
د هند د بهرنيو چارو وزارت ویاند په يوې وروستۍ خبرې غونډه کې ويلي، چې هېواد يې د افغانانو لپاره د وېزې د ورکړي بهیر بيا پيلوي. رندهير جيسوال ويلي، چې د دواړو هېوادونو تاريخي اړيکو ته په کتو به له افغانستان سره بشري مرستي هم شروع کړي.
د طالبانو تر واک لاندي باختر اژانس د شنبې په ورځ د هند بهرنیو چارو وزارت د ویاند رندهير جيسوال له قوله ليکلي، چې هند ته د افغانانو د سفر اسانه کولو لپاره به ډېر ژر د ويزو د ورکړي بهير پیل شي.
اژانس د نوموړي له قوله زیاتوي، چې کابل ته یې یوه کاري ډله هم رسېدلې، چې په دې برخه کې به عملي چارې پيل کړي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو هند په کابل کې خپل سفارت وتړه؛ خو شاوخوا دوه کاله وروسته یې په کابل کې خپل سفارت ته یو تخنیکي ټیم ولېږه.
د جمهوريت پر مهال به ډېر افغانان د درملنې لپاره هم هند ته تلل.
هند هم یو د هغو هېوادونو له جملې څخه دی، چې تر اوسه یې لا هم طالبان په رسميت نه دي پېژندلې؛ خو د دې سربیره بيا هم د افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې افغانستان ته د مجرمینو د لیږلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د «اسلامي تروریستي رژیم» شرایطو ته باید تسلیم نه شي.
انالینا بربوک په نا مستقیمه توګه د جرمني پر لومړي وزیر او د کورنیو چارو وزیرې نیوکې کړي، چې ژمنه یې کړې وه چې ژر به مجرمین افغانستان او سوریې ته ولېږي.
په جرمني کې د افغان کډوالو له وروستیو بریدونو له امله یو شمیر جرمني سیاستوالو د هغوی د سمدستي ایستلو او له طالبانو سره د تعامل غوښتنه کړې وه .
د سوسیال ډیموکراټ ګوند ویاند، د جرمني د لومړي وزیر ګوند په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د بیا پرانستلو او افغانستان ته د جرمن دیپلوماتانو د لېږلو غوښتنه کړې وه.
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد چارواکو له ګاونډیو هېوادونو ازبکستان او پاکستان سره خبرې اترې کړې، څو افغانستان ته د مجرمینو د استولو زمینه برابره کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د جرمني له حکومته غوښتي چې دریم هېوادونو ته دې کډوال نه استوي او له جرمني سره یې خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د جمعې په ورځ (د زمري ۵مه) وویل، چې د یوې اسلامي ترهګرې ډلې شرایطو ته باید تسلیم نه شي. اغلې بربواک په هامبورګ کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل: "زه فکر کوم چې په داسې ناامنو شرایطو کې، ژمنه کول چې په راتلونکې یوې ورځې نه پوهیږی چې څنګه یې عملي کړئ نشي کولی د امنیت په راوستو کې مرسته وکړي."
د جرمني ویلت ورځپاڼې د یو راپور له مخې، هغې د جرمني په مانهیم ښار کې د یو افغان له خوا د یو پولیس د وژل کېدو اړه وویل، چې دا ډول وحشي جنایتکارانو "خپل د خوندیتوب حق له لاسه ورکړی دی." او خبرداری یې ورکړ چې داسې فکر دې نه کېږي چې افغانستان او یا سوریې ته د هغوی په ژر لېږلو سره به ستونزه حل شي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ چې ډیر عملي مسایل شتون لري او ویلي یې دي، چې یو «اسلامي تروریستي رژیم» ته باید اجازه ورنکړل شي چې د مجرمینو د منلو لپاره شرایط وضع کړي. هغې زیاته کړه: "زه له هغو ژمنو څخه ډډه کوم چې نه پوهیږم څنګه یې پلي کړم."
اغلې بربوک د شړل شویو کډوالو د منلو لپاره د طالبانو د شرطونو په اړه جزییات ورنه کړل.
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتز د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانستان او سوریې ته د مجرمینو د ایستلو په برخه کې د هغه ژمنه سمه ده او دا اقدام به ډېر ژر عملي شي.
د جرمني د فدرالي ایتلافي حکومت لومړی وزیر او د کورنیو چارو وزیرې د سوسیال ډیموکراټ ګوند څخه دي او میرمن بربوک د زرغون ګوند غړې ده.
واشنگټن ایگزامینر خبر ورکړی، چې د جوبایډن پخوانۍ ویاندې جن ساکي د کابل هوايي ډګر په چاودنه کې د ۱۳ وژل شویو امریکايي سرتیرو له کورنیو بښنه غوښتې ده. مېرمن ساکي د جمعې په ورځ د کانګرس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې له افغانستان د امریکا د وتلو په اړه شاهدي ورکړه.
له افغانستان د امریکايي ځواکونو د چټک وتلو په لړ کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه کابل هوايي ډګر ته په یوه ننوتلار کې چاودنه وشوه، چې شاوخوا ۲۰۰ کسان پکې ووژل شول.
په وژل شویو کې ۱۳ امریکايي پوځیان او پاتې نور یې افغانان وو.
داعش خراسان د دغه برید مسوولیت منلی وو.
د همدې کال د اګست په ۲۹ د امریکايي پوځیانو جسدونه متحده ایالاتو ته ولېږدول شول او جو بایډن د دوی او د هغوی کورنیو ته د درناوي لپاره د ډیلاور ایالت د ډور هوايي اډې ته لاړ.
په رسنیو کې د ډور هوايي ځواک له اډې څو عکسونه خپاره شول، چې ښيي جو بایډن د مراسمو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه ځلې خپل ساعت ته ګوري.
د امریکايي پوځیانو د جسدونو د لېږد د مراسمو پر مهال د جوبایډن چلند د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ او نورو جمهوري غوښتونکو له پرله پسې انتقادونو سره مخ شو.
جن ساکي په خپل کتاب «ډېر ووایاست» کې د جو بایډن په دفاع کې لیکلي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر د سرتيرو د جسدونو د لېږد په مراسمو کې هیڅکله خپل ساعت ته نه کتل.
هغې لیکلي، چې له مراسمو وروسته ښاغلي بایډن خپل ساعت ته وکتل او بیا له خپلې مېرمنې سره موټر ته ولاړ.
د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې ویاندې لزلي شيد د واشنګټن ایگزامینر ته وویل، چې له اغلي ساکيه په پرله پسې ډول د شاهدۍ د غونډې په جريان کې ساعت ته د بايډن د کتلو په هکله پوښتنې وشوې.
د مېرمن شيد په وينا هغې تر فشار وروسته د کمېټې مشر ته وويل، چې د سرتيرو له کورنيو او د هغوی له دردونو بښنه غواړي.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د مایکل مکال په مشرۍ له افغانستانه د امریکا د «ناسم» وتلو په اړه څېړنه پیل کړې او په دې بهیر کې د ځینې ښکېلو لوړ پوړو چارواکو د شاهدي ورکولو غوښتنه يې کړې ده.
دغې کمېټې تر اوسه د جن ساکي د شاهدي ورکولو نور جزيیات نه دي خپاره کړي.
د طالبانو مالیې وزارت وايي، د افغانستان په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د ۳۳ برېښنايي سکېنرونو د لګولو لپاره یې له یوه خصوصي شرکت سره د د نږدې اته میلیارد افغانیو په ارزښت تړون وکړ. د دې وزارت د اعلامیې له مخې، د سکېنرونو لګېدو سره به عواید زیات او سوداګرو ته به اسانتیاوې ډېرې شي.
د طالبانو د ریاست الوزار اقتصادي دفتر هم یوه راپور کې وايي، چې نن د دې تړون د لاسلیک مراسمو کې ملا برادر هم ګډون درلود.
د دې راپور له مخې، دا سکېنرونه، په تورخم، تورغونډۍ، حیرتان، سپین بولدک، اسلام کلا، تورغونډۍ، اقینه، نیمروز، ابونصر فراهي، خوست، پکتیا او شېرخان بندرونو کې دا سکېنرونه ولګول شي.
طالبان وايي، د سکنرونو لګېدو وخت به دوه کاله وخت ونیسي او په بهیر کې به یې نږدې دوو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
طالبان وايي، دې کار سره به ټول وارداتي او صادراتي توکي کنټرول او د هر ډول توکو د قاچاق مخه به ونیسي.
په ګمرکونو کې د سکنرونو لګولو پلان د پخواني ولسمشر اشرف غني په وخت کې پلان شوی و، خو نیمګړی پاتې شو.
هغه وخت پر نورو برخو سربېره ګمرکونه د فساد یو لوی لامل بلل کېدل او بیا بیا داسې راپورونه و، چې د ګرانبیه توکو مالیه د ارزانبیه توکو په نوم ور کول کېږي او همدارنګه افغانستان ته د باروتو په ګډون مختلف توکي قاچاق کېږي.
د پکتیکا ځینې ځوانانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، طالبانو نږدې ۳۰ ځوانان په موبایلونو کې د ملي بیرغ او د پخوانیو ولسمشرانو د انځورونه ساتلو له امله نیولي. دوی وايي «امربالمعروف په لارو او لوبغاړو کې د ځوانانو موبیلونه ګوري او د خپلې خوښې خلاف شي په موندلو سره یې نیسي.»
دغه ځوانان له نوم ښودنې پرته وايي، طالبانو یوازې پرون د بکخېل ولسوالۍ په نوي کلي کې ۸ ځوانان د افغان ملي بیرغ او د پخوانیو ولسمشرانو اشرف غني، حامد کرزي او سردارد داود د انځورونو لرلو له امله نیولي دي.
د پکتیکا بکخېل ولسوالۍ کې ځینو قومي مشران هم د دې ځوانانو د خبرو تاییدولو سره وايي، له څو میاشتو راهسې د طالبانو امربالمعروف او نوروې ادارې ځوانان کواښي او ځوروي.
یو ځايي قومي مشر نیوکه کوي، چې طالبان د خلکو شخصي حریم ته ننوځي او د هغوي موبایلونه په لارو او کوڅو کې ګوري.
هغه وویل « یوازې بکخېل ولسوالۍ کې دا حالت نه دی روان، بلکې د ګټواز په زیاترو سیمو کې طالبان د ځوانانو موبایلونه ګوري چې د ملي بیرغ یا هم د کوم پخواني ولسمشر عکسونه پیدا شي بیا یې قومندانۍ ته وړي او هلته بندیانوي»
په پکتیکا کې یو ټولنیز فعال مقدس هم د طالبانو دا کار د ځوانانو ته سپکاوی بللی دی.
مقتصد خپل فیسبوک کې لیکي: « د طالبانو لخوا د پکتیکا بکخېل ولسوالۍ کې د لسګونو شمېر ځوانان نیولي چې په موبیلونو کې یې د ملي بیرغ عکسونه وو. د بشري حقونو یوه جدي سرغړونه ګڼل کیږي دا عمل نه یوازې دا چې بشري حقونو خلاف دی، بلکې د ځوانانو د ژوند او راتلونکي لپاره هم جدي ګواښ دی.»
هغه زیاتوي چې نړیواله ټولنه او بشري حقونو سازمانونو لپاره اړتیا ده، چې ددې وضعیت څېړنه وکړي.
تر دې مخکې هم د بشري حقونو ادارو پر طالب سرتېرو نیوکه کړې چې د خلکو د موبایلونو په پلټلو سره د دوی پر شخصي حریم تېری کوي، خو طالب چارواکي ورته تورونه ردوي.
افغانې ورزشکارې ذکیه خدا دادي د المپیک مشعل ولیږدوه. ذکیې پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «نن ما د المپیک د مشعل د لیږدولو ویاړ درلود. دا زما لپاره لوی ویاړ و او دغه د ویاړ احساس په رښتیا سره چې حیرانوونکی و.
ذکیه خدادادي هغه افغانه لوبغاړې ده، چې د اروپا د پاراټکواندو په سیالیو کې اتله شوې وه.
ذکیه چې د افغانستان د پاراټکواندو د ملي لوبډلې پخوانۍ غړې ده، په بېلابېلو ملي او نړیوالو سیالیو کې د خپل هېواد لپاره ځلېدلې او څو مډالونه یې ګټلي دي.
هغې پر اېکس لیکلي، چې د المپیک مشعل د ټولې نړۍ لپاره د یووالي، سولې، ازادۍ او برابرۍ سمبول دی.
څوک د ۲۰۲۴ المپیک مشعل د لیږدولو چانس لرلې شي؟
د بي ټي ایس ستوری، لودیک فرانچت، د نړۍوال جام پخوانی ګټونکی د هغو کسانو له ډلې څخه وو چې د ۲۰۲۴ المپیک مشعل د لیږدولو مسوولیت یې درلود. د فرانسې له سویلي بندري ښار مغسۍ څخه شاوخوا لس زره کسان د مشعل د لېږدولو لپاره غوره شوي و. د دوی په منځ کې د ډېرو ورزشکارانو نومونه هم لیدل کیدل. پاتې کسان د هنر، کولتور او خوړو استازي دي، په دې کسانو کې هغوی هم شامل دي چې خیریه کارونه کوي یا هم په ټولنیز چارو کې ښکیل دي.