• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسي ځواکونو له څو میاشتو نښتو وروسته د اوکراین دفاعي کرښه ماته کړه

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۵۹ GMT+۱

د اوکرایني رسنیو د راپور له مخې؛ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې روسي ځواکونو د دونیتسک سیمې په پروګریس کلي په شاوخوا کې د پام وړ سیمې نیولي دي، دا هغه څه دي چې روسي ځواکونو یې د اپریل میاشتې راهیسې هڅې کولې.

په دغه رپوټ کې راغلي، چې د دونیتسک په سیمه کې د روسي سرتېرو برید د اوکراین واحدونه دې ته اړ کړل، چې د پروګریس په کلي کې له خپلو پوستو څخه شاته شي.

په دغه راپور کې راغلي: "جګړې په ۴۸ ساعتونو کې ناڅاپه بدلون وموند. په تیرو څو میاشتو کې اوکرایني ځواکونه توانیدلي چې د روسیې بریدونه په بریالیتوب سره په شا وتمبوي."

د روسیې د یوې ځانګړي پیاده لېوا د پرمختګ سره د جولای په ۱۹مه د دغو د ځواکونو یو پراخ برید وکړ چې د اوکراین ځواکونه ېې دې ته اړ کړل چې نږدې ټول کلي پرېږدي.

د روسي ځواکونو کنډک په چټکۍ سره د کلي په لویدیځ کې خوندي پوستو ته تللي دي.

د اوکرایني شنونکو له خولې ویل شوي: "دې کار د اورګاډي پټلۍ په اوږدو کې یوه بله لېوا دې ته اړ کړه، چې خپل دفاعي لیکې تنظیم کړي او د محاصرې خطر سره مخامخ شي. "

اوکرایني شنونکي خبرداری ورکوي، چې د پروګریس کلي له لاسه ورکول ممکن د پام وړ اغیزې ولري.

که چیرې روسي ځواکونه نور پرمختګ وکړي، دوی ممکن د پوکروفسک - کوستیانتینیفکا لاره وتړي، د ووزدویژینکا لویدیځ سیمې ونیسي او بیا د ریل پټلۍ په اوږدو سیمې هم لاندې کړي، چې د اوکرایني ځواکونو اکمالات به سخت اغیزمن کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

ایراني چارواکي: د افغانستان په ګمرکونو کې د ۴۰۰ ایراني لاریو له بندېدو ۱۵ ورځې تېرېږي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۴۲ GMT+۱

د ایران د ټرانزیت ادارې مشر وايي، د افغانستان په ګمرک کې د ایراني لاریو د بندېدو لامل دا دی، چې طالبانو ویلي چې دوی غواړي د سون توکو نمونه واخلي. جواد هدایتي وویل، چې د دې نمونې اخېستو له امله د ایراني موټر چلوونکو تګ د ۱۵ ورځو راهسې ځنډول شوی دی.

ایلنا خبري اژانس د «جنګاښ ۳۱مه» د جواد هدایتي له قوله ویلي، چې که څه هم له دې نمونې اخېستو څخه له تمې څخه زیات موده تېریږي؛ خو د دې بندېدو لامل د معیارونو نشتوالی دی.

ښاغلي هدایتي وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له خوا د تیلو د نمونو اخېستو لړۍ دوام لري؛ خو اوس دغې ډلې د تیلو کنټرول ته شدت ورکړی دی.

تر دې مخکې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې غړي حسین محمدیان د دغو لاریو د بندېدو په اړه ویلي وو، چې ۴۱۰ لارۍ چې چلوونکي یې ایرانیان دي، تېل لېږدوي چې د افغانستان خصوصي سکتور له عراقه پېرلي؛ خو طالبانو یې کیفیت نه دی تایید کړی.

د غزې کړکېچ؛ اسراییل د غزې په مرکزي سیمو بریدونه کړي او په سوېل کې لا هم جګړه روانه ده

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۱۹ GMT+۱

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۴ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي. په غزه کې د حماس د دولتي رسنیو د دفتر په وینا؛ د یکشنبې په ورځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي دي.

اسراییلي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د غزې په سوېلي ښار رفح کې له فلسطیني جنګیالیو سره نښتې کړي او د ساحلي سیمو په مرکز کې یې پر هغو سیمو بمبار کړی، چېرې چې زرګونه فلسطینیان له خپلو کورونو له بې ځایه کېدو وروسته، پناه اخیستې ده.

له مصر سره پولې ته څېرمه د رفح ښار اوسېدونکي وايي، چې د حماس او اسراییلي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې شوي او دا چې دغه نښتې په ځانګړې توګه په مرکز او لوېديځو سيمو کې متمرکزې دي، چېرې چې اسراییل ټانکونو نوې سیمې هم نیولي دي.

د اسلامي جهاد او حماس وسله والې ډلې وايي، چې جنګيالي يې د ټانک ضد راکټونو او هاوان په کارولو سره د اسراييلي ځواکونو سره جګړه کې ښکیل دي.

د اسرايیلو پوځ ویلي، چې سرتېرو یې یوه ډله جنګیالي وژلي، چې د دوی پر لور روان وو او د ښار په ختیځه برخه تل السلطان کې یې مهمات، تونلونه او زیربناوې ویجاړې کړې دي.

د قطر او مصر په مشرۍ او د متحده ایالاتو په ملاتړ د اوربند هڅې تر دې دمه د جنګیالیو ترمنځ د اختلافاتو له امله ناکامه شوې.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۴ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

په غزه کې د حماس د دولتي رسنیو د دفتر په وینا؛ د یکشنبې په ورځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي دي.

په تېره اونۍ کې د غزې پر مرکزي سیمو کې د اسراییل بریدونه د النصیرات پر کمپ متمرکز وو، چې لسګونه کسان پکې وژل شوي دي.

د غزې دیر البلاح په مرکزي سیمه کې بې ځایه شوی تیمور ابورکان وویل: "موږ په النصیرات کې د چاودنو غږونه اورو او موږ ګورو چې له دې ځایه لوګی پورته کیږي، زمونږ سیمه وروستی پناه ځای دی او موږ ډاریږو چې ټانکونه به دلته هم ورسیږي."

هغه وايي: "موږ باید چیرته لاړ شو؟ د غزې ټوله سیمه د بریدونو لاندې ده او موږ په ځنګل کې د څاریو په څیر ښکار کیږو. کله به دا وژنې کافي وي؟ جګړه به کله پای ته ورسیږي؟"

اسراييل: له يمن څخه را توغول شوي توغندي مو شنډ کړي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۵۲ GMT+۱

اسراییل وايي، چې هوایي دفاعي سیسټم یې د یکشنبې په ورځ له یمن څخه توغول شوي توغندي شنډ کړي. بل خوا، د یمن د ایران پلوه حوثي غورځنګ بیا وايي، چې دوی د اسراییل په ایلات ښار څو توغندي توغولي دي.

دغه برید د اسرايیل او حوثي یاغیانو تر منځ د نښتو د زیاتېدو نښه ده، چې د جمعې په ورځ د یمني ډلې له خوا په د تل ابیب د بې پیلوټه الوتکې په برید سره پیل شو، چې یو کس پکې ووژل شو او څلور نور یې ټپیان شول.

د اسراییل جنګي الوتکو د شنبې په ورځ د دغه برید په ځواب کې د یمن د حدیده بندر ته څېرمه هوايي بریدونه وکړل چې د اسراییل په وینا؛ د حوثي یاغیانو پوځي اهداف یې په نښه کړل.

په يمن کې طبي سرچينو د يکشنبې په ورځ رويټرز خبري اژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې شپږ کسان وژل شوي او ٨٠ نور ټپيان دي، چې ټول ملکي وګړي دي.

د پېښې له ځای څخه په تر لاسه شویو انځورونو کې په سیمه اورلګېدنه لیدل کیږي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د تېرې یکشنبې په ورځ یې د ارو ۳ توغندیو دفاعي سیستم له یمن څخه توغول شوی توغندی مخکې له دې چې د اسراییل خاورې ته داخل شي، شنډ کړی دی.

له برید د مخه، په ایلات سیمه کې د هوایی برید د خبرداري پیغام خپور شوی و او اوسېدونکي یې ځانونه امن ځایونو ته رسولي و.

دغه نښتې، په غزه کې د روانې نهه میاشتنۍ جګړې له تاثیراتو څخه بلل کیږي،‌ چې سیمه ییز او نړۍوال انډول یې اغیزمن کړی دی.

د حوثي یاغیانو په ګډون د ایران سره تړلې ډلې د غزې سره د پیوستون د ښودلو په موخه پر اسراییل راکټونه او توغندي توغوي او وايي،‌ چې دا کار د فلسطینیانو او د حماس اسلامي وسله والې ډلې په ملاتړ کوي.

بل خوا امریکا او متحدین یې د اسراییل ملاتړ کوي او وسلې ورکوي.

د حماس او اسراییل جګړه د اکټوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه، چې د حماس په مشرۍ وسله والو د اسراییل پر سویلي سیمو برید وکړ، چې د اسراییلي چارواکو په وینا شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول.

اسراییل له هغه راهیسې په غزه بمباري او بریدونه کړي چې شاوخوا ۳۹ زره فلسطینیان یې وژلي.

حوثي یاغیان چې د یمن په شمال پر پراخو سیمو باندې کنټرول لري، مخکې یې ادعا کړې وه چې ایلات او په اسراییل باندې د نورو بریدونو تکل لري او ویلي یې دي، چې دوی د غزې په تړانګه کې د اسراییل د جګړې غچ اخلي.

دې ډلې د میاشتو راهیسې په سره سمندرګي کې په بار وړونکو بیړیو هم بریدونه کړي دي.

د حماس په متحدینو کې د ایران ملاتړې ډلې لکه؛ حوثي، د لبنان حزب الله او عراقي ملېشې شاملې دي.

د محصلینو تر مرګوني لاریون وروسته د بنګله دېش یوې محکمې د حکومتي دندو سهم کم کړ

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۴۲ GMT+۱

د بنګله دېش سترې محکمې له یوې اونۍ خونړیو لاریونونو وروسته په حکومتي دندو کې د بنګله دېش د ازادي اخیستونکو د کورنیو لپاره ورکړل شوې برخه کمه کړه.

تر دې وړاندې د حکومت یو پر درېیمه برخه د هغو کسانو خپلوانو ته ځانګړې شوې وه، چې په ۱۹۷۱ کال کې یې د پاکستان پر ضد جګړه کې برخه اخیستې وه.

اوس محکمې دغه برخه ۵٪ ته راټیټه کړې ده.

د محکمې د نوې پرېکړې له مخې؛ ۹۳ سلنه دولتي دندې باید د وړتیا پر بنسټ وګړو ته ورکړل شي. ۵٪ له پاکستان څخه د دغه هېواد د خپلواکۍ د جګړې د قربانیانو کورنیو ته او ۲٪ نور یې توکمیزو اقلیتونو، نرښځیانو او معلولینو ته ورکول کیږي.

د بنګله دېش حکومت تر اوسه د محکمې دغه حکم ته غبرګون نه دی ښودلی.

یوه میاشت وړاندې د استیناف محکمې پرېکړه وکړه، چې د دولتي دندو یو پر درېیمه برخه دې د خپلواکۍ د جنګیالیو خپلوانو ته ځانګړې شي.

هغه پرېکړه چې په دغه هېواد کې د محصلینو مرګونې مظاهرې راوپارولې او په دغو ناکراریو کې لږ تر لږه ۱۱۰ کسان ووژل شول.

له دغو لاریونونو شاوخوا یوه اونۍ وروسته سترې محکمې دغه پرېکړه لغوه کړه.

د بنګله دېش لوی څارنوال محمد امین الدین وویل: "سترې محکمې د استیناف محکمې پرېکړه غیر قانوني اعلان کړې ده."

په بنګله دېش کې د محصلینو اعتراضونه هغه مهال پیل شول چې د دغه هېواد حکومت ۵۶ سلنه دولتي دندې په بېلابېلو کوټو ووېشلې.

د دې کوټې له مخې؛ په جګړه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته ۳۰ سلنه دولتي دندې، ۱۰ سلنه ښځو ته، ۱۰ سلنه د وروسته پاتې سیمو خلکو ته، ۵ سلنه سیمه ییزو خلکو او پاتې ۱ سلنه معلولینو ته ځانګړې شوې دي.

د وروستیو خپرو شویو شمېرو له مخې؛ د مظاهره چیانو او بلوا ضد ځواکونو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۱۱۰ کسان وژل شوي دي.

ټرمپ: که ولسمشر وای، کله به هم په افغانستان کې داسې ناورین نه وای پېښ شوی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۲۰ GMT+۱

ډونالډ ټرمپ له خپل مرستیال جې ډي وینس سره د خپل لومړی ګډ ټاکنیز کمپاین پرمهال په خبرو کې وویل: «که هغه مهال ولسمشر وای، په افغانستان کې به هېڅکله داسې ناورین نه و پېښ شوی.» نوموړي زیاته کړه: «که زه ولسمشر وای، د بګرام اډه به مې ساتلې وای. خو اوس د چین په واک کې ده.»

نوموړي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د (چنګاښ ۳۰مه) د مشیګن په ګرینډ ریپډز ښار کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال وکړې.

ډونالډ ټرمپ په وار وار په خپلو ویناوو کې ټینګار کړی چې چین د بګرام اډې واک په لاس کې اخیستی دی.

100%

نوموړي دوه ورځې وړاندې د جمهوري غوښتونکو د ملي راټولېندنې په وروستۍ ورځ د دې خبرې په تکرارولو سره چې د بګرام اډه د چین په واک کې ده، پر جوبایډن د بګرام اډې په پرېښودلو او په افغانستان کې د ۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي وسلو پرېښودلو په اړه نیوکې وکړې.

ښاغلي ټرمپ ټینګار وکړ چې د بګرام ارزښت د افغانستان لپاره نه، بلکې بګرام په دې مهم دی چې د چین پولې ته په یو ساعت واټن کې پروت دی.

هغه د شنبې په ورځ د چین په اړه د بایډن پر تګلارې هم نیوکې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې که ولسمشر شي، د چین پر توکو د تعرفو د لګولو په ګډون به د بیجینګ پر وړاندې د خپل پخواني حکومت د سیاستونو په بیا ژوندي کولو سره به د امریکا په بازار کې د چین له اغېز سره مقابله وکړي.

همدارنګه نوموړي وویل، چې هغه د چین له ولسمشر سره ښې اړیکې لري او پوهیږي چې څنګه ورسره چلند وکړي.

ټرمپ د شمالي کوریا په تړاو د خپل حکومت تګلارې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې له کیم جونګ اون سره یې د مستقیمو اړیکو په پایله کې د دغه هېواد کړنې له نږدې څارلې.

نوموړي په خپله وینا کې د ایران یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه: د هغه په وخت کې ایران ډیواليه وو او پیسې یې نه لرلې خو اوس یې ۲۵۰ میلیارده ډالره عاید ترلاسه کړی.

ټرمپ یادونه وکړه: «خو موږ به له ایران او هر هغه چا سره جوړ راشو چې اړتیا یې وي.»

له ټرمپ څخه د ایلان ماسک ملاتړ

ټرمپ د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د بریښنايي موټرو د پراختیا په اړه د خپل مخالفت په اړه خبرې وکړې، خو یادونه یې وکړه چې هغه د ټیسلا کمپنۍ له اجراییوي مشر ایلان ماسک سره ښې اړیکې لري او په ټاکنو کې د هغه ملاتړ هم لري.

نوموړي وویل: «زه ایلان ماسک ډیر خوښوم او هغه په دې وروستیو کې زما د نوماندۍ ملاتړ وکړ. هغه ما ته په دې اړه څه نه دي ویلي، خو هغه زما (کمپاین) ته هره میاشت ۴۵ میلیونه ډالر راکوي.»

ټرمپ زیاته کړه: «که څه هم ایلان ماسک زما کمپاین ته ډیرې پیسې راکړې، هغه هیڅکله له ما پوښتنه ونه کړه چې ولې زه د بریښنایي موټرو مخالف یم. ځکه هغه پوهیږي چې زه نه غواړم دغه صنعت ته زیان ورسوم، خو زه باور لرم چې دا موټر باید ټول بازار ونه نیسي.»

په ټاکنو کې د درغلیو د احتمال په اړه خبرداری

ټرمپ ټینګار وکړ چې د ټولپوښتنې له مخې به د امریکا په ډېرو ایالتونو کې د پام وړ رایې وګټي او د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د درغلیو د تورونو په تکرارولو سره یې خبرداری ورکړ چې یوازینی شی چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د ده د بري مخه نیولی شي هغه د رایو په اصلي پایلو کې لاسوهنه ده.

هغه دې ته په اشارې سره وویل، چې ډیموکراټان د خپلو نوماندانو په اړه اندېښمن دي«ډیموکراټان نه پوهیږي چې د دوی نوماند څوک دی؟»

ټرمپ وویل: «ډیموکراټان وايي چې زه د ډیموکراسۍ په وړاندې ګواښ یم. خو زه به تاسو ته ووایم چې ما د ډیموکراسۍ لپاره څه کړي دي. زه تېره اونۍ د ډیموکراسۍ لپاره د مرمۍ مخې ته ودریدم.»