• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سوېډن کمېټه: د فعالیتونو له بندېدو سره مو د ۱۴۰۰ افغان کارکوونکو دندې پای ته رسېدلي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ زمری ۱۴۰۳ - ۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۲۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته تایید کړه، چې د دوی د فعالیتونو له بندېدو سره په افغانستان کې یې شاوخوا ۱۴۰۰ افغان کارکوونکو کاري قراردادونه پای ته رسېدلي دي.

دغه کمېټې د «کب ۲۵مه» ویلي وو، چې د طالبانو د فشار د زیاتېدو له امله یې خپل فعالیتونه بند کړل.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې ویاندې ویکستروم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د سوېډن مرستندویه ادارې ټول فعالیتونه په تېر مارچ میاشت کې پای ته رسېدلي دي.

په افغانستان کې د سوېډن پر کمېټې د طالبانو فشارونه له هغه وخته زیات شول، چې په سوېډن کې یو تن قران کریم ته سپکاوی کړی و.

دغې کمېټې یاده چاره غندلې وه او ویلي یې وو، چې د افغانستان لپاره دسویډن کمېټه؛ د قران کریم د سپکاوي ټولې کړنې په کلکه غندي او همدا رنګه دوی د مذهبي عقیدې، توکم، قومیت یا کوم بل ویش پر بنسټ د خلکو ترمنځ د شخړې یا دښمنۍ د رامنځته کولو هر ډول هڅه غندي.

ویکستروم زیاتوي، چې د دوی د فعالیت له بندېدا سره د ۱۴۰۰ افغان کارکوونکو کاري تړونونه د روان کال د جولای په ۳۱مه نېټه پای ته رسېدلي دي.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه همدراز؛ وايي چې په ټپه ولاړې بېلابېلې پروژې به د نورو سازمانو په همکارۍ روانې وساتي.

د سوېډن کمېټې پخواني کارمند اکبر شاه ځدراڼ پر خپل فیسبوک کې د دې کمېټې د بندېدو په غبرګون کې لیکلي:«دې کار سره په سلګونه زره زده کوونکي، مریضان، معلولیت لرونکي انسانان او بې وزله وطنوال له مهمو ټولنیزو - پراختیايي پروژو او خدماتو محروم شول».

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې له دې وړاندې ویلي وو، چې په سټاکُولم کې د قران کریم د سوځولو له پېښې وروسته د طالبانو تر فشارونو لاندې وه.

څو میاشتې وړاندې د سوېډن کمېټې عمومي رییس اندریاس استفانسون له سوېډن راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې دغه پرېکړه د طالبانو په غوښتنه او د دغې کمېټې د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره په پام کې نیولو سره شوې ده.

اندرياس استفانسون ویلي وو: « هغه کار او فعالیتونه، چې جواز ونه لري ښایي له ځان سره ډېر ګواښونه ولري.»

هغه همدراز؛ ویلي وو: «په استکُهلم کې د قران کریم له سوځولو راهیسې د سوېډن کمېټې ګڼو سیمو کې د په ځانګړو سیمه ییزو مرستو سره خپلو کارونو ته دوام ورکړی؛ خو اوس د طالبانو له خوا د رد قوي پیغامونه ترلاسه شوي دي.»

طالبانو د چنګاښ په میاشت کې اعلان وکړ، چې تر څو د سوېډن حکومت په استکُهلم کې د قران کریم د سوځولو له امله له مسلمانانو بښنه ونه غواړي د دغه هېواد ټول فعالیتونه به په افغانستان کې ودروي.

د طالبانو له دې پرېکړې او فشارونو وروسته د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې یوه اونۍ وروسته اعلان وکړ، چې په موقت ډول به په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په خپل رسمي ویب پاڼه کې لیکلي چې له ۸،۰۰۰ ډېر افغان کارکونکي لري او ټول یې په دی هېواد کې د ثبات د راوړلو لپاره مرسته کوي.

100%

په لویه کچه پروګرامونه یې د هېواد په کلیو کې پلې کېږي.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه د دې هېواد په ۱۴ ولایتونو کې فعالیت درلود.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمیټه له څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې په دغه هېواد کې کار کاوه.

دغې کمېټې نه یوازې دا چې په زده کړه ییزه برخه کې یې فعالیت کاوه، بلکې د ګڼو ټولنیزو خدماتو تر څنګ یې معلولیت لرونکو وکړو سره د بدن د غړو د مصنوعي ترمیم، کارموندنې او ظرفیت لوړونې په برخه کې کار کاوه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په کندهار کې نیول شوی ازاد خبريال محمدیار مجروح له ۲۴ ورځو بند وروسته ازاد شو

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۱

له کندهار څخه ځايي سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې نیول شوی ازاد خبريال محمدیار مجروح له ۲۴ ورځو بند وروسته نن خوشی شوی او کور ته رسېدلی دی. سرچينې زياتوي، چې طالبانو د خوشي کېدو پر مهال هم نوموړي ته د نیول کېدو لامل نه دی ویلی.

په کندهار کې ازاد خبريال محمدیار مجروح ۲۴ ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو نیولی و له تحقیقاتو پرته يې په عمومي زندان کې اچولی و.

سرچينو ويلي وو، چې دغه خبريال د کندهار تميز محکمې د امر له مخې نيول شوی او زنداني شوی و.

محمدیار مجروح مخکې په سوېلي حوزه کې د طلوع تلویزیون خبريال و او هغه مهال هم دوه ځلې د طالبانو له لورې نیول شوی و.

په کندهار کې طالبان د خبريالانو د نیولو پر مهال د هغوی کورنۍ او خپله خبريال ته ګواښونه کوي، چې د رسنيو سره باید معلومات شريک نه کړي.

سرچينې وايي، چې په کندهار کې نږدې ټول خبريالان، د رسنيو کارکوونکي او د ټولنيزو رسنیو کاروونکي د طالبانو له لوري تر سخت فشار او تهديد لاندې دي او هيڅوک د طالبانو له وېرې او اجازې پرته څه نه شي نشرولی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزې او غوښتنې انعکاس کړي.
د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ډېر هغه کسان بندیان شوي هم دي، چې د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ یې نیوکې کولې.

د ایران او سراییل کړکېچ؛ ایران وايي، سیمه ییزه جګړه نه غواړي خو اسراییل ته باید سزا ورکړي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۱۹ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته وویل، چې هېواد یې د سیمه ییزو جګړو د زیاتولو په لټه کې نه دی؛ خو باور لري چې د نورې بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره باید اسراییل ته سزا ورکړي.

ناصر کنعاني وویل: “ایران په سیمه کې د ثبات د رامنځته کولو په لټه کې دی؛ خو دا کار یوازې د تېري کوونکي په سزا ورکولو او د صهیونیسټي رژیم (اسراییل) د جرئت په وړاندې د مقاومت په کولو سره رامنځته کیږي.”

کنعاني پر امریکا غږ وکړ، چې د اسراییل له ملاتړه لاس واخلي او زیاته یې کړه، چې نړۍواله ټولنه په سیمه کې د ثبات د ساتلو په برخه کې په خپله دنده کې پاتې راغلې او باید د تېري کوونکي د سزا ملاتړ وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په تهران کې مېشت سفیران او د ډېپلوماټیکو ماموریتونو مشران د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر علي باقري کُني سره د کتنې لپاره راوبلل او ټینګار یې وکړ، چې د ایران اراده به اسراییل ته ځواب ورکړي.

کنعاني وویل، چې د اسلامي همکاریو د سازمان بېړنۍ غونډه به د چهارشنبې په ورځ د ایران په غوښتنه جوړه شي، چې د هنیه د وژنې او د ایران د ځواب په اړه به پکې خبرې وشي.

تهران او د ایران سره تړلې ډلې لکه حماس او حزب الله وايي، چې اسراییل د جولای په ۳۱مه د ایران په پلازمینه کې هنیه وژلی دی.

د هغه مړینه د حماس د لوړ پوړو شخصیتونو د وژنو د لړۍ برخه ده، چې په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د ۱۱ میاشتنۍ جګړې سره هم‌مهاله دوام لري.

اسراییلي چارواکو د هنیه د وژلو مسوولیت پر غاړه نه ده اخیستې.

طالبان: د افغانستان د ۱۴ سياسي استازوليو اسنادونه د اعلان تر نېټې وروسته د منلو نه دي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۳۸ GMT+۱

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت په يو تازه بیان کې ويلي، چې د دوی د لومړۍ خبرتيا او د جولای له ۳۰مې نېته تر اعلان وروسته په بهر کې د افغانستان د ۱۴ سياسي استازوليو کونسلي خدمات نه مني. طالبان زیاتوي، چې د افغانستان یاد شوي سفارتونه او کونسلګرۍ خپلسري فعاليتونه کوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (زمري ۱۵مه) د خپلې لومړۍ اعلاميې په تعقيب په يوه واضحت کې ويلي، چې په انګلستان، بلجيم، سويس، اتريش، فرانسه، ايټاليا، یونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او اسټراليا هېوادونو او د المان د برلين او بن ښارونو کې د افغانستان سياسي استازوليو چارې د فساد او د دوی سره د نه همغږۍ له کبله د جولای له ۳۰مې نېټې څخه دوی ته د منلو نه دي.

وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي، چې د دوی د لومړۍ اعلاميې د نشر او جولای مياشتي تر ۳۰مي نېټې وړاندې پر پاسپورټ د تمديد سټېکرونه د منلو دي؛ خو له ټاکلې نېټې وروسته د پاسپورټ د تمديد ټول سټېکرونه او وېزې اعتبار نه لري.

طالبیانو خبرداری ورکړی: «هغه وګړي، چې له یادو استازوليو څخه يې د افغانستان وېزې ترلاسه کړې وي او اوس په هېواد کې وي کولی شي، د وېزې تر ختمه پاتې شي؛ خو له هېواده تر وتلو وروسته په دغو وېزو بیا سفر نه شي کولی.»

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د دغو استازوليو سره ټولې وثيقې، چې د مرکز سره ثبت نه وي هم دوی ته د منلو نه دي.

د اعلاميې د معلوماتو له مخې؛ دامهال په اروپا کې يوازي د المان د مونشن کونسلګرۍ په ګډون د هالند، هسپانيا، بلغاريا او چک جمهوريت د سفارتونو چارې د دوی سره همغږي او دوی ته د منلو دي.

طالبانو د کاناډا او اسټرالیا په ګډون په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې دغه محدودیتونه په داسې حال کې لګولي، چې تر دې دمه هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.
تر دې مهاله په دغو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولیو د طالبانو د دغه محدودیتونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خو يوازي په برېتانیا کې د افغانستان سفیر زلمي رسول افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې دغه سفارت له وقفې پرته خپلې ټولې کونسلي چارې پر مخ وړي.

طالبان د کندهار ولایت په ۱۸ ولسواليو کې د مخابراتي شبکو نوي سايټونه جوړوي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۱۱ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د مخابراتو او ټېکنالوژۍ رییس وایي، چې د مخابراتي شبکو د پوښښ د زياتېدو لپاره يې په ۱۸ ولسواليو کې د مخابراتو شبکو د نويو سايټونو د جوړېدو چارې پيل کړي. نورالله نوري وایي؛ د دغو سایټونو د جوړولو موخه په لېرو سېمو کې د ټلیفوني شبکو او انټرنيټ کيفیټ لوړول دي.

په کندهار ولایت کې د طالبانو د والي دفتر د دوشنبې په ورځ «د زمري ۱۵مه» په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د دې سايټونو په جوړېدو سره به د مخابراتي پوښښ ساحه هم پراخه شي.

په کندهار کې د طالبانو د مخابراتو ادارې مسوولين وايي، چې په ټولو هغو سیمو کې به د مخابراتي شبکو ساحې پراخې کړي، چې تر دې وړاندې پکې د ناامنۍ له کبله کمزوري او يا نه وې.

د طالبانو د مخابراتو او ټېکنالوژې ادارې مخکې ويلي وو، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به د افغانستان ټولې ساحې تر خپلو مخابراتي پوښښ لاندې راولي.

د افغانستان د لېرو پرتو سیمو ډېری اوسېدونکي لا هم مخابراتي شبکو ته لاس رسۍ نه لري او په یو شمېر سیمو کې خلک بیا د مخابراتي شبکو له کمزوري فعاليت څخه شکايت کوي.

طالبانو د جمهوریت پر مهال د افغانستان په یو شمېر لېرې پرتو سیمو کې مخابراتي سایټونه نړولي یا یې بند کړي وو.

د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه له استعفا وروسته چارواکو اعلان وکړ چې موقت حکومت جوړیږي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۰۷ GMT+۱

د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د دوشنبې په ورځ استعفا وکړه او له دې هېواده وتښتېده. د بنګله دېش د پوځ مشر جنرال وقار الزمان په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې ۷۶ کلنه حسینه له هېواده وتلې او ډېر ژر به موقت حکومت جوړ شي.

د راپورونو له مخې، یاد جنرال اوسمهال د موقت حکومت د جوړېد و په اړه د دغه هېواد له سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو سره د خبرو اترو په حال کې دی.
اخوا، معترضان بیا د ښاغلې حسینې له استعفا وروسته په واټونو کې نڅاوې او خوشحالۍ کوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې شیخ حسینه له خپلې خور سره په یوې پوځي چورلکه کې د هند ختیځ ته روانه شوې ده.
د بنګله دېش لومړۍ وزیرې له هغې وروسته استعفا وکړه، چې زرګونو معترضانو یې په کور برید وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې نن بیا په بنګله دېش کې انټرنټ هم پرې شوی او دولت د درېو ورځو لپاره رخصتي اعلان کړې ده.
په بنګله دېش کې له یوې میاشتې راهیسې اعتراضونه او تاوتریخوالي روانې دي، چې تر اوسه په کې ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.
د شمېرو له مخې یوازې د یکشنبې په ورځ د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د مخالفانو، امنیتي ځواکونو او د واکمن ګوند د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالي کې د لږ تر لږه ۱۴ پولیسو په ګډون ۹۵ تنه وژل شوي.

100%


د بنګله دېش پولیسو له دې وړاندې ویلي و، چې د دغه هېواد مرکز ډهاکې ښار د «جګړې په ډکر» بدل شوی او زرګونو لاریون کوونکو په ډهاکه کې یوه روغتون ته څېرمه موټرو او موټرسایکلو ته اور اچولی دی.
دغه لاریون د بنګله دېشي زده‌کړیالانو له لوري له هغه وروسته پیل شو، چې هلته واکمن حکومت د دولتي کسانو خپلوانو ته د امتیازونو د ورکړې پرېکړه وکړه.