• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د هایټي په شمال کې یوې کښتۍ کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه شوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۵۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وویل، چې د هایټي په شمال کې سمندر کې د کډوالو د یوې کښتۍ کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۴۰تنه مړه شوي دي. د دې سازمان په وینا، د هایټي ساحلي ساتونکو ۴۱ کسان ژغورلي، چې ۱۱ یې په اورلګیدنه کې ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وویل، چې دغې کښتۍ د شمالي هایټي له فورټ سن میشل ټاپوګانو څخه ۸۱کډوال د تورکس او کایکوس ټاپوګانو ته لیږدول.

د دغه ادارې په وینا، سږ کال په هایتي کې د ډله ییزو تاوتریخوالو له امله تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي او په سلګونو نور وژل شوي دي.

د هایټي په شمال کې د مدني خوندیتوب د دفتر مشر ژان هنري پیتیت رسنیو ته وویل، چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې کډوالو د "خوندي تګ" مراسمو لپاره شمعې بلې کړې. دغه چارواکي زیاته کړه، چې د شمعې د روښانولو مراسمو د کښتۍ د ګازو په بیلرونو کې د اور او چاودنې لامل شوي.

د هایټي د کډوالو ادارې مشر ګرګویر ګودشتاین وویل: "دغه ویجاړونکې پېښه روښانوي چې د کډوالۍ په لارو د هایټي خلک له څه ستونزو سره مخ دي.» هغه زیاته کړه، چې د هایټي خلک د کډوالۍ خوندي او قانوني لارو ته جدي اړتیا لري.

هایټي د کلونو راهیسې د وسله والو ډلو له تاوتریخوالي څخه اغیزمن شوې چې د واک لپاره جګړه کوي. د رسنیو د راپورونو له مخې، په وروستیو میاشتو کې ځینو ډلو د دغه هېواد په پلازمېنه پورټو پرنس کې همغږي بریدونه او پر پولیسو ډزې کړې وې. ویل کېږي چې له دغو بریدونو وروسته زرګونه کسان له دغه هېواده تېښتې ته اړ شوي دي.

همدا راز، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، چې سږ کال تر ۸۶زرو ډېر هایټي کډوال له ګاونډیو هېوادونو شړل شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

د يمن پر حديده ښار د يو لوی هوايي بريد خبر ورکړل شوی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د حوثيانو اړوند المسيره شبکې خبر ورکړی، چې په يمن کې د حوثيانو تر کنټرول لاندې سېمه حديده ښار باندي هوايي بريد شوی. د اکسيوس وېبپاڼې خبريال د يو امريکايي چارواکي له خولې ليکلي، چې دغه بريد د اسراييل له خوا شوی دي.

العربیه شبکې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د شنبې په ورځ ۱۲ اسراييلي جګي الوتکو، د يوې اف - ۳۵ الوتکې په ګډون، پر یمن برید کړی دی.

حوثي یاغیانو د جمعې په سهار د اسراييلو په تل ابیب ښار کې پر یو اپارتمان برید کړی و، چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي وو.

اسراییلو هم پر یمن د برید مسوولیت منلی دی.

يوه خبرياله د ايټاليا د لومړۍ وزيرې په قد د ریشخند وهلو له امله پنځه زره يورو جريمه شوه

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۰۱ GMT+۱

په ایټالیا کې یوې محکمې یوه خبریاله د دې هېواد د صدراعظمې جورجیا میلوني پر قد د ریشخند وهلو له امله پنځه زره یورو جریمه کړه.

جولیا کورټیس پر اېکس خواله رسنۍ د دوو نورو پیغامونو د خپرولو له امله چې پر نورو ریشخند بلل کیږي، ۱۲۰۰ یورو جریمه شوې ده.

د ۲۰۲۱ په اکتوبر کې، کله چې اغلې میلوني لا لومړۍ وزیره نه وه او د اپوزیسیون مشري یې کوله، کورټیس د اغلې مالوني یو ایډت شوی انځور پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړی و. په دې عکس کې د اډولف هټلر د متحد او دیکتاتور، بینیتو موسولیني عکس د هغې شاته د کتابونو پر الماری په جعلي ډول اضافه شوی و.

اغلې میلوني دغه کار ته پر فیسبوک خپور شوي پیغام کې ځواب ورکړ، او ویې ویل چې د دغه انځور خپرول به "جدي پایلې" ولري او دا چې به د خبریالې پروړاندې به قانوني چلند وکړي.

وروسته په نورو بحثونو کې کورټیس، میلوني د "کوچنۍ ښځې" په توګه یاده کړه. دغې خبریالي په یو جلا پوسټ کې لیکلي و: "جورجیا میلوني، تاسې ما نه شی ویرولی. په هرصورت، تاسو یوازې ۱.۲ متره قد لری. زه حتا تاسو نه شم لیدلی."

100%

د ایټالوي رسنیو د راپور له مخې، میلوني د ۱.۵۸ تر ۱.۶۳ متره پورې لوړوالی لري، که څه هم هغې هیڅکله په رسمي ډول د خپل د قد په اړه څه ندي ویلي.

د میلوني وکیل ویلي، که د محکمې پریکړه تصویب شي، پنځه زره یورو جریمه به خیریه موسسو ته ورکړي.

په لندن کې مېشتو افغانانو د بنو پر پاڅون کوونکو د برید په غبرګون لاریون وکړ

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۱۰ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، چې په لندن کې مېشتو افغانانو د بنو پر پاڅون کوونکو د برید په غبرګون د پاکستان د سفارت پروړاندې لاریون وکړ. د دغه غورځنګ غړي عبدالله احسان پر اېکس خواله رسنۍ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې لاریون کوونکي د پاکستان او د پوځ خلاف شعارونه ورکړي.

نوموړی وایي، چې دا لاریون په برېتانیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګې جوړ کړی دی.
د پاکستان پوځ نن د خیبر پښتونخواه په بنو کې پر لاریون کوونکو ډزې کړي، چې د لومړنیو راپورونو له مخې، ۳ کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون تر شلو ډېر ټپیان شوي دي.

100%


دا لاریون تېره دوشنبه په بنو کې پر یوې پوځي اډې د وسله والو له برید او په غبرګون کې یې د پاکستاني پوځيانو په ځوابي حمله کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اعتراض کې شوی و.
لاریون کوونکي په دې سیمه کې د امنیت ټینګولو او د عزم استحکام عملیاتو د درېدو غوښتنه کوي.
اخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان بیا د پښتونخوا په بنو کې پر لاریونوالو د پاکستان د پوځ ډزې غندلي دي.
ښاغلی پښتین وایي، چې د پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې به د بنو په ملاتړ لاریون وکړي.
نوموړي د وزیرستان او بلوچستان له خلکو وغوښتل، څو د بنو ولسي لاریونوالو د ملاتړ په موخه راووځي او ملاتړ یې وکړي.
د بنو لاریون کوونکي وایي، چې دوی به د وينو په بدل کې خپل وطن زرغون کړي، خو ترهګري ورته د منلو نه ده.

د ویتنام رهبر نګوین فو ټرونګ د ۸۰ کلونو په عمر ومړ

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۳۳ GMT+۱

د ویتنام رهبر نګوین فو ټرونګ د جمعې په ورځ له یوې سختې اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شو.

د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، د ترونګ مړینه په ویتنام کې د یوې سیاسي دورې د پای ته رسېدو په مانا ده.

د ویتنام د حکومت په رسمي اعلامیه کې راغلي، چې د هغه د مړینې لامل ناروغي او بوډاتوب دی.

د ویتنام حکومت په دې وروستیو ورځو کې وویل، چې نګوین فو ترونګ د خپلې ناروغې له امله خپلې دندې ولسمشر تو لام ته وسپارلې.

ښاغلی نګوین فو ترونګ له ۲۰۱۱ کال راهیسې په ویتنام کې د واکمن کمونیست ګوند مشر و.

هغه د دغه هېواد د ولسمشرۍ تجربه هم لري.

د راپورونو له مخې، د ویتنام دغه ۸۰ کلن مشر د دغه هېواد د اقتصادي ودې د څارنې سربیره، د فساد پر ضد د مبارزې د کمپاین له امله شهرت درلود.

د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، د ویتنام د مشر مړینه په داسې وخت کې شوې، چې د دغه هیواد د کمونیست ګوند د مشرتابه لپاره سیاسي کړکېچ دوام لري.

په وروستیو میاشتو کې د دغه ګوند درېو لوړ پوړو چارواکو د نامعلومو دلایلو له امله استعفاوې ورکړې دي.

ځینو رسنیو لیکلي، چې نګوین فو ترونګ د خپلې واکمنۍ پر مهال پر بیان ازادۍ او بشري حقونو کنټرول ډېر کړی و.

دغه رسنۍ ادعا کوي، چې ښاغلي ترونګ د حکومت يو زيات شمېر سياسي مخالفين، فعالان، ليکوالان او خبريالان بنديان کړي او يا يې هم تبعید کړي او د رسنيو او انټرنېټ د محدودولو لپاره يې سخت قوانين وضع کړي دي.

ټي ټي پي د بنو پر لاریون د پاکستاني پوځ ډزې «دولتي ترهګري» بولي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۲۶ GMT+۱

د پاکستان طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي چې په پاکستان کې د ډېری بریدونو مسوولیت مني، د پښتونخوا په بنو کې پر لاریونوالو د پاکستان د پوځ ډزې «دولتي ترهګري» بولي. د پاکستان پوځ نن بنو کې پر لاریون ډزې کړې چې له امله یې ۳ کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون تر شلو ډېر ټپیان شوي دي.

دغه نننی لاریون تېره دوشنبه په بنو کې پر پوځي چوڼۍ د وسلوالو له برید او په غبرګون کې یې د پاکستاني نظامیانو په ځوابي حمله کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اعتراض کې شوی و.

لاریونوالو په سیمه کې د امنیت ټینګولو او د عزم استحکام عملیاتو د درېدو غوښتنه کوله.

خو ناتایید شوي‌راپورونه وايي، ځینې لاریونوالو د پوځ پوستو ته کاڼي ور ګوزار کړي او په ځواب کې پرې سرتېرو ډزې کړې، چې پکې دوه کسان وژل شوي او تر شلو ډېر ټپیان دي.

پاکستاني طالبان د پوځ دغو ډزو کې له وژل شویو او ټپي شویو سره خواخوږي ښيي او پاکستاني نظامیان پر «دولتي ترهګري» تورنوي.

د دې ډلې ویاند محمد خراسانی په اعلامیه کې زیاتوي «دا لومړی ځل نه دی او نه به وروستی ځل وي چې پوځ پر ولس ډزې کوي، ځکه له خلکو غواړو چې د وی په مقابل زموږ ملاتړ وکړي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان، افراسیاب خټک او نورو پښتنو مشرانو هم پر مظاهره د پوځ دزې غندېلې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، بنو کې پر لاریونوالو د پوځ د ډزو په غبرګون کې نن د پښتونخوا او بلوچستان مختلفو سیمو کې لاریونونه کوي.