• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندهار کې نیول شوی ازاد خبريال محمدیار مجروح له ۲۴ ورځو بند وروسته ازاد شو

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۱

له کندهار څخه ځايي سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې نیول شوی ازاد خبريال محمدیار مجروح له ۲۴ ورځو بند وروسته نن خوشی شوی او کور ته رسېدلی دی. سرچينې زياتوي، چې طالبانو د خوشي کېدو پر مهال هم نوموړي ته د نیول کېدو لامل نه دی ویلی.

په کندهار کې ازاد خبريال محمدیار مجروح ۲۴ ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو نیولی و له تحقیقاتو پرته يې په عمومي زندان کې اچولی و.

سرچينو ويلي وو، چې دغه خبريال د کندهار تميز محکمې د امر له مخې نيول شوی او زنداني شوی و.

محمدیار مجروح مخکې په سوېلي حوزه کې د طلوع تلویزیون خبريال و او هغه مهال هم دوه ځلې د طالبانو له لورې نیول شوی و.

په کندهار کې طالبان د خبريالانو د نیولو پر مهال د هغوی کورنۍ او خپله خبريال ته ګواښونه کوي، چې د رسنيو سره باید معلومات شريک نه کړي.

سرچينې وايي، چې په کندهار کې نږدې ټول خبريالان، د رسنيو کارکوونکي او د ټولنيزو رسنیو کاروونکي د طالبانو له لوري تر سخت فشار او تهديد لاندې دي او هيڅوک د طالبانو له وېرې او اجازې پرته څه نه شي نشرولی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزې او غوښتنې انعکاس کړي.
د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ډېر هغه کسان بندیان شوي هم دي، چې د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ یې نیوکې کولې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د افغانستان د ۱۴ سياسي استازوليو اسنادونه د اعلان تر نېټې وروسته د منلو نه دي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۳۸ GMT+۱

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت په يو تازه بیان کې ويلي، چې د دوی د لومړۍ خبرتيا او د جولای له ۳۰مې نېته تر اعلان وروسته په بهر کې د افغانستان د ۱۴ سياسي استازوليو کونسلي خدمات نه مني. طالبان زیاتوي، چې د افغانستان یاد شوي سفارتونه او کونسلګرۍ خپلسري فعاليتونه کوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (زمري ۱۵مه) د خپلې لومړۍ اعلاميې په تعقيب په يوه واضحت کې ويلي، چې په انګلستان، بلجيم، سويس، اتريش، فرانسه، ايټاليا، یونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او اسټراليا هېوادونو او د المان د برلين او بن ښارونو کې د افغانستان سياسي استازوليو چارې د فساد او د دوی سره د نه همغږۍ له کبله د جولای له ۳۰مې نېټې څخه دوی ته د منلو نه دي.

وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي، چې د دوی د لومړۍ اعلاميې د نشر او جولای مياشتي تر ۳۰مي نېټې وړاندې پر پاسپورټ د تمديد سټېکرونه د منلو دي؛ خو له ټاکلې نېټې وروسته د پاسپورټ د تمديد ټول سټېکرونه او وېزې اعتبار نه لري.

طالبیانو خبرداری ورکړی: «هغه وګړي، چې له یادو استازوليو څخه يې د افغانستان وېزې ترلاسه کړې وي او اوس په هېواد کې وي کولی شي، د وېزې تر ختمه پاتې شي؛ خو له هېواده تر وتلو وروسته په دغو وېزو بیا سفر نه شي کولی.»

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د دغو استازوليو سره ټولې وثيقې، چې د مرکز سره ثبت نه وي هم دوی ته د منلو نه دي.

د اعلاميې د معلوماتو له مخې؛ دامهال په اروپا کې يوازي د المان د مونشن کونسلګرۍ په ګډون د هالند، هسپانيا، بلغاريا او چک جمهوريت د سفارتونو چارې د دوی سره همغږي او دوی ته د منلو دي.

طالبانو د کاناډا او اسټرالیا په ګډون په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې دغه محدودیتونه په داسې حال کې لګولي، چې تر دې دمه هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.
تر دې مهاله په دغو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولیو د طالبانو د دغه محدودیتونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خو يوازي په برېتانیا کې د افغانستان سفیر زلمي رسول افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې دغه سفارت له وقفې پرته خپلې ټولې کونسلي چارې پر مخ وړي.

طالبان د کندهار ولایت په ۱۸ ولسواليو کې د مخابراتي شبکو نوي سايټونه جوړوي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۱۱ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د مخابراتو او ټېکنالوژۍ رییس وایي، چې د مخابراتي شبکو د پوښښ د زياتېدو لپاره يې په ۱۸ ولسواليو کې د مخابراتو شبکو د نويو سايټونو د جوړېدو چارې پيل کړي. نورالله نوري وایي؛ د دغو سایټونو د جوړولو موخه په لېرو سېمو کې د ټلیفوني شبکو او انټرنيټ کيفیټ لوړول دي.

په کندهار ولایت کې د طالبانو د والي دفتر د دوشنبې په ورځ «د زمري ۱۵مه» په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د دې سايټونو په جوړېدو سره به د مخابراتي پوښښ ساحه هم پراخه شي.

په کندهار کې د طالبانو د مخابراتو ادارې مسوولين وايي، چې په ټولو هغو سیمو کې به د مخابراتي شبکو ساحې پراخې کړي، چې تر دې وړاندې پکې د ناامنۍ له کبله کمزوري او يا نه وې.

د طالبانو د مخابراتو او ټېکنالوژې ادارې مخکې ويلي وو، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به د افغانستان ټولې ساحې تر خپلو مخابراتي پوښښ لاندې راولي.

د افغانستان د لېرو پرتو سیمو ډېری اوسېدونکي لا هم مخابراتي شبکو ته لاس رسۍ نه لري او په یو شمېر سیمو کې خلک بیا د مخابراتي شبکو له کمزوري فعاليت څخه شکايت کوي.

طالبانو د جمهوریت پر مهال د افغانستان په یو شمېر لېرې پرتو سیمو کې مخابراتي سایټونه نړولي یا یې بند کړي وو.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د افغانستان وضعیت وڅېړه

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۳۵ GMT+۱

د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو د شورا د پنځوسمې مقدماتي غونډه د یکشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د دغه سازمان سرمنشي د افغانستان د حالاتو په باب د اسلامي همکاريو د سازمان هلې ځلې او نوښتونه وڅېړل.

د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طا ها په نورو مسایلو لکه د سازمان په غړو هېوادونو کې د سولې، امنیت، ثبات او پرمختګ، د مسلمانو ټولنو او اقلیتونو د حقونو د دفاع او د جمو او کشمیر د وضعیت په اړه خبرې وکړې. .

د دغه سازمان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې غونډې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي، خو دغه سازمان د افغان ښځو او نجونو له حقونو په تېره بيا د هغوى د زده کړو او کار له حق څخه پر ملاتړ ټينګار کړى دى.

د افغانستان لپاره د دغه سازمان د سرمنشي مرستیال او ځانګړي استازي د روان هجري لمریز کال د غويي په میاشت کې افغانستان ته سفر کړی و او له طالب چارواکو سره یې په لیدنه کې د نجونو لپاره د زده کړو پر برابرولو ټینګار کړی و.

زابل کې طالبان: د سېلابونو له امله لس تنه مړه شوي دي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۱۷ GMT+۱

په زابل کې ځايي طالب چارواکي وايي، تېره شپه د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له سختو ورښتونو وروسته سېلابونو راوتلي، چې د سر زیان تر څنګ یې خلکو ته مالي زیانونو هم اړولي دي. ویل کیږي، په دغو سېلابونو کې لس تنه مړه شوي.

په زابل ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وايي، د زابل ولایت د شنکۍ ولسوالۍ د پتاو په سېمه کې د زیاتو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله لس تنه مړه شوي او یو بل ټپي شوی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د زابل د شینکۍ ولسوالۍ په ګډون په یو شمیر نورو سیمو کې هم د سېلابونو له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

هغه وايي، د تېرې شپې سېلابونو له امله د کابل ـ کندهار لویې لارې تر څنګ د مرکز او ولسوالیو ترمنځ د سړکونو یو شمېر برخې هم زیانمې شوې دي.

ښاغلی جوهر وايي، دمګړۍ ټولې هغه لارې او سړکونه د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوي چې تېره شپه د باران ورېدو او سېلابونو له امله د لنډ وخت لپاره تړل شوې وې.

همدارنګه ځايي سرچیني وايي، چې تېره شپه د کندهار معروف ولسوالۍ کې هم د سېلابونو راتلو له امله د کرونده ګرو لسګونه د انځرو باغونه ویجاړ شوي.

خو په یادې ولسوالۍ کې د ځاني زیان په تړاو جزیات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو هواپوهنې اداره:د افغانستان په ځینو سیمو کې د بارانونو او سېلابونو راتلو اټکل شوی

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۳۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې نن دوشنبه د (زمري ۱۵مه تر ۱۶مې نیټې) پورې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د چټکو بارانونو، سېلابونو راتلو، سیلیو او دوړو اټکل کړی. ويل کیږي، په بېلابېلو سیمو کې د باران ورېدو کچه به له (۱۵ـ ۳۵) ملي مترو پورې وي.

د دغې ادارې په وینا، چې نن او سبا به د سالنګ په ګډون شمالي، شمال ختيځ، لوېديځ، سوېل او مرکزي ولايتونو کې چټک بادونه ولګیږي.

یادې ادارې د دغو بادونو چټکتیا په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۷۰ کیلومترو پورې اټکل کړې ده.

د طالبانو د هواپوهنې ادارې د راتلونکو دوو ورځو لپاره د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د چټک باران، تالندې او برېښنا، سیلیو، سېلابونو راوتلو او خاورو او دوړو اټکل کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې دغې ادارې نن دوشنبه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه ورښتونه، سېلابونه، بادونه او دوړې به د افغانستان په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او غزني ولایتونو د اټکل له مخې وشي.

په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبعیي پېښو له امله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د اقلیمي بدلون د ځپل شویو هېوادونو په ډله کې شپږم هیواد شمېرل شوی چې د موسمي بارانونو، زلزلو او طبیعي پېښو زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول زیانمن کړي دي.