• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: اسلام اباد د جرمني سفیر احضار کړ

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۱۱ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په فرانکفورټ کې د دغه هېواد کونسلګرۍ ته د اعتراض کوونکو د ننوتو په تړاو په اسلام اباد کې د جرمني سفیر الفرد ګراناس احضار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د جرمني د سفیر د احضارولو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د جنګاښ په ٣١مه نېټه يې په دې اړه د جرمني حکومت ته خپل سخت احتجاج څرګند کړی دی.

په خبرپآڼه کې راغلي چې د قونسلي اړیکو په اړه د ویانا د ۱۹۶۳ کال کنوانسیون له مخې د کوربه دولت دنده دا ده، چې د کونسلګرۍ د ځایونو د حرمت ساتنه وکړي او د ډیپلوماټانو خوندیتوب ډاډمن کړي.

اسلام اباد په خپله رسمي خبرپاڼه کې د هغو کسانو د نيولو غوښتنه کړې چې په فرانکفورت کې يې د پاکستان پر کونسلګرۍ بريد کړی و.

د جنګتښ په ۳۰مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ د یوې مظاهرې په ترڅ کې یو شمېر اعتراض کوونکو په فرانکفورټ کې د پاکستان پر کونسلګرۍ برید وکړ. دوی د دغه سفارت له احاطې څخه د پاکستان بیرغ راښکته کړ، اور یې ورته واچاوه او د دغه دفتر کړکۍ یې ماتې کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دغه لاریون کې د تاوتریخوالي غندنه وکړه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

د اسلام اباد پولیسو د تحریک انصاف ګوند اوسنی مشر ګوهر علي نیولی

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د اسلام اباد پولیسو نن دوشنبه په دغه ښار کې د تحریک انصاف ګوند اوسنی مشر ګوهر علي او د یاد ګوند ویاند حسن روف نیولي دي.

د راپورونو له مخې د دوشنبې په ورځ د (زمري لومړی نېټه) د اسلام اباد پولیسو د تحریک انصاف ګوند دفتر کلابند کړی، او د دغه ګوند اوسنی مشر ګوهر علي، د ګوند ویاند روف حسن او د یاد ګوند ځینې اسناد یې هم له ځان سره وړي دي.

ورته مهال د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند په خپله اېکس پاڼه د دغه ګوند د دفتر هغه ویډیو خپره کړې چې د اسلام اباد لسګونو پولیسو کلابند کړی.

تحریک انصاف ګوند، د دوی پر دفتر د اسلام اباد پولیسو د دغه یرغل په غبرګون لیکلي: «یوه ورځ به د اسلام اباد د پولیسو مشر د ګوډاګي حکومت د افسرانو دومره لوی ګروپونه وګماري چې د اصلي مجرمانو مخه ونیسي، نه دا چې د پاکستان تر ټولو لوی سیاسي ګوند وڅاري.»

همدارنګه د یادې پیښې په غبرګون د تحریک انصاف ګوند یو وکیل علي بخاري رسنیو ته ویلي دي، چې د یاد ګوند د مشر او ویاند د نیولو لپاره هیڅ رسمي سند نشته او دوی د قانون خلاف د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

نوموړی وايي: «د حیرانیتا خبره ده چې د یو ګوند مشر دې په نا قانونه توګه ونیول شي، کوم وضیعت چې په دې هېواد کې روان دی دا نو اوس څه ډول قانون چې د هر چا زړه وغواړي هغه دې ونیول شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د پاکستان حکومت د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

طالبان: د ایران او پاکستان حکومتونو له درې زرو ډېر افغان کډوال راستانه کړل

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ دغه افغان کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د نیمروز، هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو له لارو هېواد ته راستانه شول.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (زمري لومړی نېټه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ د ایران او پاکستان حکومتونو، درې زره او ۷۷۵ تنه افغان کډوال راستانه کړل.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، (۱۳۲۹) تنه افغان کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا او (۱۹۴۰) تنه کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې د ایران حکومت له لوري په زور او خپله خوښه راستانه کړل شول.

همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل شوي، ۴۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۱ تنو ته رسیږي د ننګرهار د تورخم او ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر ۲۷۵ تنو رسیږي د کندهار د سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور هېواد ته راستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت ویلي، چې یاد کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړېوال پروګرام دفترونو ته ورپيژندلي دي.

د پاکستان حکومت له لوري په زور د افغان کډوالو اېستلو او په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نېولو لړۍ داسې مهال دوام لري چې د یاد هېواد کابېنې څه موده وړاندې ویلي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو اوسېدو لړۍ یو کال نور هم غځوي.

ځايي خلک: د سپین بولدک ـ چمن دروازه له پرونۍ پرېکړې وروسته هم تړلې پاتې ده

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۱۵ GMT+۱

تېره ورځ په چمن کې له لس میاشتني ځنډ وروسته روان پرلت پای ته ورسید او په پرلت کې اعلان وشو چې نور به د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د تېر په څېر له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ کیږي. خو ويل کیږي، چې نن دوشنبه هم دغه دروازه تړلې پاتې ده.

د چمن او سپین بولدک یو شمیر اوسېدونکي وايي، چې د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د افغانستان په پیژندپاڼه او د پاکستان پر شناختي کارډ د تګ راتګ اجازه نه ورکړل کیږي.

دغه کسان وايي، تېره ورځ د چمن په پرلت کې اعلان وشو، چې نور به پر دغه دروازه تګ راتګ د تېر په څېر له پاسپورټ او ویزې پرته کیږي خو له نن سهار راهیسې لسګونه کسان د دروازې درواړو غاړو ته د پرلت له اعلان سره سم د تګ راتګ په تمه دي او د تېرېدو اجازه نه ورکړل کیږي.

په چمن کې ځايي خبریال احمد ظاهر وايي، د دوشنبې په ورځ (زمري لومړۍ نېټه) سهار د دروازې د خلاصېدو په تمه پر ډیورنډ کرښې جوړې شوې دروازې ته له نږدې ورغلی خو پاکستاني پوله ساتو خلکو ته له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.

همدارنګه د چمن اوسېدونکی امیر محمد وايي، غوښتل یې له ډېرې مودې وروسته په خپل پاکستاني شناختي کارډ سپین بولدک ته ولاړ شي خو پولیسو ورته ویلي، چې د پاکستان حکومت له لوري په شناختي کارډ او پيژندپاڼه د تلو راتلو د اجازې ورکړې امر نه دی ورته شوی.

د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورت د حتمي کېدو په غبرګون پیل شوی لس میاشتنی پرلت، تېره ورځ د دغه ‌پرلت د بندي شویو غړو له راخوشې کېدو او د پرلت له لوري په دروازه له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ تر اعلان وروسته پای ته ورسېده.

بل خوا پر ټولنیزو رسنیو د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د امنیه قوماندان مولوي محمود یو غږیز پیغام خپور شوی، نوموړي په دغه پیغام کې ویلي، چې د طالبانو له لوري پر پيژندپاڼې او شناختي کارډ د تلو رالو پر مهال هیڅ ستونزه نشته او دوی د مساپرو مخنیوی نه کوي.

که څه هم تېره ورځ د چمن پرلتوالو له لوري د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د پخوا په څېر د افغانستان په پیژندپاڼه او د پاکستان په شناختي کارډ د تګ راتګ د اجازې خبره وشوه، خو د یادې پرېکړې په اړه تر دې مهاله د پاکستان حکومت په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

سرچینې: شمالي وزیرستان کې د نجونو بل ښوونځی هم وسله‌والو په بمونو والوځاوه

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۲۵ GMT+۱

سیمه‌ییزو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دغه ښوونځی د شمالي وزیرستان میرعلي زیرکي سیمه کې تېره شپه وسله‌والو په بمونو الوځولی او نړولی یې دی. ويل کیږي، دغه ښوونځی د پاکستاني پوځ تر واک لاندې سیمه کې دی.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه (زمري لومړۍ نېټه) وويل چې وسله والو هغه ښوونځی په بمونو الوځولی چې د پاکستاني پوځ تر بشړ واک لاندې و، خو د پاکستان حکومت لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د روان کال غوايي میاشتې نمايي کې هم په شمالي وزیرستان کې د نجونو یو ښوونځی د وسله‌والو له‌خوا په بمونو الوځول شوی و.

په خیبر پښتونخوا کې د نجونو د ښوونځيو پر وړاندې تاوتریخوالی تر دې وړاندې هم مخینه لري، په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې په ملاکنډ او د خیبرپښتونخوا په نورو سیمو او دره ادم خېل کې هم ښوونځي په بمونو الوځول شوي وو.

له سیمې څخه خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو وويل چې په وزیرستان د نجونو ښوونځي ټول د پوځ تر ولکې لاندې دي خو بیا هم د وسله والو له لوري په بمونو الوځول کیږي.

ښاغلی وزیر وايي، چې د دغه ښوونځي په شاوخوا کې عادي کسان لا په اسانه او ازاد ډول نه شوای ګرځیدلی.

هغه وايي، په دغو سیمو کې د ټي ټي پي وسله‌وال فعال دي خو بیا هم د دغه ښوونځي د الوځولو په اړه کومې ډلې نظر نه دی څرګند کړی، چې د هغه په ټکو دغه کار د سیمې له خلکو سره اندېښنې زیاتې کړې دي.

د پاکستان حکومت: په بنو کې د تاوتریخوالي اصل عامل د پاکستان تحریک انصاف ګوند دی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۳۰ GMT+۱

د پاکستان حکومت د یکشنبې په ورځ په زندان کې د بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا ایالت په پرلت کې د تاوتریخوالي په تنظیمولو تورن کړی، چې یو کس پکې ووژل شو.

د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ په بنو کې د یو پرلت په ترڅ کې د تاوتریخوالي په رامنځته کېدو نیوکه وکړه، چې د سوداګرو او ځايي مشرانو له خوا په ښار کې د نا امنو په تړاو جوړ شوی و او د امن غوښتنه یې کوله.

دغه پرلت په بنو کې د اردو پر یو مرکز د وسله والو له برید وروسته شوی و.

په دغه برید کې اته پاکستاني سرتېري وژل شوي وو.

پر دغه امن غوښتونکي پرلت د پاکستاني ځواکونو له خوا برید وشو، چې لږ تر لږه یو کس په کې ووژل شو او ګڼ نور ټپیان شول.

د پاکستان حکومت اوس د دغه تاوتریخوالي پړه د عمران خان پر تحریک انصاف ګوند اچوي.

د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ په یوه خبري غوڼډه کې وویل: "پي ټي ای د تاوتریخوالي سیاست مخینه لري. دوی امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اړولو په لټه کې دي، د سیاسي ګوند په پرتله د یو ترهګر سازمان په څیر عمل کوي."

نوموړي زیاته کړه: "د تحریک انصاف عناصر په بنو کې د سوداګرو د سولې پرلت ته ننوتل، د برید ځای ته نږدې یې ګډوډي او ډزې وکړې. یو کس یې مړ کړ او ۲۲ نور ټپیان شول. خوشبختانه، د لوی ناورین مخه ونیول شوه، "