• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وثیق: ګرمه او فزیکي جګړه پای ته رسېدلې، خو فکري او سړه جګړه لاهم دوام لري

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د استخباراتو مشر وایي، په افغانستان کې ګرمه او فزيکي جګړه پای ته رسېدلې؛ خو فکري او سړه جګړه لا هم دوام لري. د طالبانو تر واک لاندي باختر اژانس نن ليکلي، چې له سړې جګړې د عبدالحق وثيق موخه دا ده چې د دې ډلې مقابل لوری غواړي «مجاهدينو» پر څو ډلو ووېشي.

د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثيق دا څرګندونې په کندهار کې د «اسلامي اردو ۶۰۰ مسولينو اصلاحي غونډې» ته کړې دي.

دې غونډه کې د طالبانو د مشر هبت الله په ګډون د طالبانو د ملي دفاع، د کورنیو چارو، د بهرنیو چارو، د امربالمعروف او د حج او اوقافو وزیرانو او دغه راز د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالانو ګډون درلود.

په غونډه کې د طالبانو د استخباراتو د مشر وثيق په ګډون ټولو طالب ويناوالو پر خپل «منځي فکري يوالي او د امر پر اطاعت» ټينګار کړی.

د تېر اختر لمونځ کې هم د طالبانو مشر له خپلې ډلې د اطاعت او خپلمنځي اختلاف د نه کولو غوښتنه کړې وه

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د دفاع وزیر د سپټمبر د یوولسمې له تورنو کسانو سره تړون لغوه کړ

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۳۹ GMT+۱

د امریکا د دفاع وزیر لويډ اسټین د نظامي څارنوالانو او د سپټمبر د یوولسمې پیښې د تورنو کسانو تر منځ یو تړون لغوه کړ. د دې تړون لغوه کېدو سره به امکان ولري خالد شیخ محمد او د هغه دوه ملګري اعدام شي. د رپوټونو له مخې دغو کسانو منلې وه، چې د عمري بند په بدل کې په جرم اعتراف وکړي.

د امریکا دفاع وزیر په یو یادښت کې د نظامي کمېسیون افسر او د ګوانتانامو د محکمې څارونکي سوزان اسکالي ته په خطاب کې لیکلي دي، چې "د دې قضیې د خطر ډک ماهیت په دې معنا دی چې د داسې پرېکړو مسوولیت باید زما په غاړه وي،"

لويډ اسټین ټینکار کړی دی، چې خالد شیخ محمد او د هغه دوه نور ملګري ولید محمد صالح مبارک بن عطاش او مصطفا احمد الحساوي د عمري بند وړ نه دي.

دغه کسان د ۲۰۰۰ لسیزې له پیل راهیسې د کیوبا په ګوانتانامو زندان کې ساتل کیږي.

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال د دفاع وزیر لخوا د تړون لغوه کېدو په غبرکون کې ویلي "زه خوښ یم."

هغه وویل که کومه قضیه د اعدام حکم ایجاب کړي، همدغسې دې وشي.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې لومړي تړون د سپټمبر یوولسمې د قربانیانو حپلوان غوسه کړي وو.

خالد شیخ محمد په دې تورن دی چې په نیویارک او پنټګان کې د نړیوال سوداګریز مرکز ودانیو د ړنګولو لپاره یې د الوتکو د تښتولو نقشه یې جوړه کړې وه.

امریکا د دې برید په تعقیب چې د ۳ زره کسانو د وژل کېدو لامل شو، د دې پيښې د اصلي طراح اسامه بن لادن په کډون د القاعدې مشرانو نښه کولو لپاره افغانستان ته ځواکونه واستول او دوه لسیزه یې په دغه هېواد کې جکړه وکړه.

بن لادن له کابو یوې لسیزې تعقیب او پټیدو وروسته د ۲۰۱۱ کال د می په دویمه نېټه د امریکا د کومانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو.

په المپیک سیالیو کې د افغان لوبغاړي محمد صمیم فیض زاد د ډوپینګ ازموینه مثبته شوه

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې د پاریس المپیک سیالیو ته له افغانستان د استول شوي یوازیني افغان لوبغاړي محمد صمیم فیض زاد د ډوپینګ ازموینه مثبته اعلان شوه.

فیض زاد د تیرې سې شنبې په ورځ له خپل اتريشي سیال تخنیکي ضربه وخوړه او د جمعې په ورځ یې د ډوپینګ ازموینې پایله مثبته اعلان شوه.

فیض زاد په ۸۱ کیلو ګرام منفي وزن کې ۱۱ پر صفر له خپل اتريشي سيال ماتې وخوړه او پرون جمعه معلومه شوه، چې هغه منعه شوي درمل استعمال کړي وو.

ډوپينګ يا منع درمل، چې له سږو نه د بدن عضلو ته زيات اکسېجن رسوي، مقاومت زياتوي او له مخي يې لوبغاړی چټګ او دوامداره فعاليت کوي.

ډوبينګ تر سره کول د المپيک په اصولو کې منعه اعلان شوي دي.

د بشري حقونو ملاتړو له نړۍوالو وغوښتل، چې افغانستان کې دې ' فرهنګي ناورین' ته پاملرنه وکړي

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۰۱ GMT+۱

د بشري حقونو د ملاتړ بنسټ په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د فرهنګي شتمنیو د لمنځه وړلو په اړه خبرداری ورکړی او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل، چې په دغه هېواد کې دې «فرهنګي ناورین» له پامه نه غورځوي.

دغې ټولنې ویلي، د طالبانو له‌خوا د فرهنګي بنسټونو له منځه وړل او پر هنرمندانو د طالبانو له‌خوا د بندیزونو لګول هغوی د سخت رواني حالت سره مخامخ کړي دي.
د بشري حقونو د ملاتړ ټولنې په هغې اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ د (زمري په ۱۲مه) یې خپره کړې ویلي، چې د طالبانو کړنو هنرمندان او فرهنګپال له سخت رواني حالت سره مخامخ کړي او ډېر یې په ژور خپګان هم اخته شوي دي.
د بشري حقونو ملاتړو په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو هنرمندانو په اقتصادي او رواني بد وضیعت هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د هغوی په خبره، «د فرهنګي اثارو لمنځه وړل او پر فرهنګپالو لګول شوي پراخ بندیزونه د طالبانو د تګلارو اصلي موخه ده.»
دغې ټولنې دا رنګه ویلي، چې طالبانو د افغانستان د خلکو ښکلی فرهنګ له نابودۍ سره مخامخ کړی دی.
هغوی د فرهنګي بنسټونو د بندولو یادونه هم کړې او په اړه یې ژوره خواشیني څرګنده کړېده: «د خرابات کوڅه چې د موسیقۍ او ټنګ ټکور اصلي ځاله وه، اوس په کنډواله بدله شوېده.»د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د خرابات کوڅې ته اشاره شوې، چې د افغانستان د کلاسیکې موسیقۍ او غزل ویونکو د اصلي ټاټوبي په نامه یادېږي.
د هغوی په وینا، د تیاتر ودانۍ، سینماوې، د موسیقۍ نندارې او هنري ګالریانې ټولې له منځه تللې دي.

په پوهنتونونو کې د ښکلیو هنرونو څانګې، د موسیقۍ ملي انسټیتوت او نورې هنري ډلې ځنډول شوې دي.
هغوی د فرهنګي ملاتړ له نړۍوالو بنسټونو له هغې ډلې له یونسکو څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د فرهنګي ناوړه وضعیت د ښه کولو په برخه کې دې جدي پاملرنه وکړي.
د افغانستان د بشري حقونو ملاتړو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او بشري حقونو د شورا له غړو هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې د فرهنګي ناورین د لمنځه وړلو په چاره کې دې «فرهنګي ډیپلوماسي» فعاله کړي.

هغوی له افغان فرهنګپالو هم غوښتنه کړې، چې د «فرهنګي ناورین» په اړه دې نور چوپ نه پاتې کېږي.
له هغه مهاله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي پر موسیقۍ یې سخت بندیز لګولی، زرګونو هنرمندانو خپل کار و بار له لاسه ورکړ او د هېواد پرېښودو ته اړ اېستل شول.
په تېرو درېیو کالو کې، د موسیقۍ د مینه‌والو سره د طالبانو د ناوړه چلند په اړه هم ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
یو شمېر سندرغاړي د طالبانو له‌خوا وهل شوي ډبول شوي دي.

د طالبانو له نظره موسیقي د شریعت خلاف ده او اورېدل یې جواز نه لري، هغوی په خپله واکمنۍ کې د موسیقۍ یو شمېر الې هم ماتې کړې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت موټر چلوونکو ته په لیکلې بڼه سپارښتنه کړې، چې په موټرو کې دې له سندرو اورېدلو څخه ډډه وکړي.

اتریشي رسنۍ: یو افغان د خپلې مېرمنې د وژلو په تور د برلین په هوايي ډګر کې ونیول شو

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۲۱:۴۸ GMT+۱

اتریشي رسنیو راپور ورکړی، چې د خپلې مېرمنې په وژلو تورن یو افغان چې غوښتل یې له اروپا وتښتي د جرمني د پلازمینې برلین په هوايي ډګر کې ونیول شو.

د راپورونو له مخې، دغه ۳۱ کلن سړي د اتریش په پلازمېنه ویانا کې خپله مېرمن په چړو وژلې ده.

ویل کیږي، چې دغه ښځه ۲۹ کلنه وه او خپلوانو یې د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) د ویانا میډلینګ په یو اپارتمان کې د هغې جسد موندلی دی. دغه ځوانه ښځه په غاړه او سینه کې په چړو وهل شوې ده.

د وژل شوې ښځې خپلوانو د اتریش رسنۍ Heute ته وویل: «موږ تېره شپه اپارتمان ته راغلو او له پولیسو مو وغوښتل چې دروازه ماته کړي. اوس هغه مړه شوې او ډیر ناوخته شوی دی.»

دوی وايي، چې تر پېښې یوه شپه مخکې د مېړه او مېرمنې تر منځ لفظي شخړه شوې وه.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، دغې ښځې له شکمن سره تازه واده کړی و او له دوو میاشتو راهیسې په اتریش کې اوسېده. د هغې مېړه له ۱۴کالو راهیسي په ویانا کې اوسېده او په ۱۷ کلنۍ کې اتریش ته راغلی و.

تورن په دې توانیدلی و، چې ۷۰۰ کیلومتره سفر وکړي پرته له دې چې وپیژندل شي او جرمني ته ورسیږي. نوموړی د پنجشنبې په ورځ د برلین په هوايي ډګر کې هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې له جرمني څخه ووځي.

د دغه سړي په اړه پلټنې روانې دي. جرمن چارواکو ویلي، چې اتریش ته یې د هغه د سپارلو لپاره چمتووالی نیولی دی.

طالبان: که له اسراییل سره مو کډه پوله درلودی نو جګړې ته مو وردانګل

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۵۸ GMT+۱

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي؛ که افغانستان له اسراییل سره ګډه پوله درلودی، نو طالبانو به د غزې د خلکو د دفاع لپاره جګړې ته وردانګلای وای.

عبدالکبیر دغه څرګندونې تهران ته په خپل سفر کې له غزې تړانګې څخه د ملاتړ او له ایران اسلامی جمهوریت سره د همغږی په موخه کړي دي.

د انلاین خبر اژانس د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر په حواله لیکلي: « افغانستان د ایران اسلامي جمهوریت په ملتیا د غزې مظلومو خلکو ملاتړ کوي، که مو له اشغالګر رژیم سره ګډه پوله درلودی، نو د غزې د دفاع لپاره مو له صهیونیستانو سره جګړې ته وردانګل.»

انلاین خبر اژانس زیاتوي چې عبدالکبیر د ایران د کورنیو چارو له وزیر احمد وحیدي سره په لیدنه کې په سیمه کې د داعش د خوځښتونو په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې دغه ډله به اجازه ورنکړي چې ایران اسلامي جمهوریت د داعش له خوا د ګواښ احساس وکړي.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال وویل: "داعش په افغانستان کې ځای نه لري او زموږ پولې د داعش لپاره تړلې دي. موږ به هیچا ته اجازه ورنه کړو ،چې د افغانستان ګاونډیانو او په ځانګړې توګه د ایران اسلامي جمهوریت ته ستونزې جوړې کړي."

عبدالکبیر د دوشنبې په ورځ تهران ته تللی و چې د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د راپورونو له مخې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په تهران کې د طالبانو د یو پلاوي کوربه و او له عبدالکبیر سره یې د ایران او افغانستان پر اړیکو خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رسول موسوي د دوشنبې په ورځ ویلي و، چې له طالبانو سره د اړیکو اداره کول په ډیپلوماټیکو اړیکو کې د سیاسي مدیریت تر ټولو ستونزمن او پیچلی ډول دی.