• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د پیل لپاره له نړېوال بانک سره هوکړې ته نږدې شوي یو

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت د پروګرامونو مشر وايي، دغه وزارت د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د پیل لپاره له نړېوال بانک سره په اړیکه کې دی او ډېر ژر به یې عملي کار پیل شي. فرهاد محمودي ویلي، چې د دغه پلان په پلي کېدو سره به د طالبانو حکومت په کال کې ۶۵ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي.

نوموړي د شنبې په ورځ د کاسا ۱۰۰۰ په اړه د یاد وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو او حساب ورکړې په پروګرام کې وویل: «موږ له نړیوال بانک سره په اړیکه کې یو، د نړیوال بانک په استازیتوب تړونونه شوي، دا پروژه به ډېر ژر پیل او تر ۲۰۲۶ پورې به بشپړه اوګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»

دغه طالب چارواکي ویلي چې د دې پروژې په بشپړېدو او پلي کېدو سره به پاکستان ته د برېښنا له لېږد څخه په کال کې ۶۵ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي.

د تېر کال په کب میاشت کې نړیوال بانک ویلي و، چې په افغانستان کې د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد د مزي پروژې د جوړولو کار د دغې پروژې د شریکو هېوادونو، قرغزستان، ازبکستان او پاکستان په غوښتنه پیلوي.

د نړیوال بانک د پرېکړې له مخې، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د جوړولو ټول لګښتونه به له افغانستانه بهر او د طالبانو له اداري سیسټمونو څخه لرې اداره کېږي.

که څه هم دا پروژه د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ودرول شوه، خو نړیوال بانک د تېر کال په وروستیو کې وويل چې اوس به پر دې پروژې ۱۱۰ میلیونه ډالر ولګول شي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه به له منځنۍ اسیا څخه سوېلي اسیا ته برېښنا لېږدوي.

دغه پروژه په ۲۰۱۶ کال کې په تاجکستان کې د سیمه ییزو هېوادونو مشرانو په ګډون پرانیستل شوه او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۲ کال تر مارچ پورې بشپړه شي.

د کاسا ۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد مزي به د ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا په لرلو د افغانستان له اوو ولایتونو تېرېږي او پاکستان ته به لېږدول کېږي.

فرهاد محمودي وویل چې د طالبانو د برېښنا وزارت د افغانستان په ګرمو ولایتونو لکه فراه او پکتیکا کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي.

د هغه په وينا، له يوه خصوصي شرکت سره درې قراردادونه لاسليک شوي دي.

دغه طالب چارواکي د دغو پروژو او د قراردادي شرکت په اړه وضاحت ور نه کړ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د سرحدي سیمو د خلکو د ستونزو حل لپاره کمېټه جوړه کړه

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۱۰ GMT+۱

د طالبانو مرستیال ویاند ویلي، چې له پاکستان سره ډیورنډ کرښې او نورو ګاونډیانو سره د سرحدي سیمو د خلکو ستونزو د هواري لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې. حمدالله فطرت د یکشنبې په ورځ وویل چې دغه کمېټه د دغو سیمو اوسېدونکو ته لومړني خدمتونه او دیني-عصري زده کړې ورکوي.

د طالبانو د دغه وياند په وینا، د یادې کمیټې مشري د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري کوي او په جوړښت کې یې د سرحدي او ډیورنډ کرښې سره نږدې ولایتونو مرستیالان، ولسوالان او د دفاع وزارت د سرحدي ولسوالیو استازي شامل دي.

طالبان غواړي چې د سرحدي او ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو اوسیدونکو ته لومړني خدمتونه، مخابراتي اسانتیاوې، سړکونه او د څښاک اوبه برابرې کړي. ملا هبت‌الله د طالبانو د مالیې وزارت ته امر کړی چې د دغې کمیټې لپاره لازمه بودجه برابره کړي.

دغه کمېټه داسې حال جوړیږي چې پاکستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې ویلي چې له طالبانو سره یې د ډیورنډ کرښې اړوند ستونزو د هواري لپاره د یوې کمیټې په جوړولو هوکړه کړې او طالبانو هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ستونزو د هواري لپاره د یوې کمیټې د جوړولو اعلان کړی دی.

په غور ولایت کې څه باندې ۹۰۰ د مدرسو طالبان د فراغت سندونه ترلاسه کوي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په غور ولایت کې د هغو ۹۱۳ طالبانو د ازموینې پایلې اعلان کړې چې د «طالبانو او فضلانو» په ازموینه کې یې برخه اخیستې وه. د رتبو د جدول پر بنسټ دغه طالبان په مخکښ، لوړې، منځنۍ او وړ درجې فارغ شوي چې سندونه به ترلاسه کوي.

د دغه جدول پر بنسټ، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته لیږل شوې ده، په دې ازموینه کې ۹۱۳ تنه زده کوونکي چې ټول یې نارینه دي، بریالي شوي دي. چې مخکښ کس په کې په۹۷ نمرو، او ښکته بیا په وړ درجې سره ۵۸ نمرو بریالي شوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د ۱۳ ولایتونو د دیني مدرسو د منځنۍ او لوړې درجې له طالبانو او فاضلانو څخه ازموینه واخیسته.

په دې ازموينه کې ١٣زره طالبانو او فاضلانو نوم ليکنه کړې وه او هغو کسانو ته چې «معياري نمرې» يې ترلاسه کړې وې، تحصيلي سندونه به ورکړل شي.

د غور ولایت د فاضلانو ازموینه د غبرګولي په ۱۸مه د «لوړو زده‌کړو وزارت د پوهنتونونو او تخصصونو د عمومي ریاست» له خوا د طالبانو د علمي کچې د ارزونې په موخه واخیستل شوه.

دغو طالبانو د خپلو دیني درسونو پر بنسټ ازموینه ورکړې او په بدل کې ورته د معاصر لوړو زده کړو په سیستم کې سندونه ورکړل کیږي چې د هغه پر بنسټ به د محکمو په ګډون د طالبانو په دولتي ادارو کې وګومارل شي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي دي چې مخکښو بریالیو فارغانو ته به د لیسانس او ​​ماسټرۍ سندونه ورکړل شي.

د غبرګولي په ۱۸ طالبانو په غور ولایت کې د ۱۳۵۰ طالبانو لپاره د عالمیه دورې ازموینه واخیسته، چې هغوی ته به له بریالیتوب او تېزیس له دفاع وروسته د ماسټرۍ سند ورکول کېږي.

ګالا اتلولۍ افغان لوبغاړې معصومې عليزاده مایکل فلپس او کارل لوییس ته جایزې ورکړې

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۵۴ GMT+۱

په پاریس کې «ګالا چيمپينز» نړۍوال سازمان د «سولې لپاره ورزش» په شعار سره د لوبغاړو ستاینه وکړه. د ګالا د اتلولۍ په مراسمو کې د افغانستان ښځینه المپیک لوبغاړو ته ستاینلیک ورکړل شو.

د افغان کډوالو د لوبډلې مشرې معصومه علیزاده د سرو زرو د ۲۳ مډالونو ګټونکي مایکل فلپس او د المپیک د سرو زرو د ۹ مډالونو ګټونکي کارل لوييس ته هم جایزې ورکړل شوې.

د ګالا اتلولۍ په مراسمو کې دورزش مخکښو څهرو لکه ارسن وینګر، د فرانسې د ملي المپیک کمیټې مشر کارل لوییس، مایکل فلپس، د افغانستان، اوکراین او فلسطین ښځینه لوبغاړو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې معصومه علیزاده، ذکیه خدادادي، فریبا، یولدوز هاشمي، کیمیا یوسفي او نورو افغان ورزشي شخصیتونو هم برخه اخيستې وه.

کیمیا یوسفي او معصومه علیزاده د «ګالا اتلولۍ» په مراسمو کې نړۍ ته د افغان ښځو د غږ رسولو په موخه خبرې وکړې.

معصومه علیزاده د امریکا د مشهورې اداکارې شارون اسټون څخه خپله جایزه ترلاسه کړه.

اسټون په ۱۹۹۰ کلنو کې د امريکايي هنر یو زړه راښکونکی سمبول و او د هنر ډېرې جايزې يې ګټلي دي.

د ګالا اتلولۍ سازمان دغو لوبغاړو ته د ورزش څخه بهر د دوی د کار او د دوی د خیریه او بشردوستانه فعالیتونو لپاره ستاینلیک ورکړ.

کارل لويیس د تاریخ تر ټولو لوی منډه جوړونکی او د المپیک د سرو زرو د ۹ مډالونو او ۸ نړۍوالو سرو زرو مډالونو ګټونکی، مایکل فلپس، د المپیک ۲۳ د سرو زرو مډالونه او په ټولیز ډول د المپیک او نړیوالو اتلولیو ۶۶ د سرو زرو مډالونه ګټونکی او معصومه علیزاده د المپیک په لوبو کې د افغان کډوالو د لوبډلې مشره ده، چې د نړۍ له سل میلیونو څخه ذ زیاتو جبري کډوالو استازیتوب کوي، په دې مراسمو کې ګډون درلود.

شارون اسټون، چې په دې مراسمو کې حاضره وه په بېلابېلو مواردو کې بشري فعالیتونه او کارونه کوي.

د مراسمو څخه د خپور شوي متن له مخې؛ د ټولې نړۍ لوبغاړي د ورزش د ارزښتونو لکه عادلانه لوبې، زغم، د اولمپیک نظریاتو او سولې ته وده ورکولو لپاره سره راټول شوي.

100%

ملګري ملتونه: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغېزمن کړي دي

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۰۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د می په میاشت کې سېلابونو لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغېزمن کړي دي. اوچا وويل، چې بارانونو د افغانستان په يو شمېر ولايتونو په تېره بيا د هېواد په لوېديځ کې ويجاړتياوې کړې دي.

په ملګرو ملتونو پورې اړوند دې ادارې د زمري په ۱۴مه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه یاداښت کې لیکلي، چې دا مهال په افغانستان کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

د اوچا د راپور له مخې؛ په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري او د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په دې حالت کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل په افغانستان کې د خوراکي توکو بحران زیات کړی دی.

د کندهار والي: له خپلو لیکو فاسد اشخاص وباسئ، "کافران" زموږ په هڅو راغلی امن نه شي زغملی

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو والي په امنيتي ناسته کې «طالب نظامیانو» ته ويلي؛ که مو په «صفونه کې فاسد خلک» نه وي؛ نو دوښمن هيڅکله خپل هدف ته نه شي رسېدلی. نوموړی وايي، چې "کافران" د دوی په هڅو راغلی امن نه شي زغملی.

ملا شيرين د نظامي لیکو تصفيه د امنيت په برخه کې خپله مهمه تګلاره ياده کړې او په دې برخه کې يې پر نورو اجراتو ټينګار کړی دی.

په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) په يوې اعلاميه کې د طالب والي ملاشيرین د حوزو له امرينو او ولسوالانو سره د امنيتي تدابيرو د ټينګښت په موخه د يوې ناستې خبر ورکړی.

اعلاميه زياتوي، چې ملاشيرين په دې امنيتي ناسته کې امنيتي مسولينو ته د «دوامداره ګزمو، د نظاميانو د حاضرينو او منظموالي د کنټرول، د تلاشيو د زياتېدو او د خپلو ليکو د پاکوالي» سپارښتنې کړي دي.

په اعلاميه کې د امنيت د ټينګښت په برخه کې د طالبانو د والي ملاشيرين له قوله ليکل شوي: « کفار زموږ او ستاسي په هڅو اوسنی راغلی امن نه شي زغملای؛ نو باید د امنیت لا ټینګښت ته پوره پاملرنه ولرو.»

که څه هم طالبانو په تېرو دوو کلنو کې د «وسلو د ثبت او ټولو» لړۍ پيل کړې؛ خو د دې ډلې مشران د تصفيې د کمېسیون چارې سمي نه بولي او د ځينو وسله والو او هدفي بريدونو د زياتېدو اندېښنه لري.