• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: پاکستان کې د پولیو ناروغۍ نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۳۴ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، چې د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو ناروغۍ نهه پېښې ثبت شوې. ويل کیږي وروستۍ هغه یې د خیرپښتونخوا په هنګو ولسوالۍ مثبته ثبت شوې.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبرپښتونخوا په هنګو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د وروستۍ پېښې له ثبتېدو سره د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ګوزڼ ناروغۍ نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه هیواد د روغتیايي چارواکو په وینا د خیبرپښتونخوا په هنګو کې د ګوزڼ د وروستۍ پېښې له ثبتېدو سره، تر اوسه پورې د پاکستان د سیند ایالت د کیماړي ولسوالۍ او حیدراباد په ګډون د ۵۱ ولسوالیو څخه له ۲۱۵ زیات نمونو کې د پولیو ویروس موندل شوی دی.

ويل کیږي، پر دې سربېره د جامشورو، چمن، پښین او لاهور په ځینو نمونو کې هم د پولیو ویروس موندل شوی دی.

د پاکستاني چارواکو په وینا په دغه هیواد کې تر دې دمه نهه ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي چې تېره ورځ د بلوچستان په ژوب ولسوالۍ کې یونیم کلن ماشوم د پولیو ناروغۍ له امله په پښو شل شوی.

دا مهال په دوو صوبو خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې وسله کسان د پولیو کمپاین د مخنیوي هڅې کوي چې ډیری مهال د پولیو واکسین پر امنیتي کسانو د وسله والو له لوري وخت ناوخت بریدونه کیږي او هغوی ته مرګ ژوبله اوړي.

د پاکستان حکومت له لوري له تېر نږدې یوه کال راهیسې له دغه هیواد څځه د افغان کډوالو له جبري ایستلو وروسته د افغانستان په ختیځو او سوېلي ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې چې شنوونکي کې لامل افغانستان ته له پاکستان څخه د دغې ناروغۍ لېږد په ګوته کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

انټوني بلېنکن: ایران د اټومي وسلو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ توکو له تولید، لږ لرې دی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران ښايي د اټومي وسلو د جوړولو لپاره د اړینو توکو له تولید څخه «یوه یا دوه اوونۍ» لرې وي. انټوني بلېنکن وویل، امریکا هڅه کوي چې له ډیپلوماتیکو لارو چارو، اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه ونیسي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار په جلا جلا توګه د اټومي وسلو لپاره د اړینو توکو د تولید په برخه کې د ایران د زیاتېدونکي وړتیا پر وړاندې خبرداری ورکړ.

د راپورونو له مخې، د اپریل له میاشتې راهیسې ایران د اټومي بم جوړولو د مهمې برخې د پراختیا لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.

جیک سلیوان د جمعې په ورځ یوې امنیتي غونډې ته وویل «که چیرې دغه(ایران) د اټوم بم د جوړولو په لاره (اټوم بم جوړولو) روان شي، دا به له متحده ایالاتو سره ریښتینې ستونزه ولري.»

ایران ادعا کوي چې اټومي پروګرام یې د ملکي موخو لپاره دی.

انټوني بلېنکن د جمعې په ورځ وویل: «هغه څه چې موږ په وروستیو اونیو او میاشتو کې ولیدل دا دي چې ایران د بم جوړولو لپاره د اړتیا وړ توکو په جوړولو کې ریښتینی پرمختګ کوي.»

هغه د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوران کې له تهران سره له اټومي هوکړې د امریکې وتلو ته په اشارې سره وویل: «حالات ښه نه دي.د اټومي هوکړې له پای ته رسیدو سره، د دې پرځای چې ایران لږ تر لږه یو کال د اټومي وسلو د جوړولو لپاره د فاشیل توکو تولیدولو توان ولري، ایران اوس ښايي د دې کار څخه یوه یا دوه اونۍ لرې وي.»

شاوخوا یو کال مخکې د امریکا د دفاع وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي وو چې ایران اوس کولای شي په «۱۲ ورځو کې د بم جوړلو لپاره مواد» تولید کړي.

د بایډن ادارې هڅې چې له ایران سره په غیر مستقیم ډول د (د عمل کولو لوی ګډ پلان) د بیا ژوندي کولو لپاره خبرې وکړي، کوم چې ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له هغه څخه وتلی و ، د ۲۰۲۲ په وروستیو کې ناکام شو.

ملګري ملتونه: د هایټي په شمال کې یوې کښتۍ کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه شوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۵۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وویل، چې د هایټي په شمال کې سمندر کې د کډوالو د یوې کښتۍ کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۴۰تنه مړه شوي دي. د دې سازمان په وینا، د هایټي ساحلي ساتونکو ۴۱ کسان ژغورلي، چې ۱۱ یې په اورلګیدنه کې ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وویل، چې دغې کښتۍ د شمالي هایټي له فورټ سن میشل ټاپوګانو څخه ۸۱کډوال د تورکس او کایکوس ټاپوګانو ته لیږدول.

د دغه ادارې په وینا، سږ کال په هایتي کې د ډله ییزو تاوتریخوالو له امله تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي او په سلګونو نور وژل شوي دي.

د هایټي په شمال کې د مدني خوندیتوب د دفتر مشر ژان هنري پیتیت رسنیو ته وویل، چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې کډوالو د "خوندي تګ" مراسمو لپاره شمعې بلې کړې. دغه چارواکي زیاته کړه، چې د شمعې د روښانولو مراسمو د کښتۍ د ګازو په بیلرونو کې د اور او چاودنې لامل شوي.

د هایټي د کډوالو ادارې مشر ګرګویر ګودشتاین وویل: "دغه ویجاړونکې پېښه روښانوي چې د کډوالۍ په لارو د هایټي خلک له څه ستونزو سره مخ دي.» هغه زیاته کړه، چې د هایټي خلک د کډوالۍ خوندي او قانوني لارو ته جدي اړتیا لري.

هایټي د کلونو راهیسې د وسله والو ډلو له تاوتریخوالي څخه اغیزمن شوې چې د واک لپاره جګړه کوي. د رسنیو د راپورونو له مخې، په وروستیو میاشتو کې ځینو ډلو د دغه هېواد په پلازمېنه پورټو پرنس کې همغږي بریدونه او پر پولیسو ډزې کړې وې. ویل کېږي چې له دغو بریدونو وروسته زرګونه کسان له دغه هېواده تېښتې ته اړ شوي دي.

همدا راز، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، چې سږ کال تر ۸۶زرو ډېر هایټي کډوال له ګاونډیو هېوادونو شړل شوي دي.

د يمن پر حديده ښار د يو لوی هوايي بريد خبر ورکړل شوی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د حوثيانو اړوند المسيره شبکې خبر ورکړی، چې په يمن کې د حوثيانو تر کنټرول لاندې سېمه حديده ښار باندي هوايي بريد شوی. د اکسيوس وېبپاڼې خبريال د يو امريکايي چارواکي له خولې ليکلي، چې دغه بريد د اسراييل له خوا شوی دي.

العربیه شبکې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د شنبې په ورځ ۱۲ اسراييلي جګي الوتکو، د يوې اف - ۳۵ الوتکې په ګډون، پر یمن برید کړی دی.

حوثي یاغیانو د جمعې په سهار د اسراييلو په تل ابیب ښار کې پر یو اپارتمان برید کړی و، چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي وو.

اسراییلو هم پر یمن د برید مسوولیت منلی دی.

پاکستاني چارواکو د بنو په لاریونونو کې د تاوتریخوالي د څېړلو لپاره یو کمېسيون جوړ کړ

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۲۲ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د سیمه ییزې ادارې ویاند ویلي، چې حکومت په بنو کې په لاريون کې د تاوتريخوالي په اړه د «رڼو» پلټنو په موه یو کمېسيون جوړ کړی دی. په بنو کې د جمعې په ورځ د پراخو لاریونو پر مهال په تاوتریخوالي کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

د خيبر پښتونخوا ايالت وياند وکيل محمد علي سيف له دې لاريونو څخه يوه ورځ وروسته وویل، چې د خيبر پښتونخوا د حکومت مشر علي امين ګنډاپور د بنو په لاريونونو کې د تاوتريخوالي د بې پرې پلټو لپاره يو کمېسون جوړ کړى دى.

دغه سیمه ییز چارواکي وویل، چې په بنو کې وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی او امنیتي ځواکونه په «حساسه سیمو» کې د تیارسۍ په حال کې دي.

د خېبرپښتونخوا ایالت ویاند ډاډ ورکړی، چې هر څومره ژر چې کېږي کمېسیون به بې پرې پلټنې کوي او خپل رپورټ به چارواکو ته وړاندې کوي.

هغه زياته کړه، چې د کمېسيون له څېړنو وروسته به د بنو د خلکو په سوله ييز لاريون کې د تاوتريخوالي له عاملينو سره قانوني چلند وشي.

محمد علی سیف هم د بنو له خلکو وغوښتل، چې په دغه سیمه کې «د ترهګرۍ مخ په زیاتېدو څپې» ته په پام سره له پوره احتیاط څخه کار واخلی او د حکومت مخالف عناصرو ته د ارامې فضا د ګډوډولو اجازه ورنکړی.

دغه چارواکي بیا هم له خلکو وغوښتل، چې د کمیسیون راپور ته انتظار شي او د ناتایید شویو معلوماتو له خپرولو او یا د «منفي تبلیغاتو» له کولو ډډه وکړي.

د جمعې ورځي د (چنګاښ ۲۹مه) سهار مهال د خیبر پښتونخوا د بنو په سلګونو اوسېدونکو په دې سیمه کې د ناامنۍ پر ضد لاريون کړی وو.

دوی په دې سیمه کې د سپینو بیرغونو په پورته کولو سره د سولې غوښتنه کوله.

د فرانسې خبري اژانس ليکلي، چې په دې لاريون کې تر لسو زرو زياتو کسانو برخه اخيستې وه.

لاریون کوونکي وايي، د بنو سېمه د پوځ او پاکستاني طالب وسله والو تر منځ د جګړې مرکز ګرځېدلی دی.

دوی له دولتي چارواکو او د پاکستان طالبانو تحریک له وسله والو وغوښتل، چې د دې سېمې امن ګډوډ نه کړي.

د لاريون دا غږ د سوداګرو او د سوداګرۍ خونې له خوا شوى، چې وايي، نا امنيو يې سوداګري له خطر سره مخ کړې ده.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې یو شمېر لاريون کوونکو پلان درلود، چې په بنو کې پوځي اډې ته ننوځي او یو لاريونوال د پوځ له خوا په ډزو وژل شوی دی.

محمود خان اڅکزی: پښتونخوا د پاکستان برخه ده

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، چې پښتونخوا د پاکستان برخه ده او دا چې دوی نه غواړي چې د خپل پوځ سره جګړه وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په بنو کې د پاکستان د ځواکوونو له خوا پر پرلت‌ کوونکو له برید وروسته کړي دي. هغه وايي، هیڅ بې هیڅه په بنو کې د امن لپاره لاریون کوونکو باندې ډزې شوي او د مرګژوبلې کره شمیره د انټرنټ د بندیدو له امله نه ده معلومه شوې.

په پرلت‌والو د شویو ډزو له امله څلور تنه وژل شوي او تر شلو زیات ټپیان دي؛ خو د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی سلاکار وايي، چې په پرونۍ پېښه کې یوازې یو کس وژل شوی او ۲۵ کسه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی اڅکزی وايي: “دغه برید د پاکستان او پښتونخوا لپاره د اندیښنې خبره ده، ځکه چې امن غوښتل اوس په دې ملک کې جرم ګڼل شوی دی او که امن غواړې نو بیا به تا خلک وژني.”

هغه وايي، په پښتونخوا کې پر افغانستان د روسانو له تیري وروسته یو لوی ناورین تیر شوی دی، ډیر خلک بې کوره شوې، شهیدان شوي او لادرکه شوي دي، نو د پښتونخوا خلک د جنګ په تاوانونو ښه پوهیږي.

محمود خان اڅکزی وايي: "پښتونخوا وطن د پاکستان برخه ده، مونږ نه غواړو چې زمونږ ولسونه خپل پوځ سره په جنګ اخته شي."

هغه وايي، د طاقت په نشه کې لیونې په غلطه طریقه انتخاب شوي‌ او د زور او زر له لارې راغلي چارواکي، د دې پر ځای چې تیرې غلطۍ اصلاح کړي، وضعیت نور د بربادی په لور بیايي.

د لر او بر پښتونخوا ولسونو د لسګونو کلونو راهیسې د (لر او بر یو افغان) ناره پورته کړې او پښتونخوا تر ډیره د ازادو قبایلو په توګه مني.

د پاکستان پوځ د (عزم استحکام) په نامه د کېدونکو پوځي عملیاتو پر مهال د بنو ولسي خلکو ته په میانوالې او سرګودها کې لنډمهاله پنډغالي یا کمپونه په پام کې نیولي او له خلکو یې غوښتي جې هلته ولاړ شي. د همدې امله په بنو خلکو پراخ پرلت پیل کړی او د دغه وړاندیز سره یې سخت مخالفت څرګند کړ. دغو پرلت کوونکو ویلي، چې دوی به په هیڅ ډول شرایطو کې له خپلو کلیو او کورونو څخه و نه وځي.