سیګار وايي، امریکا په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره ۲۱ مېلیارده ډالر مرسته کړې ده

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړي دفتر راپور ورکړی، چې واشنګټن له ۱۴۰۰ کال راهیسې له افغانستان سره څه باندې ۲۱ مېلیارده ډالر مرسته کړې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړي دفتر راپور ورکړی، چې واشنګټن له ۱۴۰۰ کال راهیسې له افغانستان سره څه باندې ۲۱ مېلیارده ډالر مرسته کړې ده.
د سیګار په وینا، دغه پیسې د بشري مرستو، د کډوالو د استوګنې او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنۍ د بېرته تادیه کېدو په برخو کې لګول شوې دي.
بشري مرستې
په راپور کې ویل شوي، چې له افغانستان سره د ۱۴۰۰ کال د زمري له میاشتې څخه د ۱۴۰۳ د چنګاښ تر میاشتې د ۲۰.۷۱ مېلیارډه ډالرو مرستو له ډلې څخه ۲.۹۷ مېلیارډه یې په بشري مرستو او ودانیزو مرستو لګول شوي دي.
د سیګار په وینا، دا مرستې په څلورو برخو کې لګول شوي: (۲.۰۲۹ مېلیارده) بشري مرستې، (۴۵۸ مېلیونه) پراختیایي او رغنیزې مرستې، (۳۱۶ مېلیونه) سازماني عملیات او (۱۰۰مېلیونه) د امنیت په برخه کې لګول شوي دي.
خو سیګار دا نه ده روښانه کړې، چې د "سازماني عملیاتو" او "امنیت" څخه هدف څه ډول همکاري ده چې امریکا په افغانستان کې پرې پیسې لګولې دي.
د سیګار د راپور له مخې، دغه مرستې د ۲۰۲۱ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر پایه د امریکا د متحده ایالاتو د نړۍوالې همکارۍ سازمان او د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو له لارې لګول شوې دي.

د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنیو بېرته تادیه کول
د دغه راپور له مخې، د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنیو د بېرته ورکولو لپاره د دغه هېواد د خلکو لهخوا په دغه صندوق کې د ساتلو لپاره د دغه هېواد اماني صندوق ته ۳.۵ مېلیارډه ډالر نور هم لېږدول شوي دي.
دا پیسې چې په امریکا کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته بندې شوې وې، په سویس کې د افغانستان اماني صندوق ته لېږدول شوې، چې د افغانانو په استازیتوب د دغه صندوق تر څارنې لاندې وساتل شي.
د سیګار د راپور له مخې، دا پیسې او ګټه یې د ۲۰۲۴ کال (د جون تر ۲۸مې) نېټې پورې ۳.۸۴ مېلیارډ ډالرو ته رسېدلې ده.
د کډوالو د لېږد او بیا مېشتېدنې په برخه کې مرسته
سيګار زياتوي، چې له افغانستانه امريکا ته د سيمهييزو امريکايي همکارانو د لېږد او استوګنې لپاره نور ٨.٧ مېليارده ډالر لګول شوي دي.
د دغو پیسو د لګښت جزییات د سیګار په راپور کې نه دي روښانه شوي.
د سیګار په وینا، د متحده ایالاتو دفاع وزارت د ملکي مرستو، بشري مسلو او د ناورین سره د مبارزې په ګډون په یوه بهرنۍ تګلاره کې ۵.۳۶ مېلیارده ډالر لګولي دي.
د سیګار په راپور کې د دغې تګلارې په اړه جزییات نه دي ورکول شوي.
سیګار په خپل راپور کې ویلي، چې د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت له افغانانو سره د ۳ مېلیارده ډالرو او د امریکا د کورني امنیت وزارت د ۲۸۴ مېلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
د نشهیي توکو په وړاندې مبارزه
سیګار په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په درېیمه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د حکم له صادرېدو وروسته، په افغانستان کې د کوکنارو کښت د پام وړ کم شوی دی.
د راپور لیکوالانو دا پوښتنه راپورته کړې، چې طالبانو څنګه وکولای شول چې د کوکنارو کښت دومره ژر کم کړي؛ په داسې حال کې چې امریکا او متحدین یې په دوو لسیزو کې د نهه مېلیارد ډالرو په لګښت د دغه کښت په بندېدو کې پاتې راغلي وو.
سیګار په دې باور دی، چې د کوکنارو د کښت کموالی او د نشهیي توکو د بیو لوړوالی په افغانستان کې د نشهیي توکو وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.
له بلې خوا د کوکنارو په کښت کې د کمښت سره، سره د افغانستان اقتصاد لا هم د نشهیي توکو پر تولید متکي دی.
د سیګار راپور زیاتوي، مخکې له دې چې د طالبانو د مشر حکم صادر شي کروندهګرو ته اجازه ورکړل شوې وه چې په زیاته اندازه نشهیي توکي وساتي.
د دې ترڅنګ، د کوکنارو د کښت په منعه کولو سره ځینو سیمو د دې حکم څخه سرغړونه وکړه او کښت ته یې دوام ورکړی.
د دغه راپور له مخې، د هبت الله د حکم له صادرېدو وروسته هم د نشهیي توکو سوداګري په لوړ ارزښت سره دوام لري.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې به په کندهار کې د هر کیلو تریاکو بیه ۲۶۳ ډالرو ته پورته شي، په داسې حال کې چې یو کال وړاندې دا بیه یوازې ۱۶۰ ډالره وه.
دغه راز په ننګرهار کې په ۲۰۲۳ کال کې د هر کیلو تریاکو بیه شاوخوا ۳۶۲ ډالره وه، په داسې حال کې چې یو کال وړاندې دا بیه ۲۲۰ ډالره وه.

له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې تعامل
سیګار په خپل راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربع کې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې تعامل په نړۍواله کچه او سیمهییزه کچه دوام لري.
دغه دفتر د دوحې د درېیمې ناستې د ترسره کېدو او په دې ناسته کې د طالبانو د پلاوي د ګډون یادونه کړې ده.
راپور له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو د اړیکو دوام او د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د دغه تعامل یوه برخه ګڼي.
همدارنګه سیګار زیاته کړې، چې د دې راپور تر پوښښ لاندې دوره کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره له دې چې د متحده ایالاتو لهخوا د "ترهګر" په توګه تر څار لاندې دی، په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره له دغه هېواده د باندې متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر وکړ.
سیګار دا یادونه هم کړې، چې دواړه هېوادونه د متحده ایالاتو متحدین دي او د متحده ایالاتو د نظامي ځواکونو کوربهتوب کوي.
د راپور لیکوالانو د لانګ وار ژورنال د راپور په حواله لیکلي، چې د حقاني سفر له ترهګرۍ سره نړۍواله مبارزه تر پوښتنې لاندې راولي.
سيګار زياته کړې، چې سراج الدین د حقاني شبکې مشر دى چې پر ملکي وګړو، نړۍوالو اېتلافي ځواکونو او بهرنيو سفارتونو په مرګوني تنظيمي بريدونو کې لاس لري.
حقاني نه یوازې د امریکا تر بندیزونو لاندې دی؛ بلکې له ۲۰۰۷ کال راهیسې له القاعده شبکې سره د همکارۍ له کبله د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې هم دی.

په افغانستان کې ترهګرې ډلې
سیګار د خپل راپور په یوه برخه کې لیکلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت دوام لري.
د دوحې په تړون کې د طالبانو لهخوا د شویو ژمنو نه مراعات کول، د امریکا او ملګرو ملتونو اندېښنې راپارولې چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدلېدونکی دی.
د سیګار په وینا، په داسې حال کې چې طالبانو د داعش خراسان پر وړاندې پرمختګ کړی؛ خو لا یې هم نورې ډلې لکه القاعده او تحریک طالبان پاکستان یې زغملې دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکې دفتر هم ویلي، چې د القاعده شبکې مشر سېف العدل له بهرنیو وسلهوالو غوښتي چې افغانستان ته کډه شي.
د سیګار په وینا، العدل دغو وسلهوالو ته ویلي چې افغانستان ته ولاړ شي او روزنه ترلاسه کړي، چې د لوېدیځ پر ګټو بریدونه وکړي.
د دغه راپور له مخې، العدل له هغوی وغوښتل چې طالبانو ته د راتلونکې اسلامي دولتونو د بېلګې په توګه وګوري.
د دغه راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت د سراج الدین حقاني تر قوماندې لاندې په غزني کې د القاعدې شبکې او پاکستاني طالبانو د غړو لپاره د استوګنې او ښوونیز مرکزونه برابروي.
که څه هم چې طالبانو دغه راپور رد کړی،؛خو ویلي یې دي چې له پاکستانه اېستل شویو کډوالو ته د اوسېدو ځایونه جوړوي.
د سیګار په وینا، تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې له ۶۰۰۰ څخه تر ۶۵۰۰ پورې جنګیالي لري چې زیاتره برخه یې د افغانستان په ختیځو سیمو کې مېشت دي.
سیګار په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د داعش خراسان د شتهوالي په اړه د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارونکې ډلې راپور ته په اشارې سره لیکلي، چې دا ډله «د افغانستان او سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ» دی؛ خو پر افغانستان د طالبانو کنټرول د افغانستان لپاره ګواښ نه دی.
په راپور کې ویل شوي، چې داعش په افغانستان کې له ۲ زرو تر ۳۵۰۰ پورې جنګیالي لري او له دې ډلې سره د تړاو لرونکو غړو شمېر یې ۶ زرو ته رسېږي.
سیګار د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سینټاګام د قوماندان مایکل کورېلا له قوله ویلي، چې داعش د شپږو میاشتو په موده کې د لوېدیځ پر ګټو د برید وړتیا او اراده لري.

طالب ځواکونه
سیګار د طالبانو د ځواکونو شمېرې د افغانستان د تېر حکومت له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره پرتله کړې دي.
د سیګار د راپور له مخې، په داسې حال کې چې د تېر حکومت د دفاعي ځواکونو شمېر د ۲۰۲۱ کال د اپرېل په ۲۹مه ۱۸۲ زره ۷۱ تنو ته رسېده، د ۲۰۲۴ کال د جون په ۲۴مه د طالبانو دفاعي ځواکونه ۱۷۷ زره ۸۹۰ تنو ته رسېدلی دی.
پر همدغه مهال تر دې نیټې پورې، ۲۱۱زره ۲۴ تنه طالب د پولیسو له لیکو سره یو ځای شوي، چې د تېر حکومت د پولیسو شمېر ۱۱۸زره او ۶۲۸ تنه و.
په ټولیز ډول، د تېر حکومت پرتله طالبان شاوخوا ۸۸۰۰۰ ډېر کسان لري.
د طالبانو مخالف ځواکونه
د طالبانو مخالفو وسلهوالو د طالبانو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي دي.
د دغه راپور له مخې، په تېرو درېيو مياشتو کې دغو ځواکونو د ٦٨ بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى، په داسې حال کې چې په تېرو درېيو مياشتو کې يې ٤٣ بريدونه کړي وو.
په دې برخه کې سیګار دوه وسلهوالې ډلې، د ملي مقاومت جبهه او د افغانستان د ازادۍ جبهې ته اشاره کړې ده.
د سیګار په وینا، دوی د اپرېل په میاشت کې په ګڼو بریدونو کې لاس درلود.
سيګار د يو شمېر نورو مخالفو ډلو يادونه هم وکړه، چې زيات تمرکز يې پر سياسي او استخباراتي فعاليتونو دی.