• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا چین ته د روسیې د دفاعي صنعت د مرستې په اړه خبرداری ورکړی

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۰۶ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل چینايي سیال سره په لیدنه کې خبرداری ورکړ، چې که چیرې دغه هیواد د روسیې د دفاعي صنعت سره مرستې ته دوام ورکړي امریکا به «مناسب ګامونه» واخلي. ښاغلي بلینکن په تایوان کې د چین پر «پارونکو کړنو» هم نیوکه وکړه.

بلینکن د شنبې په ورځ په سیمه ییزه سرمشریزه ناسته کې چې د روسیې، هند، چین، اسټرالیا او جاپان د ډیپلوماټانو په ګډون جوړه شوې وه، برخه اخیستې او خبرې وکړې او د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګیي سره یې هم وکتل.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې له مخې، وانګيي بلينکن ته وويل، سره له دې چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې ټينګې شوې دي، خو واشنګټن پر بېجينګ د بنديز او جبر مخه نه ده نيولې او نور یې هم سخت کړي دي.

وانګيي وويل: «د چين او امريکا د اړيکو پر وړاندې ګواښونه لا زیاتېږي او ننګونې مخ په زیاتېدو دي.»

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې وانګیي بلینکن ته وویل، چې متحده ایالات د چین په اړه «ناسم درک» لري، «منطقي او عملي تګلارې» ته د راستنېدو غوښتنه یې کړې.

وړاندې په یوه ګډه خبرپاڼه کې، د ناټو ډیری مشرانو چین «د روسیې د صنعتي او دفاعي اډې قوي ملاتړی» بللی.

انټوني بلینکن د روان کال په غوايي میاشت کې ویلي، و چې امریکا د روسیې د دفاعي صنعت په بیارغونه کې د چین له مرستې اندېښمنه ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په سربیا کې د کډوالو موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۳۰ افغان او نیپالي کډوال ټپیان شوي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۴۹ GMT+۱

د کډوالو لېږدونکي موټر د اوښتو پېښه د سربیا په سوېل ختیځ کې شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ افغان او نيپالي کډوال ټپیان شوي. د راپورونو له مخې، دغه موټر چې کډوال په کې سپاره وو، د بلا پلانکا ښار ته څېرمه په یوه لویه لاره له سړکه ونلی او اوښتی.

دغه پېښه د جمعې په ورځ شوې او د سربیا دولتي رسنۍ «ار ټي اېس» د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې درې کډوال په روغتون کې بستر شوي او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.

دغې رسنۍ په سربیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په حواله ویلي، چې دغه ټول نارینه کډوال د نیپال او افغانستان اوسیدونکي دي.

سربیا د بالکان لارې په اوږدو کې پرته ده او اروپا ته د کډوالۍ لاره ده.

د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا سل زره کډوالو اروپا ته د تګ لپاره دغه لاره کارولې ده.

په نیویارک کې پولیسو د یوه مسلمان د کور له دروازې د طالبانو بیرغ راښکته کړ

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۱۶ GMT+۱

په نیویارک کې پولیسو د یوې مسلمانې کورنۍ له بهرنۍ دروازې د طالبانو بیرغ راښکته کړ. نیویارک پوسټ راپور ورکړی چې پولیسو د طالبانو بیرغ پورته کولو له امله دغه کورنۍ ورغوښتې ده.

ویل کیږي چې د کور خاوند نه پوهېده چې دا بیرغ د طالبانو دی.

د امریکا د بروکلین د ښاري شورا غړې اینا ورنیکوف د یوې ویډیو په خپرولو سره د دغه مسلمان کور بهر د طالبانو د بیرغ په لګولو سخته نیوکه وکړه.

هغې وويل: «موږ په خپل منځ کې د ترهګرۍ ملاتړي لرو.»

په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې د طالبانو د بیرغ ترڅنګ د فلسطین بیرغ هم ځوړند شوی دی.

د ښاري شورا دغه غړې د فلسطین د بیرغ یادونه نه ده کړي.

د دې ويډيو له خپرېدو وروسته سيمه ييزو پوليسو ياده کورنۍ ورغوښتې او د هغوی د کور له دروازې يې د طالبانو بيرغ لرې کړی.

نیویارک پوسټ د کورنۍ د هویت له ښودلو پرته خبر ورکړی، چې د کور خاوند نه پوهیده، چې بیرغ د طالبانو دی.

د کور خاوند ادعا وکړه چې له کومې ډلې سره همکاري نه لري، خو د بروکلین د ښاري شورا د غړي له خوا د ویډیو له خپرېدو وروسته له جدي ګواښونو او ان په مرګ ګواښلو سره مخامخ شوې ده.

ورنیکوف وویل چې د طالبانو د بیرغ پورته کول «د هر هغه امریکایي سرتیري په مخ یو کلکه څپیړه ده چې تر دې بیرغ لاندې وژل شوي.»

هغه د طالبانو د بيرغ د لرې کولو په اړه د دغې مسلمانې کورنۍ د پرېکړې هرکلى وکړ او ويې ويل: «خلک بايد د ترهګرۍ ملاتړ ونه کړي.»

په ایران کې د تودوخې د زیاتیدو له امله ټول دولتي دفترونه او بانکونه رخصت شوي

۶ زمری ۱۴۰۳ - ۲۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۰۲ GMT+۱

د ایران دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د "سختې او بې ساري تودوخې" له دوام وروسته به په ټول ایران کې ټول دولتي دفترونه او بانکونه د یکشنبې په ورځ رخصت شوي دي.

د شنبې په ورځ هم د دولتي ادارو کاري ساعتونه د سهار تر لسو بجو پورې راکم شوي وو.

دولتي خبري اژانس وویل، چې دا پریکړه د "د وګړو روغتیا ساتنې او د انرژي مصرف اداره کولو په موخه شوې ده."

بیړني خدمتونه د معمول په څیر خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

تر دې مخکې په ایران کې د تودوخې او د برېښنا د مصرف د بې ساري لوړوالي له امله په ۱۵ ولایتونو کې رخصتي اعلان شوې وه.

په همدې حال کې د ایران د انرژۍ وزیر وویل، چې د برښنا د مصرف د زیاتوالي له امله د دغه هیواد د بریښنا تولید او د بریښنا رسولو شرایط ډیر ستونزمن شوي دي.

علي اکبر محرابیان وايي، چې د تودوخې د هرې درجې زیاتوالی د برېښنا پر شبکې ۲۳۰۰ میګاواټه فشار راوړي.

د هوا پېژندنې ادارې په وینا، په تهران کې د شنبې په ورځ د پرله پسې دوهمې ورځې لپاره د تودوخې درجه ۴۰ درجو ته رسیدلې.

د سیستان او بلوچستان ایالت دیلغان ښار د جمعې په ورځ د تودوخې د ۵۰ درجو په لرلو سره د ایران تر ټولو ګرم ښار بلل شوی او د یزد ولایت د باغ ښار کې د تودوخې درجه ۴۹.۳ درجو ته ورسیده چې په تیرو ۵۰ کلونو کې یې نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې مخکې اعلان کړی و، چې د تودوخې درجه به د زمري له ۳مې څخه تر ۷مې پورې لوړه وي.

د غزې په تړانګه کې پر یو ښوونځي د اسراییل په هوايي برید کې ۳۰ کسان وژل شوي دي

۶ زمری ۱۴۰۳ - ۲۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۲۱ GMT+۱

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، چې پر یو ښوونځي د اسراییل الوتکو په برید کې د ۱۵ ماشومانو او ۸ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

فلسطینیانو ویلي، چې په ښوونځي کې بې ځایه شوو خلکو پناه اخیستې وه، خو اسراییل وايي، چې د حماس د قوماندې مرکز یې په نښه کړی دی.

د حماس تر کنټرول لاندې حکومت د رسنیو دفتر ویلي، چې برید د دیرالابلح ښار په مرکز کې د خدیجې په ښوونځي شوی دی. د غزې د روغتیا وزارت هم ویلي، چې په دې برید کې تر سلو زیات کسان ټپیان شوي دي.

خو اسراييل وايي، چې له دې ښوونځي څخه د اسراييلي ځواکونو پر ضد د بريدونو لپاره کار اخيستل کېده او تر بريد مخکې يې ملکي وګړو ته خبرداری ورکړی و.

تر دې مخکې د شنبې په ورځ سهار وختي د فلسطین رسمي رسنیو ویلي وو، چې په سويلي ښار خان یونس کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او جسدونه یې ناصر روغتون ته وړل شوي دي.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، د اکتوبر په میاشت کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه تر ۳۹ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

اسراییلي چارواکي اټکل کوي، چې د حماس او اسلامي جهاد په ګډون د اورپکو ډلو شاوخوا ۱۴,۰۰۰ غړي وژل شوي یا نیول شوي دي. اسراییل ویلي، چې د جګړې په پیل کې د فلسطیني وسله والو شمېر ۲۵ زرو ته رسېده.

د اسراییلو د معلوماتو له مخې د اکتوبر په اوومه د اسراییلو پر سویلي سیمو د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او ۲۳۰ تنه یرغمل شوي وو.

جرمني د مجرمینو د ستنولو په برخه کې د طالبانو د شرایطو د وضع کولو په اړه خبرداری ورکړ

۶ زمری ۱۴۰۳ - ۲۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې افغانستان ته د مجرمینو د لیږلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د «اسلامي تروریستي رژیم» شرایطو ته باید تسلیم نه شي.

انالینا بربوک په نا مستقیمه توګه د جرمني پر لومړي وزیر او د کورنیو چارو وزیرې نیوکې کړي، چې ژمنه یې کړې وه چې ژر به مجرمین افغانستان او سوریې ته ولېږي.

په جرمني کې د افغان کډوالو له وروستیو بریدونو له امله یو شمیر جرمني سیاستوالو د هغوی د سمدستي ایستلو او له طالبانو سره د تعامل غوښتنه کړې وه .

د سوسیال ډیموکراټ ګوند ویاند، د جرمني د لومړي وزیر ګوند په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د بیا پرانستلو او افغانستان ته د جرمن دیپلوماتانو د لېږلو غوښتنه کړې وه.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد چارواکو له ګاونډیو هېوادونو ازبکستان او پاکستان سره خبرې اترې کړې، څو افغانستان ته د مجرمینو د استولو زمینه برابره کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د جرمني له حکومته غوښتي چې دریم هېوادونو ته دې کډوال نه استوي او له جرمني سره یې خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د جمعې په ورځ (د زمري ۵مه) وویل، چې د یوې اسلامي ترهګرې ډلې شرایطو ته باید تسلیم نه شي. اغلې بربواک په هامبورګ کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل: "زه فکر کوم چې په داسې ناامنو شرایطو کې، ژمنه کول چې په راتلونکې یوې ورځې نه پوهیږی چې څنګه یې عملي کړئ نشي کولی د امنیت په راوستو کې مرسته وکړي."

د جرمني ویلت ورځپاڼې د یو راپور له مخې، هغې د جرمني په مانهیم ښار کې د یو افغان له خوا د یو پولیس د وژل کېدو اړه وویل، چې دا ډول وحشي جنایتکارانو "خپل د خوندیتوب حق له لاسه ورکړی دی." او خبرداری یې ورکړ چې داسې فکر دې نه کېږي چې افغانستان او یا سوریې ته د هغوی په ژر لېږلو سره به ستونزه حل شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ چې ډیر عملي مسایل شتون لري او ویلي یې دي، چې یو «اسلامي تروریستي رژیم» ته باید اجازه ورنکړل شي چې د مجرمینو د منلو لپاره شرایط وضع کړي. هغې زیاته کړه: "زه له هغو ژمنو څخه ډډه کوم چې نه پوهیږم څنګه یې پلي کړم."

اغلې بربوک د شړل شویو کډوالو د منلو لپاره د طالبانو د شرطونو په اړه جزییات ورنه کړل.

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتز د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانستان او سوریې ته د مجرمینو د ایستلو په برخه کې د هغه ژمنه سمه ده او دا اقدام به ډېر ژر عملي شي.

د جرمني د فدرالي ایتلافي حکومت لومړی وزیر او د کورنیو چارو وزیرې د سوسیال ډیموکراټ ګوند څخه دي او میرمن بربوک د زرغون ګوند غړې ده.