
د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر ملا ندا محمد ندیم وايي، اړوند وزارت داسې بشري ځواک روزي چې دې ته اړتیا پیدا نشي چې د پروژو د پلي کولو لپاره له بهر افغانستان ته کسان وغوښتل شي. خو پر طالبانو نیوکه دا ده چې واک ته رسېدو راهیسې له ادارو مسلکی کسان لرې کوي او خپلې خوښې کسان ګماري.
د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس د طالبانو د لوړو زدکړو د وزیر له قوله لیکلي چې ملا ندا محمد ندیم نن د «کار ملي کنفرانس» ته وینا کې ټینکار وکړ چې د فساد کچې کمولو لپاره د کار زمینې برابرول مهم دي.
ندیم زیاتوي چې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت ډاډ ورکوي، چې په ټولو اړوندو برخو کې په کارپوه بشري ځواک روزي.
د نظر خاوندان په دې اند دي چې تېر جمهوریت ړنګېدو سره د طالبانو له وېرې او سختو بندیزونو له امله مسلکي بشري ځواک له وطن څخه وتلو ته مجبور شو او پاتې یې هم د وتلو هڅې کوي.
دغه طالب چارواکی په داسې حال کې د بشري ځواک د تیارولو ډاډ ورکوي چې دغه ډلې د حکومت له پیل مسلکي کسان له دولتي ادارو څخه وشړل او پرځای یې خپل کسان وګمارل.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت علمي مرستیال لطفالله خیرخواه ویلي و، چې شاوخوا له ۲۰۰ تر ۲۵۰ تنه د پوهنتون استادان له افغانستانه وتلي دي.
خو ځینې راپورونه وايي، چې یوازې له کابل پوهنتون تر څلور سوو استادان بهر وتلي دي.

د پښتونخوا په جنوبي برخه کې پروت بنو ښار کې د جولاۍ په نولسمه د لکونو خلکو په ګډون د ترهګرۍ په باره کې د حکومتي پالیسیو خلاف یو داسې ستر لاریون وشو چې د بنو په تاریخ کې د دې نه وړاندې هیڅ کله بنوڅیان «د بنو وګړي» په دومره غټه کچه د احتجاج لپاره کوڅو او بازارونو ته نه وو را وتلي.
د دې سوله ییز ولسي پاڅون او لاریون دوه مهمې ځانګړتیاوې دا وې چې یو خو د دې احتجاج غږ کوم سیاسي ګوند له خوا نه وو شوی، بلکې د بنو تاجرانو او د مدني ټولنې ځینې غړو خلکو ته د را وتلو غږ کړی و، ځکه په دې کې د ټولو سیاسي ګوندونو محلي غړو ګډون وکړ.
بله دا چې په لاریون کې ګډونوال ټول د بنو محلي خلک وو، د نورو ضلعو نه ورته څوک نه وو راغلي.
د بنو ضلعې نفوس د شپاړسو لکو شاوخوا او د بنو ښار نفوس څلور لکه اټکل کیږي.
د دې نه وړاندې د جولاۍ د میاشتې په پنځلسمه نیټه د بنو په پوځي ګارنیزیون د طالبانو یو خطرناک برید شوې و او بیا تر څلرویشت ساعتو په ګارنیزیون کې د دواړو خواو جنګ ادامه وکړه، چې پکې لس بریدګر او اته پوځیان مړه شول.
دغه جنګ په ټول ښار ډیره ناوړه اغیزه وکړه، دا جګړه ځکه وړه یا محدوده نه وه، چې د پوځ خاص قطعې د نورو ځایونو نه په جګړه کې د برخې اخستلو لپاره راغلې وې.
پوځي هیلي کوپترو هم په جګړه کې برخه واخیسته او په تیره دا چې د ګارنیزیون د ننه په جنګ بوخت طالب جنګیالیو ته هم د بهر نه یو ځل کومک راغی.
د درندو وسلو د شور نه د ښار خلکو خوب و نه کړ، جګړه د څه وخت لپاره د ګارنیزیون سره نزدې د یوه واړه بازار دکانونو ته راغله، ځايي خلکو په پوځیانو تور پورې کړ چې د هغوی په ډزو پنځه بې ګناه مزدوران ووژل شول چې په دغه بازار کې یې کار کاوه او د طالبانو او پوځ تر منځ جګړې سره یې هیڅ اړیکه نه لرله.
د خلکو قهر په دې هم را وپارید چې تر څو ساعتو پوځیانو ملکي افرادو ته د مړه شویو مزدورانو د جسدونو پورته کولو اجازت نه ورکاوه.
د خلکو د نارامۍ او د قهر بله وجه په اصطلاح د ښو طالبانو هغه دفترونه وو چې په بنو ښار او نواحي سیمو کې د پوځي استخباراتو په اجازت جوړ شوي او په منظم فعالیت بوخت دي.
د پاکستان پوځ هغه طالبان ښه بولي چې په افغانستان کې جنګیږي، خو پاکستان کې جګړه نه کوی او له پوځي استخباراتو سره همکاري کوي.
کوم طالبان چې په پاکستان کې بریدونه کوي هغه بد طالبان بلل کیږی، خو د بنو ځايي وګړي وايي، چې د په اصطلاح د ښو او بدو طالبانو په استخباراتي لوبو کې په پښتونخوا کې ترهګري خوریږي، نو ځکه د بنو د ولس غوښتنه دا وه چې دغه دفترونه باید سملاسي وتړل شي.
دا خبره د یادولوده چې د ښو او بدو طالبانو دغه استخباراتي لوبه تر بنو محدوده نه ده، په هر ځای کې د پوځ استخباراتو دغسې وسلوال د خپلې خوښې د کارونو لپاره ساتلي دي.
د پښتون ولس له خوا د عزم استحکام په نوم د پوځي عملیاتو د پلان د مخالفت یوه غټه وجه د پاکستان د پوځ په باره کې هغه بې باوري چې د دغسې استخباراتی لوبو په نتیجه کې پیدا شوې ده، د بنو په تاریخي پاڅون باندې پوځیانو ډزې وکړې، چې په نتیجه کې یې د ځینې راپورونو له مخې څلور تنه مړه او تر پنځویشتو زیات کسان ټپي شول.

د پاڅون نه یوه ورځ پس د بنو ولسونو د خپلو غوښتنو د منل کیدلو لپاره پوځي ګارنیزیون ته مخامخ په یوه لوی پرلت لاس پورې کړ، چې زرګونو کسانو پکې برخه اخستې ده.
هسې خو په ټوله پښتونخوا کې د طالبانو له خوا په پوځي چوڼیو، د پولیس په مراکزو او نورو ځایونو بریدونه کیږي،خو د پښتونخوا د جنوب په لسو ضلعو د کورمې او کوهاټ نه تر جنوبي وزیرستان او ډیره اسماعیل خان کې ګرم او پراخ جنګ روان دی.
د کوهاټ نه د کراچۍ په لور تلونکې په انډس شاهراه باندې د ماښام نه پس پولیس خپلې څوکۍ پریږدي او په ښاریو کې خپلو قرارګاوو ته ننوځي، خو دا کار په یو څو میاشتو کې نه دی شوی.
دا سلسله د تیرو پنځو کلونو نه روانه وه، پښتنو سیاستوالو په وار وار دغه خطره په ګوته کړه، د پښتنو ملتپالو نه علاوه د مولوي فضل الرحمان غوندې مذهبي مشرانو هم دغه تهدید ته ډیر ځله ګوته ونیوله، خو پاکستاني پوځ دا خبره ردوله او دا یې د سیاستوالو وهم باله. مرکزي او ایالتي حکومتونه هم د پوځ د دریځ شا ته پټیدل.
د پاکستاني جنرالانو د دغه چل ول په وجه په پښتون ولس کې دا فکر زیږیدلی دی، چې طالب جنګیالو ته د ډیورنډ دواړه غاړې سپارل په اصطلاح د بین المللي لویې لوبې برخه ده، چې یو ځل بیا تاوده نیابتي جنګونه د افغان/پښتون وطن ته را وړي.
پاکستاني جنرالان او افغانستان کې د طالبانو امارت په دې لوبه کې محلي قراردادیان دي. دوی یو ځل بیا د ځايي ولسونو نه د جنګ خاشاک جوړول غواړي، نو ځکه تر اوسه د پاکستانيپ وځ جنرالانو د خلکو په تشویش او غوښتنو غوږ نه دی ګرولی او ترهګري یې زیاتیدلو ته پریښوده، چې د پوځي عملیاتو شروع کولو ته جواز بیا مومي،ځکه چې دوی ته دغه اجنډا سپارل شوې ده.
د بنو تاریخي پاڅون نه وړومبی او نه اخري پاڅون دی، که د تیرو څو کلونو مطبوعات وکتل شي نو دا حقیقت جوتیږي چې د ترهګرۍ د خوریدو او د پاکستاني جنرالانو د فریب ډکو لوبو په ضد د پښتونخوا په ګوټ ګوټ کې د امن لپاره پاڅونونه روان پاتې شوي دي.
اوس هم د پښتونخوا په مختلفو سیمو کې په دې مسله پرلتونه په جریان کې دي.په واڼه، ټانک، بنو، باجوړ او ځینې نورو سېمو کې د پرلتونو خبرونه هره ورځ په میډیا کې لیدل کیږي.
د زړه غټاوي اصل خبره دا ده چې د پښتونخوا عام ولس په دې پوه شوی دی چې په سیمه کې د اوږده جنګ په جریان کې دلته جنګي اقتصاد مینځ ته راغلی دی، جرنیلان او جنګ سالاران په جنګونو کې میلیاردران شوي اوغواړي چې د نورو پیسو او سیاسي قدرت لاس ته راوړلو لپاره د افغانانو په وینو نور جنګونه پیل کړي.
د پښتونخوا خلکو د دغو شیطاني لوبو په ضد سوله ییز مقاومت ته لاس اچولې،چې د یوې ورځې نه بلې ورځې ته قوت مومي، که خیر د خدای شوی وي، دوی به بریالي کیږي. انشاالله .
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېره شپه یې د ډېورنډ پر کرښه درې وسله وال وژلي، چې غوښتل یې پر اغزن تار له افغانستان څخه ور واوړي؛ خو ټي ټي پي بیا د دوو پوځیانو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د دوشنبې پر شپه یې د ډېورنډ پر کرښه هغه درې وسله وال وژلي، چې غوښتل یې د ازغن تار څخه د دیر سیمې ته را واوړي.
دوی ویلي، چې پاکستاني پوځیانو یاد وسله وال محاصره کړي او بیا یې وژلي دي.
خو بل خوا په ټلګرام کې ټي ټي پي ته منصوب چینل ویلي، چې په دیر کې د دوشنبې پر شپې له پاکستاني پوځیانو سره د دغې ډلې غړو نښته کړې، چې په پایله کې یې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دوی په دغه نښته کې د خپلو دوه غړو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې د ټي ټي پي له خوا پر پاکستاني پوځیانو او پولیسو بریدونو زور اخیستی دی، چې وروستۍ خونړۍ پېښه یې په بنو کې پر پوځي چوڼۍ برید و.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر فضل الرحمان وايي، طالبان په نوي تعلیمي نصاب کار کوي، چې افغان ولس ته د پاکستان په اړه مثبت ذهنیت ورکړي. ملا فضل الرحمان وویل، چې دا نوی ذهنیت به د ورورولۍ، اسلامي عقیدې او ګاونډیتوب پر بنسټ جوړ شي.
دغه پاکستاني مذهبي او سیاسي شخصیت له مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو د پاکستان پر وړاندې منفي ذهنیت ته وده ورکړې ده.
هغه وويل؛ ده له طالبانو څخه اوريدلي دي، چې دغه ډله په ١٤٠٠ کال د زمري په مياشت کې کله چې واک ته ورسېده د پاکستان د ملاتړ له کبله د خلکو او ټولنې له خوا له ستونزو سره مخ شوه.
د ۱۴۰۰ کال د وږې په مياشت کې کله چې د پاکستان د پوځ د استخباراتو د ادارې مشر جنرال فیض حمید کابل ته ولاړ، په کابل کې د طالبانو پر ضد يو لاريون وشو، چې لاريون کوونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکړل.
فضل الرحمان د طالبانو په حواله د پاکستان یوې ځايي رسنۍ ته ویلي، چې کله دغه ډله واک ته ورسېده، له پاکستان سره د نږدې والي له امله په ټولنه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوه.
طالبانو ته نږدې دغه کس ویلي، چې افغانستان ته یې د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو سره د تعلیمي نصاب د بدلون په اړه په تفصیل سره خبرې کړې دي.
تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت هم اعلان کړی و، چې تر شپږم ټولګي پورې د افغان ښوونځیو نصاب «تعدیل شوی» دی.
د طالبانو له خوا د جوړ شوي نوي تعلیمي نصاب په اړه لا هم ډېر جزییات نه شته.
د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه ویلي، هغه سرلیکونه او درسونه، چې له افغان کلتور او اسلامي شریعت سره په ټکر کې وو له نصابه ایستل شوي دي.
د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په ۱۱مه لوبه کې پامير لېجنډز لوبډلې ماهيپر ستورو ته په ۷ ويکټو ماتې ورکړه. که څه هم پامير دغه سيالۍ وګټله؛ خو له پايلوبې پاتې او ماهيپر ستورو لوبډلې پايلوبې ته لاره پېدا کړې.
د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو د ۱۱مي لوبې پچه ماهيپر ستوري لوبډلې وګټله او لوبډلمشر حشمت الله شهيدي د توپوهنې پرېکړه وکړه.
ماهيپر لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۴ منډې هدف وټاکه.
د ماهيپر ستورو لوبډلې په توپوهنه کې بلال احمد ۱۱۶، ګلبدين نايب ۷۰ او رحمان الله ځدراڼ ۴۹ منډې جوړې کړې.
پامير لېجنډز په توپ اچونه کې نويد ځدراڼ ۳ او بابر خان ۲ لوبغاړې وسوځول.
د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ د پامير لېجينډز لوبډلې په ۴۸.۴ اور کې د خپلو درېيو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او لوبه یې د ۷ ویکټو په توپير وګټله.
دروېش رسولي په ۱۲۴ توپونو د ۳ شپږيزو او ۱۴ څلوريزو په مټ ۱۴۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او په روانو سياليو کې د دويم ځل لپاره د لوبې غوره لوبغاړي ونومول شو.
د نوموړي ترڅنګ شاهدالله کمال هم سليزه جوړه کړه او دواړو د لوبې له پيله يوه اوږده ملګرتيا وکړ.
په یادو سیالیو کې د درویش رسولي په لوبډلمشرۍ د پامیر لوبډلې خپلې مخکنۍ څلور لوبې بایللې دي او په دغې لړۍ کې نور د مخکې تګ چانس نه لري.
همدارنګه د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د ماهیپر ستورو لوبدلې خپلې مخکنۍ ټولې لوبې ګټلې دي او په روانو سیالیو کې لا له وړاندې پایلوبې ته وتلې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یو نوي راپور له مخې؛ د طالبانو له خوا د کوکنارو په کښت باندې د بندیز سربېره، افغانستان لا هم د تریاکو پراخه زېرمې لري، چې د مخدره توکو د قاچاقي شبکو د اړتیاو د پوره کولو لپاره کارول کېدی شي.
هندي چارواکو هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې هند ته د مخدره موادو لویه برخه له افغانستان څخه راځي، او د پاکستان د استخباراتو (آی ایس آی) اداره هغه شبکه کنټرولوي چې د هند مختلفو سیمو ته د مخدره موادو د قاچاق لپاره کارول کیږي.
د ملګرو ملتونو راپور چې په طالبانو باندې د بندیزونو د څارنې د ټیم له خوا چمتو شوی، وايي: "د پام وړ زیرمو په پایله کې د کوکنارو په کښت باندې د بندیز سربېره د مخدره توکو سوداګرۍ په پراخه کچه دوام لري."
د دغه راپور له مخې؛ په افغانستان کې د تریاکو زیرمې دومره لویې دي چې "د نشه یي توکو په صادراتو کې د پام وړ توپیر نه شي لیدل کېدی. د کوکنارو د ذخیرو د اندازې اټکلونه تفاوت لري؛ مګر ښايي څو کاله وخت ونیسي تر هغه چې پر کوکنارو د بندیز اغیزې په بشپړه توګه و ارزول شي."
د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د طالبانو له خوا د کوکنارو په کښت باندې د لګیدلي بندیز د اغېزو په اړه قضاوت کول ښايي لا ډېر د وخته مخکې وي.
د طالبانو لوړ پوړي چارواکي او دوی پورې تړلي سوداګر د مخدره موادو له قاچاق څخه ګټه پورته کوي.
راپور کې ویل شوي: " ډېری چارواکي د مخدره توکو له دوامدار سوداګرۍ سره ښکیل دي او ګټه ترې تر لاسه کوي، په داسې حال کې چې حقاني شبکه د هیروینو په قاچاق او د میتامفیتامین ډېر ګټور بازار کې د خپلو ګټو د پراختیا لپاره د اوږدې مودې راهیسې منځګړیتوب کوي."
په راپور کې د بېلګې په توګه ویل شوي، چې د طالبانو د ننګرهار والي د نشه يي توکو د قاچاق ختیځه لاره کنټرولوي، په داسې حال کې چې د بلخ والي یې د شمالي لارې کنټرول لري.
هندي چارواکو چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله ویلي، چې د کراچۍ د حاجي سلیم شبکه چې د ای ایس ای لپاره کار کوي، هند ته د مخدره موادو په قاچاق کې مهم رول لري.
چارواکو ویلي، سلیم په افغانستان کې د نشه يي توکو له پلورونکو سره د خپلو اکمالاتو لپاره همغږي کوي.
د هند تروریزم سره د مبارزې یو چارواکي وویل: "نه یوازې حاجي سلیم د ای اس ای سره کار کوي، بلکې د هند ضد ترهګرې ډلې لکه لشکر طیبه هم د دوی د ترهګریزو بریدونو تمویل لپاره له دغو پیسو کار اخلي. له افغانستان څخه راوړل شوي نشه يي توکي په بلوچستان کې په پټو لابراتوارونو کې د بېلابېلو لیبلونو په کارول سره بسته بندي کیږي."
دغه چارواکي زیاته کړه: "د مخدره توکو پیسې چې د ترهګرو ډلو له خوا کارول کیږي هم د اندېښنې وړ خبره ده."
په داسې حال کې چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په میاشت کې د کوکنارو د کښت د منع کولو له فرمان وروسته د نشه یي توکو د تولید د له منځه وړلو لپاره ګامونه پورته کړي دي، لکه د ۸۳۴ لابراتوارونو او ۱۴۰۰۰ هېکټاره فصلونو ویجاړول.
د ملګرو ملتونو راپور وايي، چې د هیروینو د قاچاق او مصنوعي موادو (میتامفیتامین) په محدودولو کې د پام وړ پرمختګ نه دی.