• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني امنیتي سرچینې: د افغان طالبانو یو غړی په بنو کې د پوځ پر مرکز برید کې لاس درلود

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۲۲ GMT+۱

د پاکستان امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د عثمان الله کامران په نوم یو افغان طالب جنګیالي د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان د پوځ پر مرکز په وروستي برید کې لاس درلود. پاکستان ویلي، دا برید د حافظ ګل بهادر ډلې کړی، چې په افغانستان کې مېشته ده.

د حافظ ګل بهادر ډلې وسله وال چې د پاکستاني طالبانو تحریک اړوند دي، د دوشنبې په ورځ له یوه افغان قوماندان سره يو ځای په بنو کې پر پوځي اډې برید وکړ او له پاکستاني ځواکونو سره په ۲۴ ساعته نښته کې یې ۸ تنه ووژل.

پاکستاني امنیتي سرچینو په دغه برید کې د یو افغان قوماندان د رول پخلی کړی او د هغه تصویر يې هم افغانستان انټرنشنل ته لېږلی.

په دې بريد سره يو ځل بيا پاکستاني چارواکو افغان طالبانو ته د نيوکي ګوته نيولې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په غبرګون کې د طالبانو مرستیال سفیر هم احضار کړی و.

د پاکستان پوځ او د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا برید د حافظ ګل بهادر وسله والو کړی او د دې وسله والو مرکزي دفتر په افغانستان کې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د دغه برید په اړه بشپړه څېړنه وکړي او د عاملینو پر وړاندې دې سمدستي، قوي او اغېزناک اقدامات وکړي.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو په افغانستان کې یې د پاکستان طالبانو تحریک په څېر د ډلو فعالیت رد کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

ګنډاپور شریف ته: تاسو غلا کړې او پر تحریک انصاف ګوند د چا "پلار" هم بندیز نه شي لګولی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۱۲ GMT+۱

د پاکستان د فدرالي او صوبايي حکومتونو د کړکېچ په لړ کې تازه د پښتونخوا مشر وزیر علي امین ګنډاپور د شهباز شریف حکومت ته ګواښ کړی او زیاته کړې یې ده، چې پر پاکستان تحریک انصاف ګوند د چا "پلار" هم بندیز نه شي لګولی.

که څه هم د پاکستان د فدرالي او د پښتونخوا د صوبايي حکومتونو تر منځ کړکیچ له بل هر وخته اوج ته رسېدلی؛ خو د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د عمران خان په مشرۍ په تحریک انصاف ګوند بندیز ولګوي.

په پښتونخوا کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند اکثریت چوکۍ ګټلي او د حکومت مشري علي امین ګنډاپور کوي.

د خیبر پښتونخوا مشر وزیر علي امین ګنډاپور له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې هېڅوک نه شي کولی، چې په پاکستان کې د دوی پر ګوند بندیز ولګوي.

هغه ویلي، چې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان ټولې کابینې په ټاکنو کې درغلي کړې او د غلا حکومت یې جوړ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه: "له موږ سره اوس هم زیاتی روان دی، له موږ یې زموږ نښه واخیسته، پر موږ یې جعلي عرضې ثبت کړې".

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ویلي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له اسراییل او هند څخه پېسې تر لاسه کړي او حکومت غواړي، چې له مشورې وروسته پر دغه ګوند بندیز ولګوي.

په ورته وخت کې د تحریک انصاف ګوند رسمي وکیل بیا ویلي، چې د قانون له مخې حکومت دا حق نه لري، چې پر یو ګوند بندیز ولګوي او دا چاره د سترې محکمې پورې اړوندیږي.

پاکستان د طالبانو د سفير مرستیال د دغه هېواد پر پوځي اډې د وروستي برید له امله احضار کړ

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۱

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو مرستیال سفیر په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو تحریک د قوماندان حافظ ګل بهادر د ځواکونو له خوا د وروستي برید له امله احضار کړ. پاکستان له طالبانو وغوښتل، چې دغه برید په بشپړه توګه وڅېړي او سمدستي اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) په یوه بیان کې لیکلي: «د افغانستان له موقت حکومت څخه وغوښتل شول، چې د بنو د حملې په اړه په بشپړه توګه څېړنه وکړي او د عاملينو په وړاندي دې ژر تر ژره، قوي او اغیزناک اقدامات وکړي.»

په دې اعلاميه کې يو ځل بيا له طالبانو غوښتل شوي، چې د دا ډول بریدونو په ترسره کولو کې د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي.

په اعلاميه کې راغلي: «پاکستان په افغانستان کې دننه د ترهګرو ډلو د شتون په اړه خپله جدي اندېښنه، چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي تکرار کړه. دا پېښې د دوو وروڼو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو خلاف دي.»

پاکستان وايي، دا برید د سیمې امنیت ته د ترهګرۍ جدي ګواښ څرګندوي.

په خيبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ پر يوې اډې د پاکستاني طالبانو تحريک د مشر حافظ ګل بهادر د وسله والو د بريد په پايله کې اته سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، چې د حافظ ګل بهادر ډله په افغانستان کې مېشته ده او پوځ به له افغانستان څخه د ګواښونو پر وړاندې لازم اقدام وکړي.

طالبانو تل د افغانستان له لوري پر ګاونډیو هېوادونو هر ډول برید رد کړی دی.

د ټرمپ مرستیال جي ډي ونس د افغانستان په اړه څه فکر کوي؟

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۲۲ GMT+۱

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د نوماند ډونالډ ټرمپ مرستیال جیمز ډېوېډ ونس د طالبانو د واکمنۍ یوازینی لامل د بایډن «له فاجعې ډک» سیاست او «د امریکا د رژیم د ناکامۍ» له امله بولي.

د دغه جمهوري غوښتونکي سناتور په باور، «هغه افغان کډوال چې حاضر نه شول د خپل ملت لپاره وجنګیږي، باید امریکا ته لېږدول شوي نه وای.»

ونس د افغانستان د دولت د سقوط په لومړیو ورځو کې د یوې تحلیلي مقالې په قالب کې د افغانستان په هکله د بایډن پر سیاست او امریکا ته د افغان کډوالو د لېږدولو پر طرحې نیوکه وکړه.


په افغانستان کې د امریکا حضور

ونس په افغانستان کې د ډیموکراسۍ ماتې تجربې ته په اشاره ویلي و، چې د متحده ایالاتو مشرانو امریکایي ښځې او نارینه افغانستان ته ولېږل، ترڅو یو ناشونی کار وکړي.
جمهوري غوښتونکي سناتور زیاته کړې، چې تر ټولو غوره امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د ډیموکراسي د رامنځته کولو لپاره ژوند له لاسه ورکړ.
نوموړي د امریکا د لوی درستیز مارک میلي هغو څرګندونو ته اشاره وکړه، چې د امریکا خلکو ته یې ډاډ ورکړی و، چې افغان ځواکونه په کافي اندازه د خپل هېواد د دفاع لپاره ظرفیت لري.
ونس د میلي د څرګندونو په غبرګون وویل: «د افغانستان پوځ ونشو کړای ان څلور اونۍ هم د طالبانو بریدونه وزغمي.»
نوموړي په دې مقاله کې د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ ته د امریکا د پوځي ځواکونو ناسمو اطلاعاتو ورکړې ته په اشارې سره ویلي: «لوړپوړو امریکایي پوځيانو پخواني ولسمشر ټرمپ ته په منځني ختیځ کې د ځواکونو د وړتیا د کچې په اړه دروغ ویل، چې هلته مو جګړې دوام وکړي.»
ونس زیاته کړه، چې «زمونږ رهبرانو لسیزې مونږ ته وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې جګړې کوو، ترڅو مجبوره نشو چې دلته ورسره وجنګیږو.»
ونس ویلي: «له افغانستانه مودا لوی درس زده کړ، چې کوم کسان ددې هېواد (امریکا) رهبري په لاس کې لري، د دې کار لپاره مناسب نه دي.»
ونس له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلوپر ځنډېدو او طالبانو ته د اضافي وخت ورکولو باندې چې د هغوی د ځواکمنتیا لامل شول، نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې د امریکا مشرانو د جګړو په اصلي فصل کې افغانستان پرېښود او اجازه یې ورکړه، چې حیاتي وسلې د دوښمن لاس ته ورشي.
د هغه په خبره، دا پیښې د جوبایډن له فاجعې ډک سیاست پایلې او د امریکا د ټول رژیم ماتې ده.
ونس په خپله دې مقاله کې واضح کړې: «په افغانستان کې مو د رژیم د بدلېدو په اړه هڅې وکړې او بریالي نشوو او دا د دې ښکارندویي کوي، چې یو رژیم په نړۍ کې جدي بدلون ته اړتیا لري.»
نوموړي زیاته کړه: «مونږ هغه هېواد یو چې په دویمه نړیواله جګړه کې مو نازیانو ته ماتې ورکړې وه، خو اوس داسې سطحې ته رسېدلي یو چې له افغانستانه د خپلو وګړو د اېستلو لپاره طالبانو ته عذر کوو.»

افغان کډوال

ونس له افغانستانه د هغو ۳۰۰ زره افغان کډوالو اېستلو ته هم اشاره وکړه، چې د امریکایي وګړو په پرتله امریکا د هغوی اېستلو ته لومړیتوب ورکړ.
ونس وویل: «مونږ له څه باندې یوې لسیزې راهیسې له افغانانو سره مرستې، نه برعکس.»
هغه زیاته کړه: «هغه کسان چې حاضر نه شول د خپل ملت لپاره وجنګیږي او کابل سقوط وکړ، باید امریکا ته انتقال شوي نه وای.»
نوموړی په ​​هغه وخت کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د هغو افغانانو چې له متحده ایالاتو سره یې کار کړی، په هیواد کې د میشتیدو مخالف و«مونږ نه غواړو چې هېواد مو د کډوالو په پنډغالو بدل شي.»
جیمز ډېوېډ ونس ویلي و: «د ۹۰ سلنه کډوالو په اړه نه پوهیږو چې کوم کسان دي، مونږ اسناد او پېژندپاڼې نه لرو، مونږ نه پوهیږو چې کوم کسان زمونږ هېواد ته راځي، مونږ په ډلییزه توګه امریکایان یرغملوو او دا یوه فاجعه ده .»

پاکستان ته د مېوو د صادراتو ځنډېدو سره د سوداګرۍ خونې یو غړی د بدیلو لارو پیاوړتیا غواړي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۱۰ GMT+۱

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي پاکستان ته د تازه مېوو د صادراتو له دوه اونیو ځنډېدو وروسته د بدیلو لارو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه. خان جان الکوزي وویل؛ هند، بنګله دېش او روسیې ته باید د مېوو او سبو یا سبزي صادرات زیات شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندي د باختر اژانس د خبر له مخې، ښاغلي الکوزي وويل، چې پاکستان ته د تازه ميوې د صادراتو د بندولو لامل د اسلام اباد له خوا د ګمرکي تعرفو زياتوالى دى.

خان جان الکوزي نن وویل: «له هرې ممکنې لارې باید هوايي دهلېز فعاله شي، چې یو شمېر مېوې چې موسم يې لنډ وي، نورو هېوادونو ته صادرې کړو.»

تر دې مخکې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت اعلان کړی و، چې پاکستان دغه هېواد ته د ۳۰۰ لاریو افغاني مېوو او سبو د لېږد مخه نیولې ده.

د طالبانو سفارت ویلي، چې د تورخم، سپین بولدک او خرلاڅي پر لارو د افغان سوداګرو لارۍ بندې دي.

د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې د افغانستان او پاکستان تر منځ لارې څو ځلي د بېلابېلو دلایلو له کبله تړل شوې دي.

د دې کړونو له کبله سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

څو میاشتې وړاندې پاکستان یو داسې پلان تصویب کړ، چې له مخې يې افغان موټر چلوونکي پاکستان ته د ننوتلو لپاره موقتي اسنادو ته اړتیا لري.

د پاکستان د ښځو کرېکټ لوبډله اسیا جام کې د لوبېدو لپاره سریلانکا ته لاړه

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۱۹ GMT+۱

پاکستان کرېکټ بورډ ويلی، چې د دغه هېواد د ښځو کرېکټ لوبډله په اسيا جام سياليو کې د لوبېدو لپاره سريلانکا ته لاړه. د ندا ډار په لوبډلمشرۍ د پاکستان ښځو کرېکټ لوبډله په دې سياليو کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ له هندۍ لوبډلې سره کوي.

د کرېکټ نړیوالي شورا د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره اسيا جام نهم پړاو د سريلانکا په کوربتوب د راتلوونکې جمعې په ورځ پيلږي.

په دې سياليو کې ۸ لوبډلې « بنګلدېش، هند، پاکستان، سریلانکا، ماليزيا، نيپال، تايلنډ او متحده عربي امارات» برخه لري.

د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره اسيا جام سيالۍ به د رواني جولای مياشتې پر ۱۹ نېټه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۸ نېټې به دوام وکړي.

دوه ګروپه سیالۍ

د پاکستان کريکټ لوبډلې لوبغاړې
100%
د پاکستان کريکټ لوبډلې لوبغاړې

د دې جام سيالۍ پر دوو ګروپونو ويشل شوې دي.

په لومړي ګروپ کې به « بنګلدېش، هند، پاکستان او سريلانکا» سره لوبېږي.

په دوهم ګروپ کې به « ماليزيا، نيپال، تايلنډ او متحده عربي امارت» یو د بل په وړاندي ولوبيږي.

په دې جام کې ټولې ۱۵ سيالۍ تر سره کيږي.

د پاکستان ښځو کرېکټ لوبغاړي اسيا جام سياليو کې د ګډون لپاره سريلانکا ته لاړه
100%
د پاکستان ښځو کرېکټ لوبغاړي اسيا جام سياليو کې د ګډون لپاره سريلانکا ته لاړه

د سريلانکا کرېکټ بورډ هم پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان او هند ښځينه لوبډلو ته ښه راغلاست ویلی دی.