د ویتنام رهبر نګوین فو ټرونګ د ۸۰ کلونو په عمر ومړ

د ویتنام رهبر نګوین فو ټرونګ د جمعې په ورځ له یوې سختې اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شو.

د ویتنام رهبر نګوین فو ټرونګ د جمعې په ورځ له یوې سختې اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شو.
د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، د ترونګ مړینه په ویتنام کې د یوې سیاسي دورې د پای ته رسېدو په مانا ده.
د ویتنام د حکومت په رسمي اعلامیه کې راغلي، چې د هغه د مړینې لامل ناروغي او بوډاتوب دی.
د ویتنام حکومت په دې وروستیو ورځو کې وویل، چې نګوین فو ترونګ د خپلې ناروغې له امله خپلې دندې ولسمشر تو لام ته وسپارلې.
ښاغلی نګوین فو ترونګ له ۲۰۱۱ کال راهیسې په ویتنام کې د واکمن کمونیست ګوند مشر و.
هغه د دغه هېواد د ولسمشرۍ تجربه هم لري.
د راپورونو له مخې، د ویتنام دغه ۸۰ کلن مشر د دغه هېواد د اقتصادي ودې د څارنې سربیره، د فساد پر ضد د مبارزې د کمپاین له امله شهرت درلود.
د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، د ویتنام د مشر مړینه په داسې وخت کې شوې، چې د دغه هیواد د کمونیست ګوند د مشرتابه لپاره سیاسي کړکېچ دوام لري.
په وروستیو میاشتو کې د دغه ګوند درېو لوړ پوړو چارواکو د نامعلومو دلایلو له امله استعفاوې ورکړې دي.
ځینو رسنیو لیکلي، چې نګوین فو ترونګ د خپلې واکمنۍ پر مهال پر بیان ازادۍ او بشري حقونو کنټرول ډېر کړی و.
دغه رسنۍ ادعا کوي، چې ښاغلي ترونګ د حکومت يو زيات شمېر سياسي مخالفين، فعالان، ليکوالان او خبريالان بنديان کړي او يا يې هم تبعید کړي او د رسنيو او انټرنېټ د محدودولو لپاره يې سخت قوانين وضع کړي دي.

د پاکستان طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي چې په پاکستان کې د ډېری بریدونو مسوولیت مني، د پښتونخوا په بنو کې پر لاریونوالو د پاکستان د پوځ ډزې «دولتي ترهګري» بولي. د پاکستان پوځ نن بنو کې پر لاریون ډزې کړې چې له امله یې ۳ کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون تر شلو ډېر ټپیان شوي دي.
دغه نننی لاریون تېره دوشنبه په بنو کې پر پوځي چوڼۍ د وسلوالو له برید او په غبرګون کې یې د پاکستاني نظامیانو په ځوابي حمله کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اعتراض کې شوی و.
لاریونوالو په سیمه کې د امنیت ټینګولو او د عزم استحکام عملیاتو د درېدو غوښتنه کوله.
خو ناتایید شويراپورونه وايي، ځینې لاریونوالو د پوځ پوستو ته کاڼي ور ګوزار کړي او په ځواب کې پرې سرتېرو ډزې کړې، چې پکې دوه کسان وژل شوي او تر شلو ډېر ټپیان دي.
پاکستاني طالبان د پوځ دغو ډزو کې له وژل شویو او ټپي شویو سره خواخوږي ښيي او پاکستاني نظامیان پر «دولتي ترهګري» تورنوي.
د دې ډلې ویاند محمد خراسانی په اعلامیه کې زیاتوي «دا لومړی ځل نه دی او نه به وروستی ځل وي چې پوځ پر ولس ډزې کوي، ځکه له خلکو غواړو چې د وی په مقابل زموږ ملاتړ وکړي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان، افراسیاب خټک او نورو پښتنو مشرانو هم پر مظاهره د پوځ دزې غندېلې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، بنو کې پر لاریونوالو د پوځ د ډزو په غبرګون کې نن د پښتونخوا او بلوچستان مختلفو سیمو کې لاریونونه کوي.

د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د پښتونخوا په بنو کې پر لاریونوالو د پاکستان د پوځ ډزې غندي او زیاتوي، دا عمل ښيي چې دولت د امن په ځای د ترهګرۍ سره ولاړ دی. د لومړنیو راپورونو له مخې، په دې ډزو کې دوه کسان وژل شوي او د ماشوانو په ګډون تر شلو ډېر کسان ټپي شوي دي.
په بنو کې نن په زرګونو خلکو په سیمه کې د امن او د پاکستان د عزم استحکام عملیاتو پرضد لاریون کړی و.
لا هم مالومه نه ده، چې د پاکستان د پوځ دا ډزې ولې کړې دي.
خو په پاکستان کې له پراخ غبرګون سره مخ شوې دي.
ایمل ولي خان خپل اېکس کې دا ډزې شرمناکې بللې او پوښتنه یې کړې، «د نړۍ کوم ډول قانون د داسې عمل اجازه ور کوي.»
هغه زیاتوي: «ایا د امن د ټینګښت او د ترهګرۍ د ختمېدو غوښتنه جرم دی. د خپل ځان د خوندیتوب لپاره غږ پورته کول ګنا ده.»
د بنو خلکو تر هغه وروسته وړمه ورځ د لاریون خبره وکړه چې په دې سیمه کې تېره دوشنبه وسلوالو د پوځ په چوڼۍ برید وکړ.
په برید کې د پاکستان اته پوځیان ووژل شول او ځايي خلک وايي، د نظامیانو په ځوابي برید کې ولس ته مرګ ژوبله اوښتې او وروسته د پاکستان پوځ د خپلو مړو ټولولو ته نه پرېښودل.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم پر لاریونوالو نننی برید غندلی او وايي د پښتونخوا او بلوچستان مختلفو سیمو کې به د بنو په ملاتړ نن لاریون وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپلې اېکس پاڼه دغه برید د پاکستان د پوځ کار بللی او لیکلي یې دي، دا له پښتنو سره انتهايي ظلم او د دغه قوم سره ښکاره دښمني ده.
هغه وړاندې لیکلي، چې د ترهګرۍ پر ضد په سولهییزو لاریونونو او پرلتونو بریدونه د ولسواکۍ سره په ټکر کې چاره ده او دا ګوت څنډنه یې هم کړې، چې دوی به د دغسې ظلمونو پر ضد په ټوله پښتونخوا کې پراخ لاریونونه وکړي.
د پاکستان په پارلمان کې پخواني سناتور او سیاستوال افراسیاب خټک هم په اېکس پاڼه لیکلي چې، په بنو کې د سولې په ستر لاریون کې په ډزو سره حکومت وښوده، چې هغوی په خپله د ترهګرو ملاتړي دي، د پښتونخوا خلک له تېرو پنځو کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر ضد لاریونونه کوي او په خپلو سیمو کې د امن او امان غوښتنه کوي.
د پاکستان د نشنل ډیموکراټیک ګوند مشر او په قومي اسمبلۍ کې پخواني غړي محسن داوړ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د بنو په ولسوالۍ کې دولتي ترهګري روانه ده.
هغه وړاندې لیکلي، د بنو والو ستره ګناه دا وه چې د ترهګرۍ او د حکومت په لاس د جوړو شویو طالبانو د وحشت پر ضد یې د اعتراض غږ اوچتولو.
هغه دا رنګه لیکلي، د دغې پېښې عاملین د بشري جنایت کوونکو په شان باید نړۍوالو محکمو ته راکاږل شي.

په سیمه کې ځايي سرچېنې وايي، پر هغو زرګونه پرلت کوونکو ناپېژانده وسلهوالو ډزې کړې چې د بنو ولسوالۍ په سپورټ کمپلېکس کې یې د «عزم استحکام» د پوځي عملیاتو د نه کولو او په سیمه کې د امن او سولې د ټینګښت په موخه پرلت وهلی و.
د بنو اوسېدونکو له هغې وروسته په لاریون لاس پورې کړ، چې وړمه ورځ په دغې ولسوالۍ کې په یوه روغتیايي مرکز برید شوی و او له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګدون اووه تنه وژل شوي وو.
لومړی د بنو ولسوالۍ زرګونه اعتراض کوونکو د بنو په ښار کې لاریون وکړ او له هغې وروسته یې د دغې ولسوالۍ په سپورټ کمپلېکس کې پرلت وواهه.

دغه برید هغه مهال وشو، چې پرلتوالو ته د تحریک انصاف ګوند غړي او د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا وزیر پښتونیار خان وینا کوله.
په سیمه کې ازاد خبریال رفعت الله ورکزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې له دغه بریده ښاغلی پښتونیار روغ وتلی او په وینا یې چې په دغه برید کې یو کس ځای پر ځای وژل شوی او نږدې شل کسه نور ټپیان شوي دي.
په ټپیانو کې د ځینو هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.
تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې نه ده منلې؛ خو له هغه وروسته چې د پاکستان حکومت په یو شمېر قبایلي سیمو کې د عزم استحکام په نامه د پوځي عملیاتو د پیلېدا خبره کړې، نو ورسره هممهاله په دغو سیمو کې د دغو عملیاتو پر ضد اعتراضیه غونډې جوړې شوې او په ځینو سیمو کې خلکو د اعتراض په توګه پرلتونه هم وهلي دي.

د امریکا پخواني ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو لهخوا نوماند د هغه هېواد د نومبر میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې خپله نوماندی په رسمي بڼه ومنله. ښاغلي ټرمپ د خپل ګوند په څلورمه او وروستۍ غونډه کې د ویکانسن ایالت د میلواکي په ښار کې وینا وکړه.
هغه د دې تر څنګ چې خپله نوماندی یې ومنله، ویې ویل که په ټاکنو کې بریالی شي؛ نو د ټولو امریکایانو ولسمشر به وي، ځکه هغه نه شي کولای چې د امریکا د نیمايي وګړو ولسمشر وي.
د تېرې شپې ډزې
دا د نوموړي له هغه وروسته لومړنۍ وینا ده، چې د تېرې شنبې په ورځ پرې په پنسلوانیا کې ډزې شوې وې.
ښاغلي ټرمپ په دغې وینا کې پر هغه د ډزو له امله به تفصیل سره خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې پر هغه شوی برید ډېر دردوونکی و او له همدې وجې هغه نه غواړي په دې برخه کې نور توضیحات ورکړي.
د دغه برید په اړه د ټرمپ د توضیحاتو سره هممهاله، د هغې شېبې انځورونه د هغو سترو ښیښو له لارې خپرېدل چې د ده د وینا بر ځای کې لګول شوې وې.
هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې له خپل جېبه هغه چېک هم راواېست چې د ده ملاتړو او ملګرو لاسلیک کړی او د هغو کورنیو سره د مرستې لپاره یې رالېږلی و، چې د هغې ورځې په ډزو کې یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي وو.
قضايي دوسیې
ښاغلي ټرمپ د امریکایانو پر یووالي ټینګار وکړ او د اوسني ولسمشر جوبایډن پر حکومت یې نیوکه وکړه چې، له قانون او قضايي دستګاه څخه یې د هغه ضد «ناوړه ګټه» اخیستې ده.
هغه د خپل ځان او خپلو ملګرو پر ضد قضايي دوسیه «له ځانه جوړه شوې» دوسیه وبلله.
ښاغلي ټرمپ له دغې وینا څخه د خپل ځان، کورنۍ او نږدې ملګرو په اړه کیسې بیان کړې او په دې توګه یې هڅه وکړه چې د رای ورکوونکو سره خپلې اړیکې نورې هم نږدې کړي.
هغه وویل چې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د امریکا اقتصاد یې د کرونا ناروغۍ له خپریدو وړاندې پیاوړی کړ خو دا یې هم وویل، چې د دغو ټولو «اعتبار موږ رانکړل شو.»
«درېیمه نړۍواله جګړه»
ښاغلي ټرمپ د «درېیمې نړۍوالې جګړې» په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې اوسمهال د اروپا په (اوکراین) او منځني ختیځ په (غزه) کې جګړه روانه ده او کېدای شي سویلي کوریا او جاپان هم په دغو جکړو کې ورښکېل شي.
د جمهوري غوښتونکو نوماند وویل چې «درېیمه نړیواله جګړه» د هغو مرګونو وسلو په کارولو سره چې کیدای شي په کې وکارول شي، ټول بشریت به له منځه یوسي.
ښاغلي ټرمپ په دې اړه پر جوبایډن برید وکړ او زیاته یې کړه، چې اوسنی حکومت د داسې جګړې د مخنیوي لپاره څه نه شي کولای.
«د امریکا په تاریخ کې د کډوالو بې مخینې اېستنه »
نوموړي دا رنګه په خپله وینا کې یو شمېر اقتصادي ژمنې هم وکړې. د پیسو د پړسوب راټیټول، د مالیاتو کموالی، د نفتو استخراج او د موټرو د صنعت پیاوړتیا د هغه په اقتصادي ژمنو کې راتللې.
ښاغلي ټرمپ دا رنګه وویل، چې نا قانونه کډوالي به پای ته ورسوي او خپلې پولې به وتړي. هغه نا قانونه کډوالۍ ته پر امریکا د «تېري» نوم ورکړ.
جمهوري غوښتونکي نوماند ټینګار لاره چې «د امریکا په تاریخ کې به په پراخه توګه د ناقانونه کډوالو د اېستلو» چاره ترسره کړي.
د جمهوري غوښتونکو ملي غونډه
د امریکا د جمهوري غوښتونکو څلور ورځینۍ غونډه په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو استازو او ایالتي حکومت د غړو په ګډون جوړه شوې وه، دا د ګوند د ننه هغه ټاکنیزه غونډه ده چې یو نوماند د نوماندیدو لپاره د ګوند په د ننه کې جوړیږي.
د تېرې شپې په وینا والو کې یو هم د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پمپیو، و.
ښاغلي پمپیو د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: «د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال امریکا به هیڅ جګړه کې ښکېله نه شوه او د هغه د واکمنۍ پر مهال داعش ماتې وخوړه.»
