو پر مهال یې چاپیریالي خطرونه او د استوګنې معیارونه له پامه وغورځېدل، او ډیری مهال د سېلابونو له اغېز لاندې راځي.
پوښتنه داده چې، افغانستان کې حکومتونه څومره توانیدلي چې له دا ډول پېښو سره مبارزه وکړي
د تېر جمهوري حکومت پر مهال
له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې چې شاوخوا شل کاله کیږي، په افغانستان کې شته حکومتونو په دې برخه کې پام وړ هڅې او کار نه دی کړی او د طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې یې چمتووالي او د مخنیوي تدابیر نه دي نیولي، افغانستان په تېره دومره موده کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې یوازې یو وزارت لري چې چارې او هڅې یې د پېښو پر مهال د نشت برابرې دي، او یوازې په نړېوالو مرستو، د خلکو چندو او خیریه بنسټونو هلو ځلو او مرستو ته په تمه وي.
د بیلګې په ډول، په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د بدخشان په ارګو ولسوالۍکې د ځمکې ښویېدو په پېښه کې تر ۲۵۰۰ډېر کسان مړه شول، چې شاوخوا ۲۰۰ کورونه تر غره لاندې شوي وو. د هغه مهال چارواکو هم یوازې د خواشینۍ پیغامونه ورکول او د څو تصویرونو د اخیستلو لپاره به سیمې ته تلل، نور په دې برخه کې بنسټیزو حل لارو ته کار نه کېده او یوازې ورځنۍ چارې روانې وې.
د طالبانو اوسنی حکومت
د طالبانو حکومت هم د تېرو حکومتونو په څېر د طبیعي پېښو پر مهال یوازې د خواشینۍ پیغامونه ورکوي او له نړېوالو مرستې غواړي، ویل کیږي طالبانو ان د نړېوالو مرستو د خپلولو لپاره خپل خیریه بسټونه جوړ کړي او هغه مرستې چې د طبیعي پېښو له رامنځته کېدو او یا بشري برخو کې د نړېوالو سازمانونو او یا هیوادونو له لوري کیږي د طالبانو تر لاس لاندې تېریږي او د پېښو قربانیانو ته په بشپړ ډول نه رسیږي.
د ۱۴۰۲ کال په تلې میاشت کې د هرات په څو ولسوالیو کې پرله پسې زلزلو نږدې دوه زره کسان مړه او درې زرو پورې کسان ټپیان کړل، چې زرګونه نور یې بې کوره او د شمېرو له مخې له شپږ زرو ډیر کورنه ویجاړ او زیامن شوي وو.
د دې تر څنګ په بغلان، غور، فاریاب، بدخشان، تخار، ننګرهار او سمنګان ولایتونو کې د سیلابونو له امله نږدې زر کسان مړه او زرګونه نور تپیان او بې کوره شول، چې په دې لړ کې شاوخوا درې زره کورونه ویجاړ او زیامن شوي او لسګونه زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوه.
خو د طالبانو حکومت په کور دننه د طبعيي پېښو سره د مبارزې په برخه کې هغسې چې په کار ده امکانات او ژغورنکې ډلې نه لري او د دې تر څنګ له نږدې درېیو کالو راهیسې یې حکومت کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی نو ځکه هم ورسره نور هیوادونه په بیړنیو حالاتو کې مرسته نه کوي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې نه دی توانیدلی چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره یوه پالیسي او عملیاتي چاپیریال رامنځ کړي چې نړیوالو مالي سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.
څه کول په کار دي؟
په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د ویجاړونکو زلزلو دوام د زلزلوي ګواښونو پر وړاندې د زیانونو د کمولو لپاره د ستراتیژیکو طرحو پلي کولو ته بیړنۍ اړتیا ده. لوی ښارونه او ښاري مرکزونه په چټکۍ سره پراخیږي، او خټین زاړه دودیز ځایونه په لوړ پوړو کورونو او اپارتمانونو بدلیږي. د بېلګې په توګه، کابل نسبتاً په یوه تنګه حوزه کې چې له شمال څخه سوېل ته غځېدلې، پروت دی او شاوخوا یې فعالو ماتو (درزونو) تړلی دی. دا یو تاریخي ښار دی چې په ۱۵۰۵ او ۱۸۹۱ کلونو کې د لویو زلزلو شاهد و، خو د وګړو شمېر یې په تېرو لسیزو کې له پنځو لکو (۵۰۰۰۰۰) تنو څخه تر پنځو میلیونو ډېر شوی. د تاریخي اسنادو له مخې پخوا هم د هرات، مزارشریف او کندهار ښارونو په ګډون د افغانستان په نورو سیمو کې همزلزلو لوی مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
خو له طبیعي پېښو سره د مبارزې او د ورته خطرونو د راکمولو په برخه کې د طالبانو حکومت تر دې دمه پاتې راغلی، د ښاري پراختیا په برخه کې طالبان هم د تېرو نورو حکومتونو په څېر بنسټیزو بدلونونو ته پام نه کوي او زیانونه یې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي چې د کارپوهانو د معلوماتو له مخې اوس یې هم باید مخه ونیول شي چې شته خطرونه خپلې لوړې کچې ته ونه رسیږي.