• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نتنیاهو: هر څوک چې د بایډن ځای ناستی شي، بیا به هم اسراییل د امریکا مهم متحد پاتې وي

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته له الوتنې د مخه وویل؛ که هر څوک په نومبر کې ولسمشر وټاکل شي، بیا به هم اسراییل به په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو تر ټولو قوي متحد پاتې شي. ټاکل شوې، چې نتنیاهو د امریکا کانګرس ته وینا وکړي.‌

د ۲۰۲۲ کال پای کې د شپږم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کېدو راهیسې دا د اسراییل تر ټولو مهم نړۍوال متحد ته د نتنیاهو لومړی سفر دی.

دغه سفر به د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر جو بایډن د نه ګډون په اړه د پرېکړې تر سیوري لاندې راولي.

نتنیاهو وویل، چې هغه به د بایډن څخه د هغه مرستو او ملاتړ له امله مننه وکړي، چې د خپل کار په اوږدو کې یې د اسراییل لپاره کړي دي او له هغه سره به په غزه کې د اسراییلي یرغمل شویو خوشې کولو، د فلسطیني ډلې، حماس ماتولو او په سیمه کې د ایران او د هغوی د نیابتي ډلو سره مقابلې په اړه خبرې وکړي.

که ۸۱ کلن بایډن د کوویډ -۱۹ ناروغی څخه جوړ شي؛ نو د هغه او نتنیاهو ناسته د سې شنبې ورځې لپاره پلان شوې ده.

نتنیاهو به د چهارشنبې په ورځ کانګرس ته وینا وکړي.

له واشنګتن سره د څو میاشتو خړو پړو اړیکو وروسته، دا لیدنه نتنیاهو ته د واشنګټن سره د اړیکو د بیا رغولو لپاره یو فرصت وړاندې کوي.

پر اسراییل د غزې په جګړه کې په لویه کچه د ملکیانو او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د وژلو له امله پراخې نیوکې کیږي او له همدې امله یې د امریکا سره اړیکې هم یو څه ستونزمنې شوي؛ خو دغو ملکي تلفاتو، له اسراییل د امریکا پر ملاتړ کوم اغیز نه دی کړی.

تمه کیږي، چې کانګرس ته د نتنیاهو وینا په مینځني ختیځ کې د بې ثباته وضعیت په اړه د اسراییل او متحده ایالاتو د غبرګون په همغږۍ راټوله وي، چیرې چې دا خطر شته چې د غزې جګړه په یوې پراخې سیمه ییزې جګړې بدله شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

کرملین: د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو څخه د بایډن وتل د حیرانتیا خبره نه ده

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۵۷ GMT+۱

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د دوشنبې په ورځ د اسد په لومړۍ نېټه وویل، چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد له انتخاباتي سیالیو څخه وتل د حیرانتیا خبره نه ده. ښاغلي پسکوف وویل: "په امریکا کې د تېرو څو کلونو پېښو موږ ته دا درس راکړی، چې په هېڅ شي حیران نه شو."

د روسیې د حکومت ویاند ویلي، کرملین د امریکا او د نړۍ د ټولو لویو هېوادونو پرمختګونه له نږدې څاري او ویلي یې دي، چې واشنګټن له خپل «تاریخ تر ټولو بدې دورې» تېرېږي.

دغه چارواکي زیاته کړه، چې د روسیې او امریکا راتلونکې اړیکې د مسکو لپاره ډېرې مهمې دي.

دیمیتري پسکوف دا هم وویل، چې روسیه نه شي کولی د دوه اړخیزو اړیکو له نظره د هغه احتمالي کاندید و ارزوي، ځکه چې "تر اوسه د مسکو سره په اړیکو کې د هغه له خوا هېڅ مرسته نه ده لیدل شوې".

جوبایډن د جنګاښ د میاشتې په ۳۱ مه نیټه په ایکس ټولنیزه شبکه کې د یو پیغام په خپرولو سره د دغه هېواد د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې له ګډون څخه لاس واخیست.

د ټاکنیز کمپاین څخه د وتلو وروسته، بایډن د ډیموکراټ ګوند نوماندۍ لپاره د خپلې مرستیالې کمالا هرېس ملاتړ وکړ.

د اسراییل پوځ وايي، چې ۲ نور یرغمل شوي اسراییلیان د غزې په تړانګه کې وژل شوي دي

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۱

د اسراییل پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دوه نور اسراییلي برمته شوي په غزه کې وژل شوي دي. د دوو یرغمل شویو کسانو د مړینې خبر په داسې حال کې خپریږي، چې ټاکل شوې د روانې اونۍ په وروستیو کې په غزه کې د ۱۲۰ یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره د اوربند د ټینګولو لپاره خبرې پیل شي.

د اسراییل پوځ وايي، لا هم د هغو دوو اسراییلي یرغمل شویو کسانو د مړینې په اړه څېړنه کوي، چې د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا د اسراییل په جنوب کې د یوه برید په ترڅ کې له خپلو کورونو وتښتول شول.

د راپورونو له مخې؛ دغه دوه یرغمل شوي ۳۵ کلن صوتي تخنیک پوه یاګف بوخشتاب او ۷۶ کلن تاریخپوه الیکس دانسیګ دي.

ټاکل شوې، چې د اسراییل مذاکره کوونکې ډله د پنجشنبې په ورځ د اسد په څلورمه د اوربند خبرو ته ولاړه شي.

د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې د اسراییلي یرغمل شویو د خوشي کولو مساله به هم په دغو خبرو اترو کې شامله وي.

د یرغمل شویو کورنیو ټولنې په یوه بیان کې ویلي: "یاګو او الیکس ژوندي نیول شوي او باید ژوندي بېرته خپلې کورنۍ او هېواد ته ستانه شوي وی."

اسراییل چارواکو تایید کړې، چې په غزه کې د یرغمل شویو شاوخوا درېیمه برخه وژل شوي دي.

د یوه ایراني وګړي د وژل کېدو په غبرګون کې ایرانیانو ۳ افغانان وژلي

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۵۰ GMT+۱

د تهران له ختیځې سرچینې وایي، چې د یوه ایراني وګړي د وژل کېدو په بدل کې ایرانیانو د یوې امېندوارې مېرمنې په ګډون ۳ افغانان وژلي دي. سرچېنو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې دغه ایراني وګړی تېره جمعه له درېو افغانانو سره تر لفظي شخړې وروسته په یوه پارک کې وژل شوی دی.

د سرچینې په خبره، یادو درېو افغانانو چې ایراني وګړی وژلی د هرات ولایت اصلي اوسېدونکي دي.
له دې پېښې وروسته یو شمېر ایرانیانو د یاد ځوان د وژل کېدو په غبرګون کې پر یوې افغانې کورنۍ برید کړی، چې له امله یې د یوې امېندوارې افغانې ښځې په ګډون د هغې د کورنۍ ۳ تنه نور وژلي دي.

تر اوسه د دغو درېو افغانانو د وژل کېدو په اړه ایراني چارواکو او رسنیو څه نه دي ویلي.
تېره اونۍ ایراني رسنیو بیا راپور ورکړی و، چې د یوه ایراني وګړي د وژلو په تور درې افغانان چې وروڼه دي د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
له تهران څخه سرچینې همداراز زیاته کړه، چې تر دې پېښې وروسته د پارک په شاوخوا کې د ایرانیانو له خوا یو بنر هم لګول شوی، چې پرې لیکل شوي: «ټول افغانان دې له دې سیمې څخه ووځي کنه له جدي چلند سره به مخ شي.»

100%


د نوموړي په وینا، ایراني پولیسو هم د دغه هېواد وګړو ته اجازه ورکړې، چې له خپل ځان څخه دفاع وکړي او دوی خپله د افغانانو پروړاندې اقدام وکړي.
سرچینې په خپلو خبرو کې وویل، چې د ایراني وګړو او د پولیسو له وېرې څخه ان په ډوډۍ اخیستو پسې هم له کور څخه وتلی نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایران څخه تېره اونۍ افغانستان انټرنشنل ته یوې افغانې کډوالې د یوې ویډیو په لېږلو سره ویلي و، چې د تهران په مېټرو کې یو شمېر ایرانیانو له یوې افغانې کډوالې سره تریخ چلند کړی دی.
سره له دې چې په ایران کې افغان کډوال له کلونو راهیسې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو ورته امنیتي پېښې بیا ددې لامل کیږي، چې دغه هېواد پر ټولو افغان کډوالو فشارونه او ځورونې زیاتې کړي.

پاکستاني رسنۍ: اسلام اباد د جرمني سفیر احضار کړ

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۱۱ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په فرانکفورټ کې د دغه هېواد کونسلګرۍ ته د اعتراض کوونکو د ننوتو په تړاو په اسلام اباد کې د جرمني سفیر الفرد ګراناس احضار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د جرمني د سفیر د احضارولو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د جنګاښ په ٣١مه نېټه يې په دې اړه د جرمني حکومت ته خپل سخت احتجاج څرګند کړی دی.

په خبرپآڼه کې راغلي چې د قونسلي اړیکو په اړه د ویانا د ۱۹۶۳ کال کنوانسیون له مخې د کوربه دولت دنده دا ده، چې د کونسلګرۍ د ځایونو د حرمت ساتنه وکړي او د ډیپلوماټانو خوندیتوب ډاډمن کړي.

اسلام اباد په خپله رسمي خبرپاڼه کې د هغو کسانو د نيولو غوښتنه کړې چې په فرانکفورت کې يې د پاکستان پر کونسلګرۍ بريد کړی و.

د جنګتښ په ۳۰مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ د یوې مظاهرې په ترڅ کې یو شمېر اعتراض کوونکو په فرانکفورټ کې د پاکستان پر کونسلګرۍ برید وکړ. دوی د دغه سفارت له احاطې څخه د پاکستان بیرغ راښکته کړ، اور یې ورته واچاوه او د دغه دفتر کړکۍ یې ماتې کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دغه لاریون کې د تاوتریخوالي غندنه وکړه.

د اسلام اباد پولیسو د تحریک انصاف ګوند اوسنی مشر ګوهر علي نیولی

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د اسلام اباد پولیسو نن دوشنبه په دغه ښار کې د تحریک انصاف ګوند اوسنی مشر ګوهر علي او د یاد ګوند ویاند حسن روف نیولي دي.

د راپورونو له مخې د دوشنبې په ورځ د (زمري لومړی نېټه) د اسلام اباد پولیسو د تحریک انصاف ګوند دفتر کلابند کړی، او د دغه ګوند اوسنی مشر ګوهر علي، د ګوند ویاند روف حسن او د یاد ګوند ځینې اسناد یې هم له ځان سره وړي دي.

ورته مهال د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند په خپله اېکس پاڼه د دغه ګوند د دفتر هغه ویډیو خپره کړې چې د اسلام اباد لسګونو پولیسو کلابند کړی.

تحریک انصاف ګوند، د دوی پر دفتر د اسلام اباد پولیسو د دغه یرغل په غبرګون لیکلي: «یوه ورځ به د اسلام اباد د پولیسو مشر د ګوډاګي حکومت د افسرانو دومره لوی ګروپونه وګماري چې د اصلي مجرمانو مخه ونیسي، نه دا چې د پاکستان تر ټولو لوی سیاسي ګوند وڅاري.»

همدارنګه د یادې پیښې په غبرګون د تحریک انصاف ګوند یو وکیل علي بخاري رسنیو ته ویلي دي، چې د یاد ګوند د مشر او ویاند د نیولو لپاره هیڅ رسمي سند نشته او دوی د قانون خلاف د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

نوموړی وايي: «د حیرانیتا خبره ده چې د یو ګوند مشر دې په نا قانونه توګه ونیول شي، کوم وضیعت چې په دې هېواد کې روان دی دا نو اوس څه ډول قانون چې د هر چا زړه وغواړي هغه دې ونیول شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د پاکستان حکومت د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.