• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هوا پوهنې اداره: په ۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۴۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې ادارې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د چټکو بارانونو، سېلابونو، تېزو بادونو او دوړو اټکل کړی. د طالبانو دغه ادارې سیندونو ته نږدې کورنیو ته خبرداری ورکړی، چې د بارانونو او سېلابونو پرمهال خپل لومړني تدابير ونيسي.

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې د چهارشنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې سبا پنجشنبه د نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتيا، پکتيکا او خوست ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو د پېښېدو اټکل شوی دی.

په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبعیي پېښو له امله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د اقلیمي بدلون د ځپل شویو هېوادونو په ډله کې شپږم هېواد شمېرل شوی، چې د موسمي بارانونو، زلزلو او طبیعي پېښو زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول زیانمن کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

تاجکستان د افغانستان پولې ته څېرمه د کډوالو کمپ جوړوي

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۴۰ GMT+۱

د تاجکستان خبري اژانسونو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې د افغانستان پولې ته څېرمه د کډوالو او طبیعي پېښو د قربانیانو لپاره یو کمپ جوړېږي. د راپورونو له مخې د دې پروژې مالي لګښت د اسیا پراختیايي بانک ورکوي.

د تاجکستان د بیړنیو حالاتو د کمیټې مشر رستم نظرزاده وویل، چې دغه کمپ به له افغانستان سره د پولې په ۵۰ کیلومترۍ کې جوړ شي.

د هغه د څرګندونو له مخې په ١٤٠٠ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې سيمه کې د کډوالو لپاره خيمې برابرې شوې وې.

ویل کیږي، چې د طبیعي پیښو د قربانیانو او کډوالو لپاره د نویو تاسیساتو د جوړولو کار پیل شوی او شاوخوا دوه کاله وخت به ونیسي.

وروسته له هغه، چې طالبان په ۱۴۰۰ کال کې پر افغانستان واکمن شول زیات شمېر افغانانو د تاجکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته ولاړل.

د تاجکستان د پناه غوښتنې د قانون له مخې پناه غوښتونکي لومړی د درې میاشتو لپاره د اعتبار وړ زرغون کارت ترلاسه کوي.

وروسته که د پناه غوښتنه ومنل شي، غوښتونکي ته سور کارت ورکول کیږي، چې په رسمي توګه په تاجکستان کې د کډوال په توګه پیژندل کیږي.

د طالبانو د احصایې اداره وايي، افغانستان ۳۵ میلیونه او ۷ لکه وګړي لري

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۱۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ادارې د افغانستان د سرشمېرنې، کرنیزو محصولاتو، کانونو، ناخالصو تولیداتو او جغرافیاوي سروې په اړه شمېرې نن اعلان کړې. د دې ادارې مرستیال عصمت الله حکیمي وايي، په روان کال کې د افغانستان د وګړو شمېر ۳۵،۷ میلیونه اټکل شوی دی.

ښاغلی حکیمي د یوې سروي له مخې وايي، د افغانستان ۱،۵ میلیونه وګړي کوچیان دي، ۹،۲ میلیونه وګړي په ښارونو او ۲۵ میلیونه وګړي یې په کلیو کې ژوند کوي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د افغانستان تر ټولو ډیر وګړې کلیوالي ژوند لري او یوازې ۹،۲ میلیونه وګړي یې ښاري ژوند کوي.

د احصايي او معلوماتو ادارې مرستیال سرپرست عصمت الله حکیمي وايي، د یاد معنیت له لوري په افغانستان کې د سرشمېرنې د رسمي شمېر او تحلیل په برخو کې یې سروې ګانې کړې دي.

د افغانستان ناخالص تولیدات

د ښاغلي حکیمي د معلوماتو له مې سږکال د هېواد ناخالص تولیدات ۱۵،۷ میلیارده ډالره اټکل شوي، چې د تېر کال پرتله ۲،۷ سلنه ډېر شوي دي.

نوموړی وايي، سږکال په هېواد کې د سړي سر کلنی عاید ۴۰۳ډالره و، چې د تېر کال پرتله ۷۰ډالره ډېر شوی دی.

همدارنګه نوموړی زیاتوي چې، سږکال په افغانستان کې د توکو د بیو د ټیټېدو تر څنګ د ډالر په وړاندې د افغانۍ قیمت هم لوړ شوی دی.

نوموړی وایي، تېرکال صادرات ۱،۸ میلیارده ډالره وو، چې سږکال ۳،۷ سلنه کم شوي.

همدارنګه تېر کال د وارداتو ارزښت ۸،۷ میلیارډه ډالره و، چې د یوه کال وړاندې پرتله ۲۲،۴ سلنه ډېر شوي دي.

د غلو دانو محصولات

تېرکال د غلو دانو محصولات ۵ میلیونه ۲۰۶زره میتریک ټنه وو، او د دوی د سروي له مخې د تېر یوه کال پرتله ۱۳ سلنه ډېر شوي دي.

د کانونو اېستل

د احصايي او معلوماتو اداره وايي، په ۱۴۰۲ کال کې د کانونو استخراج شپږ میلیارډه او ۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت و، چې د یوه کال وړاندې پرتله ۴۰،۸ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

خو د یادو کانونو په اړه یې نور جزیات ور نه کړل.

تولیدات

د دغې ادارې معلومات ښيي، چې په ۱۴۰۲ کال کې د دولتي صنایعو د تولیداتو ارزښت درې میلیارده او ۲۰۴ میلیونه افغانی و، چې د یوه کال مخکې پرتله ۲۹ سلنه ډېر شوي دي.

افغانستان کې ملکي خدمتونه

په ۱۴۰۲ کال کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو شمېر درې لکه ۶۱ زره ۶۸۰ تنه وو، چې له دې جملې څخه ۸۰۲۴۱ ښځې دي، چې د یوکال وړاندې پرتله لس سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

په ۱۴۰۲ کال کې ۹۱۲۲ ډاکټران په دولتي روغتونونو کې په دندو بوخت وو، چې له دې جملې۲۴۷۱ تنه ښځې دي، چې د یو کال مخکې پرتله ۱،۲ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

راستانه شوي کډوال

په ۱۴۰۲ کال کې ۹۳۴۶۰ افغان کډوالې کورنۍ له ګاونډیو او بهرنیو هېوادونو څخه راستنې شوې دي.

چې له دې جملې څخه ۸۰۹۵۵ کورنۍ له پاکستانه، ۱۲۴۵۴ کورنۍ له ایرانه او ۵۱ کورنۍ له نورو هېوادونو څخه هېواد ته راستنې شوې دي.

د احصايي او معلوماتو ادارې معلومات ښيي، چې د۱۴۰۱ کال پرتله شپږ برابره ډیر افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

تر کار لاندې سروې

په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان د روغتیا په اړه د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې سروې طرحه او ډیزاین شوي ده.

دغه سروي د روغتیا وزارت او یوې موسسي په مرسته د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ترسره کیږي.

د یادې سروې رسمي چارې به په راتلوونکې میاشت کې پیليږي.

د تازه زیږدولو او تر پنځه کلونو کم عمره ماشومانو د مړینې په اړه د کم وزنۍ، پاملرنې، تر زیږون مخکې، او د میندوارو میندو په اړه سروې ترسره شوې دي او په راتلوونکو څو ورځو کې به یې د روغتیا وزارت سره په ګډه پایلې شریکې شي.

د جغرافیاوي معلوماتو سروي

په ۱۴۰۲ کال کې د سولري کرنیزو څاګانو سروې ترسره شوې چې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې ۳۱۰ زره سولري څاګانې په نښه شوې دي.

د یادې ادارې د سروې له مخې، ۳۵ سلنه سولري څاګانې په هلمند،۱۹ سلنه په کندهار، ۱۱ سلنه په فراه ۸ سلنه په غزني او ۶ سلنه په زابل ولایت کې فعالې دي.

د معلوماتو له مخې ۸۰ سلنه کرنیزې سولري څاګانې په یادو پنځو ولایتونو کې شته دي، او شل سلنه په ۲۱ ولایتونو کې کېندل شوې دي.

د احصايي او معلوماتو اداره وايي، په دې اړه يې د طالبانو کابینې ته خپل معلومات وړاندې کړي چې تر ځمکې لاندې اوبه د اړوندو وزارتونو له لارې مدریریت شي.

د ښاري او ودانیزو چارو نقشه کول

په ۱۴۰۲ کال کې د ۱۵ کلو پرتله د هېواد د۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې ښاري او ودانیزو چارو پرتله پراختیايي نقشه اخیستلشوې ده.

دغه اداره وايي، د ۳۴ ولایتونو په مرکزي او ښاري سیمو کې یې په۳۰ زره هیکتاره ځمکه باندې پراختیا موندلې.

۱۶سلنه کابل، ۱۴ سلنه کندهار، ۵ سلنه هلمند، ۵ سلنه ننګرهار او ۴ سلنه په غزني کې.

د دغې سروې له مخې ۸۵۰۰ کرنیزه ځمکه ۵۵۰۰ څړځایونه په ۳۴ ولایتونو په مرکزونو او ښاري سیمو کې په ښاري او استوګنیزو سیمو بدلې شوې دي.

همدارنګه دغه اداره وايي، تېرکال په ۱۹ ولایتونو کې ۲۷ نوي ولسوالۍ رامنځته شوې دي.

کرنیز محصولات

تېرکال په ۱۶ ولایتونو کې د وریجو کښت شوی دی.

۲۱ زره ۹۰۰ هیکتاره ځمکه باندې، ۴ سوه زره میټریکه ټنه وریجې تولید شوې دي.

په ۱۴۰۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۳ میلیونه هیکټاره ځمکه باندې کښت شوی دی.

له دې ډلې ۲،۱ میلیونه هیکټاره ځمکه اوبیزه ۹۱۷ هیکټاره للمي ځمکه باندې کښت شوی دی.

چې د یوه کال وړاندې پرتله د کښت په برخه کې ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

تر ټولو ډېر اوبیز کښت په هلمند، هرات، کندهار او کندوز کې شوی دی.

برېښنايي پېژندپاڼې

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې مشر فقیر محمد زیار د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، چې دې ډلې له واکمنېدو تر دې مهاله یې ۷،۸ میلیونه هېوادوالو ته برېښنايي پیژندپاڼې ویشلې دي.

نوموړی زیاتوي، د برېښنايي پيژندپاڼو د بهیر له پیله تردې مهال ۱۳ میلیونه او ۸۶۸ زره برېښنايي پيژندپاڼې وېشل شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې چارواکو د چهارشنبې په ورځ د (زمري ۱۷مه) د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، چې د تېر کال پر مهال یې په ۷۹څانګو کې درې میلیونه او ۲۶۶ زره برېښنايي پيژندپاڼې وېشلې دي.

د دغې ادارې د مشر فقیر محمد زیار د معلوماتو له مخې د یوه کال مخکې پرتله د برېښنايي پيژندپاڼو په وېش کې ۲۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلی زیار وايي، د برېښنايي پيژندپاڼو د بهیر له پیله تردې مهاله ۱۳ میلیونه او ۸۶۸ زره پيژندپاڼې وېشل شوې، چې له جملې یې ۷،۸ میلیونه یې د دغې ډلې د نږدې درې کلنې واکمنۍ پر مهال وېشل شوې دي.

نوموړی وايي، په پام کې لري چې د خلکو د اسانتیا لپاره د هېواد په یو شمیر ولسوالیو کې هم د برېښنايي پيژندپانو د وېش څانکې فعالې کړي.

فقیر محمد زیار وايي، د راتلوونکي کال لپاره څلور میلیونه پيژندپاڼې چاپ او ووېشي.

همدارنګه نوموړی وايي، تېر کال یې په کابل کې د کاغذې پيژندپاڼو په برخه کې۵۴۰ زره کسانو او ۲،۵ میلیونه کسانو ته په ولایتونو کې د خدمتونه وړاندې کولو تر څنګ ۶۱۳ زره د زیږون کارتونه هم وېشلي دي.

د دغې ادارې د مشر د معلوماتو له مخې، تېرکال هېواد ته نږدې ۲۸ زره بهرنیو وګړو تګ راتګ کړی دی.

طالبان وايي له بیا واکمنېدو را هیسې یې ۷.۸ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مشر وايي، د دې ډلې له بیا واکمنېدو را هیسې ۷.۸میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې افغانانو ته ور کړل شوې. فقیر محمد زیار نن د کلني حساب ور کولو غونډه کې زیاته کړه، چې د برېښنايي پېژندپاڼو نوي دفترونه یې زیات او ور سره یې وېش هم زیات شوی دی.

نوموړی وايي، تېر کال یې د کابل قره باغ، د کندوز امام صاحب، د بدخشان بهارک، د پکتیا څمکني، د زابل شاه جوی، د فاریاب اندخوی، د نورستان برګمټال، د فراه په فراه رود، د میدان ورګ په سید اباد، د پکتیکا ارګون او د بغلان مرکزي بغلان کې یې دا مرکزونه فعال کړي دي.

دوی وايي، تېر کال یې ۳ میلیونه، دوه لکه، ۵۶ زره او ۶۰۰پېژندپاڼې وېشلي، چې تر وړم کال ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وخت کې له اوږدو ناندریو وروسته د برېښنايي پېژندپاڼې وېش پیل شو.

طالبان وايي، د دغه بهیر له پیل تراوسه ۱۳میلیونه، اته لکه ۶۸ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

طالبانو په دغه غونډه کې دا هم وویل، چې د روان کال د وګړو اټکل یې ښيي چې افغانستان ۳۵ میلیونه او ۷ لکه وګړي لري.

له دې سره د احصایي او معلوماتو ادارې مشر وویل، چې دوی د افغان وګړو د کره شمېر لپاره پر طرحه کار کوي او له خپل مشر سره یې شریکوي.

د طالبانو حکومت وايي، د امو سیند د څنډو د ورانۍ مخه به ونیسي

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغې ډلې حکومت پرېکړه کړې، چې د امو سیند د څنډو د ورانۍ د مخنیوي لپاره هڅې کوي. طالبانو ويلي، کابینې یې د دغه سیند د څنډو د ورانۍ د مخنیوي لپاره د اوبو او برېښنا وزارت ته دنده سپارلې چې لاس په کار شي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ ماڼۍ د سه شنبې په ورځ د (زمري ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې ډلې کابینې د اوبو او برېښنا وزارت ته دنده سپارلې چې د امو سیند د څنډو د پیاوړتیا لپاره پرېکنده ګامونه واخلي.

د امو سيند د افغانستان او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ پر پوله تېر شوی چې د منځني اسیا له هیوادونو سره د افغانستان پوله ټاکي، او هر کال د سېلابونو راوتلو او د اوبو ډېرېدو له امله د دغه سيند سوېلي خاورینې څنډې چې د افغانستان ډډه ده، ډېرې برخې یې نړېږي.

تر دې مخکې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي و، چې د امو سیند ۲۵ کیلومتره څنډې ویجاړې شوې او د افغانستان د خاورې ځینې برخې یې لاندې کړې دي.

د دغه وزارت په وینا، د امو سیند په سویل کې یو شمېر کلي یا ویجاړ شوي او یا هم د سیند په منځ کې ایسار شوي دي.

د امو سیند مستې او بې مهاره اوبه د افغانستان له لوري د منځنۍ اسیا هیوادونو ته بهیږي چې له همدې اوبو جوړه شوې برېښنا بېرته افغانستان ته د پیسو په بدل کې ورکړل کیږي.

شننه؛ په عام محضر کې بدني سزاګانې د ملا هبت‌الله له امر سره زیاتې شوې

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۴۰ GMT+۱

لیکوال: بری افغان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، نږدې درې کاله کیږي، چې دغې ډلې په ۱۴۰۱ کال یعنې د دوی له بېرته راتګ څخه شاوخوا یو کال وروسته بیا بدني سزاګانې پیل کړې چې د ۱۴۰۲ کال تر وروستیو پورې دغه سزاګانې روانې وې او لږې رسنیزې کېدلې.

د شمېرو له مخې د طالبانو سترې محکمې د ۱۴۰۱ کال له مرغومي میاشتې راهیسې، چې دغې ډلې په رسمي ډول په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکول اعلان کړل او د طالبانو سترې محکمې یې په اړه خبرپاڼې خپرول پیل کړي، د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې یې د خبرپاڼو له مخې شاوخوا ۵۰ د سزاګانو پېښې ثبتې شوې.

خو بیا د ۱۴۰۲ کال د زمري له ۱۵مې وروسته د ۱۴۰۳ کال د زمري میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې شاوخوا ۵۸ پېښې ثبتې شوې چې طالبانو په کې په بېلابېلو برخو کې ولسي افغانانو ته په عام محضر کې سزاګانې ورکړې.

100%

په تېرو څه باندې دوو کالو کې دغه سزاګانې په هغو درېیو میاشتو کې زیاتې شوې دي چې د قطر په دوحه کې د ملګرو ملتونو له لوري له شلو د ډیرو هیوادونو د استازو او سازمانونو په ګډون له طالبانو سره د خبرو لپاره د دوحې دویمه ناسته د ۱۴۰۲ د لیندۍ په ۲۹ او ۳۰ جوړېده او له دغې غونډې یوه اوونۍ وروسته د ۱۴۰۳ د وري میاشتې په پنځمه د دغې ډلې د مشر ملا هبت‌الله یو غږیز کليپ هم خپور شو چې خپلو تر لاس لاندې کسانو ته یې د شریعت د پلي کولو او «تورنو او مجرمانو» ته یې په عام محضر کې د سزا ورکولو امر وکړ او په دې یې هم ټينګار وکړ چې دغه کار لوېدیځ والو ته د زور په ورښودلو سره کوي.

د ۱۴۰۳ په لومړیو درېیو میاشتو کې دغه پېښې د نورو میاشتو پرتله زیاتې وې چې د همدې کال په وري، غوايي او غبرګولي زیاتې، په چنګاښ او د روانې زمري میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې یو څه کمې وې چې د افغانستان د ۲۴ ولایتونو په ۵۸ پېښو کې ۲۴۷ کسانو ته په عام محضر کې سزاګانې ورکړل شوې چې ښځې هم په کې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د غبرګولي ۱۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د خلکو بدني سزا ورکول د غندلو وړ دي.

طالبانو د هغې غبرګولي میاشتې په ۱۵مه په سرپل ولایت کې د ۱۴ښځو په ګډون ۶۳ کسان د «لواطت، غلا او نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په دورو ووهل.

له بل پلوه د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼو کې بیا راغلي، چې دغې ډلې په څه باندې یوه میاشت کې «د غلا، لواطت، زنا، بچه بازۍ او الکولي مشروباتو» د پلور او د بېلابېلو نورو جرمونو په تور شاوخوا ۱۱۶ کسانو ته په عام محضر کې سزاګانې ورکړې دي.

100%

تر هغه وروسته د دغه کال په چنګاښ او روانه زمري میاشت کې دغه پېښې په پرله پسې ډول راکمې شوې دي او ښايي لامل یې هم د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د نږدې کس ذبیح الله مجاهد ګډون وي چې د ملا هبت‌الله په خوښه لیږل شوی و او له هغه لوري یې د ملګرو ملتونو او هلته له شلو د زیاتو هیوادونو او سازمانونو د استازو پیغام خپل مشر ته رسولی وي.

طالبانو دغه سزاګانې کله پیل کړې؟

که څه هم د طالبانو حکومت د تېرې ۹۰ مې لسیزې په څېر خلکو ته د بدني سزاګانو لړۍ لا هماغسې روانه ساتلې او لا هم خلکو ته د نورو د سترګو په وړاندې سزاګانې ورکوي خو په دې وروستیو کې یې د تېرو میاشتو پرتله په شمېر کې کموالی راغلی، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د افغانستان د مرکزي ولایت روزګان په مرکز ترینکوټ کې د فوټبال په لوبغالي کې د طالبانو حکومت ځايي محکمې د بېلابېلو «جرمونو» په تور ۲۲ تنه د نورو د سترګو په وړاندې په دورو ووهل. چې دوه تنه یې ښځې وې.

خو د دوحې له دویمې ناستې څو ورځې وروسته د ۱۴۰۳ کال د وري میاشتې په پنځمه نېټه د طالبانو مشر ملا هبت‌الله ته په یوه منسوب غږیز فایل کې چې د دغې ډلې تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو په خواله رسنیو خپور کړ، په کې ویل شوي وو، چې «له دې وروسته به ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکړو.» هغه ټینګار کړی و، چې دوی به له دې وروسته په «عملي ډول شریعت پلی» کړي.

100%

په دې غږیز فایل کې «لوېدیځوالو» ته په اشارې سره ویل شوي و چې «موږ له تاسو سره شل کاله جګړه وکړه، موږ به نوره شل کاله جګړه وکړو.» چې «په ځمکه کې شرعي قانون پلي کړو.»

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله په دغه غږ کې وايي، «موږ د الله حدود نافذوو، تاسې (لوېدیځوال) به واياست چې دا د ښځو حقوقو پایماله کېدل دي چې په ډبرو یې ولئ. سبا به موږ د زنا حدود تطبیقوو په عام محضر کې به یې په ډبرو ولو او یا به ښځې په دورو وهو، دا ټول ستا د ډيموکراسۍ خلاف دي. په دې هر یوه به ستا سره مقابله کوو،»

د قطر په دوحه کې د ملګرو ملتونو او له شلو د زیاتو هیوادونو د استازو په ګډون له طالبانو سره د خبرو لپاره د دوحې دویمه ناسته د ۱۴۰۲ د لیندۍ په ۲۹ او ۳۰ وشوه چې طالبانو په کې له ګډونه انکار وکړ او د دوی له ګډون پرته دغه غونډه پای ته ورسېده، په دغې غونډه کې د نورو مسلو تر څنګ یوه موضوع دا وه چې ملګري ملتونه په دغې ناسته کې د افغانستان لپاره نوی استازی وټاکي خو طالبانو او ورسره د افغانستان ګاونډیو هیوادونو روسیې، چین، ایران او پاکستان د افغانستان لپاره د نوی استازي ټاکل کېدو مخالفت وکړ او ويل یې چې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي(یوناما) بسنه کوي.

ولې طالبان په عام محضر کې سزاګانې ورکوي؟

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا ډول سزاګانې د دوی په وینا، د شرعي حکمونو او د خپل مشر ملا هبت‌الله د امر او لارښوونې له مخې خلکو ته ورکوي. د دغې ډلې ستره محکمه وايي، دوی په عام محضر کې خلکو ته ځکه سزاګانې ورکوي چې ګواکې دا کتونکو ته د «عبرت» سبب وګرځي او په افغانستان کې د جرمونو د مخنیوي لپاره د داسې سزاګانو ورکول اړین دي.

په افغانستان کې په «حنفي فقې» او قوانینو کې «تورنو او مجرمانو» ته د سزا ورکولو لپاره د «حدود» او «تعزیري» اصطلاح ګانې کارول شوې دي.

100%

د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي، هغه سزاګانې چې اسلام لازمې کړې دي، د اسلامي شریعت د لارښوونو پر بنسټ یې خلکو (مجرمانو) ته ورکول پر امیر لازم دي. «الله جل جلاله په قران کې فرمايلي، چې خلکو ته د سزاګانو ورکولو یا د شریعت او حدودو تطبیق او تعزیرات باید د مسلمانانو ډله وویني. چې نورو ته یې بیان کړي‌ او د عبرت لامل شي»

طالبان په عام محضر کې خلکو ته کوم ډول سزاګانې ورکوي؟

د سترې محکمې له لوري په خپرو شویو خبرپاڼو کې د دغو سزاګانو په اړه بېلابېلې اصطلاح ګانې لیکل شوې چې په هغوی کې د ځينو تورونو او جرمونو وضاحت او تفسير سخت او کله پراخ وي، لکه «نا مشروع اړیکې» یا «فسق او فساد.»

خو بیا په ټوله کې د طالبانو سترې محکمې دغو جرمونه او تورونو ته د غلا، قتل، زنا، لواطت، نا مشروع اړیکو، فسق او فساد، له کوره د تېښتې، قصاص او ځینې نور نومونه ورکړي دي.

یوه لویه برخه په کې د غلا پېښې دي چې پرې تورن کسان په کې له ۲۵ تر ۳۹ دورې وهل کیږي. ځينو ته د دورو وهلو تر څنګ له درېیو میاشتو تر یو کال پورې د بند سزا هم اورول شوې.

د طالبانو تر ډېر څار او پام لاندې یوه بله برخه له جنسي اړیکو سره تړلي جرمونه او تورونه دي چې د طالبانو حکومت د سترې محکمې قاضیانو په «زنا»، «نامشروع اړېکو» او یا «غیر اخلاقي» سره جلا کړې دي.

«له کوره تېښته» بل هغه جرم دی چې ښځې یې په تور په سزا رسېدلې دي.

په دې کې ښايي هغه ښځې هم شاملې وي چې د کورني تاوتريخوالي او یا په زور یا کم عمر کې له واده په تېښته دغه کار ته اړې شوې وي. دا هغه موضوع ده چې د بشري حقونو او د ښځو حقونو نړۍوالو څارونکي او بنسټونه ورته تر نورو ډېر اندېښمن دي.

په عام محضر کې د دغو سزاګانو په اړه غبرګونونه؟

که څه هم د ملګرو ملتونو او د بښنې نړۍوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو او د نړۍ هېوادونو پر طالبانو له لومړۍ ورځې غږ کړی چې د افغانانو انساني حقونه خوندي کړي او په عام محضر کې له سزا ورکولو ډډه وکړي خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د طالبان حکومت له خپل دريځ او تګلارو نه اوړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ۱۴۰۳ کال د غبرگولي ۱۷مه نېټه په عام محضر کې د طالبانو له‌ لوري بدني سزاګانې وغندلې او دغه کړنې یې د ظالمانه او نا انساني سزاګانو او ربړوونو د منعه کولو په برخه کې د طالبانو له کړو ژمنو سرغړوونه وبلله او په طالبانو یې غږ وکړ چې دغه سزاوې باید سملاسي ودروي.

100%

ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) په سرپل ولایت کې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د ۶۳ کسانو سزا ورکول غندلي و.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ د ۱۴۰۳ کال د غبرگولي ۲۹مه د خپل ځانګړي راپور جزییات د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ۵۶ مې ناستې ته وړاندې کړي.

هغه په دغه نوي راپور کې ویلي، جنسیتي توپیر د بشریت ضد جنایت دی چې په افغانستان کې د ښځو د «ځپلو لپاره د یوې ښکاره بېلګې» په توګه ترېنه کار اخېستل کېږي. د نوموړي له‌خوا په خپاره شوي راپور کې راغلي و چې نړۍواله ټولنه دې طالبانو ته تر هغې مشروعیت نه ورکوي؛ چې دوی د ښځو او بشري حقونو په برخه کې خپلې کړې ژمنې نه وي پوره کړي.

پوښتنه دا ده چې دغه سزاګانې په چا عملي کیږي؟

که څه هم طالبان وايي، چې په عام محضر کې خلکو ته سزاګانې د «شریعت د احکامو» له مخې ورکوي او په خبره یې چې دوی غواړي د ځمکې پر مخ «د الله تعالی قانون (قران) پلی کړي او هغو کسانو ته چې له الهی حکمونو یې سرغړونه کړې وي، پر دوی حدود جاري کوي» چې نورو کسانو ته «عبرت» شي.

خو د طالبانو سترې محکمې چې د تېرو څه باندې دوو کلو په اوږدو کې کومې خبرپاڼې خپرې کړې او په کې یې په عام محضر کې خلکو ته د سزا ورکولو ډولونه ښودلي لکه «غلا، زنا، لواطت، نامشروع اړیکې، له کوره تېښته، قصاص او فساد...» داسې سزاګانې یوازې په ولسي او بې کسه خلکو پلې شوې دي او هغه کسان چې د دوی په حکومت کې لویه یا وړه دنده او مسوولیت ولري هغوی ترې مستثنا دي.

د بېلګې په ډول د طالبانو له راتګ سره د ۱۴۰۰ کال د کب په ۲۶مه نېټه د دغې ډلې د پاسپورټ د مشر عالم ګل حقاني ورور د کابل ښار په شهرنو کې په یوه دفتر کې د نجونو د ګډا او الکولي مشروباتو سره یو ځای په یوه ګرم محفل کې ونیول شو او خپله د طالبانو استخباراتو یې ویډیو خپره کړه خو تر ننه پورې ورته چا نه په عام او نه په پټ محضر کې سزا ورکړه.

د دې تر څنګ د طالبانو د کابل برېښنا ریاست مشر ملا احمد اخوند ویډيو په ۱۴۰۲ کال د زمري په ۲۷مه نېټه له خپل یوه کشر ساتوونکي سره د دغه ریاست په یوه خونه کې په بستره کې پروت و، چې وېډيو یې افغانستان انڼرنشنل ـ پښتو خپره کړه خو هغه هم کندهار ته د ملا هبت‌الله له لوري تر ورغوښتلو وروسته یوازې څو ورځې وروسته پرته له کومې سزا خپلې دندې څخه وشړل شو.

په یوه بله پېښه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت رسنیز سلاکار قاري سعید خوستی د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ میاشت کې د کابل ښار په څنډو کې د یوې پیغلې کورته په زور دننه شوی و او هغه پیغله الهه دلاورزۍ یې ځانته په زور نکاح کړه چې د شریعت له مخې په زور د دوو تنو تر منځ نکاح نه کیږي. خو تر اوسه پورې چې پېښه یې رسنیزه هم شوه چا ورته د دغې غیر شرعي نکاح سزا ورنه کړه.

داسې ډېرې نورې لویې او وړې بېلګې شته چې د طالبانو لوی او واړه کسان په کې ښکېل دي خو تر اوسه پورې د دغې ډلې سترې محکمې ورته سزا نه ده ورکړې او که په کومه برخه کې څوک په سزا هم رسیدلي یوازې یې له دندې ګوښه کړي او بیا یې بل ځای بېرته په دنده ګومارلي دي.