پښتین: پر سوله‌ییز پرلت شوی برید بشري جنایت دی او پر ضد یې ټوله پښتونخوا کې اعتراضونه کوو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپلې اېکس پاڼه دغه برید د پاکستان د پوځ کار بللی او لیکلي یې دي، دا له پښتنو سره انتهايي ظلم او د دغه قوم سره ښکاره دښمني ده.