د ترکمنستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان او ټاپي پروژې په اړه خبرې وکړې

د پاکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت، د ټاپي پروژې د تطبیق او د سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

د پاکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت، د ټاپي پروژې د تطبیق او د سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.
د ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د مشرانو له خوا پیل شوې وه؛ خو افغانستان کې د کړکېچ او سیمهییزو لانجو له امله تر اوسه دغه پروژه نه ده عملي شوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲مه) په یوې اعلامیه کې وویل، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر راشد مرادوف د ټاپي پروژې په ګډون د انرژۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
د ټاپي ګازو نل لیکه د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ولایتونو تېرېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چنګاښ په ۲۰مه کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په کتنه کې وویل، چې د ټاپي پروژې د پیل په لاره کې به حقوقي ستونزې حل کړي او هڅه به وکړي چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د پلي کیدو پر وړاندې پاتې ستونزې هم حل کړي ترڅو د ټاپي پروژې کار د عمل مرحلې ته ورسیږي.


د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په ۱۲مه لوبه کې هندوکش سټرايکرز لوبډلې ميوند اتلانو ته د ۴۰ منډو په توپير ماتې ورکړه او په دې سياليو کې يې پنځه بريا هم خپله کړه. د هندوکش تېز توپ اچونکي خلیل ګربز پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګه وايي، چې د لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو د ۱۲مې لوبې پچه د میوند اتلانو لوبډلې وګټله او لوبډلمشر نجیب الله ځدران د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د هندوکش لوبډلې په پنځوسو اورونو کې د خپل ۸ لوبغاړو په سوځېدو سيالي لوبډلې ته ۲۷۹ منډې هدف وټاکه.
د هندوکش سټرايکرز لوبډلمشر رحمت شاه ۹۶ او افسر ځاځي ۸۰ تر نورو لوبغاړو ډېرې منډي جوړي کړې.
د ميوند اتلانو په لوبډله کې شرف الدين اشرف ۳ او يما عرب دوه لوبغاړي وسوځول.
د ميوند اتلاتو لوبډلې په ۴۳.۳ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۸ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يې د ۴۰ منډو په ټوپير وبايلل.
په دې سره د کورني کرېکټ په پیل شويو سيالیو کې د ميوند اتلانو لوبې پای ته ورسېدې او دغه لوبډله د مخکي تګ څخه پاته شوه.
هندوکش سټرايکرز لوبډلې د پنځو لوبو په ګټلو پايلوبې ته لاره پېدا کړه.
د سږکال لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو پای لوبې ته د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ماهیپر ستوري او د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ د هندوکش سټرایکرز لوبډلو لاره پېدا کړې.
د لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو پای لوبه د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي.

د هینلي پاسپورټونو د ارزونې ادارې اعلان کړی، چې د افغانستان د پاسپورټ ارزښت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی او نور هم بې اعتباره شوی دی. د ارزونې له مخې؛ پخوا افغان پاسپورټ لرونکو ۲۷ هېوادونو ته له وېزې پرته تګ راتګ کاوه، خو اوس دا شمېر ۲۶ هېوادونو ته راټیټ شوی دی.
د هینلي ادارې په خپله ارزونه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، یو ځل بیا د افغانستان پاسپورت د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ بللی دی.
د هینلي پاسپورټ ارزونې ادارې ویلي: "افغانستان د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ پاتې شوی او په تېرو شپږو میاشتو کې یې یو بل هېواد ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی."
د هینلي ادارې د راپور له مخې؛ د هغو هېوادونو شمېر چې افغان اتباع یې له وېزې پرته سفر کولای شي ۲۶ هېوادونو ته راټیټ شوي دي.
د ادارې په وینا؛ دا د ارزونې په ۱۹ کلن تاریخ کې تر ټولو ټیټه نومره ده.
سینګاپور یو ځل بیا د نړۍ د قوي پاسپورټ لقب خپل کړ.
د سینګاپور وګړي کولی شي له وېزې پرته ۱۹۵ هېوادونو ته سفر وکړي.
فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او اسپانیا په دویم ځای کې دي، چې هر یو یې ۱۹۲ بې وېزې هېوادونو ته تللی شي.
اتریش، فنلنډ، ایرلنډ، لوګزامبورګ، هالنډ، سویلي کوریا او سویډن په درېیم ځای کې دي.
انګلستان، بلجیم، ډنمارک، نیوزیلینډ، ناروې او سویس په څلورم ځای کې پاتې دي.
د متحده ایالاتو پاسپورټ د هینلي په لیست کې خپل ښکته تګ ته دوام ورکړ ، چې ۱۸۶ هېوادونو ته د وېزې پرته سفر کولو اجازه ورکوي، اتم ځای ته رسېدلی.
لس کاله وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې برېتانیا او امریکا په ګډه د هینلي په نوملړ کې لومړی ځای درلود.
د وروستیو شمېرو له مخې؛ د متحده عربي اماراتو، چین او اوکراین د پاسپورټ ارزښت زیات شوی او د دغو هېوادونو پاسپورت لرونکي کولای شي له وېزې پرته نورو هېوادونو ته سفر وکړي. سوریه، یمن، بنګله دېش او نایجیریا هم زیات شاته تګ تجربه کړی دی.
د هینلي پاسپورټ ادارې یوه نړۍواله ارزونه ده، چې د پاسپورټونو اعتبار د هغو هېوادونو د شمېر پر اساس درجه بندي کوي چې د هر هېواد وګړي کولی شي پرته له وېزې سفر وکړي.

امرالله صالح د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو د جوبایډن له وتلو وروسته په کابل کې د پخواني حکومت له چارواکو سره په یوه مېلمستيا کې د هغه د حضور یادونه کړې.
امرالله صالح چې هغه وخت د ملي امنیت رییس و لیکي، بایډن حامد کرزي ته وویل، په افغانستان کې د امریکا حضور دایمي نه دی او پاکستان د واشنګټن لپاره تر افغانستان ۵۲ چنده زیات مهم دی.
د صالح په خبره، حامد کرزي د جوبایډن د څرګندونو په غبرګون کې وویل، افغانستان د امریکا په راتګ سره نه دی پیدا شوی چې د هغوي په وتلو سره مړ شي.
د حامد کرزي د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا هم په خپل کتاب کې ورته کیسه کړې ده.
صالح خپل اېکس کې لیکلي، جو بایډن د ۲۰۰۹ کال په دغه مېلمستیا کې "غیر دودیزې او سختې" څرګندونې وکړې .
جوبایډن په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشر د مرستیال په توګه له لوړې یو اونۍ مخکې کابل ته سفر کړی و.
ښاغلي صالح په دې کتنه کې د جوبایډن او حامد کرزي ترمنځ لفظي شخړې ته اشاره کړې.
هغه لیکلي چې جو بایډن په ارګ کې په یوه مېلمستيا کې "غیر دودیزې او سختې څرګندونې وکړې".
صالح لیکلي: په دغه مېلمستیا کې بایډن حامد کرزي او د هغه کابینې ته وویل چې "ښاغلی کرزی، تاسو زموږ شتون مفت او دایمي ګڼلی دی." که اړتیا وي، موږ به هغه څه وکړو چې موږ یې غواړو. موږ د پاکستان په نوم یو متحد لرو چې تر افغانستان ۵۲ چنده راته مهم او غوره دی.»
د صالح په وینا، د جوبایډن څرګندونو ښاغلی کرزی په غوسه کړ،ې په ځواب کې یې وویل: "دا مهمه نه ده چې موږ او زموږ هېواد ستاسو لپاره مهم دی که نه. زموږ وطن د پاکستان په پرتله موږ ته ۵۲۰۰۰ ځله مهم دی. افغانستان نه ستاسو په راتګ سره پیدا شوی او نهبه ستاسو په وتلو سره مړ شي.»
کرزي وویل: "ستاسو خبرې زما پرله پسې ادعا تاییدوي چې تاسو به په هیڅ صورت کې له پاکستان سره مصلحت او پټ جوړجاړی نه پریږدئ." تاسو ښه پوهیږئ چې اصلي ترهګر د پاکستان پوځ او استخبارات دي او تاسو په ناحقه زموږ له خلکو سره زور ازمویئ.»
صالح د کرزي په حواله لیکلي: «تاسو پاکستان ته نه شئ تللای او تاسو دلته له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم راغلي یاست. ترهګر د کوټې شورا نومېږي. ستاسو پوځ پر کوټه یو بم هم نه دی غورځولی. ملا عمر او ملګري یې د ای ایس ای په کورونو کې شنې چای څښي او تاسو د کندهار په شاوخوا کې هغوی پسې سرګردانه یاست.»
د امرالله صالح په وینا کرزي بایډن ته وویل: "ستاسو خبرو ماته یو شی روښانه کړ: موږ لږ یا هیڅ مشترکې ګټې نه لرو." موږ ستاسو د مرستې احسانمن یو، مګر دا احسان په دې معنی نه دی چې خپل ویاړ او تاریخ پریږدو. دا ډول چلند ښه دی چې تاسو د تاریخ له تصادفونو سره غوره کړی. دا ملت تاریخ لري. ولولئ.»
د امریکا ولسمشر جوبایډن په وار وار ویلي چې هیڅوک نشي کولای افغانستان متحد کړي.
هغه یو وخت افغانستان یو "خدای وهلی هېواد" او "د امپراتوریو هدیره" بللی و او ویلي یې و چې هغه په دې هېواد کې د پاتې کیدو مخالف دی، په ځانګړې توګه د القاعدې د مشر اسامه بن لادن له وژل کیدو وروسته.
جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې له امله له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.
په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان پخوانی حکومت نسکور شو او طالبانو بیا واک ترلاسه کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر له طالبانو سره د واشنګټن د مالي ملاتړ خبره رد کړه. نوموړي له افغانستان سره د امریکا مرستو ته د طالبانو احتمالي لاسرسی ناسم وباله او خبریالانو ته یې وویل چې هېواد یې له طالبانو سره مالي مرستې نه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون په افغانستان کې د امریکا د وسلو د پاتې کېدو په اړه د یوه خبریال پوښتنې ته ځواب ونه وایه، خو ویې ویل: «کله چې له طالبانو سره د امریکا د مالي مرستو خبره کېږي، موږ په حقیقت کې له طالبانو سره مالي مرستې نه کوو.»
سیګار په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت نه دی توانېدلی چې د مصرفوونکو ادارو لخوا له افغانستان سره ددغه هېواد ۲۹۳ میلیونه ډالرو مرستو څېړنه وکړي.
دغې ادارې ویلي، ښايي طالبانو له دې مرستو ګټه پورته کړې وي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي مفتش په مۍ میاشت کې وویل چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۳۰ راهیسې له افغانستان سره له ۱۷ میلیارد ډالرو ډیرې مرستې کړې دي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو راهیسې د امریکا پالیسي له طالبانو سره پر ښکېلتیا متمرکزه ده او تر اوسه یې د طالبانو ضد وسلوالو ملاتړ ته لېوالتیا نه ده ښودلې.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د تګ لپاره د چمن پر خلکو محدودیتونو د زرګونو خلکو ژوند او کار اغېزمن کړی دی. د ورځپاڼې په وینا د چمن اوسېدونکي نه شي کولای په افغانستان کې خپلو کروندو او کاروبارونو ته ولاړ شي.
راپور کې ویل شوي، مخکې له دې چې د اکتوبر په میاشت کې دغه لار وتړل شی، هره ورځ د دواړو غاړو په زرګونو خلک یوازې په شناختي کارډونو او تذکرو سره له پولې تېرېدل.
نیویارک ټایمز د پاکستان د چمن د اوسېدونکی عبدالمنان کیسه کړې، چې له څو لسیزو راهیسې هره ورځ له خپل کور څخه افغانستان ته د خپلو کروندو د کرلو لپاره له پولې اوښته.
هغه وايي چې په افغانستان کې خپلو ځمکو ته نه شي تللى او زامنو يې چې له افغانستان يې يو شمېر سوداګريز توکي په پاکستان کې خپلو سيمو ته لېږدول، خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د پاکستان حکومت په وروستیو میاشتو کې د چمن پر پوله د تګ راتګ محدودیتونه وضع کړي، چې له مخې یې مسافر باید ویزې او پاسپورت ولري.
پاکستاني چارواکي وايي اوسني بندیزونه یو اړین امنیتي اقدام دی.
دا د تیرې یوې پیړۍ راهیسې لومړی ځل دی چې د دې دروازې له رامینځته کیدو راهیسې مسافرین د تیریدو لپاره ویزو او پاسپورټونو ته اړتیا لري.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې اوسنیو بندیزونو په پاکستان کې د هغو زرګونو کوچنیو سوداګرو ژوند اغېزمن کړی چې له پولې ورځني کورنی توکي او الکترونیکي توکي واردوي.
په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان د چمن اوسېدونکو د سرحدي محدودیتونو پر ضد پراخ لاریونونه کړي، چې کله ناکله د تاوتریخوالي او لویو لارو د تړلو لامل شول. د پاکستان حکومت یو شمېر مظاهره کوونکي هم نیولي دي.
تېره اوونۍ د حکومت او مظاهره چیانو ترمنځ خبرې بیا پیل شوې او پاکستان د مظاهرو د موقتي پای ته رسولو په بدل کې یو شمېر مظاهره کوونکي خوشي کړل.