• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځايي خلک: د سپین بولدک ـ چمن دروازه له پرونۍ پرېکړې وروسته هم تړلې پاتې ده

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۱۵ GMT+۱

تېره ورځ په چمن کې له لس میاشتني ځنډ وروسته روان پرلت پای ته ورسید او په پرلت کې اعلان وشو چې نور به د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د تېر په څېر له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ کیږي. خو ويل کیږي، چې نن دوشنبه هم دغه دروازه تړلې پاتې ده.

د چمن او سپین بولدک یو شمیر اوسېدونکي وايي، چې د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د افغانستان په پیژندپاڼه او د پاکستان پر شناختي کارډ د تګ راتګ اجازه نه ورکړل کیږي.

دغه کسان وايي، تېره ورځ د چمن په پرلت کې اعلان وشو، چې نور به پر دغه دروازه تګ راتګ د تېر په څېر له پاسپورټ او ویزې پرته کیږي خو له نن سهار راهیسې لسګونه کسان د دروازې درواړو غاړو ته د پرلت له اعلان سره سم د تګ راتګ په تمه دي او د تېرېدو اجازه نه ورکړل کیږي.

په چمن کې ځايي خبریال احمد ظاهر وايي، د دوشنبې په ورځ (زمري لومړۍ نېټه) سهار د دروازې د خلاصېدو په تمه پر ډیورنډ کرښې جوړې شوې دروازې ته له نږدې ورغلی خو پاکستاني پوله ساتو خلکو ته له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.

همدارنګه د چمن اوسېدونکی امیر محمد وايي، غوښتل یې له ډېرې مودې وروسته په خپل پاکستاني شناختي کارډ سپین بولدک ته ولاړ شي خو پولیسو ورته ویلي، چې د پاکستان حکومت له لوري په شناختي کارډ او پيژندپاڼه د تلو راتلو د اجازې ورکړې امر نه دی ورته شوی.

د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورت د حتمي کېدو په غبرګون پیل شوی لس میاشتنی پرلت، تېره ورځ د دغه ‌پرلت د بندي شویو غړو له راخوشې کېدو او د پرلت له لوري په دروازه له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ تر اعلان وروسته پای ته ورسېده.

بل خوا پر ټولنیزو رسنیو د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د امنیه قوماندان مولوي محمود یو غږیز پیغام خپور شوی، نوموړي په دغه پیغام کې ویلي، چې د طالبانو له لوري پر پيژندپاڼې او شناختي کارډ د تلو رالو پر مهال هیڅ ستونزه نشته او دوی د مساپرو مخنیوی نه کوي.

که څه هم تېره ورځ د چمن پرلتوالو له لوري د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د پخوا په څېر د افغانستان په پیژندپاڼه او د پاکستان په شناختي کارډ د تګ راتګ د اجازې خبره وشوه، خو د یادې پرېکړې په اړه تر دې مهاله د پاکستان حکومت په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: شمالي وزیرستان کې د نجونو بل ښوونځی هم وسله‌والو په بمونو والوځاوه

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۲۵ GMT+۱

سیمه‌ییزو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دغه ښوونځی د شمالي وزیرستان میرعلي زیرکي سیمه کې تېره شپه وسله‌والو په بمونو الوځولی او نړولی یې دی. ويل کیږي، دغه ښوونځی د پاکستاني پوځ تر واک لاندې سیمه کې دی.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه (زمري لومړۍ نېټه) وويل چې وسله والو هغه ښوونځی په بمونو الوځولی چې د پاکستاني پوځ تر بشړ واک لاندې و، خو د پاکستان حکومت لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د روان کال غوايي میاشتې نمايي کې هم په شمالي وزیرستان کې د نجونو یو ښوونځی د وسله‌والو له‌خوا په بمونو الوځول شوی و.

په خیبر پښتونخوا کې د نجونو د ښوونځيو پر وړاندې تاوتریخوالی تر دې وړاندې هم مخینه لري، په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې په ملاکنډ او د خیبرپښتونخوا په نورو سیمو او دره ادم خېل کې هم ښوونځي په بمونو الوځول شوي وو.

له سیمې څخه خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو وويل چې په وزیرستان د نجونو ښوونځي ټول د پوځ تر ولکې لاندې دي خو بیا هم د وسله والو له لوري په بمونو الوځول کیږي.

ښاغلی وزیر وايي، چې د دغه ښوونځي په شاوخوا کې عادي کسان لا په اسانه او ازاد ډول نه شوای ګرځیدلی.

هغه وايي، په دغو سیمو کې د ټي ټي پي وسله‌وال فعال دي خو بیا هم د دغه ښوونځي د الوځولو په اړه کومې ډلې نظر نه دی څرګند کړی، چې د هغه په ټکو دغه کار د سیمې له خلکو سره اندېښنې زیاتې کړې دي.

د پاکستان حکومت: په بنو کې د تاوتریخوالي اصل عامل د پاکستان تحریک انصاف ګوند دی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۳۰ GMT+۱

د پاکستان حکومت د یکشنبې په ورځ په زندان کې د بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا ایالت په پرلت کې د تاوتریخوالي په تنظیمولو تورن کړی، چې یو کس پکې ووژل شو.

د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ په بنو کې د یو پرلت په ترڅ کې د تاوتریخوالي په رامنځته کېدو نیوکه وکړه، چې د سوداګرو او ځايي مشرانو له خوا په ښار کې د نا امنو په تړاو جوړ شوی و او د امن غوښتنه یې کوله.

دغه پرلت په بنو کې د اردو پر یو مرکز د وسله والو له برید وروسته شوی و.

په دغه برید کې اته پاکستاني سرتېري وژل شوي وو.

پر دغه امن غوښتونکي پرلت د پاکستاني ځواکونو له خوا برید وشو، چې لږ تر لږه یو کس په کې ووژل شو او ګڼ نور ټپیان شول.

د پاکستان حکومت اوس د دغه تاوتریخوالي پړه د عمران خان پر تحریک انصاف ګوند اچوي.

د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ په یوه خبري غوڼډه کې وویل: "پي ټي ای د تاوتریخوالي سیاست مخینه لري. دوی امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اړولو په لټه کې دي، د سیاسي ګوند په پرتله د یو ترهګر سازمان په څیر عمل کوي."

نوموړي زیاته کړه: "د تحریک انصاف عناصر په بنو کې د سوداګرو د سولې پرلت ته ننوتل، د برید ځای ته نږدې یې ګډوډي او ډزې وکړې. یو کس یې مړ کړ او ۲۲ نور ټپیان شول. خوشبختانه، د لوی ناورین مخه ونیول شوه، "

منظور پښين: په فرانکفورت کې لاريون د خاصې کړۍ له لوري په تاوتريخوالي اوښتی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۰۰ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په فرانکفورټ کې د لاریون پر مهال تاوتريخوالی غندلی او نوموړي د عاملینو د نيولو غوښتنه کړې ده. منظور پښين ويلي، چې لاريون د دوی له لوري جوړ شوی و او ځينو کړيو د پلان له مخې په قصدي ډول د تاوتريخوالي هڅه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د يکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) پر خپله اېکس پاڼه د المان په فرانکفورټ ښار کې د لاريون تاوتريخوالي ته په اشارې ليکلي: « ځينو روزل شويو کسان د يوه پلان له مخې تاوتريخوالی جوړ کړ او له دې لارې غواړي د سوله ييزو حرکتونو په وړاندې منفي تبلغات وکړي.»

نوموړي په لاريون کې د هغو کسانو په وړاندي د اقدام غوښتنه کړې، چې تاوتريخوالي يې رامنځته کړی.

یو شمېر افغانانو د شنبې په ورځ (د جولای ۳۰مه) په فرانکفورت کې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د ګیله‌ من وزیر د وژل کېدو او بنو پرلت کوونکو د برید په غبرګون لاریون وکړ.

دغه لاريون، چې پښتون ژغورنې غورځنګ د جرمني څانګې جوړ کړی و، پر مهال يې د دې غورځنګ مشر پښتين هم په انلاين ډول ګډونوالو ته وينا وکړه.

لاریون والو د المان په فرانکفورت ښار کې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د «پښتون وژنه بس کړئ»، «لر او بر یو افغان»، «مرګ پر پاکستان»، «ترهګر- ترهګر پاکستان - پاکستان» او «د ترهګرۍ تر شا د پاکستان د پوځ لاس دی» شعارونه ورکول.

د لاریون په ترڅ کې لاریون والو د پاکستان پر کونسلګرۍ برید وکړ، د پاکستان بیرغ یې نسکور او د ودانۍ ښیښې یې په تیږو ماتې کړې.

له دې پېښې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په فرانکفورټ کې د دې هېواد پر کونسلګرۍ د لاریونوالو برید او د ډېپلوماټیکو ځایونو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې د جرمني د چارواکو ناکامي وغندله.
دغه وزارت وویل، چې د کونسلګرۍ امنیت نقض شوی دی او د کارکوونکو ژوند یې له ګواښ سره مخ شوی دی.

روسي ځواکونو له څو میاشتو نښتو وروسته د اوکراین دفاعي کرښه ماته کړه

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۵۹ GMT+۱

د اوکرایني رسنیو د راپور له مخې؛ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې روسي ځواکونو د دونیتسک سیمې په پروګریس کلي په شاوخوا کې د پام وړ سیمې نیولي دي، دا هغه څه دي چې روسي ځواکونو یې د اپریل میاشتې راهیسې هڅې کولې.

په دغه رپوټ کې راغلي، چې د دونیتسک په سیمه کې د روسي سرتېرو برید د اوکراین واحدونه دې ته اړ کړل، چې د پروګریس په کلي کې له خپلو پوستو څخه شاته شي.

په دغه راپور کې راغلي: "جګړې په ۴۸ ساعتونو کې ناڅاپه بدلون وموند. په تیرو څو میاشتو کې اوکرایني ځواکونه توانیدلي چې د روسیې بریدونه په بریالیتوب سره په شا وتمبوي."

د روسیې د یوې ځانګړي پیاده لېوا د پرمختګ سره د جولای په ۱۹مه د دغو د ځواکونو یو پراخ برید وکړ چې د اوکراین ځواکونه ېې دې ته اړ کړل چې نږدې ټول کلي پرېږدي.

د روسي ځواکونو کنډک په چټکۍ سره د کلي په لویدیځ کې خوندي پوستو ته تللي دي.

د اوکرایني شنونکو له خولې ویل شوي: "دې کار د اورګاډي پټلۍ په اوږدو کې یوه بله لېوا دې ته اړ کړه، چې خپل دفاعي لیکې تنظیم کړي او د محاصرې خطر سره مخامخ شي. "

اوکرایني شنونکي خبرداری ورکوي، چې د پروګریس کلي له لاسه ورکول ممکن د پام وړ اغیزې ولري.

که چیرې روسي ځواکونه نور پرمختګ وکړي، دوی ممکن د پوکروفسک - کوستیانتینیفکا لاره وتړي، د ووزدویژینکا لویدیځ سیمې ونیسي او بیا د ریل پټلۍ په اوږدو سیمې هم لاندې کړي، چې د اوکرایني ځواکونو اکمالات به سخت اغیزمن کړي.

ایراني چارواکي: د افغانستان په ګمرکونو کې د ۴۰۰ ایراني لاریو له بندېدو ۱۵ ورځې تېرېږي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۴۲ GMT+۱

د ایران د ټرانزیت ادارې مشر وايي، د افغانستان په ګمرک کې د ایراني لاریو د بندېدو لامل دا دی، چې طالبانو ویلي چې دوی غواړي د سون توکو نمونه واخلي. جواد هدایتي وویل، چې د دې نمونې اخېستو له امله د ایراني موټر چلوونکو تګ د ۱۵ ورځو راهسې ځنډول شوی دی.

ایلنا خبري اژانس د «جنګاښ ۳۱مه» د جواد هدایتي له قوله ویلي، چې که څه هم له دې نمونې اخېستو څخه له تمې څخه زیات موده تېریږي؛ خو د دې بندېدو لامل د معیارونو نشتوالی دی.

ښاغلي هدایتي وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له خوا د تیلو د نمونو اخېستو لړۍ دوام لري؛ خو اوس دغې ډلې د تیلو کنټرول ته شدت ورکړی دی.

تر دې مخکې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې غړي حسین محمدیان د دغو لاریو د بندېدو په اړه ویلي وو، چې ۴۱۰ لارۍ چې چلوونکي یې ایرانیان دي، تېل لېږدوي چې د افغانستان خصوصي سکتور له عراقه پېرلي؛ خو طالبانو یې کیفیت نه دی تایید کړی.