
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر له طالبانو سره د واشنګټن د مالي ملاتړ خبره رد کړه. نوموړي له افغانستان سره د امریکا مرستو ته د طالبانو احتمالي لاسرسی ناسم وباله او خبریالانو ته یې وویل چې هېواد یې له طالبانو سره مالي مرستې نه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون په افغانستان کې د امریکا د وسلو د پاتې کېدو په اړه د یوه خبریال پوښتنې ته ځواب ونه وایه، خو ویې ویل: «کله چې له طالبانو سره د امریکا د مالي مرستو خبره کېږي، موږ په حقیقت کې له طالبانو سره مالي مرستې نه کوو.»
سیګار په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت نه دی توانېدلی چې د مصرفوونکو ادارو لخوا له افغانستان سره ددغه هېواد ۲۹۳ میلیونه ډالرو مرستو څېړنه وکړي.
دغې ادارې ویلي، ښايي طالبانو له دې مرستو ګټه پورته کړې وي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي مفتش په مۍ میاشت کې وویل چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۳۰ راهیسې له افغانستان سره له ۱۷ میلیارد ډالرو ډیرې مرستې کړې دي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو راهیسې د امریکا پالیسي له طالبانو سره پر ښکېلتیا متمرکزه ده او تر اوسه یې د طالبانو ضد وسلوالو ملاتړ ته لېوالتیا نه ده ښودلې.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د تګ لپاره د چمن پر خلکو محدودیتونو د زرګونو خلکو ژوند او کار اغېزمن کړی دی. د ورځپاڼې په وینا د چمن اوسېدونکي نه شي کولای په افغانستان کې خپلو کروندو او کاروبارونو ته ولاړ شي.
راپور کې ویل شوي، مخکې له دې چې د اکتوبر په میاشت کې دغه لار وتړل شی، هره ورځ د دواړو غاړو په زرګونو خلک یوازې په شناختي کارډونو او تذکرو سره له پولې تېرېدل.
نیویارک ټایمز د پاکستان د چمن د اوسېدونکی عبدالمنان کیسه کړې، چې له څو لسیزو راهیسې هره ورځ له خپل کور څخه افغانستان ته د خپلو کروندو د کرلو لپاره له پولې اوښته.
هغه وايي چې په افغانستان کې خپلو ځمکو ته نه شي تللى او زامنو يې چې له افغانستان يې يو شمېر سوداګريز توکي په پاکستان کې خپلو سيمو ته لېږدول، خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د پاکستان حکومت په وروستیو میاشتو کې د چمن پر پوله د تګ راتګ محدودیتونه وضع کړي، چې له مخې یې مسافر باید ویزې او پاسپورت ولري.
پاکستاني چارواکي وايي اوسني بندیزونه یو اړین امنیتي اقدام دی.
دا د تیرې یوې پیړۍ راهیسې لومړی ځل دی چې د دې دروازې له رامینځته کیدو راهیسې مسافرین د تیریدو لپاره ویزو او پاسپورټونو ته اړتیا لري.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې اوسنیو بندیزونو په پاکستان کې د هغو زرګونو کوچنیو سوداګرو ژوند اغېزمن کړی چې له پولې ورځني کورنی توکي او الکترونیکي توکي واردوي.
په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان د چمن اوسېدونکو د سرحدي محدودیتونو پر ضد پراخ لاریونونه کړي، چې کله ناکله د تاوتریخوالي او لویو لارو د تړلو لامل شول. د پاکستان حکومت یو شمېر مظاهره کوونکي هم نیولي دي.
تېره اوونۍ د حکومت او مظاهره چیانو ترمنځ خبرې بیا پیل شوې او پاکستان د مظاهرو د موقتي پای ته رسولو په بدل کې یو شمېر مظاهره کوونکي خوشي کړل.
د طالبانو د کنټرول لاندي د احصايې او معلوماتو اداره وايي په تېره چنګاښ مياشت کې يې د اسان خدمت له لارې ۱۲۰ زره ۱۴۵ کسانو ته برېښنايې پېژندپاڼې وېشلې دي. دغې ادارې په خپلو معلوماتو کې ليکلي، چې تر ټولو ډېرې ۳۱ زره پېژندپاڼې يوازي په کابل کې خلکو ته ور کول شوې دي.
د طالبانو د احصايې اومعلوماتو ادارې نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تر کابل وروسته په هرات کې ۹ زره، په کندوز کې ۸ زره او ۱۶۶، بلخ کې ۷ زره او ۸۰۰ او په ننګرهار کې ۳ زره او ۵۵۰ برېښنايې پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
برېښنايي پېژندپاڼې د پخواني ولسمشر اشرف غني په وخت کې پیل شوې.
د احصايي او معلوماتو ادارې د شمېرو له مخې، له هغه راهیسې د روان کال تر لومړۍ مياشتې يې ۱۲ ميليونه او ۹۰۰ زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر ملا ندا محمد ندیم وايي، اړوند وزارت داسې بشري ځواک روزي چې دې ته اړتیا پیدا نشي چې د پروژو د پلي کولو لپاره له بهر افغانستان ته کسان وغوښتل شي. خو پر طالبانو نیوکه دا ده چې واک ته رسېدو راهیسې له ادارو مسلکی کسان لرې کوي او خپلې خوښې کسان ګماري.
د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس د طالبانو د لوړو زدکړو د وزیر له قوله لیکلي چې ملا ندا محمد ندیم نن د «کار ملي کنفرانس» ته وینا کې ټینکار وکړ چې د فساد کچې کمولو لپاره د کار زمینې برابرول مهم دي.
ندیم زیاتوي چې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت ډاډ ورکوي، چې په ټولو اړوندو برخو کې په کارپوه بشري ځواک روزي.
د نظر خاوندان په دې اند دي چې تېر جمهوریت ړنګېدو سره د طالبانو له وېرې او سختو بندیزونو له امله مسلکي بشري ځواک له وطن څخه وتلو ته مجبور شو او پاتې یې هم د وتلو هڅې کوي.
دغه طالب چارواکی په داسې حال کې د بشري ځواک د تیارولو ډاډ ورکوي چې دغه ډلې د حکومت له پیل مسلکي کسان له دولتي ادارو څخه وشړل او پرځای یې خپل کسان وګمارل.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت علمي مرستیال لطفالله خیرخواه ویلي و، چې شاوخوا له ۲۰۰ تر ۲۵۰ تنه د پوهنتون استادان له افغانستانه وتلي دي.
خو ځینې راپورونه وايي، چې یوازې له کابل پوهنتون تر څلور سوو استادان بهر وتلي دي.
د پښتونخوا په جنوبي برخه کې پروت بنو ښار کې د جولاۍ په نولسمه د لکونو خلکو په ګډون د ترهګرۍ په باره کې د حکومتي پالیسیو خلاف یو داسې ستر لاریون وشو چې د بنو په تاریخ کې د دې نه وړاندې هیڅ کله بنوڅیان «د بنو وګړي» په دومره غټه کچه د احتجاج لپاره کوڅو او بازارونو ته نه وو را وتلي.
د دې سوله ییز ولسي پاڅون او لاریون دوه مهمې ځانګړتیاوې دا وې چې یو خو د دې احتجاج غږ کوم سیاسي ګوند له خوا نه وو شوی، بلکې د بنو تاجرانو او د مدني ټولنې ځینې غړو خلکو ته د را وتلو غږ کړی و، ځکه په دې کې د ټولو سیاسي ګوندونو محلي غړو ګډون وکړ.
بله دا چې په لاریون کې ګډونوال ټول د بنو محلي خلک وو، د نورو ضلعو نه ورته څوک نه وو راغلي.
د بنو ضلعې نفوس د شپاړسو لکو شاوخوا او د بنو ښار نفوس څلور لکه اټکل کیږي.
د دې نه وړاندې د جولاۍ د میاشتې په پنځلسمه نیټه د بنو په پوځي ګارنیزیون د طالبانو یو خطرناک برید شوې و او بیا تر څلرویشت ساعتو په ګارنیزیون کې د دواړو خواو جنګ ادامه وکړه، چې پکې لس بریدګر او اته پوځیان مړه شول.
دغه جنګ په ټول ښار ډیره ناوړه اغیزه وکړه، دا جګړه ځکه وړه یا محدوده نه وه، چې د پوځ خاص قطعې د نورو ځایونو نه په جګړه کې د برخې اخستلو لپاره راغلې وې.
پوځي هیلي کوپترو هم په جګړه کې برخه واخیسته او په تیره دا چې د ګارنیزیون د ننه په جنګ بوخت طالب جنګیالیو ته هم د بهر نه یو ځل کومک راغی.
د درندو وسلو د شور نه د ښار خلکو خوب و نه کړ، جګړه د څه وخت لپاره د ګارنیزیون سره نزدې د یوه واړه بازار دکانونو ته راغله، ځايي خلکو په پوځیانو تور پورې کړ چې د هغوی په ډزو پنځه بې ګناه مزدوران ووژل شول چې په دغه بازار کې یې کار کاوه او د طالبانو او پوځ تر منځ جګړې سره یې هیڅ اړیکه نه لرله.
د خلکو قهر په دې هم را وپارید چې تر څو ساعتو پوځیانو ملکي افرادو ته د مړه شویو مزدورانو د جسدونو پورته کولو اجازت نه ورکاوه.
د خلکو د نارامۍ او د قهر بله وجه په اصطلاح د ښو طالبانو هغه دفترونه وو چې په بنو ښار او نواحي سیمو کې د پوځي استخباراتو په اجازت جوړ شوي او په منظم فعالیت بوخت دي.
د پاکستان پوځ هغه طالبان ښه بولي چې په افغانستان کې جنګیږي، خو پاکستان کې جګړه نه کوی او له پوځي استخباراتو سره همکاري کوي.
کوم طالبان چې په پاکستان کې بریدونه کوي هغه بد طالبان بلل کیږی، خو د بنو ځايي وګړي وايي، چې د په اصطلاح د ښو او بدو طالبانو په استخباراتي لوبو کې په پښتونخوا کې ترهګري خوریږي، نو ځکه د بنو د ولس غوښتنه دا وه چې دغه دفترونه باید سملاسي وتړل شي.
دا خبره د یادولوده چې د ښو او بدو طالبانو دغه استخباراتي لوبه تر بنو محدوده نه ده، په هر ځای کې د پوځ استخباراتو دغسې وسلوال د خپلې خوښې د کارونو لپاره ساتلي دي.
د پښتون ولس له خوا د عزم استحکام په نوم د پوځي عملیاتو د پلان د مخالفت یوه غټه وجه د پاکستان د پوځ په باره کې هغه بې باوري چې د دغسې استخباراتی لوبو په نتیجه کې پیدا شوې ده، د بنو په تاریخي پاڅون باندې پوځیانو ډزې وکړې، چې په نتیجه کې یې د ځینې راپورونو له مخې څلور تنه مړه او تر پنځویشتو زیات کسان ټپي شول.

د پاڅون نه یوه ورځ پس د بنو ولسونو د خپلو غوښتنو د منل کیدلو لپاره پوځي ګارنیزیون ته مخامخ په یوه لوی پرلت لاس پورې کړ، چې زرګونو کسانو پکې برخه اخستې ده.
هسې خو په ټوله پښتونخوا کې د طالبانو له خوا په پوځي چوڼیو، د پولیس په مراکزو او نورو ځایونو بریدونه کیږي،خو د پښتونخوا د جنوب په لسو ضلعو د کورمې او کوهاټ نه تر جنوبي وزیرستان او ډیره اسماعیل خان کې ګرم او پراخ جنګ روان دی.
د کوهاټ نه د کراچۍ په لور تلونکې په انډس شاهراه باندې د ماښام نه پس پولیس خپلې څوکۍ پریږدي او په ښاریو کې خپلو قرارګاوو ته ننوځي، خو دا کار په یو څو میاشتو کې نه دی شوی.
دا سلسله د تیرو پنځو کلونو نه روانه وه، پښتنو سیاستوالو په وار وار دغه خطره په ګوته کړه، د پښتنو ملتپالو نه علاوه د مولوي فضل الرحمان غوندې مذهبي مشرانو هم دغه تهدید ته ډیر ځله ګوته ونیوله، خو پاکستاني پوځ دا خبره ردوله او دا یې د سیاستوالو وهم باله. مرکزي او ایالتي حکومتونه هم د پوځ د دریځ شا ته پټیدل.
د پاکستاني جنرالانو د دغه چل ول په وجه په پښتون ولس کې دا فکر زیږیدلی دی، چې طالب جنګیالو ته د ډیورنډ دواړه غاړې سپارل په اصطلاح د بین المللي لویې لوبې برخه ده، چې یو ځل بیا تاوده نیابتي جنګونه د افغان/پښتون وطن ته را وړي.
پاکستاني جنرالان او افغانستان کې د طالبانو امارت په دې لوبه کې محلي قراردادیان دي. دوی یو ځل بیا د ځايي ولسونو نه د جنګ خاشاک جوړول غواړي، نو ځکه تر اوسه د پاکستانيپ وځ جنرالانو د خلکو په تشویش او غوښتنو غوږ نه دی ګرولی او ترهګري یې زیاتیدلو ته پریښوده، چې د پوځي عملیاتو شروع کولو ته جواز بیا مومي،ځکه چې دوی ته دغه اجنډا سپارل شوې ده.
د بنو تاریخي پاڅون نه وړومبی او نه اخري پاڅون دی، که د تیرو څو کلونو مطبوعات وکتل شي نو دا حقیقت جوتیږي چې د ترهګرۍ د خوریدو او د پاکستاني جنرالانو د فریب ډکو لوبو په ضد د پښتونخوا په ګوټ ګوټ کې د امن لپاره پاڅونونه روان پاتې شوي دي.
اوس هم د پښتونخوا په مختلفو سیمو کې په دې مسله پرلتونه په جریان کې دي.په واڼه، ټانک، بنو، باجوړ او ځینې نورو سېمو کې د پرلتونو خبرونه هره ورځ په میډیا کې لیدل کیږي.
د زړه غټاوي اصل خبره دا ده چې د پښتونخوا عام ولس په دې پوه شوی دی چې په سیمه کې د اوږده جنګ په جریان کې دلته جنګي اقتصاد مینځ ته راغلی دی، جرنیلان او جنګ سالاران په جنګونو کې میلیاردران شوي اوغواړي چې د نورو پیسو او سیاسي قدرت لاس ته راوړلو لپاره د افغانانو په وینو نور جنګونه پیل کړي.
د پښتونخوا خلکو د دغو شیطاني لوبو په ضد سوله ییز مقاومت ته لاس اچولې،چې د یوې ورځې نه بلې ورځې ته قوت مومي، که خیر د خدای شوی وي، دوی به بریالي کیږي. انشاالله .
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېره شپه یې د ډېورنډ پر کرښه درې وسله وال وژلي، چې غوښتل یې پر اغزن تار له افغانستان څخه ور واوړي؛ خو ټي ټي پي بیا د دوو پوځیانو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د دوشنبې پر شپه یې د ډېورنډ پر کرښه هغه درې وسله وال وژلي، چې غوښتل یې د ازغن تار څخه د دیر سیمې ته را واوړي.
دوی ویلي، چې پاکستاني پوځیانو یاد وسله وال محاصره کړي او بیا یې وژلي دي.
خو بل خوا په ټلګرام کې ټي ټي پي ته منصوب چینل ویلي، چې په دیر کې د دوشنبې پر شپې له پاکستاني پوځیانو سره د دغې ډلې غړو نښته کړې، چې په پایله کې یې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دوی په دغه نښته کې د خپلو دوه غړو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې د ټي ټي پي له خوا پر پاکستاني پوځیانو او پولیسو بریدونو زور اخیستی دی، چې وروستۍ خونړۍ پېښه یې په بنو کې پر پوځي چوڼۍ برید و.