• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځايي سرچینې: د شمالي وزیرستان په څو ساعته جګړه کې د امن کمېټې یو ځايي قومندان ووژل شو

۱۶ زمری ۱۴۰۳ - ۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۰۶ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې تېره ورځ د شمالي وزیرستان د میرعلي ښار موسکي سیمه کې په یوه وسله واله نښته کې د امن کمېټې ځايي مسوول زمین الله له خپلو وسله والو سره ووژل شو. په دغه نښته کې درې نور وسله وال هم وژل شوي دي.

له شمالي وزیرستان څخه ځايي سرچینو وویل، چې یوې وسله والې ډلې د پاکستان حکومت د ملاتړي ډلې امن کمېټې ځايي قوماندان زمین الله پر کور برید وکړ.

دغه نښته چې تېره ورځ ۱۱ بجې پیل شوه تر ماښامه روانه وه.

په دغه جګړه کې وسله والو د زمین الله کور سوځولی او مړو ته یې اور اچولی دی.

هغه وېډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رارسېدلي، ښيي چې وسله والو د زمین الله جسد د برېښنا پر پایه تړلی دی او ځايي اوسېدونکو یې ننداره کوي.

د شمالي وزیرستان میرعلي سیمې د پاکستاني پولیسو یو ځايي مسوول جهانزیب وزیر خبریالانو ته ویلي، چې دغه برید د تحریک طالبان پاکستان حافظ ګل بهادر ډلې وسله والو کړی دی.

تر اوسه د ټي ټي پي حافظ ګل بهادر ډلې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

یو ځايي خبریال لعل وزیر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې دغه برید له هغه وروسته شوی، چې د پاکستان د حکومت ملاتړې ډلې او د ځايي امن کمېټې وسله والو چې مشري زمین الله کوله، په یوه برید کې د حافظ ګل بهادر ډلې ځايي قوماندان نسیم الله وژلی و.

لعل وزیر زیاتوي، چې زمین الله له دې وړاندې د ټي ټي پي حافظ ګل بهادر د ډلې ځايي قوماندان و؛ خو د پاکستان پوځ ته د تسلمېدو وروسته په سیمه کې د امن کمېټې ځايي مسوول وټاکل شو، چې له سلګونو وسله والو سره یې په خپله سېمه کې د ټي ټي پي پر وسله والو بریدونه کول.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان استخبارانو له خوا د پښتونخوا په بېلابیلو سیمو کې د ټي ټي پي پر ضد د جګړې لپاره ورته د امن کمېټې جوړ شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان دولتي بانک وايي افغانستان ته د دغه هېواد صادرات څلور سلنه زیات شوي

۱۶ زمری ۱۴۰۳ - ۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۴۲ GMT+۱

د پاکستان دولتي بانک وايي، سږني مالي کال کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۴.۱۲ سلنه زیات شوي، چې له ۵۲۲ میلیون ډالرو ۵۴۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي. همدارنګه له افغانستانه پاکستان ته واردات ۲۱.۹۵ سلنه کم شوي او له ۱۵ میلیونو ډالرو ۱۱ میلیونه ډالرو ته ټیټ شوي دي.

د پاکستان نیشن ورځپاڼې نن خبر ورکړ، چې د پاکستان د دولتي بانک د میاشتنۍ احصایې له مخې، په جون میاشت کې افغانستان ته د دغه هېواد ټول صادرات له ۴۶ میلیونو ډالرو ډېر وو، چې تېر کال دغه شمېره ۴۳ میلیونه او ۶۵۷ زره ډالره وه.

د همدې کال په جون کې د پاکستان صادرات د تېر کال تر همدې وخت ۵.۵۳ سلنه ډېر شوي دي.

دغې رسنۍ لیکلي، چې نورو هیوادونو ته د پاکستان صادرات په عمومي ډول په یوه کال کې ۱۱.۵۳سلنه زیات شوي او څه باندې ۳۱ میلیارد ډالرو ته رسیدلي دي.

سوېلي وزیرستان کې وسله والو د یوه ښوونځي دوه ښوونکي په ډزو وژلي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۵۰ GMT+۱

ځايي پولیس وايي، د سوېلي وزیرستان په مرکز واڼه کې ناڅرګندو وسله والو د يوه ښوونځي دوه ښوونکي په ډزو وژلي او وسله وال له سیمې تښتېدلي دي. پولیس وايي، د وسله والو د پلټنې عملیات یې پیل کړي او د سیمې له خلکو یې هم د هغوی په موندلو کې مرسته غوښتې.

سرچینو له سوېلي وزیرستانه افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې دغه د ښوونځي دوه ښوونکي نن دوشنبه (زمري ۱۵مه) له غرمې مخکې د سوېلي وزیرستان مرکز واڼه په لنډي ډوک سیمه کې مخ پټو وسله والو په ډزو ووژل او هغوی له سیمې وتښتېدل.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي، دا څووم ځل دی چې په وزیرستان کې د ښوونځي ښوونکي په نښه او وژل کیږي خو د ده په خبره امنیتي ځواکونه په سیمه کې د امن په راوستو کې پاتې راغلي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د محمود او محمد انور په نومونو د دغو دوو ښوونکو د کورنیو غړي وايي، چې دغه ښوونکي له ښوونځي څخه د کور په لور روان وو چې د وسله والو له خوا په نښه شول.

په دې وروستیو کې په لوی وزیرستان کې د ولسي خلکو، خبریالانو او ښوونکو هدفي وژنې او په بمونو د ښوونځیو الوځولو پېښې تر پخوا یو مخ زیاتې شوې دي او د سیمې خلک شکایت کوي چې حکومت په دغو سیمو د امن په راوستو کې پاتې راغلی.

علي امین ګنډاپور: په اسلام اباد کې لویه غونډه جوړوم، هیڅوک مې مخه نه شي نیولی

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۳۷ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور پاکستاني رسنیو ته ويلي، چې په اسلام اباد کې غونډه جوړوي، او هیڅوک یې مخه نه شي نیولی. هغه په صوابۍ کې له رسنیو سره خبرو کې ويلي، چې له غونډې وروسته به معلومه شي چې«شيدې شيدې او اوبه اوبه» دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د صوابۍ په غونډه کې به د اسلام اباد د غونډې ترسره کېدو ورځ وټاکي.

علي امین ګنډاپور وايي چې محکمې او قاضیانو ورته ویلي، چې پر دوی له پاسه فشار دی.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر په څرګنده دا نه دي ويلي، چې دغه غونډه به د څه لپاره جوړوي خو هغه تل په خپلو خبرو کې نیوکې کوي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دی له بنده خوشې شي.

علي امین ګنډاپور په خیبرپښتونخوا لپاره د عمران خان ګوند تر نورو مخکښ کس دی چې په تېرو ټاکنو کې یې د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر څوکۍ وګټله.

شنوونکي وايي، علي امین ګنډاپور دا ځل غواړي چې په اسلام اباد کې وفاقي حکومت ته مخامخ وايي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د محکمې له لوري نور مجرم نه پیژندل کیږي او باید ژر خوشې شي.

ګنډاپور د پي ټي ای په مشرانو کې تر نورو احساساتي او ژر پرېکړه کوونکی مشر ګڼل کیږي.

هغه لس ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د امن جلسې ته په وینا کې ویلي و، چې د دغې صوبې په هیڅ یوې برخه کې به د پوځي عملیاتو اجازه ورنه کړي؛ خو هغه له پولیسو غوښتي چې په ټوله صوبه کې دې د وسله‌والو ډلو پلټنه پیل وکړي.

خو بل پلو د پاکستان وفاقي حکومت ګنډاپور تورن کړ، چې هغه د خلکو د تېر اېستلو هڅه کوي او د امن جوړه شوې جرګه یې په سیاسي جلسه بدله کړه.

په پاکستان کې سېلابونو لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه کړي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۳۸ GMT+۱

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په ټول هېواد کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي.

جیو نیوز خبرې شبکې د یکشنبې په ورځ د زمري په ۱۴ مه نېټه د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په حواله راپور ورکړ، چې دغه کسان د سختو بارانونو له امله په بېلابېلو پېښو کې لکه د ځمکې ښویېدو، د کورونو د چتونو راپرېوتو، سېلابونو او تالندې له امله مړه شوي دي.

پاکستان کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په دغو پېښو کې ۳۲ تنه ټپيان شوي، ۲۶۳ کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، لسګونه پلونه او لسګونه کيلومتره سړکونه هم ويجاړ شوي دي.

په وروستیو ورځو کې د هند او پاکستان په ګډون په یو شمیر اسیايي هېوادونو کې سخت موسمي بارانونه وریږي.

د جمعې په ورځ، د زمري په ۱۲مه، د پاکستان حکومت ويلي و، چې په لاهور ښار کې ۳۶۰ ملي متره باران شوی، چې په تېرو ۴۴ کلونو کې بې ساری و.

ماهرنګ بلوڅ: پاکستاني حکومت مو ژوند له کواښ سره مخ کړی او نیولو ته مو پلمې لټوي

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۳۲ GMT+۱

د بلوچستان ایالت په ګوادر کې د بلوڅو د پیوستون کمېټې له لوري د پیل شوي پرلت سرلارې ماهرنګ بلوڅ وايي، د دوی د غونډې پر مهال د نیول شويو کسانو خوشې کولو، د بلوڅو ځورولو، د کورونو ویجاړولو، د موټرو سوځولو د بهیر درولو او ور اوښتو زیانونو له ورکولو وروسته به حکومت سره خبرو ته کیني.

نوموړې وايي، د دې د همکارانو په ګډون یې ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی او حکومت یې د نیولو پلمې لټوي.

د بلوڅ پیوستون کمېټې او په ګوادار کې د روان پرلت سرلارې ماهرنګ بلوڅ د یکشنبې په ورځ د (زمري ۱۴مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ چې حکومت د دوی د غوښتونو منلو پر ځای له دوی سره له زوره کار اخلي.

نوموړې وايي: «زه، له زرګونو نورو بلوڅانو سره، اوس هم په ګوادر کې یم، دلته انټرنیټ بند شوی، سړکونه بند شوي، او پر رسنیو بشپړ سانسور لګول شوی. مهار شوې رسنۍ په دوامداره توګه کارول کیږي او موږ په تاوتریخوالي تورنوي چې ګواکې خبرو اترو ته لیوالتیا نه لرو.»

نوموړې زیاتوي چې، د دوی د غونډې برخه وال له لومړۍ ورځې د حکومت له بریدونو او تاوتریخوالي سره مخ دي.

ماهرنګ بلوڅ وايي، د تېرې جولای میاشتې په ۲۸مه، د پاکستاني حکومت له لوري د سړکونو، ، لویو لارو او انټرنیټ بندېدو، پر سوله‌ییزو لاریون کوونکو ډزو او نیول کېدو له امله یې ملي غونډه په پرلت واړوله.

اغلې بلوڅ وايي، ، په مستونګ، ګوادر، نوشکي، تربت، اتلار او د بلوچستان په نورو سیمو کې پر لاریون کوونکو د ډزو کوونکو پر ضد د قضیو ثبتولو، په ګوادر او د بلوچستان په نورو برخو کې د بندیزونو لرې کولو، د زورزیاتي څخه د کار نه اخیستلو، د حکومت له لوري د نیول شویو کسانو خوشې کولو، د ویجاړو شویو کورونو د زیان ورکولو وروسته د حکومت سره د خبرو اترو د چاپيریال رامنځته کولو لپاره خبرو اترو ترسره کېدو ته چمتو ده.

نوموړې وايي: «اوس، ټول حکومتي بنسټونه زموږ په وړاندې د کړکیچ د مشروعیت لپاره کارول کیږي، موږ په لوی خطر کې اچوي. حالات د نواب اکبر خان بګټي د وخت له پېښو سره ورته دي، چې په کې د خبرو اترو ادعا شوې وه، خو زور کارول شوی و.»

ماهرنګ بلوڅ د بشري حقونو پر سازمان او ډلو غږ کوي، چې د پاکستان حکومت او بلوڅانو تر منځ د رامنځته شویو مسایلو په اړه مداخله وکړي او د پاکستان حکومت له لوري د دغه سیاسي ناوړه کار مخه دې ونیول شي.

د بلوڅو د پیوستون کمېټې د جولای په ۲۸مه نېټه د بلوچستان ایالت ګوادر سیمې ته د پاکستان له هرې سیمې څخه د بلوچستان د یوې لویې او ملي غونډې لپاره وربللي وو، چې د پاکستان حکومت له لوري د بلوڅانو د ورتګ د مخنیوي تر څنګ پر غونډه هم برید وشو او اوس یاده غونډه کې په پرلت اوښتې ده.