• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ماشوم ژغورنې صندوق: په افغانستان کې په ۶ میاشتو کې له ۳۸ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي

۱۶ زمری ۱۴۰۳ - ۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ زمری ۱۴۰۳ - ۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۲۸ GMT+۱

د ماشومانو د ژغورنې صندوق په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د موسمي پېښو له امله لږ تر لږه ۳۸ زره ۴۷۷ کسان بې ځایه شوي دي. دغه سازمان ویلي چې د دغو کسانو نیمايي یې ماشومان دي.

د دغه سازمان په وینا د سږکال د ۶ میاشتو بې ځایه شوو شمېر د تېر مېلادي کال له ټوټل ارقاموخه لوړ دي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق نن په خپل نوي راپور کې لیکلي، چې دغه کسان په افغانستان کې د وچکالۍ، د زیاتې تودوخې، سېلابونو، د ځمکې ښویېدو، واورو او توپانونو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ماشومانو د ملاتړ دغه سازمان وايي، تېر کال افغانستان په نړۍ کې د بې ځایه شویو ماشومانو تر ټولو لوی شمېر درلود.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق د ملګرو ملتونو له قوله ویلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې له هرو ۷ ماشومانو ۱ یې د اوږدمهاله بې ځایه کېدو سره مخامخ شوی.

دغه سازمان ویلي، چې دا شمېره په جنوبي اسیا کې تر ټولو لوړه ده او افغانستان د نړۍ په کچه دویم ځای لري.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق وايي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د اقلیم له بحران سره د مقابلې توان نه لري او دا هېواد په نړۍ کې د اقلیم د بدلون په وړاندې شپږم زیانمن هېواد دی.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان مشر ارشد ملک وویل: "اقلیمي بحرانونه په افغانستان کې بشري ناورین ته لمن وهي، خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کوي، د اوبو سرچینې ویجاړوي او ښوونځي ته د ماشومانو د تګ مخه نیسي."

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د ۶۰ کلونو څخه د پورته عمر په پرتله ۵.۳ برابره زیات ماشومان په خپل ژوند کې له وچکالۍ سره مخ دي او دغه بحران د ماشومانو ژوند ته بدلون ورکوي.

دغه سازمان د ملګرو ملتونو له قوله لیکلي دي، چې په افغانستان کې له هرو ۳ نفرو څخه ا نفر د لوږې له بحران سره مخ دی او ددې بحراني وضعیت لامل د اقلیم بدلون او د خوراکي توکو د بیو لوړوالی دی.

په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو له قوله راغلي دي، چې له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ ولایتونه په افغانستان له وچکالۍ سره مخامخ دي، چې د افغانستان نیم نفوس ددې اغېز لاندې راولي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق زیاتوي، چې څیړنې په پرله پسې ډول ښیي چې نجونې او ښځې د نارینه وو په پرتله په غیر متناسب ډول د طبیعي پېښو له امله اغېزمنې کیږي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق سازمان وايي د طالبانو له واکمنۍ له پیل څخه په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته د مرستو په رسولو کې د پام وړ کموالی راغلی او له بشري سازمانونو څخه دا تمه نه شي کېدای چې دغه تشه ډکه کړي.

دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې څخه د شته اړتياوو د پوره کولو او د اقليمي بدلون د بحران پر وړاندې د اوږدمهاله پلان جوړولو لپاره د لا زياتو مرستو غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د ۲۷۰ لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

۱۶ زمری ۱۴۰۳ - ۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۰۷ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندي د المپيک، بدنې روزنې او ورزش ادارې اړوند د پهلوانۍ فدراسيون په کابل کې د ۲۲ کلبونو د ۲۷۰ لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ درې ورځنۍ سيالۍ پيل کړې. دغه فدراسيون د سياليو موخه ورزش ته د ځونانو هڅول ياد کړي.

دغې ادارې نن ويلي، چې د پهلوانۍ په سياليو کې تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لویو لوبغاړو ګډون کړی دی.

دا لوبغاړي د دوی عمرونو ته په کتو په کټګوريو ویشل شوي او له ۳۲ څخه تر ۱۲۰ کيلو ګرامه وزن پورې سيالۍ کوي.

بېګاه د سوک وهنې فدراسيون هم په کابل کې د منتخبې لوبډلې د جوړېدو لپاره د ۳۲ کلبونو د ۱۱۶ لوبغاړو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ هم پيل کړې.

سیګار وايي، امریکا په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره ۲۱ مېلیارده ډالر مرسته کړې ده

۱۶ زمری ۱۴۰۳ - ۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۳۷ GMT+۱

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړي دفتر راپور ورکړی، چې واشنګټن له ۱۴۰۰ کال راهیسې له افغانستان سره څه باندې ۲۱ مېلیارده ډالر مرسته کړې ده.

د سیګار په وینا، دغه پیسې د بشري مرستو، د کډوالو د استوګنې او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنۍ د بېرته تادیه کېدو په برخو کې لګول شوې دي.

بشري مرستې

په راپور کې ویل شوي، چې له افغانستان سره د ۱۴۰۰ کال د زمري له میاشتې څخه د ۱۴۰۳ د چنګاښ تر میاشتې د ۲۰.۷۱ مېلیارډه ډالرو مرستو له ډلې څخه ۲.۹۷ مېلیارډه یې په بشري مرستو او ودانیزو مرستو لګول شوي دي.
د سیګار په وینا، دا مرستې په څلورو برخو کې لګول شوي: (۲.۰۲۹ مېلیارده) بشري مرستې، (۴۵۸ مېلیونه) پراختیایي او رغنیزې مرستې، (۳۱۶ مېلیونه) سازماني عملیات او (۱۰۰مېلیونه) د امنیت په برخه کې لګول شوي دي.
خو سیګار دا نه ده روښانه کړې، چې د "سازماني عملیاتو" او "امنیت" څخه هدف څه ډول همکاري ده چې امریکا په افغانستان کې پرې پیسې لګولې دي.
د سیګار د راپور له مخې، دغه مرستې د ۲۰۲۱ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر پایه د امریکا د متحده ایالاتو د نړۍوالې همکارۍ سازمان او د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو له لارې لګول شوې دي.

100%


د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنیو بېرته تادیه کول

د دغه راپور له مخې، د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنیو د بېرته ورکولو لپاره د دغه هېواد د خلکو له‌خوا په دغه صندوق کې د ساتلو لپاره د دغه هېواد اماني صندوق ته ۳.۵ مېلیارډه ډالر نور هم لېږدول شوي دي.
دا پیسې چې په امریکا کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته بندې شوې وې، په سویس کې د افغانستان اماني صندوق ته لېږدول شوې، چې د افغانانو په استازیتوب د دغه صندوق تر څارنې لاندې وساتل شي.
د سیګار د راپور له مخې، دا پیسې او ګټه یې د ۲۰۲۴ کال (د جون تر ۲۸مې) نېټې پورې ۳.۸۴ مېلیارډ ډالرو ته رسېدلې ده.

د کډوالو د لېږد او بیا مېشتېدنې په برخه کې مرسته

سيګار زياتوي، چې له افغانستانه امريکا ته د سيمه‌ييزو امريکايي همکارانو د لېږد او استوګنې لپاره نور ٨.٧ مېليارده ډالر لګول شوي دي.
د دغو پیسو د لګښت جزییات د سیګار په راپور کې نه دي روښانه شوي.
د سیګار په وینا، د متحده ایالاتو دفاع وزارت د ملکي مرستو، بشري مسلو او د ناورین سره د مبارزې په ګډون په یوه بهرنۍ تګلاره کې ۵.۳۶ مېلیارده ډالر لګولي دي.
د سیګار په راپور کې د دغې تګلارې په اړه جزییات نه دي ورکول شوي.
سیګار په خپل راپور کې ویلي، چې د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت له افغانانو سره د ۳ مېلیارده ډالرو او د امریکا د کورني امنیت وزارت د ۲۸۴ مېلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د نشه‌یي توکو په وړاندې مبارزه

سیګار په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په درېیمه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د حکم له صادرېدو وروسته، په افغانستان کې د کوکنارو کښت د پام وړ کم شوی دی.
د راپور لیکوالانو دا پوښتنه راپورته کړې، چې طالبانو څنګه وکولای شول چې د کوکنارو کښت دومره ژر کم کړي؛ په داسې حال کې چې امریکا او متحدین یې په دوو لسیزو کې د نهه مېلیارد ډالرو په لګښت د دغه کښت په بندېدو کې پاتې راغلي وو.
سیګار په دې باور دی، چې د کوکنارو د کښت کموالی او د نشه‌یي توکو د بیو لوړوالی په افغانستان کې د نشه‌یي توکو وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.
له بلې خوا د کوکنارو په کښت کې د کمښت سره، سره د افغانستان اقتصاد لا هم د نشه‌یي توکو پر تولید متکي دی.
د سیګار راپور زیاتوي، مخکې له دې چې د طالبانو د مشر حکم صادر شي کرونده‌ګرو ته اجازه ورکړل شوې وه چې په زیاته اندازه نشه‌یي توکي وساتي.
د دې ترڅنګ، د کوکنارو د کښت په منعه کولو سره ځینو سیمو د دې حکم څخه سرغړونه وکړه او کښت ته یې دوام ورکړی.
د دغه راپور له مخې، د هبت الله د حکم له صادرېدو وروسته هم د نشه‌یي توکو سوداګري په لوړ ارزښت سره دوام لري.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې به په کندهار کې د هر کیلو تریاکو بیه ۲۶۳ ډالرو ته پورته شي، په داسې حال کې چې یو کال وړاندې دا بیه یوازې ۱۶۰ ډالره وه.
دغه راز په ننګرهار کې په ۲۰۲۳ کال کې د هر کیلو تریاکو بیه شاوخوا ۳۶۲ ډالره وه، په داسې حال کې چې یو کال وړاندې دا بیه ۲۲۰ ډالره وه.

100%


له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې تعامل

سیګار په خپل راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربع کې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې تعامل په نړۍواله کچه او سیمه‌ییزه کچه دوام لري.
دغه دفتر د دوحې د درېیمې ناستې د ترسره کېدو او په دې ناسته کې د طالبانو د پلاوي د ګډون یادونه کړې ده.
راپور له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو د اړیکو دوام او د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د دغه تعامل یوه برخه ګڼي.
همدارنګه سیګار زیاته کړې، چې د دې راپور تر پوښښ لاندې دوره کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره له دې چې د متحده ایالاتو له‌خوا د "ترهګر" په توګه تر څار لاندې دی، په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره له دغه هېواده د باندې متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر وکړ.
سیګار دا یادونه هم کړې، چې دواړه هېوادونه د متحده ایالاتو متحدین دي او د متحده ایالاتو د نظامي ځواکونو کوربه‌توب کوي.
د راپور لیکوالانو د لانګ وار ژورنال د راپور په حواله لیکلي، چې د حقاني سفر له ترهګرۍ سره نړۍواله مبارزه تر پوښتنې لاندې راولي.
سيګار زياته کړې، چې سراج الدین د حقاني شبکې مشر دى چې پر ملکي وګړو، نړۍوالو اېتلافي ځواکونو او بهرنيو سفارتونو په مرګوني تنظيمي بريدونو کې لاس لري.
حقاني نه یوازې د امریکا تر بندیزونو لاندې دی؛ بلکې له ۲۰۰۷ کال راهیسې له القاعده شبکې سره د همکارۍ له کبله د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې هم دی.

100%


په افغانستان کې ترهګرې ډلې

سیګار د خپل راپور په یوه برخه کې لیکلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت دوام لري.
د دوحې په تړون کې د طالبانو له‌خوا د شویو ژمنو نه مراعات کول، د امریکا او ملګرو ملتونو اندېښنې راپارولې چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدلېدونکی دی.
د سیګار په وینا، په داسې حال کې چې طالبانو د داعش خراسان پر وړاندې پرمختګ کړی؛ خو لا یې هم نورې ډلې لکه القاعده او تحریک طالبان پاکستان یې زغملې دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکې دفتر هم ویلي، چې د القاعده شبکې مشر سېف العدل له بهرنیو وسله‌والو غوښتي چې افغانستان ته کډه شي.
د سیګار په وینا، العدل دغو وسله‌والو ته ویلي چې افغانستان ته ولاړ شي او روزنه ترلاسه کړي، چې د لوېدیځ پر ګټو بریدونه وکړي.
د دغه راپور له مخې، العدل له هغوی وغوښتل چې طالبانو ته د راتلونکې اسلامي دولتونو د بېلګې په توګه وګوري.
د دغه راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت د سراج الدین حقاني تر قوماندې لاندې په غزني کې د القاعدې شبکې او پاکستاني طالبانو د غړو لپاره د استوګنې او ښوونیز مرکزونه برابروي.
که څه هم چې طالبانو دغه راپور رد کړی،؛خو ویلي یې دي چې له پاکستانه اېستل شویو کډوالو ته د اوسېدو ځایونه جوړوي.
د سیګار په وینا، تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې له ۶۰۰۰ څخه تر ۶۵۰۰ پورې جنګیالي لري چې زیاتره برخه یې د افغانستان په ختیځو سیمو کې مېشت دي.
سیګار په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د داعش خراسان د شته‌والي په اړه د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارونکې ډلې راپور ته په اشارې سره لیکلي، چې دا ډله «د افغانستان او سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ» دی؛ خو پر افغانستان د طالبانو کنټرول د افغانستان لپاره ګواښ نه دی.
په راپور کې ویل شوي، چې داعش په افغانستان کې له ۲ زرو تر ۳۵۰۰ پورې جنګیالي لري او له دې ډلې سره د تړاو لرونکو غړو شمېر یې ۶ زرو ته رسېږي.
سیګار د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سینټاګام د قوماندان مایکل کورېلا له قوله ویلي، چې داعش د شپږو میاشتو په موده کې د لوېدیځ پر ګټو د برید وړتیا او اراده لري.

100%


طالب ځواکونه

سیګار د طالبانو د ځواکونو شمېرې د افغانستان د تېر حکومت له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره پرتله کړې دي.
د سیګار د راپور له مخې، په داسې حال کې چې د تېر حکومت د دفاعي ځواکونو شمېر د ۲۰۲۱ کال د اپرېل په ۲۹مه ۱۸۲ زره ۷۱ تنو ته رسېده، د ۲۰۲۴ کال د جون په ۲۴مه د طالبانو دفاعي ځواکونه ۱۷۷ زره ۸۹۰ تنو ته رسېدلی دی.
پر همدغه مهال تر دې نیټې پورې، ۲۱۱زره ۲۴ تنه طالب د پولیسو له لیکو سره یو ځای شوي، چې د تېر حکومت د پولیسو شمېر ۱۱۸زره او ۶۲۸ تنه و.
په ټولیز ډول، د تېر حکومت پرتله طالبان شاوخوا ۸۸۰۰۰ ډېر کسان لري.

د طالبانو مخالف ځواکونه

د طالبانو مخالفو وسله‌والو د طالبانو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي دي.
د دغه راپور له مخې، په تېرو درېيو مياشتو کې دغو ځواکونو د ٦٨ بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى، په داسې حال کې چې په تېرو درېيو مياشتو کې يې ٤٣ بريدونه کړي وو.
په دې برخه کې سیګار دوه وسله‌والې ډلې، د ملي مقاومت جبهه او د افغانستان د ازادۍ جبهې ته اشاره کړې ده.
د سیګار په وینا، دوی د اپرېل په میاشت کې په ګڼو بریدونو کې لاس درلود.
سيګار د يو شمېر نورو مخالفو ډلو يادونه هم وکړه، چې زيات تمرکز يې پر سياسي او استخباراتي فعاليتونو دی.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت: رسنۍ دې اسلامي اساسات، د نظام پايښت او پاليسي مراعت کړي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مسول د طالبانو د دولتي ویاندويانو په یو سمينار کې ويلي، چې دوی له رسنيو څخه د «اسلامي اساساتو، نظام د پايښت، پاليسي او يوالي» مراعتولو غوښتنې لري. ضياء الحق حقمل وایي، چې د رسنيو لپاره قانون تر کار لاندي دی، چې ژر به يې توشيح کړي.

د طالبانو تر واک لاندي باختر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) په یو راپور کې ويلي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو او باختر اژانس مشر ضياءالحق حقمل ويلي، چې د دوی تر واک لاندي د رسنيو د فعاليت لپاره ستونزې نشته.

حقمل وويل، چې د خبريالانو او رسنيو د اقتصادي ستونزو د حل او ملاتړ په موخه به ډېر ژر یو صندق هم جوړ کړي.

نوموړي دا هم ويلي، چې رسنۍ دي د «اسلامي نظام تر چتر لاندي» فعاليت وکړي.

د باختر اژانس د معلوماتو له مخي، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند معلوماتو ته د لاس رسي ادارې د پکتيا په مرکز ګزدېز کې د دولتي ویاندويانو او رسنيو استازو ترمنځ د همږغۍ دوه ورځنۍ سمينار جوړ کړی و.

په دې سېمنار کې د طالبانو نورو استازو هم له رسنيو او دولتي ویاندویانو څخه وغوښتل، چې خپل مسوليتونه درک او خپلې پاليسۍ وپېژنې.

طالبان پر داسي مهال معلوماتو ته د لاسي تر عنوان لاندي د خبريالانو او رسنيو د ستونزو د حل او ملاتړ خبره کوي، چې همدا نن د دغې ډلې د مخباراتو او ټنکنالوژۍ ادارې اړوند (اترا) په ننګرهار کې د ۱۷ سيمه ييزو رسنيو د فعاليت چارې ځنډولي.

دوی د ننګرهار سيمه ييزو رسنيو ته په شفاهي او لیکلي ډول خبردارۍ ورکړي، چې د جوازونو د فريکونسۍ ماليه پر وخت ورکړي، که نه دفترونه به یې هم ور وتړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزې او غوښتنې تر پوښښ لاندې راولي.
د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ډېر هغه کسان بندیان شوي هم دي، چې د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ یې نیوکې کولې.

په کابل کې د سوک وهنې منتخبې لوبډلې لپاره د ۱۱۶ لوبغاړو ترمنځ سيالۍ پيل شوې

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۴۰ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندي د المپیک، بدني روزنې او ورزش اړوند د سوک وهنې فدراسيون وايي، چې د منتخبې لوبډلې د جوړېدو لپاره په کابل کې د اول زون د ۳۲ کلبونو د ۱۱۶ لوبغاړو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ پيل شوې. د فدراسيون د معلوماتو له مخي، دغه سيالۍ به ۱۵ ورځي دوام وکړي.

په کابل کې د سوک وهنې فدراسيون د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) په يوې خبرپانه کې ويلي، چې دغه سيالۍ به د لوبغاړو عمرونو ته په کتو په بیلابیلو ګروپونو کې تر سره شي.

دغه فدراسون وايي، چې په دې سياليو کې به د کابل د اول زون سوک وهنې منتخي لوبډلې لپاره ۲۶ لوبغاړي غوره شي.

دغه سيالۍ د کابل د سوک وهنې په ورزشي جمنازيم کې تر سره کيږي.

100%

د افغانستان د خبريالانو مرکز: طالبانو په ننګرهار کې د ۱۷ سیمه ييزو رسنیو فعاليت ځنډولی

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، چې د طالبانو مخابراتو وزارت په ننګرهار کې د ۱۷ سيمه ييزو رسنیو نشرات د فريکونسۍ د ماليې د نه ورکړې له امله بند کړي دي. دغه مرکز د اندېښنې په څرګندولو له طالبانو غوښتې، چې پر خپله دغه پرېکړه غور او عادلانه چلند دې وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د طالبانو د مخابراتو وزارت اړوند اترا ادارې په ننګرهار کې د سيمه ييزو راډيوګانو او ټلویزیونو ته شفاهي او مکتوبي خبرداری ورکړی، چې که د فريکونسۍ ماليه ور نه کړي فعاليت نه شي کولی.

د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې؛ په ننګرهار کې دا مهال د شرق، بهار او ارزښت په نومونو درې خصوصي ټلویزيونونه او د همېشه بهار، نن، ارزښت، شرق، مزل، صفا، مينه، دوست، منار، مرام، حقیقت، هوډ، سپين غر او الفت په ګډون د ۱۴ راډيو فعاليت درلود، چې نن د طالبانو له لورې يې فعالیت بند شوی.

په اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو د ننګرهار د سيمه ييزو رسنيو مسولينو ته خبرداری ورکړی، که د دغه ډلې د اطلاعاتو او کولتور رياست سره د جواز فريکونسۍ د ماليې د ورکړې موضوع حل نه کړي دفترونه به یې هم ور وتړي.

د مرکز په اعلامیه کې ويل شوي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم دغه ډلې تر دې مخکې په دې ولایت کې د انعکاس ټلویزيون، نرګس او اصلاح راډيو نشرات هم بند کړي وو.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د طالبانو د مخابراتو او ټېکنالوژۍ وزارت اړوند د اترا ادارې له لوري په ټول افغانستان کې د جوازونو د فريکونسيو ماليې د ورکړې د قانون تطبیق اندېښمن کړي دي

دغه مرکز د سيمه ييزو رسنيو د جوازونو د فريکونسي د ماليې اړوند ویلي: «د ننګرهار د سيمه ييزو راډيوګانو او ټلویزیونو مسوولين باید د لومړۍ درجه ولایت په توګه هر کال یو لک اته زره افغانۍ او ۲۵ ډالره ماليه ورکړي، په داسې حال کې رسنۍ په خراب اقتصادي حالت کې دي او له يوه څخه تر لسو کلونو پوروړي هم دي.»

د خبريالانو د ملاتړ دغه مرکز د اندېښنې په ښودلو زياتوي، چې واک ته د طالبانو په رسېدو اقتصادي ستونزې زياتې شوي او د رسنيو د عاید تر ټولو مهمه سرچينه سوداګريز اعلانات هم کم شوي.

مرکز له طالبانو غوښتي، چې دا مهال رسنۍ په خراب اقتصادي حالت کې دي او پورونه يې باید معاف شي.