• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت: رسنۍ دې اسلامي اساسات، د نظام پايښت او پاليسي مراعت کړي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مسول د طالبانو د دولتي ویاندويانو په یو سمينار کې ويلي، چې دوی له رسنيو څخه د «اسلامي اساساتو، نظام د پايښت، پاليسي او يوالي» مراعتولو غوښتنې لري. ضياء الحق حقمل وایي، چې د رسنيو لپاره قانون تر کار لاندي دی، چې ژر به يې توشيح کړي.

د طالبانو تر واک لاندي باختر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) په یو راپور کې ويلي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو او باختر اژانس مشر ضياءالحق حقمل ويلي، چې د دوی تر واک لاندي د رسنيو د فعاليت لپاره ستونزې نشته.

حقمل وويل، چې د خبريالانو او رسنيو د اقتصادي ستونزو د حل او ملاتړ په موخه به ډېر ژر یو صندق هم جوړ کړي.

نوموړي دا هم ويلي، چې رسنۍ دي د «اسلامي نظام تر چتر لاندي» فعاليت وکړي.

د باختر اژانس د معلوماتو له مخي، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند معلوماتو ته د لاس رسي ادارې د پکتيا په مرکز ګزدېز کې د دولتي ویاندويانو او رسنيو استازو ترمنځ د همږغۍ دوه ورځنۍ سمينار جوړ کړی و.

په دې سېمنار کې د طالبانو نورو استازو هم له رسنيو او دولتي ویاندویانو څخه وغوښتل، چې خپل مسوليتونه درک او خپلې پاليسۍ وپېژنې.

طالبان پر داسي مهال معلوماتو ته د لاسي تر عنوان لاندي د خبريالانو او رسنيو د ستونزو د حل او ملاتړ خبره کوي، چې همدا نن د دغې ډلې د مخباراتو او ټنکنالوژۍ ادارې اړوند (اترا) په ننګرهار کې د ۱۷ سيمه ييزو رسنيو د فعاليت چارې ځنډولي.

دوی د ننګرهار سيمه ييزو رسنيو ته په شفاهي او لیکلي ډول خبردارۍ ورکړي، چې د جوازونو د فريکونسۍ ماليه پر وخت ورکړي، که نه دفترونه به یې هم ور وتړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزې او غوښتنې تر پوښښ لاندې راولي.
د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ډېر هغه کسان بندیان شوي هم دي، چې د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ یې نیوکې کولې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د سوک وهنې منتخبې لوبډلې لپاره د ۱۱۶ لوبغاړو ترمنځ سيالۍ پيل شوې

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۴۰ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندي د المپیک، بدني روزنې او ورزش اړوند د سوک وهنې فدراسيون وايي، چې د منتخبې لوبډلې د جوړېدو لپاره په کابل کې د اول زون د ۳۲ کلبونو د ۱۱۶ لوبغاړو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ پيل شوې. د فدراسيون د معلوماتو له مخي، دغه سيالۍ به ۱۵ ورځي دوام وکړي.

په کابل کې د سوک وهنې فدراسيون د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) په يوې خبرپانه کې ويلي، چې دغه سيالۍ به د لوبغاړو عمرونو ته په کتو په بیلابیلو ګروپونو کې تر سره شي.

دغه فدراسون وايي، چې په دې سياليو کې به د کابل د اول زون سوک وهنې منتخي لوبډلې لپاره ۲۶ لوبغاړي غوره شي.

دغه سيالۍ د کابل د سوک وهنې په ورزشي جمنازيم کې تر سره کيږي.

100%

د افغانستان د خبريالانو مرکز: طالبانو په ننګرهار کې د ۱۷ سیمه ييزو رسنیو فعاليت ځنډولی

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، چې د طالبانو مخابراتو وزارت په ننګرهار کې د ۱۷ سيمه ييزو رسنیو نشرات د فريکونسۍ د ماليې د نه ورکړې له امله بند کړي دي. دغه مرکز د اندېښنې په څرګندولو له طالبانو غوښتې، چې پر خپله دغه پرېکړه غور او عادلانه چلند دې وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د طالبانو د مخابراتو وزارت اړوند اترا ادارې په ننګرهار کې د سيمه ييزو راډيوګانو او ټلویزیونو ته شفاهي او مکتوبي خبرداری ورکړی، چې که د فريکونسۍ ماليه ور نه کړي فعاليت نه شي کولی.

د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې؛ په ننګرهار کې دا مهال د شرق، بهار او ارزښت په نومونو درې خصوصي ټلویزيونونه او د همېشه بهار، نن، ارزښت، شرق، مزل، صفا، مينه، دوست، منار، مرام، حقیقت، هوډ، سپين غر او الفت په ګډون د ۱۴ راډيو فعاليت درلود، چې نن د طالبانو له لورې يې فعالیت بند شوی.

په اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو د ننګرهار د سيمه ييزو رسنيو مسولينو ته خبرداری ورکړی، که د دغه ډلې د اطلاعاتو او کولتور رياست سره د جواز فريکونسۍ د ماليې د ورکړې موضوع حل نه کړي دفترونه به یې هم ور وتړي.

د مرکز په اعلامیه کې ويل شوي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم دغه ډلې تر دې مخکې په دې ولایت کې د انعکاس ټلویزيون، نرګس او اصلاح راډيو نشرات هم بند کړي وو.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د طالبانو د مخابراتو او ټېکنالوژۍ وزارت اړوند د اترا ادارې له لوري په ټول افغانستان کې د جوازونو د فريکونسيو ماليې د ورکړې د قانون تطبیق اندېښمن کړي دي

دغه مرکز د سيمه ييزو رسنيو د جوازونو د فريکونسي د ماليې اړوند ویلي: «د ننګرهار د سيمه ييزو راډيوګانو او ټلویزیونو مسوولين باید د لومړۍ درجه ولایت په توګه هر کال یو لک اته زره افغانۍ او ۲۵ ډالره ماليه ورکړي، په داسې حال کې رسنۍ په خراب اقتصادي حالت کې دي او له يوه څخه تر لسو کلونو پوروړي هم دي.»

د خبريالانو د ملاتړ دغه مرکز د اندېښنې په ښودلو زياتوي، چې واک ته د طالبانو په رسېدو اقتصادي ستونزې زياتې شوي او د رسنيو د عاید تر ټولو مهمه سرچينه سوداګريز اعلانات هم کم شوي.

مرکز له طالبانو غوښتي، چې دا مهال رسنۍ په خراب اقتصادي حالت کې دي او پورونه يې باید معاف شي.

د سوېډن کمېټه: د فعالیتونو له بندېدو سره مو د ۱۴۰۰ افغان کارکوونکو دندې پای ته رسېدلي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته تایید کړه، چې د دوی د فعالیتونو له بندېدو سره په افغانستان کې یې شاوخوا ۱۴۰۰ افغان کارکوونکو کاري قراردادونه پای ته رسېدلي دي.

دغه کمېټې د «کب ۲۵مه» ویلي وو، چې د طالبانو د فشار د زیاتېدو له امله یې خپل فعالیتونه بند کړل.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې ویاندې ویکستروم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د سوېډن مرستندویه ادارې ټول فعالیتونه په تېر مارچ میاشت کې پای ته رسېدلي دي.

په افغانستان کې د سوېډن پر کمېټې د طالبانو فشارونه له هغه وخته زیات شول، چې په سوېډن کې یو تن قران کریم ته سپکاوی کړی و.

دغې کمېټې یاده چاره غندلې وه او ویلي یې وو، چې د افغانستان لپاره دسویډن کمېټه؛ د قران کریم د سپکاوي ټولې کړنې په کلکه غندي او همدا رنګه دوی د مذهبي عقیدې، توکم، قومیت یا کوم بل ویش پر بنسټ د خلکو ترمنځ د شخړې یا دښمنۍ د رامنځته کولو هر ډول هڅه غندي.

ویکستروم زیاتوي، چې د دوی د فعالیت له بندېدا سره د ۱۴۰۰ افغان کارکوونکو کاري تړونونه د روان کال د جولای په ۳۱مه نېټه پای ته رسېدلي دي.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه همدراز؛ وايي چې په ټپه ولاړې بېلابېلې پروژې به د نورو سازمانو په همکارۍ روانې وساتي.

د سوېډن کمېټې پخواني کارمند اکبر شاه ځدراڼ پر خپل فیسبوک کې د دې کمېټې د بندېدو په غبرګون کې لیکلي:«دې کار سره په سلګونه زره زده کوونکي، مریضان، معلولیت لرونکي انسانان او بې وزله وطنوال له مهمو ټولنیزو - پراختیايي پروژو او خدماتو محروم شول».

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې له دې وړاندې ویلي وو، چې په سټاکُولم کې د قران کریم د سوځولو له پېښې وروسته د طالبانو تر فشارونو لاندې وه.

څو میاشتې وړاندې د سوېډن کمېټې عمومي رییس اندریاس استفانسون له سوېډن راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې دغه پرېکړه د طالبانو په غوښتنه او د دغې کمېټې د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره په پام کې نیولو سره شوې ده.

اندرياس استفانسون ویلي وو: « هغه کار او فعالیتونه، چې جواز ونه لري ښایي له ځان سره ډېر ګواښونه ولري.»

هغه همدراز؛ ویلي وو: «په استکُهلم کې د قران کریم له سوځولو راهیسې د سوېډن کمېټې ګڼو سیمو کې د په ځانګړو سیمه ییزو مرستو سره خپلو کارونو ته دوام ورکړی؛ خو اوس د طالبانو له خوا د رد قوي پیغامونه ترلاسه شوي دي.»

طالبانو د چنګاښ په میاشت کې اعلان وکړ، چې تر څو د سوېډن حکومت په استکُهلم کې د قران کریم د سوځولو له امله له مسلمانانو بښنه ونه غواړي د دغه هېواد ټول فعالیتونه به په افغانستان کې ودروي.

د طالبانو له دې پرېکړې او فشارونو وروسته د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې یوه اونۍ وروسته اعلان وکړ، چې په موقت ډول به په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په خپل رسمي ویب پاڼه کې لیکلي چې له ۸،۰۰۰ ډېر افغان کارکونکي لري او ټول یې په دی هېواد کې د ثبات د راوړلو لپاره مرسته کوي.

100%

په لویه کچه پروګرامونه یې د هېواد په کلیو کې پلې کېږي.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه د دې هېواد په ۱۴ ولایتونو کې فعالیت درلود.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمیټه له څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې په دغه هېواد کې کار کاوه.

دغې کمېټې نه یوازې دا چې په زده کړه ییزه برخه کې یې فعالیت کاوه، بلکې د ګڼو ټولنیزو خدماتو تر څنګ یې معلولیت لرونکو وکړو سره د بدن د غړو د مصنوعي ترمیم، کارموندنې او ظرفیت لوړونې په برخه کې کار کاوه.

په کندهار کې نیول شوی ازاد خبريال محمدیار مجروح له ۲۴ ورځو بند وروسته ازاد شو

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۱

له کندهار څخه ځايي سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې نیول شوی ازاد خبريال محمدیار مجروح له ۲۴ ورځو بند وروسته نن خوشی شوی او کور ته رسېدلی دی. سرچينې زياتوي، چې طالبانو د خوشي کېدو پر مهال هم نوموړي ته د نیول کېدو لامل نه دی ویلی.

په کندهار کې ازاد خبريال محمدیار مجروح ۲۴ ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو نیولی و له تحقیقاتو پرته يې په عمومي زندان کې اچولی و.

سرچينو ويلي وو، چې دغه خبريال د کندهار تميز محکمې د امر له مخې نيول شوی او زنداني شوی و.

محمدیار مجروح مخکې په سوېلي حوزه کې د طلوع تلویزیون خبريال و او هغه مهال هم دوه ځلې د طالبانو له لورې نیول شوی و.

په کندهار کې طالبان د خبريالانو د نیولو پر مهال د هغوی کورنۍ او خپله خبريال ته ګواښونه کوي، چې د رسنيو سره باید معلومات شريک نه کړي.

سرچينې وايي، چې په کندهار کې نږدې ټول خبريالان، د رسنيو کارکوونکي او د ټولنيزو رسنیو کاروونکي د طالبانو له لوري تر سخت فشار او تهديد لاندې دي او هيڅوک د طالبانو له وېرې او اجازې پرته څه نه شي نشرولی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزې او غوښتنې انعکاس کړي.
د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ډېر هغه کسان بندیان شوي هم دي، چې د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ یې نیوکې کولې.

طالبان: د افغانستان د ۱۴ سياسي استازوليو اسنادونه د اعلان تر نېټې وروسته د منلو نه دي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۳۸ GMT+۱

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت په يو تازه بیان کې ويلي، چې د دوی د لومړۍ خبرتيا او د جولای له ۳۰مې نېته تر اعلان وروسته په بهر کې د افغانستان د ۱۴ سياسي استازوليو کونسلي خدمات نه مني. طالبان زیاتوي، چې د افغانستان یاد شوي سفارتونه او کونسلګرۍ خپلسري فعاليتونه کوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (زمري ۱۵مه) د خپلې لومړۍ اعلاميې په تعقيب په يوه واضحت کې ويلي، چې په انګلستان، بلجيم، سويس، اتريش، فرانسه، ايټاليا، یونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او اسټراليا هېوادونو او د المان د برلين او بن ښارونو کې د افغانستان سياسي استازوليو چارې د فساد او د دوی سره د نه همغږۍ له کبله د جولای له ۳۰مې نېټې څخه دوی ته د منلو نه دي.

وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي، چې د دوی د لومړۍ اعلاميې د نشر او جولای مياشتي تر ۳۰مي نېټې وړاندې پر پاسپورټ د تمديد سټېکرونه د منلو دي؛ خو له ټاکلې نېټې وروسته د پاسپورټ د تمديد ټول سټېکرونه او وېزې اعتبار نه لري.

طالبیانو خبرداری ورکړی: «هغه وګړي، چې له یادو استازوليو څخه يې د افغانستان وېزې ترلاسه کړې وي او اوس په هېواد کې وي کولی شي، د وېزې تر ختمه پاتې شي؛ خو له هېواده تر وتلو وروسته په دغو وېزو بیا سفر نه شي کولی.»

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د دغو استازوليو سره ټولې وثيقې، چې د مرکز سره ثبت نه وي هم دوی ته د منلو نه دي.

د اعلاميې د معلوماتو له مخې؛ دامهال په اروپا کې يوازي د المان د مونشن کونسلګرۍ په ګډون د هالند، هسپانيا، بلغاريا او چک جمهوريت د سفارتونو چارې د دوی سره همغږي او دوی ته د منلو دي.

طالبانو د کاناډا او اسټرالیا په ګډون په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې دغه محدودیتونه په داسې حال کې لګولي، چې تر دې دمه هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.
تر دې مهاله په دغو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولیو د طالبانو د دغه محدودیتونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خو يوازي په برېتانیا کې د افغانستان سفیر زلمي رسول افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې دغه سفارت له وقفې پرته خپلې ټولې کونسلي چارې پر مخ وړي.