• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: شمالي وزیرستان کې د نجونو بل ښوونځی هم وسله‌والو په بمونو والوځاوه

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۰۵ GMT+۱

سیمه‌ییزو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دغه ښوونځی د شمالي وزیرستان میرعلي زیرکي سیمه کې تېره شپه وسله‌والو په بمونو الوځولی او نړولی یې دی. ويل کیږي، دغه ښوونځی د پاکستاني پوځ تر واک لاندې سیمه کې دی.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه (زمري لومړۍ نېټه) وويل چې وسله والو هغه ښوونځی په بمونو الوځولی چې د پاکستاني پوځ تر بشړ واک لاندې و، خو د پاکستان حکومت لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د روان کال غوايي میاشتې نمايي کې هم په شمالي وزیرستان کې د نجونو یو ښوونځی د وسله‌والو له‌خوا په بمونو الوځول شوی و.

په خیبر پښتونخوا کې د نجونو د ښوونځيو پر وړاندې تاوتریخوالی تر دې وړاندې هم مخینه لري، په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې په ملاکنډ او د خیبرپښتونخوا په نورو سیمو او دره ادم خېل کې هم ښوونځي په بمونو الوځول شوي وو.

له سیمې څخه خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو وويل چې په وزیرستان د نجونو ښوونځي ټول د پوځ تر ولکې لاندې دي خو بیا هم د وسله والو له لوري په بمونو الوځول کیږي.

ښاغلی وزیر وايي، چې د دغه ښوونځي په شاوخوا کې عادي کسان لا په اسانه او ازاد ډول نه شوای ګرځیدلی.

هغه وايي، په دغو سیمو کې د ټي ټي پي وسله‌وال فعال دي خو بیا هم د دغه ښوونځي د الوځولو په اړه کومې ډلې نظر نه دی څرګند کړی، چې د هغه په ټکو دغه کار د سیمې له خلکو سره اندېښنې زیاتې کړې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان حکومت: په بنو کې د تاوتریخوالي اصل عامل د پاکستان تحریک انصاف ګوند دی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۳۰ GMT+۱

د پاکستان حکومت د یکشنبې په ورځ په زندان کې د بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا ایالت په پرلت کې د تاوتریخوالي په تنظیمولو تورن کړی، چې یو کس پکې ووژل شو.

د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ په بنو کې د یو پرلت په ترڅ کې د تاوتریخوالي په رامنځته کېدو نیوکه وکړه، چې د سوداګرو او ځايي مشرانو له خوا په ښار کې د نا امنو په تړاو جوړ شوی و او د امن غوښتنه یې کوله.

دغه پرلت په بنو کې د اردو پر یو مرکز د وسله والو له برید وروسته شوی و.

په دغه برید کې اته پاکستاني سرتېري وژل شوي وو.

پر دغه امن غوښتونکي پرلت د پاکستاني ځواکونو له خوا برید وشو، چې لږ تر لږه یو کس په کې ووژل شو او ګڼ نور ټپیان شول.

د پاکستان حکومت اوس د دغه تاوتریخوالي پړه د عمران خان پر تحریک انصاف ګوند اچوي.

د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ په یوه خبري غوڼډه کې وویل: "پي ټي ای د تاوتریخوالي سیاست مخینه لري. دوی امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اړولو په لټه کې دي، د سیاسي ګوند په پرتله د یو ترهګر سازمان په څیر عمل کوي."

نوموړي زیاته کړه: "د تحریک انصاف عناصر په بنو کې د سوداګرو د سولې پرلت ته ننوتل، د برید ځای ته نږدې یې ګډوډي او ډزې وکړې. یو کس یې مړ کړ او ۲۲ نور ټپیان شول. خوشبختانه، د لوی ناورین مخه ونیول شوه، "

منظور پښين: په فرانکفورت کې لاريون د خاصې کړۍ له لوري په تاوتريخوالي اوښتی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۰۰ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په فرانکفورټ کې د لاریون پر مهال تاوتريخوالی غندلی او نوموړي د عاملینو د نيولو غوښتنه کړې ده. منظور پښين ويلي، چې لاريون د دوی له لوري جوړ شوی و او ځينو کړيو د پلان له مخې په قصدي ډول د تاوتريخوالي هڅه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د يکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) پر خپله اېکس پاڼه د المان په فرانکفورټ ښار کې د لاريون تاوتريخوالي ته په اشارې ليکلي: « ځينو روزل شويو کسان د يوه پلان له مخې تاوتريخوالی جوړ کړ او له دې لارې غواړي د سوله ييزو حرکتونو په وړاندې منفي تبلغات وکړي.»

نوموړي په لاريون کې د هغو کسانو په وړاندي د اقدام غوښتنه کړې، چې تاوتريخوالي يې رامنځته کړی.

یو شمېر افغانانو د شنبې په ورځ (د جولای ۳۰مه) په فرانکفورت کې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د ګیله‌ من وزیر د وژل کېدو او بنو پرلت کوونکو د برید په غبرګون لاریون وکړ.

دغه لاريون، چې پښتون ژغورنې غورځنګ د جرمني څانګې جوړ کړی و، پر مهال يې د دې غورځنګ مشر پښتين هم په انلاين ډول ګډونوالو ته وينا وکړه.

لاریون والو د المان په فرانکفورت ښار کې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د «پښتون وژنه بس کړئ»، «لر او بر یو افغان»، «مرګ پر پاکستان»، «ترهګر- ترهګر پاکستان - پاکستان» او «د ترهګرۍ تر شا د پاکستان د پوځ لاس دی» شعارونه ورکول.

د لاریون په ترڅ کې لاریون والو د پاکستان پر کونسلګرۍ برید وکړ، د پاکستان بیرغ یې نسکور او د ودانۍ ښیښې یې په تیږو ماتې کړې.

له دې پېښې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په فرانکفورټ کې د دې هېواد پر کونسلګرۍ د لاریونوالو برید او د ډېپلوماټیکو ځایونو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې د جرمني د چارواکو ناکامي وغندله.
دغه وزارت وویل، چې د کونسلګرۍ امنیت نقض شوی دی او د کارکوونکو ژوند یې له ګواښ سره مخ شوی دی.

روسي ځواکونو له څو میاشتو نښتو وروسته د اوکراین دفاعي کرښه ماته کړه

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۵۹ GMT+۱

د اوکرایني رسنیو د راپور له مخې؛ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې روسي ځواکونو د دونیتسک سیمې په پروګریس کلي په شاوخوا کې د پام وړ سیمې نیولي دي، دا هغه څه دي چې روسي ځواکونو یې د اپریل میاشتې راهیسې هڅې کولې.

په دغه رپوټ کې راغلي، چې د دونیتسک په سیمه کې د روسي سرتېرو برید د اوکراین واحدونه دې ته اړ کړل، چې د پروګریس په کلي کې له خپلو پوستو څخه شاته شي.

په دغه راپور کې راغلي: "جګړې په ۴۸ ساعتونو کې ناڅاپه بدلون وموند. په تیرو څو میاشتو کې اوکرایني ځواکونه توانیدلي چې د روسیې بریدونه په بریالیتوب سره په شا وتمبوي."

د روسیې د یوې ځانګړي پیاده لېوا د پرمختګ سره د جولای په ۱۹مه د دغو د ځواکونو یو پراخ برید وکړ چې د اوکراین ځواکونه ېې دې ته اړ کړل چې نږدې ټول کلي پرېږدي.

د روسي ځواکونو کنډک په چټکۍ سره د کلي په لویدیځ کې خوندي پوستو ته تللي دي.

د اوکرایني شنونکو له خولې ویل شوي: "دې کار د اورګاډي پټلۍ په اوږدو کې یوه بله لېوا دې ته اړ کړه، چې خپل دفاعي لیکې تنظیم کړي او د محاصرې خطر سره مخامخ شي. "

اوکرایني شنونکي خبرداری ورکوي، چې د پروګریس کلي له لاسه ورکول ممکن د پام وړ اغیزې ولري.

که چیرې روسي ځواکونه نور پرمختګ وکړي، دوی ممکن د پوکروفسک - کوستیانتینیفکا لاره وتړي، د ووزدویژینکا لویدیځ سیمې ونیسي او بیا د ریل پټلۍ په اوږدو سیمې هم لاندې کړي، چې د اوکرایني ځواکونو اکمالات به سخت اغیزمن کړي.

ایراني چارواکي: د افغانستان په ګمرکونو کې د ۴۰۰ ایراني لاریو له بندېدو ۱۵ ورځې تېرېږي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۴۲ GMT+۱

د ایران د ټرانزیت ادارې مشر وايي، د افغانستان په ګمرک کې د ایراني لاریو د بندېدو لامل دا دی، چې طالبانو ویلي چې دوی غواړي د سون توکو نمونه واخلي. جواد هدایتي وویل، چې د دې نمونې اخېستو له امله د ایراني موټر چلوونکو تګ د ۱۵ ورځو راهسې ځنډول شوی دی.

ایلنا خبري اژانس د «جنګاښ ۳۱مه» د جواد هدایتي له قوله ویلي، چې که څه هم له دې نمونې اخېستو څخه له تمې څخه زیات موده تېریږي؛ خو د دې بندېدو لامل د معیارونو نشتوالی دی.

ښاغلي هدایتي وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له خوا د تیلو د نمونو اخېستو لړۍ دوام لري؛ خو اوس دغې ډلې د تیلو کنټرول ته شدت ورکړی دی.

تر دې مخکې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې غړي حسین محمدیان د دغو لاریو د بندېدو په اړه ویلي وو، چې ۴۱۰ لارۍ چې چلوونکي یې ایرانیان دي، تېل لېږدوي چې د افغانستان خصوصي سکتور له عراقه پېرلي؛ خو طالبانو یې کیفیت نه دی تایید کړی.

د غزې کړکېچ؛ اسراییل د غزې په مرکزي سیمو بریدونه کړي او په سوېل کې لا هم جګړه روانه ده

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۱۹ GMT+۱

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۴ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي. په غزه کې د حماس د دولتي رسنیو د دفتر په وینا؛ د یکشنبې په ورځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي دي.

اسراییلي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د غزې په سوېلي ښار رفح کې له فلسطیني جنګیالیو سره نښتې کړي او د ساحلي سیمو په مرکز کې یې پر هغو سیمو بمبار کړی، چېرې چې زرګونه فلسطینیان له خپلو کورونو له بې ځایه کېدو وروسته، پناه اخیستې ده.

له مصر سره پولې ته څېرمه د رفح ښار اوسېدونکي وايي، چې د حماس او اسراییلي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې شوي او دا چې دغه نښتې په ځانګړې توګه په مرکز او لوېديځو سيمو کې متمرکزې دي، چېرې چې اسراییل ټانکونو نوې سیمې هم نیولي دي.

د اسلامي جهاد او حماس وسله والې ډلې وايي، چې جنګيالي يې د ټانک ضد راکټونو او هاوان په کارولو سره د اسراييلي ځواکونو سره جګړه کې ښکیل دي.

د اسرايیلو پوځ ویلي، چې سرتېرو یې یوه ډله جنګیالي وژلي، چې د دوی پر لور روان وو او د ښار په ختیځه برخه تل السلطان کې یې مهمات، تونلونه او زیربناوې ویجاړې کړې دي.

د قطر او مصر په مشرۍ او د متحده ایالاتو په ملاتړ د اوربند هڅې تر دې دمه د جنګیالیو ترمنځ د اختلافاتو له امله ناکامه شوې.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۴ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

په غزه کې د حماس د دولتي رسنیو د دفتر په وینا؛ د یکشنبې په ورځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي دي.

په تېره اونۍ کې د غزې پر مرکزي سیمو کې د اسراییل بریدونه د النصیرات پر کمپ متمرکز وو، چې لسګونه کسان پکې وژل شوي دي.

د غزې دیر البلاح په مرکزي سیمه کې بې ځایه شوی تیمور ابورکان وویل: "موږ په النصیرات کې د چاودنو غږونه اورو او موږ ګورو چې له دې ځایه لوګی پورته کیږي، زمونږ سیمه وروستی پناه ځای دی او موږ ډاریږو چې ټانکونه به دلته هم ورسیږي."

هغه وايي: "موږ باید چیرته لاړ شو؟ د غزې ټوله سیمه د بریدونو لاندې ده او موږ په ځنګل کې د څاریو په څیر ښکار کیږو. کله به دا وژنې کافي وي؟ جګړه به کله پای ته ورسیږي؟"